فریدون مومند د ننګرهار د خلکو استازی که د پاکستان پخوانی خانداني جاسوس؟
لیکنه: قومندان( پشتون افغانزوی)
دا یو ښکاره حقیقت دی چې د پاکستان توره شبکه(ایي ایس ایي) د افغانستان د سولې او امن غټ دښمن دی او د افغانستان په جنګونو کې یې تل خاص رول لوبولی، ځکه چې دوی د افغانستان په جنګونو او ګډوډیو کې خپله بقا ګوري.او په دې خاطر چې افغانستان کې د جنګ اور تل ګرم وساتي ایي ایس ایي په میلونونو ډالر مصرفوي، دوی تل خپل ټریننګ شوي پاکستاني جاسوسان،خرڅ شوي،وطن فروش او دین فروش د کرایې افغاني جاسوسان په هر زمان کې د افغانستان داخل کې د تخریب او ورانکارۍ او خپلو شومو اهدافو ته د رسیدګۍ په خاطر په دندو ګومارلي دي.
ایي ایس ایي که پخوا د جرنل حمید ګل او کرنل امام غوندې غټ غټ اینجنټان د افغانستان داخل ته لیږل ولې نن سبا د خرڅ شویو وطن فروشو افغاني جاسوسانو هیڅ کمی نشته،ځکه چې په څو پیسو خرڅ شوي د کرایې دا افغاني جاسوسان افغانستان کې بالکل هماغه دنده ترسره کوي کومه چې دوی ته د دوی بادار (ایي ایس ایي) ټاکلي وي.
د پاکستان د همدغو وطن فروشو افغاني جاسوسانو له جملې څخه یې یو هم په اولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند دی.
فریدون مومند چې د فردوس خان مومند زوی دی،اصلاً د نامنلې پولې(ډیورینډ) د هغه غاړې د قبایلي سیمې د مومند ایجنسي د اتمر خیلو څخه دی.د کرزي حکومت او حالاً د غني حکومت کې هم په اولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو د استازي په حیث وظیفه لري.
فریدون مومند ته د پردیو جاسوسي له پلاره په میراث پاتې ده، ویل کیږي چې پلار یې هم د انګریزانو او پاکستان لپاره جاسوسي کوله.
فریدون مومند آن د ډاکټر نجیب له وخته د افغانستان حکومت کې ننوتې او تر ننه ښه په سپینو سترګو د پاکستان لپاره اسخباراتي فعالیتونه ترسره کوي. د ژوند زیاته برخه یې په فوځي ماموریتونو کې تیره شوې.په ملي اردو کې یې د قومندان، د لوا مرستیال قومندان، د پیاده لوا قومندان،او د ډګر وال په حیث دندې اجرا کړي.
مخکې له دې چې لاندې په څو ټکو کې د فریدون مومند هغه خدمتونه ذکر کړم کوم چې ده خپل بادار ایي ایس ایي ته اجرا کړيدي یوه خبره کول ضروري بولم، هغه دا چې د افغان حکومت دې ولې دومره بې کیفیته ، ړوند او کوڼ شي ،افغانان دې ولې دومره بې سرنوشته شي چې د دوی د سر او خاورې قاتل دې آن تر اولسي جرګې ورسیږي.
د فریدون مومند په شان نور هم یو تعداد اشخاص شته چې تنخوا خو د اففانستان خوري خو کار پردو ته کوي دعوې خو دافغانیت کوي خو د افغانانو په ټنډه به تور داغ وي،په ظاهره به د خلکو د غولونې لپاره د پاکستان دشمنۍ کې له هر چا مخکې مخکې کیږي خو حقیقت کې به د ایي ایس ایي غټ لاسپوڅ وي.
* فریدون مومند د ډاکټر نجیب وخت کې د پاکستاني استخباراتو په امر د ننګرهار د هاغه وخت د خاد رئیس معاون شکور لغماني وواژه، فریدون هماغه وخت کې د عسکرۍ تر څنګ د اسلحو تجارت هم کاوه.
