دباچاخان دعدم تشدد فلسفه دپښتنو لوی ميراث

سيدعثمان سنجش

  باچاخان په يوداسې وخت کې نړۍ ته راغی چې پښتانه دانګريزانو دغلامۍ په زنځير کې تړل شوي وه او په غلط رسمونو او رواجونو راګيرشوي  وه ، پښتانه په خپلوکې تربګنيو، دښمنيو له وجه نه داسې حال ته رسيدلې وه چې انګريزانو څخه دخلاصون په طريقه نه پوهيدل ، په دې وخت کې دباچاخان په شان  شخصيت ته دپښتنو په معاشره کې سخت ضرورت وه .

د باچاخان  د شخصيت  لويوالی   په دې کښې  وۀ   چه  دې   د پښتنو دمعاشرې  بنيادي  ستونځې  لکه  تشدد ، بې تعليمي ،  افراطيت او بې ځايه  سيالي  په  خلاف  کلک  ولاړ وۀ  ، او ددې  له  مينځه  وړلو لپاره  يې  په   ميړانه  مبارزه کړې  ده ،    په  موجوده  وخت کښې د پښتنو د ستونځو دحل  لاره  هم  دا لاره  ده .  باچاخان  په  پښتنو کښې د اجتماعي  اوکلتوري   اصلاحاتو  لپاره    زيات  ګامونه  اخيستي دی  او  په دې  لاره کښې  ئې  کلکه مبارزه کړي  ده  ،  دی   نه   يواځې  دعدم تشدد  لپاره  بلکښې  د عدم  تعصب  لپاره  د پښتنو  په  معاشره   ملي  کوششونه  ترسره کړي  .

دباچاخان دعدم تشدد انګيزي :  باچاخان چې کله د پښتنو په جامعه کې دستونزو  حالت وليدو نو هغه وخت وه چې هغه ددې پراګنده شوی قوم په متحدکيدو لپاره ملاوتړله ، هغه د پښتنو د جامعي د وروسته پاتي کيدو  ټول  علتونو په عملي ډول سره  وڅيړه ،  په دې اساس هغه ددې علتونو دلری کولو لپاره   د يوتحريک اساس کيښوده ، ددې تحريک اساس مقاصد داوه  ترڅو د پښتنو دټولني څخه غلط رواجونه  ختم شی او پښتانه په تعليم اوتربيه سمبال شي . داځکه چې دپښتنو معاشره  په هغه وخت کې دشراو شدت نه  ډکه معاشره  وه او دبی تعليمی سطح  په دې  خلکو کې لوړ ه وه .

باچاخان  غوښتل ترڅو دغه د شر اوتشد نه ډکه معاشره په امن بدل شي  ، باچاخان  لمړی کار داوه چې غوښتل يی دعلم په وسيله سره دپښتنو معاشری نه تياره لری کړي اما دلمړی ورځي څخه دپښتنو دښمنانو دمقاومت  سره لاس په ګريوان شو .

دباچاخان  بل  کار درسم او رواج  خلاف جنګ ؤ، هغه رواجونه کوم چې  پښتنو دشرم يا خلق  به څه وايي له  وجې خپل رسم ګرځولې  وه ، باچاخان دهمدې غرض لپاره دخپل ځان نه رول ماډل ( نمونه مثال )   جوړکړ، دخاني نه دملنګي حالت يي غوړه کړو، ساده جامې ، يوخوراک ،په جومات اوحجره کې وخت تيرول يی شروع کړل .  بيائې د دشمنۍ او بدل نه  خبره مينې اومحبت او ورورولې ته راوسته .  په بښنه ، ننواتې اومعافۍ يې زور رواوړو . د پښتون قوم نه يې کوشش کاوه ترڅو (( زه يم )) ورک شي او ديوتحريک لاندې يي منظم کړل .

دباچاخان دعدم تشدد دفلسفي پيژندګلوي

دباچاخان دعدم تشدد دفلسفي دپيژندګلوي نه بايد مخکي دغي خبری ته توجو وګرځول شي .

