احمدجان تڼی
ناکامه تکراري تجربه
د افغانستان اولس مشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ، د کابل بهیر په دوهم کنفرانس کې،چې د نږدې ۱۲۵ هیوادونو استازو په کې ګډون کړی و، مخالفو وسله والو ته د خبرو کولو وړاندیز وکړ او د خبرو د بریالي کیدو د پاره یې ،د افغانانو تر مشرۍ لاندې د بین الافغاني خبرو ، یو میکانیزم هم بیان کړ.
په نوموړي کنفرانس کې د اولسمشر د خبرو او د سولې د پاره د وړاندیزونو سره جوخت ، په کنړ د پنجاپي پوځ له خوا د توغندیو باران جوړ شو. پنجاپ د دی توغندیز برید په ترځ کی کابل ته پیام ورکړ چی د جګړې اصلي اړخ دوی دي او د دوی غوښتنې باید ومنل شي.
خو بیا هم د کابل مشر د پنجاپ ددې پیام په هکله ځان بې خبره وښود او هڅه یې وکړه چې د پخوا په شان د پنجاپ له خوا په مستقیمو بریدونو باندې سترګې پټې کړي. لکه چې په تیر کال کی یوازې په کنړ ولایت نږدې شپږ زره توغندي د پنجاپي پوځ له خوا اورول شوي دي. خو اوسني مشر هم د پخواني مشر په شان د پنجاپ د نوموړو تیریو په وړاندې کوم غبرګون نه ښيي.
شرایطو په څیړلو سره داسې ښکاري ، چې د پښتو د متل (( دا وړۍ نه شړۍ کیږي)) . او دې ډول ډنډورو ته بین الافغاني اوتې بوتې ویل کیدای شي .
د (( افغانانو په مشرۍ بین الافغاني مذاکراتو)) فورمولا ډیره پخوا رامنځته شوي او په تیرو څلویښتو کلونو کې بیکاره ثابته شوي ده. دا ځکه چې په افغانستان کی روانه جګړه بین الافغاني نه ده. بلکې دا جګړه د پنجاپي استعماري- تروریستي ادارې له خوا د ایران په همکاری د افغانستان په وړاندې په مخ بیول کیږی.
د همدې امله ده چې د مخالفینو سره د سولې او مذاکراتو په اړوند د نړیوال کنفرانس جوړول یو بې مانا کار و او دی.
د افغانستان په ضد جګړه نږدی څلویښت کاله مخکی د پنجاپي استعمار له خوا په مختلفو نومونو او بڼو سره روانه ده . پنجاپی استعمار په ډیر مهارت سره خپلی تروریستي اعمال او تیري د افغاستان په وړاندې پټوي او ورباندې د افغانانو تر منځ د جګړو نوم ورکول کیږي.
د کابل د ارګ واکمنان ددې په ځای چې د جګړې د اصلي خوا په وړاندې ، د ځانه د فعاله دفاع او اغیزمن میکانیزم رامنځته کړي. یعنی پنجاپی استعمار – تروریزم ته غاښ ماتونکي ګوزارونه ورکړي ټول وخت یی بین الافغانی مذاکراتو او ملي پخلاینې په بې ګټو پالیسیو باندې تیر کړی دی.
که چیرې اولسمشر په رښتیني توګه غواړي چی په افغانستان کې د سولې تامین په لاره کې ګټور ګامونه اوچت شي ، باید هغه پخواني بیکاره میکانیزمونه چې په دی اړوند جوړ شوي دي وارزوي او هم یوه اختصاصي بې پرې محکمه دې ته وګوماري تر څو ټولې هغه په میلیاردونو ډالر چی د اوله څخه تر ننه نوموړو میکانیزمونو ته راغلی دي اندازه یی معلومه او د لګښت ځای یی په ډاګه کړي .
ښکاره ده چې په تیرو کلونو کی دوه مهم د سولې د پاره میکانیزمونه رامنځته شوي و ، چی یو یی د تحکیم ثبات او بل یی د سولې عالي شورا ده.
د خلکو په باور دا روپۍ ټولې د مشخصو او فاسدو کسانو جیبونو ته لویدلي دي. دا کسان اوس هم د سولې د بهیر په لاره کی خنډونه ایجادوي او هڅه کوي د پخوا په شان په افغانستان کی د سولې د میکانیزم خنډ وګرځي.
د افغانستان په ضد د پنجاپ استعماري – تروریستي ادارې منظمه جګړه د سردار محمد داود د واکمنی په مهال پیل شوه او تر ننه روانه ده.