* د فریدون مومند ټول تمرکز او دنده دا ده چې د ننګرهار د ګوشتې اولسوالۍ او ګوشتې سره د نښلیدونکي اولسوالیو قومونو تر منځ شخصي او قومي دښمنیانې پیدا کړي،او د نوموړې ساحو امن او سوکالي تخریب کړي.
* فریدون د قومي پاڅون په نوم تر 1200 کسانو پورې شخصي ملیشې لري چې میاشتنۍ تنخوا د همده لخوا ورته ورکول کیږي.
* فریدون مومند ته د پاکستان لخوا 400000 ډالر هره میاشت راځي تر څو دی پرې د ایي ایس ایي هدفونه ترسره کړي.
* کله چې د پاکستان د ظلم څخه په تنګ شویو د قبایلي سیمو اوسیدونکو د ننګرهار همدې سرحدي سیمو ته هجرت وکړ،نو د دغو سیمو آبادي او نفوس ښکلا او خوشحالي ،امن او سوکالي نوره هم زیاته شوه ځکه چې اکثره قومونه یې د پولې دواړه غاړو ته پراته وو حتی یو بل سره یې خپلوې هم درلودلې. نو دغو قبایلي پښتنو پسې پاکستان دلته هم راواخسته او دوی ته یې د تکلیف رسولو د دوی د ترور کولو یې ډیر کوششونه وکړل.او دا کارونه یې د همدغه فریدون او د ده د ملیشو پواسطه کول، خو کله چې پاکستان په دې شومو موخو کې کامیاب نه شو،نو د دوی پر ضد یې بله دسیسه جوړه کړه هغه دا چې دوی غواړي دا مهاجر شوي قبایلي پښتانه له افغانانو سره لاس او ګریوان کړي.
عامو او خاصو افغانانو ته معلومه ده چې دغه قبایلي پښتانه چې د پاکستان له ظلم څخه دې غاړې ته راوړیدلي دي له افغانانو سره هیڅ قسم تصادم نه غواړي ،دوی په کراتو مراتو ویلي او عملاً یې ښودلې هم ده چې دوی افغانستان کې او د افغانانو سره هیڅ کوم مشکل جوړول نه غواړي،او د دښمنۍ خپل ټول تمرکز یې صرف او صرف د پاکستان پر حکومت دی. چې دا کار د پاکستان نه هضمیږي او غواړي د دغو قبایلو قوت تقسیم کړي دوی ته په داخل د افغانستان کې داسې مشکلات جوړ کړي چې پاکستان یې هیر شي.نو د پاکستان حکومت د دې کار لپاره هم فریدون مومند استخدام کړ، تر څو د خپلو شخصي ملیشو پواسطه په دغو قبایلي خلکو باندې یرغلونه وروړي ترور یې کړي او هغوی مجبور کړي چې د افغانانو خلاف وسلواله مبارزه شروع کړي. خو هغوی دې خاورې ته د هجرت د دیار په سترګه ګوري، د ځایي خلکو ته د وروڼو په حیث ګوري او نه غواړي چې خپلو انصارو وروڼو سره په تصادم کې شي.
نو افغان حکومت او افغانانو ته عامتاً او اشرف غني، حنیف اتمر او د ګوشتې او ورسره د نښلیدونکو اولسوالیو اولسونو ته خاصتاً په کار دي چې دا د لستوڼي مار نور پرینږدي چې د دغو سیمو امن خراب کړي.ټول باید په ګډه د دې خاین غم وخوري دا خاوره او دا اولسونه وژغوري.
ځکه چې د اولسونو ترمنځ د ده له لاسه ورځ تربلې بې امني،دښمنیانې او جنګونه زیاتیږي.
په آخره کې په ټولو افغانانو غږ کوم چې د فریدون په دسیسو ونه غولیږي ، د پولې له هاغه غاړې څخه راتلونکو وروڼو ته باید د وروڼو په سترګه وګورو،باید دفاع یې وکړو،باید د خپل وس مطابق هر اړخیزه مرسته ورسره وکړو،ځکه چې د هغوی اصلي دښمن مونږه نه یو بلکې د هغوی اصلي دښمن د پاکستان حکومت دی.