لمړي داچې د ځينوخلکو خيال دی چې باچاخان دګاندهي جي نه زده کړه کړې وه . دوهم  داچې کله  په بهردنيا کې دګاندهي جي خبره شروع  شي  نو باچاخان  دهغه تر سيوری لاندې پټ شي . ددې خبري دپوهيدولپاره علمی   دلايل وجود لري :  هغه  داچې  باچاخان خپل تحريک په کال ۱۹۱۰ کې شروع کړ اوګاندهي جي هندوستان ته په ۱۹۲۵ کې  راغلی وه . او پښتونخواته په کال ۱۹۳۸ کې راغلي وه . کله چې يې  په پښتونخواکې دخدايی خدمتګارانو د تحريک قوت وليده  ، تصميم يی ونيوه  تر څو دخدايی خدمتګارانو دتحريک په شان  د (( شانتي سينا ))  په نوم  تحريک  شروع کړي  مګر دوه ورځ پس قتل  کړی شو.[۱]

 (( باچاخان خپله وايي زما په رګونوکې هم دپښتون ګرمه وينه  موجوده وه ،خوکله چې ما دپيغمبرصلي الله عليه  وسلم مکي ژوند مطالعه کړو نوپه ماکې دعدم تشدد جذبه رابيداره شو ))  بل ځاي کې وايی (( دعدم تشدد فلسفه زمونږلپاره څه نوی نه ده دا فلسفه زمونږ دپيغمبر صلي الله عليه وسلم  دنن نه څوارلس سوه کاله مخکې شروع کړې خو مونږ ته نوی ښکاره شوې . هغه به ويل (( چې دمسلمان لپاره په تکليف کې صبر ، او دځان محاسبه کول ضرور دی  ځکه چې تکليف دخپل بدعمل په وجه  انسان ته رسي او په راحت کې شکرويستل  داځکه چې هر شی دالله له طرفه وي .))  دغه ټولې خبرې  باچاخان  دعمل ،اومحبت  په ذريعه خپل کردار ګرځولې وه .

  دخدائې خدمتګارانو لمړني هدف داوه  چې الله  پاک ته دخدمت ضرورت نشته  دهغه دمخلوق خدمت دهغه خدمت دی ، خدائي خدمتګارانوسره دجرګي دارزښت تفکر موجود وه .

 داځکه چې  په جرګه  دضرورت دری اصل  وجود لري کوم چې اوس نوروهيوادونه خپل معيار ګرځولی دی  . په دې کې  د جرګه جوړول او دتيږي ايښودل ، دوهم   دسياسي اواجتماعی لاری چارې لټول  ،  دريم   دامن ساتل  وه   د باچاخان  دعدم تشدد پيروانو دهمدی روحيه پيروی کوله ،

په نيويارک کې دګاندي جې نمسې راج موهن ګاندهي خپله  وايی ((  چې   ماپخپله څوځلې دباچاخان دخولې نه اوريدلې دي چې عدم تشدد ما دخپل دين نه زده کړی دی .  دا وخت خلکوته دعدم تشدد دنظرې ضرورت دی .

دباچاخان دعدم تشدد فکر په لمړنی  تجزيه کې داعتدال تبليغ  دی او  دپشتنو دټولنيز ژوند په عکس العمل کې ديوتوازن  درس  دی ، دا خبره  اساسي  خبره  ده چې ترڅو په پښتنو کې دخو د تنقيدۍ او خود احتسابۍ خصلت   را پيدا نه شي  ترهغې  پورې به  ددې خاورې نه  دتشدد خاتمه ممکن نه وي ،

د باچا خان د عدم تشدد فلسفه د پښتونولی دمثبتو خصوصيتونو  محصول  دی او دمنفي خصلتونو  دتنقيدی اظهاراتو جسارت دی  ، باچاخان  په قول دپښتون کلچر اوپښتنو نفسياتو د ( مخکي ا و وروسته )  نه پرته مطالعه کيدای نشي ،  د هغه ژبه ساده اواسانه ده او د ژوند  په ډګرکې دعملي کيدو پوره امکان لری ، د همدې دلايلوپه بنياد سره ، دباچاخان دانجمن اسلاح افاغنه ابتدايي ټکي په حقيقت کې دپښتنو د ټولنيز ژوند په حواله ديو تنقيدی  فکر   اظهارول وه  ،  په دې معناچې ددنيا خلکو او ولسونو دغيرت کلمه په ژورو مفاهيمو وڅيړلو او په خپله خاوره کې يی  د صلحی تامينول  ، اجتماعی يووالي اوعلمي اوساينسي ترقي يی دولسونو دغيرت بنيادي اصل وګاڼه .

مګر بدبختانه چې دپښتنو غيرت،  دتورې اوټوپک سره تړلی،  د تربور دمرګ اويا دپرديو دګټو   دچوکيداري  په معنی بدل شو . که دروس خبره کوو، که دامريکی اوکه نن د طالب او پنچابی نو اوله پړه به  مو په خپل ځان  وي  بيابه نوروته مخ اوړي ،  نن هم بايد په دې خبر سوچ  وشی چې  د پښتنوپه خاوره کې  جنګ دچا  په ګټه تمام شوی دی ؟  صرف جنګ کول بهادری نه ده  بلکې دجنګونو نتيجي  بايد په خپل حق کې وڅيړل شی .