د دې جګړې د درولو د پاره په ۱۳۵۸ کال کې د افغانستان پخوانی اولسمشر حفیظ الله امین هڅه وکړه چې پنجاپي استعمار دې ته اړ کړي چی د افغانستان په وړاندې د تیریو او مداخلو څخه لاس واخلي ، د رسنیو د راپورنو له مخې پنجاپي استعمار دې ته اړ شو چی په دې هکله خبرې وکړي . او ددی خبرو د مخته بیولو د پاره د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو وزیر ( اغا شاهي ) کابل ته د راتګ بلنه ورکړل شوه.
مګر کله چې شوروي پوځونو د ګاونډیو هیوادونو او لویدیز په خبرولو او موافقه سره په افغانستان یرغل وکړ او ددی هیواد اولسمشر حفیظ الله امین یی وواژه او ببرک کارمل یې واک ته ورساوه ، د سولې د پاره د حفیظ الله امین هڅه ناکامه کړل شوه. تر ډیره بریده داسې ښکاره شوه چی شوروي پوځونو په افغانستان کې د سولې بهیر د ناکامولو د پاره په دې هیواد یرغل کړی وي. دا ځکه چې شوروي نه غوښتل په خپل اړخ کی ځواکمن افغانستان وګوري.
د شوروي په اړخ کی د ځواکمن افغانستان شتون ، د شوروی جمهوریتونو د پاره د مثال نمونه کیدای شو او نوموړو جمهوریتونو هم د خپلواکی غوښتنه کوله.
د ملي روغې جوړې اصطلاح د داکتر نجیب الله له خوا رامنځته کړل شوه ، او په دی نوم یی د سولې او پخلاینی د پروګرام بنسټ کیښود. نوموړي هڅه وکړه چې په پاکستان او ایران کی مخالف تنظیمونه د سولې مذاکراتو ته راوبولي. نو په همدې خاطر یې د افغانانو په مشری د بین الافغاني مذاکراتو میکانیزم پیش بیني کړ.
دا کتر نجیب په دې لټه کې و ، چې د مخالفو تنظیمونو د مشرانو په اړخ کی ځینې کوماندانان دې ته وهڅوي چې مستقلانه تصمیم ونیسي .
که څه هم په ښکاره توګه یو شمیر مخالف وسله وال کسان د داکتر نجیب له خوا د سولې د بهیر سره یو ځای شول. خو په واقعي مانا سره یو وسله وال تنظیم هم دې ته تیار نه شو ، چی د داکتر نجیب سره (( بین الافغانی مذاکراتو )) ته کیني. که څه هم داکتر نجیب الله د سراسري ټولټاکنو ، د دواړو خواو بې وسله کولو او نورو میکانیزمونو وړاندیزونه وکړل. او وویی ویل چی اوس بهرنی ځواکونه هم په مملکت کی نه شته . د افغانستان دولت هم اسلامی دولت دی مګر مخالفینو دا وړاندیزونه ونه منل . دا ځکه چې ....
د داکتر نجیب اداره هم د روس ، پنجاپ او تهران د تور مثلث د مداخلو ، لاسوهنو او تیریو له امله کمزوري شوه او نوموړی هم دې ته تیار شو چې د سولې د پاره د ملګرو ملتونو وړاندیز او میکانیزم ومني. داکتر نجیب په هیواد کې د سولې د تامین د پاره د اولسمشری څوکۍ څخه استعفا وکړه ، مګر د سولې د پاره د ملګرو ملتونو میکانیزم هم د پنجاپ د مستقیمو لاسوهنو له امله شنډ شو.
دا یو واقعیت دی چی د پنجاپ استعماري-ترویستي اداره هیڅکله دې ته تیاره نده چی په افغانستان کې د جګړې اور مړ شي. د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره یوازې او یوازې د افغانستان په وړاندې د جګړې له پاره پلمه ، نوم او بڼه بدلوي.
باید ووایو چی پخواني اولسمشر حامد کرزي هم هره ورځ د مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو په هکله څرګندونې کولې خو په دی لاره کی یی یو ویښته په اندازې سره یې لاسته راوړنه نه درلودله.
ټول هغه کمیسیونونه او شوراګانې چی په دی پلمه یې جوړې کړي وې ، یوازې او یوازې یی د خلکو د دوکه کولو او د خپلو متحدینو د راضي ساتلو د دهغوی د جیبونو د ډکولو د پاره یی را منځته کړي وې.
