9م اګست 2009
کوئټه ( پ ر ) د پښتونخوا ملى عوامي ګوند غونډۀ د صوبايي صدر عثمان خان کاکړ په صدارت کښې وشوه. په غونډۀ کښې د پښتونخوا ميپ سنده زون صوبايي سکټري صابرين خان چغرزي سره د نورو صوبايي ايګزيکټيو سنده برخه په خصوصى توګه ګډون وکه. په غونډه کښې د جنوبي پښتونخوا او ټولو ضلعو د تنظيمي او سياسي کارکردګې جاج واخستلې شو او د راتلونکې تګ لارې په اړه مهمې فيصلې وشوې.
په غونډۀ کښې وويل شو چې ملک دا وخت د خپل تاريخ تر ټولو بد سيايس، معاشي او ټولنيز بحرانونو نه تيريږي. د قامونو د برابرۍ نه اوس هم انکار کيږي. د ملک محکوم قامونه خپل ځان لکه مريان او مظلومان ګڼي، چې د دې له کبله حالات ورځ تر ورځه خرابيږي. او د دې حالاتو نه د وتو دپلاره دا ضروري ده چې دقامونو د برابرۍ په بنياد د ١٩٤٠ د قرارداد لاندې نوې اساسي قانون جوړ کړې شي. او د دې غرض دپاره دې د قامونو د کانفرنس ( ګول ميز کانفرنس) راوغښتي شي چې دې کشالو حل پکې ولټولې شي په غونډۀ کښې دا وويل شو چې د تير شوى پارلماني کميټو په پرېکړو دې عمل وکړي شي دې پارلماني کميټو ته ټولو ګوندونو خپل سفارشونه په تحريري توګه وړاندې کړې وو. غونډۀ کښې اوويل شو چې د ملک دننه جنوبي پښتونخوا ، شمالي پښتونخوا، اټک، ميانوالي په ګډون دې خپلواکه قامي صوبه افغانيه، پښتونخوا يا پښتونستان جوړه کړې شي او د پښتون قام په شتمنو باندې دې د پښتون اولس حق ومنلى شي.
پښتو دې د تعليم، د عدالت، او د سرکار ژبه شي.
په غونډۀ کښې وويل شو چې دملک امرانه طاقتونو، جاسوسي ادارو د استعماري، پاليسۍ او توسيع پسنده ارادى په افغانستان او نور ګاونډي هېوادونو کښې وسله واله مداخلت او د لاس وهنې سياست ملک او بيا په خصوصي توګه پښتونخوا وطن د بدترينه ترهګرى او انتها پسندى سره مخامخ کړې دى او د دې ترهګرو او انتها پسندو له کبله د شمالي پښتونخوا د ملاکنډ ډويزن ، سوات، شانګله، دير او د منځنې پښتونخوا نه پنځوس لکه نه زيات پښتون اولس په کډه مجبوره شو او نن دغه خلک په تمبوانو کښې ډير د سختو ستونزو سره مخامخ دي.
په غونډه کښې وويل شول چې تر هغې پورې په دې سيمه او پښتونخوا وطن کښې امن نه شي راتلاې تر څو چې د ترهه ګرو او انتها پسندو پر خلاف کوټلى او اغيزناک ګامونه نه وې پورته کړې شوې د دې دپاره دې حکومت د اخرى ترهه ګر او انتها پسند د ختمولو پورې عمليات نور هم په نښه او اغيزناکه کړي. غونډه کښې دا هم وويل شو چې حکومت دې د کډوالو بيرته تګ دپاره غوره انتظام وکړي. او ټولو کډوالو کورونه ته دې د هغوى د شوو تاوانونو معاوضه ورکړي شي او د دوې د ښه اسانيتا وو ورکولو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
غونډې دا خبره ډېره وستايله چې ټول غيرت مند افغان پښتون، ملت په اتفاق او يووالى د ترهګرو او مذهبى انتها پسندو په خلاف د ډېرى کرکې څرګندونه وکړه، او د ترهګرۍ په مقابل کښې يې بشرې ازادى، پياوړې، پښتون قامې روايات، جمهوريت، برابرۍ، ټولنيز عدل او انصاف او وروولۍ په حق کښې واضحه پرېکړه وکه او هم دغه شان د نړۍ ټولو قامونو هم مذهبى ترهګرى او انتها پسندى مسترده کړه چې د هغې څرګند مثال په لبنان، ايران، هندوستان او نورو ملکونو کښې انتها پسندو ته په انتخابونو کښې واضحه شکست دۍ
غونډۀ کښې وويل شو، چې په صوبه کښې پښتون قام د ژوند په هر اړخ کښې د برابرۍ اصولو لاندې د ژوند تېرولو حقدارې دې، خو د افسوس خبره ده چې د صوبې ټولو سرکاري ادارو نه پښتانه د يوې پښتون دښمنه پاليسې لاندې ويستلې کيږي او په دې وخت کښې ګورنر، وزير اعلى، سپيکر، چيف سکټري، کمشنر، ناظم سټي کښې په يوه عهده هم پښتون نشته. چې د دې له کبله پښتون قام د هر قسم حقوقو او واکمنۍ نه محرومه دې.
په غونډه کښې وويل شو چې په صوبۀ کښې د پښتون بلوچ د برابرۍ اصول دې ومنلى شي او د ژوند په هره شعبه کښې دې دوې له د برابرۍ حق ورکړى شي.
