دليکوال لنډه پېژندنه
سيدعثمان سنجش دعبدالرحمن خان زوی دلغمان ولايت اوسيدونکی دی ، لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په لغمان کې کړې ، بيا يې وروسته دننګرهار دښوونې او روزنې له عالي موسسې څخه دڅوارلسم سندترلاسه کړی ،سياسي اونظامي زده کړې يې ديوکراين جمهوريت دلووف ښار په سياسي او نظامي پوهنتون او په مسکوکې ترسره کړې .
له زده کړو وروسته يې دافغانستان د دفاع وزارت په سياسي چاروکې دسياسي کارکوونکي په توګه په بيلابيلو څانګو او ځايونو کې دندې ترسره کړې ، په ۱۹۹۳ کال دهيواد دکړکيچنو حالاتو له امله پيښورته راګډه شوی ، له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۶ پورې دسولې او ولسواکۍ دپيوستون شبکې اودپاکستان دبشري حقونو ( په افغانستان څانګه ) کې کارکړی . د۲۰۰۶ نه تر۲۰۰۸ پورې دباچاخان ټرسټ دافغانستان دڅانګې مسوول او د باچاخان په څيړنيز مرکز کې په دنده بوخت و . د۲۰۰۸ کال نه راپدې خوا دافغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو په مرکز کې تردې مهاله په دنده بوخت دی .د هيواد اوسيمې سياسي اونظامي حالات له نژدې نه څاري او ژورې ليکنې پرې کوي .
چاپ شوی اثر:
(( باچاخان په افغانستان کې ))