هغه د دوهم ځل اولسمشری د ټولټاکنو د شعار له پاره د سولې د راوستلو شعار ورکړ. مګر کله چې دوهم ځل یی واک ته دوام ورکړ، بیا هم یې د سولې د راوستلو په نوم پخواني تیرایستونکي شعارونه ورکول او خبرې یې کولې. دا ځکه چې هغه دا توان نه درلود چې د خپلو متحدینو د غوښتنو خلاف کوم حرکت وکړي . د حامد کرزي سره په واک کې شریکې کړۍ ، د سولې مخالفي او د جګړې پلوي وې نو ځکه هغه د خپلو شریکانو د راضی ساتلو د پاره نه غوښتل ، چې د سولې په هکله غوڅ او رغنده ګامونه واخلي .
داسې ښکاري چی د پخواني اولسمشر په واکمنی او تر ننه پورې په میلیاردونو ډالر د سولې په نوم د اشخاصو او افرادو جیبونو ته ورواچول شوي دي. خو په واقعي توګه چا یوه وسله واله ډله هم ونه لیدله چی ددی میکانیزمونو له لاری د سولې سره ځای شوی وي او یا د هیواد په کومه برخه کی د دوی د هڅو له امله سوله او امنیت ټینګ شوي وي.
دا په دې مانا چی د کابل اداره د سولې د راوستلو په پروګرام کی رښتینی نه وه او یا نه ده. همدا خبره وه چی د بهرنیو چارو مشر په غیر مستقیمه توګه په همغه غونډه کی دا وړاندیز رد کړ .
باید ووایو چې پنجاپ هیڅکله دې ته تیار نه دی چی د افغانستان په مسایلو کی د خپل رول څخه لاس په سر شي. لکه څنګه چې د حفیظ الله امین او د داکتر نجیب د سولې وړاندیزونه د پنجاپ او روسيې له خوا شنډ شول ، همدا اوس هم پنجاپ نه غواړي چی د سولې په نامه هڅې بري ته ورسیږي.
همدا خبره ده چی د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چی دوی تیار دي چی د سولې په هکله د جګړي دواړو اړخونو سره خبرې وکړي او په دی لاره کی همکاري وکړي.
په دې ډول پنجاپ غواړي هغه څلویښت کلنه جګړه چی د افغانستان په ضد یی روانه کړي ده پرې پړده واچوي اود افغانستان د نا ارامی عوامل داخلي وګڼي. او همدارنګه پنجاپ غواړي په افغانستان کی هر ډول سیاسی حرکت تر خپل نظر لاندې ولري.
د کابل اداره د داسی کړیو او تنظیمونو له خوا اداره کیږي چې هغوی په بشپړه توګه خپلی ګټې په جګړه کې ویني .
په کابل کې واکمنې فاسدې کړۍ ، پنجاپي استعمار او ایراني پراختیا غوښتونکي د تور مثلث په توګه په افغانستان کی د سولې او ارامۍ مخه نیسي او هڅه کوي چې دا هیواد د یووالي او پرمختیا خواته حرکت ونکړي.
له دې امله دا ښکاره خبره ده چی د دا ډول خبرو په رامنځته کیدو سره بیا هم په افغانستان کی د سولې او امنیت راتګ ناممکن دی. دا ځکه چی پنجاپي استعمار د پخوا څخه په دې هکله فکر کړی دی او د جګړې د نوم او پلمې د بدلولو د پاره یی ترتیبات نیولي دي.
نو لدې امله د کابل د ادارې د مشر څخه غوښتنه کیږي چې په افغانستان کې د سولې او ارامی د خلاف تور مثلث یوه ضلع چی خپله په کابل کې ده ماته کړي . دا ځکه چی د سولې داخلي مخالف ، هغه چی په دولت کی تر ټولو ا غیزمن رول لري هغه هیڅکله د سولې راتګ پلوي نه کوي.
لکه څنګه چی د افغانستان په ضد د څلویښت کلنې جګړې بله او اساسي ضلع د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره ده له دې امله کابل ته اړتیا ده چی ددی بهرني دښمن په وړاندې ورته ستراتیژي عملي کړي یعنې د پنجاپي استعمار تر واک لاندې سیمو کی د خلکو د ازادۍ بښونکو غورځنګونو څخه سیاسي ، مادي او اخلاقي ملاتړ وکړي.
په افغانستان کی د ایران لاسوهنه او مداخله هم ډیره ماهرانه او خطرناکه ده . د اولسمشر د پاره د ایران په مداخلو سترګو پټول د افغانستان د تباهی سبب کیږي. دا چې ایران د سولې د خبرو او یا د اولسمشر د وړاندیز په هکله غبرګون نه ښکاره کوي ، یوه بله پوښتنه ده چی ځواب یی سړی کولی شی په لږ دقت سره پیدا کړي.