په يويشتمې پيړۍ  کې بايد  پښتانه  په خپلو جنګي کارنامو دغره کيدو په ځای بايد دباچاخان دسوله ايزی مبارزي دتاريخ  سره اشناشي،  نه دتشدد دمبارزی سره  .

دا هم يوحقيقت دی چې کله پښتنو د صلحې ضرورت محسوس کړی  او د صلحۍ دمبارزی لپاره اماده  شوی ، ددښمن لخوا په ډير ماهرانه ډول سره  دپښتنون  دجنګي تاريخ تشريح کيدل شروع شوی او دپښتنو  دتيرشوی جنګونو قصې يی  پيل کړي دي  ايا دا دچانظر دی اودچالپاره دی ؟ دښمن غواړي ترڅود پښتون کلتور دخپلو شومو ګټو په خاطر  په خپل ځای جامد وساتي او ددې کلتور بنيادونه  نورهم مظبوط کړي  . او  دپښتنودمذهبی احساساتو نه په هرډول حالاتوکې ګټه پورته کړي ، په داسي حالاتوکې بايد پښتانه دصحيح سوچ اوفکر نه کارواخلی اودښمن ته ددې موقع ورنکړي ترڅو په دې بهانه سره پښتانه نورهم تشدد خواته  وهڅوي   . باچاخان پښتنو ته دعدم تشدد فلسفه وړاندې کړې وه اؤ هغوي يې په دې خبره پوهه کړي وؤ چې جنگ جگړې اؤ وژنې داسلامي احکاماتو په ضد عمل دى اؤ اسلام يې هيڅ کله طرفداري نۀ کوي.

په داسو  حالاتو کښې د نړۍ  د مصلحينو د افکارو او فلسفو د لټولو ضرورت د نړۍ  ټولو انسانانو ته پکار دی  .

په امريکا کې په ٨م نومبر يو فلم نندارې ته وړاندې کړل شو چې ددغه فلم نوم  دى ”باچا خان دفرنټئير گاندي “. ددغه فلم ليکواله ټي سي ميکلوهان  دي اود دباچا خان په هکله ددغه فلم په جوړيدو يي ٢١ کاله وخت مصرف کړل  .
نوموړې ددغه فلم جوړولو دپاره څو څو کرته افغانستان ته دکړکيچ اؤ ستونزو څخه ډک سفرونه کړي اؤ  هاغه ځايې ته يې ځان رسولى دى چې دباچاخان په هکله ورته څه ناڅه معلومات ترلاسه کيدى شول ،
ددې فلم شوټنگ په پاکستان په خاص ډول صوبه سرحد ، افغانستان اؤ هندوستان کې شوى دى.
دوه شپيتۀ کلنه ميکلوهان وايي ددې فلم سوچ هغې ته په کال ١٩٨٧ء کې هغه وخت ورغلى ؤ چې کله ورته داکنيت ازوارن نومې يو ليکوال لخوا دباچا خان په هکله دهغه ليکل شوى کتاب ”داسلام امن خوښى سپاهي “ دلوستلو دپاره ورکړل شو.
ميکلوهان زياتوي کله چې يې دغه کتاب ولوستو نو دې نتيجې ته ورسيده چې باچا خان لکه دگاندهي په څير دعدم تشدد دفلسفې يو ستر منونکى دى ، دفلم ليکونکې وايي هغې ته سوچ پيدا شو چې ولې دباچا خان په څير لوړ شخصيت  دخلکو دنظر څخه پناه دى اؤ دهغه په هکله زيات معلومات نۀ لري.
همدغه سوچ نوموړې دې ته وهڅوله چې هغه دباچاخان دژوند اؤ دعدم تشدد دفلسفې په هکله يو فلم جوړ کړي اؤ باچا خان په نړۍ وپيژني.

په ننۍ نړۍ کښې د باچا خان د عدم تشدد د فلسفه دپيژنګلوي لپاره  د نړۍ د نورو قامونو  پوهانو کوشش کوي ترڅو   د باچا خان د جدوجهد  په  فلسفې اهدافو   نۀ يواځې ځانونه  پوهوکړي  بلکې دنيا ته ئې د رسولو لارې چارې هم لټوي. مګربدبختانه چې دپښتنو په معاشره کې ددې ميراث دپيژندنی په هکله زمونږ پوهان اودقلم خاوندان سست حرکت کوی همدغه وجه ده چې دهرې ورځي په تيريدوسره دپښتنوپه معاشره کې دتشد روحيه مخ په زياتيدودی اوعدم تشدد فلسفه  مخ په زوال دي زمونږدبې پروايي په نتيجه کې نن دنړۍ اکٍثره هيوادونه دپښتنوپه پيژنده کې دغلط سوچ درلودنکي دي .

