د پښتو ادبي تړون چمن د دریم کال ټاکني او د لوړي مراسم په بریالیتوب تر سره سول.
د تیري یکشنبې په ورځ چي د ۱۳۸۹هـ ش کال د لېندۍ د میاشتي د ۲۸ نېټې سره سمون خوري دپښتو ادبي تړون چمن لخوا دسوګند اخیستني مراسم په یوه پرتمینه مشاعره کي تر سره سول.نوموړې غونډه په چمن کي د قاضي ملا عبدالسلام کتابتون په تالار کي د ماپښین ۲:۰۰ دوې بجې پیل او تر ماخوستن ناوخته پوري یې دوام وکی.چي په جریان کي یې د چمن تر څنګ د پښین ،کوټي او نورو سیمو شاعرانو او ترنم ویونکو خپل خواږه له ګډونوالو سره شریک کړل په غونډه کي د شاعرانو او ترنم ویونکو تر څنګ د ادب عام مینانو هم پراخه ونډه لرله.د یادوني وړ د چي د دې ښائسته مشاعرې د مشرتابه ویاړ د ښاغلي عبدالرازق حقیار او د ځانګړي مېلمه ویاړ یې د حاجي عبدالقیوم خدکو په برخه ؤ ددې تر څنګ د کوربه مشر په حیث د پښتو ادبي تړون پخوانی مسؤل عادل اڅکزی ؤ او دا راز اعرازي مېلمنوحاجي رحمت الله رحمت او عطاء الله مسلم هم دريځ ته ځانګړې ښکلا ور بخښلې ول.
دمشاعرې ویاند شیر بهادر اڅکزي وار دواره قاري سیف الدین سیفي ته بلنه ورکړه چي غونډه د قرآن په مبارکو آیتنو پرانیزي.وروسته تر هغه ښاغلي عبدالقیوم خدکو نوي ټاکل سوي کابینې ته د وفادارۍ او ایماندارۍ سوګند ورکړی او دعا یې وکړه چي لوی خدای ج دوی ته دپښتو ژبي د خذمت توفیق ورکړي .یادسوي ټاکني تر دې دوې ورځي وړاندي په همدغه کتابتون کي د درې کسیزه څارنډلي تر څارنه لاندي تر سره سوي وې چي په څارنډله کي د احمدشاه ابدالي کلتوري ټولني رئیس عبدالرزق حقیار،د سیمي تکړه لیکوال حاجي رحمت الله رحمت او د ټکور ادبي ټولني رئیس مولوي حاجي محمد اوّاب شامل وو.چي د ټاکنو په پایله کي عبدالغفار مظلوم جان د ټولني رئیس ،نعمت الله پښتون یې مرستیال اوماسټر امیر زمان مشکور د پانګوال په توګه ټاکل سوي وه.د سوګند د مراسمو سمدستي وروسته ویاند عادل اڅکزي ته د لنډي وینا لپاره بلنه ورکړه. عادل اڅکزي وه نوي کابینې ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چي ((په چمن کي د پښتو ژبي چوپړ ورځ په ورځ پر مختګ مومي او ځوانان خپل استعدادونه په دې لار کي په کار اچوي هغه پر دې خبره خوښي وښودل چي په کم ځای(تالار) کي نن دوی غونډه لمانځي څو وخت مخکي دټوپک والو عسکرو تر ناروا قبضه لاندي وو خو د ادیبانو او سیاسي مشرانود هلوځلو په پایله کي نوموړی تالا ادیبانو ته وسپارل سو هغه کلک هوډ وکړ چي د نوي کابینې او د هري ټولني څخه به د تېر په څېر په شپه او ورځ ځان ونه سپموي .))وروسته بیا په پرله پسې توګه شاعرانو او ترنم ویونکو محفل تود وساتی
چي پکي محمد طاهر لېوال(له پښین څخه) ،محمد امین محمدي ،سلطان محمد قدردان ، تکړه سندرغاړی جلات خان،عبدلوهاب ولي،عبدالرازق حقیار،حبیب الله بلال،رحمت الله رحمت،احمد صوفي زاده،مولوي حاجي محمد اوّاب،عبدلغفار مظلوم جان (د پښتو ادبي تړون نوی رئیس) نور احمد فطرت،عزیز الله چمنوال،محمد غوث همدرد،مطیع الله شاهین،محمد عمر کدني وال،نظر محمد درمان،مولوي عبدلرازق راشد،نورالباري افغانمل ،نعمت الله پښتون،قاري عطاء الله مسلم،حیات الله لاروی،غریب یار ملنګ،علي احمد افغان،ماسټر امیر زمان مشکور، شفیق العالم معذوریار،روزي خان وطنوال،عادل اڅکزی،نظام الدین مدني او شیر بهادر اڅکزی شامل وو.
ښاغلي قاري عطاءالله مسلم په خپله لنډه وینا کي د ټولني د پخواني مسؤل ستاینه وکړه چي په خپل دور کي یې د نوموړي ټولني تر سیوري لاندي نه هېرېدونکي خذمتونه تر سره کړل.هغه زیاته کړه چي دوی په ښار کي تر اتو(۸) زیات شخصي ښونځي لري او غواړي چي په هغه کي پښتو هم د نورو مضامینو په څېر تدریس سي نوموړي د دې نیک کار په تر سره کولو کي له ناستو ادیبانو څخه د مرستي هیله وکړه.
د یادوني وړ ده چي د غونډي په جریان کي د ((سکاسه)) او ((تاتمول)) شعري ټولګو مصنف او تکړه لیکوال شفیق العالم معذوریار هم غونډي ته راغلی چي د غونډي تالار او په ځانګړې توګه دریځ ته یې لا زیاته ښکلا ور په برخه کړل. هغه په خپل لنډه وینا کي له ادیبانو وغوښتل چي د پښتو ژبي د چوپړ په لړ کي عملي کار وکړي او دا راز یې په شخصي ښونځیو کي د پښتو ژبي د درس مو ضوع وڅېړل.او له ادیبانو یې وغوښتل چي په دې کار کي د ښاغلي قاري عطاءالله مسلم سره مرسته وکړي او ورسته یې خپل شعر ګډونوالو ته واوروی.
د غونډي داختتامیه وینا لپاره حاجي رحمت الله رحمت ته بلنه ورکړل سوه هغه په خپله وینا کي د پښتو ادبي تړون د نوي او ځواني کابینې څخه هیله څرګنده کړه چي پښتو ژبي ته به د زړه له تله او په اخلاص خذمت وکړي.او دغه راز د امشاعر د دعا وروسته پای ته ورسېدل
ماخستن يؤ شمېر شاعرانو ته د پښتني مېلمه پالني پر اساس د پښتو ادبي تړون چمن لخوا مېلمستیا ورکړل سوه
چي په غېر رسمي ډول د هجرې د مجلس غوندي د لیکوالانو او شاعرانو تر منځ د شپې تر یوې بجې پوري پر بېلابیلو موضوعاتو باندي بحث او مباحثې وسوې ، سهار د ناري کولو وروسته ټول سره رخصت سو
داهم ځیني انځورونه