د دې له پاره چې په افغانستان کی سوله او امنیت تامین شي، اولسمشر باید د سولې ټول ښکاره او پټ مخالفین او یا په بل عبارت ټول هغه کسان چی سرونه یی په کابل او پښې یی په ایران او پنجاپ کې دي د ارګ څخه نیولي تر ، وزیرانو شورا او د دولت په نورو بنسټونو کی له دندو ګوښه کړي او کلک تر څارنې لاندې ونیسي.
همدارنګه د سولې د پاره پخواني جوړښتونه ړنګ کړل شی او د سولې د خبرو د پاره داسې وګړي وګومارل شي چی په ټولنه کې د نېک نوم لرونکي وي او بې له معاش او مادي امتیاز په دې ملي بهیر کې برخه واخلي.
همدارنګه د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې او ایران په وړاندې ، د هغوی د بی شرمانه مداخلو له امله ، ورته دفاعي چلند وکړي. تر څو هغوی دې ته اړ کړل شي چې په افغانستان کې د مداخلو او تیریو څخه لاس په سر شي.
که چیرې پورتني ټکي عملي نه شي او د افغانستان ضد پورتنی تور مثلث مات نه شي ،په هغه صورت کی د سولې راتګ ناممکن دي او سولې په پلمه خبرې هسې اوتې بوتې دي.
په دې کې شک نه شته چې په هیواد کې د ټولنیز یووالي ، یو ګډ سیاسي تفکر رامنځته کولو او د هیواد د لوړو ګټو د پاره د ژمنتیا د پاره ، سراسري خبرو ته اړتیا ده.دا خبرې یوازی ملي حکومت مخته بیولی شي.داسې حکومت چی د رڼو ټولټاکنو له مخې منځته راغلی وي او د ټول اولس ملاتړ ورسره وي .
دا چی د کابل په اداره کې ملیشایی - تنظیمي کړۍ د پراخ نفوذ لرونکي دي ، د دې ادارې اکثریت چارواکي ،شخصي او تنظیمي ګټو ته اهمیت ورکوي او ملي ګټو ته شا کوي .نو له دې امله دا اداره ددې توان نلري چی د افغانستان د ټولو خلکو تر منځ ، د یو ګډ تفکر د رامنځته کیدو له پاره ، بین الافغاني خبرې مخته بوزي.
د افغانستان اولسمشر باید د داکتر نجیب الله د تجربې څخه زده کړي . د سولې او (( ملي پخلاینې )) په هکله د داکتر نجیب الله تجربه په ډاګه کوي چی پنجاپي استعماري - تروریستي اداره هیڅکله دې ته تیاره نه ده چې په افغانستان کې سوله ، امنیت او پرمختګ راشي . پنجاپي استعمار د روسانو په مرسته وکولی شول چې په افغانستان کی د سولې پروګرام د خنډونو سره مخامخ او ناکام کړي .
دا ښکاره ده چې د افغانستان په وړاندې د پنجاپي ا ستعمار ستراتیژي کوم بدلون نه دی موندلي . د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې ستراتیژي په افغانستان کې د جګړې د اور بل ساتل ، د افغانستان کمزوري کول ، په ښکاره او یا پټه د افغانستان تر خپل کنترول لاندې راوستل دي .
تر هغه چې د پنجاپي استعماري – تروریستي اداره موجوده وي ، تر هغه به په افغانستان کې به د نوموړي ادارې له خوا مداخلې ، تیري او جګړه روانه وي. د کابل له خوا د سولې او امنیت د پاره به هر ډول هڅه او پروګرام به د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې له خوا سبوتاژ کیږي.
د داکتر نجیب تجربه دا په ډاګه کوي چی هغه جګړه چې د ا فغانستان په وړاندې د پنجاپ له خوا ، پیل ، روانه او اداره کیږي ، هیڅکله د خبرو اترو او مذاکراتو له مخې نه بندیږي او نه په افغانستان کې سره سوله تامین کیږي.
نو ځکه ددې له پاره چې د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې د شر څخه افغانستان وژغورل شي ، باید د افغانستان څخه فعاله دفاع تر سره او هر ډول توطیې چې هر چیرې ترتیب کیږي هملته په هغه ځای کې شنډې کړل شي. د پنجاپي استعماري –تروریستي تر واک لاندې مظلومو خلکو د مبارزو څخه د افغانستان او نړۍ ملاتړ ددې سبب کیږي چي پنجاپي تروریستي – استعماري نظام د ځوړ او تباهی خواته ولاړ شي.
د پنجاپي استعماري – تروریستي نظام تباهي د افغانستان ارامي ده.