راځي  چې په خپله  سيمه کې نظر واچوو ،  يو طرف ته  د يو پښتون ليډر  فکر او فلسفه په نړۍ کښې  پېژندګلو پېدا کوي او بل طرف ته د عدم تشدد   او د امن غوښتونکي مشر  په خپل وطن کښې  اور لګېدلی دی  دې ته مونږ په کوم نظر وګورو او دنيا به ورته په کوم نظر ګوري. په هر حال هغه قوتونه کۀ نن دغه خبره نۀ مني نو  سبا به دغه اصول او  حکمت په سترګو ښکلوي  چې "د تشدد نه مينه نۀ، تشدد پېدا کېږي او د مينې نه تشدد نۀ بلکې مينه پېدا کېږي".

دباچاخان  دعدم تشدد فلسفه دمحکومو اومحرومو اولسونو دقامي سياست دپاره دملادتير حيثت لری  .  هغه  ټول عمر دپشتنو لپاره داسې مبارزه وکړه ترڅوپښتانه دنړي به نظرکې دښه نوم حيثت لرونکي وي ، باچاخان به تل وايل چې زه دپښتون  قوم نه دخدمت په ميدان کې توريالي جوړول غواړم ، ددوي توريالي توب به داوی چې څنګه په قامي تحريک کې مبارزه وکړی او ځان دنړۍ په علمي چاپيريال کې سيال وګرڅوي   باچاخان  نه  يوازې  دکوزې  پښتنو  بلکې  د بره  پښتنو په زړونو کښې  خاص  مقام  لري او د افغانستان د مختلفو اقشارو او  قومونو سره  خاصه   مينه  لرله  او ټولو  ته  به  يې  په يوه  سترګه کتل  . باچاخان  خپل  ټول  ژوند  په  ساده  توب  او خاکسارۍ کښې  تيروه ،   دده  هرحرکت  او عمل  يوه  لويه  فلسفه  ده  چه  پښتانۀ کولای   شي  د هغه  دافکارو نه  د خپل  ژوند  په  ټولو اړخونو کښې ګټه  واخلي .

باچاخان دځان لپاره څه نه غوښتل هغه چې هرڅۀ کول دپښتون  دقام لپاره يې کول هغۀ غوښتل چې پښتانه يو شي او ځان وپيژني ، باچاخان سره  د ارام  ژوندتيرولو ټولی وسيلی وی   مګرهغۀ د دنيائي راحتونو پريښودل اودپښتنود يوکولو کارته ئي ملا وتړله.  باچاخان د  ژوند  اخرى ساه  پورې دپښتنو په  خدمت کې وۀ

مګر دلته سوال پيداکيږي چې ايا په پښتون قوم کښې دومره همت اوجذبه شته چې هغه مقاصد ترلاسه کړي کوم چې باچاخان اختيارکړي وۀ  او دکومو لپاره چې باچاخان خپل ټول ژوند وقف کړي وۀ  ، ايا پښتنو چيرې هم ددې مقاصدو دپوهيدو لپاره کوشش کړي دي ؟ 

. دتيروڅو لسيزو را هسي مونږ ډير  په بې رحمي سره دپښتنو  دنسل کشۍ ننداره کوو ، افغانان دخپل بې اتفاقي له وجه  د دښمن قوتونو د لاسه تباه اوبرباد ديږي  ، هوښياران وائي  چې داتفاق په زور کمزور قامونه هم وده کولې شي او په بې اتفاقي سره تګړه نه تګړه قام هم تباه کيږي ،بناان  ترڅو چې مونږ  يوشو ي نه يو زمونږ حيثت دوباره نه  بحال کيږي  زمونږ  ژوند پدې کې دې چې ټول افغانان سره  يو موټي  شو دا دباچاخان ارمانم وۀ  .

ماخذ:

  1. پښتون مجله څلورم کال ورمبۍ ګڼه جنوری ۲۰۰۹  
  2. باچاخان په افغانستان کې
  3. Ali shah   Dr. sayed wiqar.
  4. 05.06.2009 18:55 عبدالغفار خان دفرنټئير گاندهي “  ترعنوان راپور راپور:لاس اينجلس ټائمز ورځپاڼه ژباړه :فاروق فراق