په غونډۀ کښې د ګوندد مرکزي سيکټري نواب محمد اياز خان جوګيزى په کور باندې د راکټ دحملې غندنه وشوه او دا ويل شو چې ګوند او غيرت مند پښتون قام د دې ناروا عمل په خلاف په پوره توګه متحد دى او د دې واقعې مجرمان به د پښتون اولس د قهر نه بچ نه شي. او غنډې دا غوښتنه وکړه چې حکومت دې دا رنګه شر ښوښي ونيسي او دو ته دې سخته سزا ورکړې شي.
په غونډه کښې په جنوبي پښتونخوا کښې دواپډا له اړخه د اوږد لوډ شيډنګ او په بجلۍ کښې د هر وخت د کمۍ زياتې غندنه وشوه. او دا هم وويلى شو چې د دې ځاې د خلکو ژوند په زراعت باندې ولاړ دې خو د سيزن په منځ کښې د بجلۍ اوږد لوډ شيډنګ زراعت او باغونه بيخې تباه کړل.
غونډه کښې دا غوښتنه وشوه، چې لوډشيډنګ دې ختم کړې شي او د ډيره اسمعيل خان نه د ژوب په لاره دې د بجلۍ نوې تارونه خواره کړل شي. د بجلۍ د کمۍ پوره کولو دپاره دې په جنوبي پښټونخوا کښې مائنز ايريا کښې تهروى پاور هاوس جوړ کړې شي.
غونډه کښې غوښتنه وشوه. چې ټولې زرعې قرضې دې معاف کړې شي او په ټولو ضلعو کښې د اوبو سطح د اوچتولو او د زراعت د ترقۍ دپاره دې ايکشن ډيمونه، چيک ډيمونه او سټوريج ډيمونه جوړ کړل شي غونډۀ کښې وويل شو چې د جنرل مشرف په وخت کښې په صوبه کښې قائم روايتې او ازمايل شوى نظآم په ځاى د پوليسو استعماري نظآم جوړ شو چې د هغې په خلاف ټولو سياسي جمهوري ګوندونو او په خاصه توګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يوې اوږدي مبارزۍ، قربانو، هړتالون، جلسو او جلوسونو نه پس د ليويز نظام يو ځل بيا جوړ شو خو اوس داسې ښکاري چې د ليويز د اختيار کمولو او د پوليس اختيار او واک زياتولو سازشونه روان دې چې د هغې زمونږ ګوند په پوره توګه مخالفت کوي او د دې خلاف به مزاحمت جاري ساتي.
غونډه کښې غوښتنه وشوه چې د ليويز نظام د زړو اختياراتو د بحالولو په فيصله دى عمل وکړى شي.
په غونډه کښې د ګرانۍ. بيروزګارۍ د نوى طوفان د مخ نيوى او اولس ته د پيښو د سختو ستونزو ته ډير د فکر په نظر وکتل شو او د حکومت نه دا غوښتنه وشوه، چې کاربن د ټيکس په نوم په اولس باندې د کهربونو روپو ټيکسونه ډير ظلم دى او د دې په خلاف د سپريم کورټ د فيصلۍ ستاينه وشوه خو د حکومت له اړخه د صدارتى ارډننس په ذريعه د دې ټيکس بيا لګول او د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې بې کچه زيات والې وغندل شو او حکومت نه دا غوښتنه وشوه چې د پټروليم مصنوعاتو سره سره د خوراک څښاک ټولو څيزونو په نرخونو کښې دې کمې وکړې شي او بيروزګارې دې ختمه کړې شي.
په غونډۀ کښې په سيوۍ (سبى) ضلعه کښې په غير قانوني او غير ايينې توګه د تحصيل لهړى شاملولو د دې اولس دښمنه فيصلې غندنه وشوۀ او دا غوښتنه وشوه، چې د تحصيل لهړى دې د سيوۍ ضلع نه بېل کړې شي.
په غونډۀ کښې په صوبۀ او کوئټه کښې د امنيت خرابيدونکې حالت، د غلا، ډاکې، د پيسو دپاره تښتولو او د ټارګټ کلنګ پيښو ته ډېر د فکر او پريشانۍ په نظر وکتل شول. او د حکومت نه غوښتنه وشوه، چې په ټولو لويو لارو لکه کوئټه، قلات، ، کوئټه چمن، لورلايي نه ډي جي خان ، کوئټه او سيوۍ نه تر جيکب اباد پورې لارې د محفوظ کولو دپاره دې اغېزناک ګامونه پورته کړى شي او د شوکې، غلا، او د تښتونې د پېښو د مخ نيوي دپاره دې کوټلي کاروائي وکړى شي. غونډۀ کښې دا هم وويل شو د پوليسو محکمه په اداري فساد (کرپشن) کښې ککړه ده چې تاڼو کښې افسران او اهلکاران په رشوت کښې ککړ دې او د دوې د غلو، ډاکوانو او بدمعاشانو په خلاف عمليات نه کوي.
غونډۀ کښې د نادرا له اړخه په غير ضروري توګه د تنګولو په غرض دستاويز لکه لوکل سرټيفيکټ د غوښتنو غندنه وشوه او ويې ويل چې پښتون اولس په دې ملک د برابرۍ حق لري او د دې ځايې اوسيدونکى دې په شناختي کارډ جوړول کښې داسې قسم خنډونه لري کړې شي.
په غونډۀ کښې د جنوبي پښتونخوا په ډيرو تعليمې ادارو کښې د خراب صورتحال او په څه ضلعو کښې د سکولونو د بندولو غندنه وشوه او دا وويل شو ، چې د يو سازش لاندې سرکاري سکولونه بندول، خلک له پرايوټ تعليمى ادارو کښې په تعليم د مجبوره کولو يو سازش دې او په غونډه کښې غوښتنه وشوه، چې د پشين کېډت کالج عمارت دې په فوري توګه بيا جوړ کړې شي ولې چې د تيرو دوو کالو راهيسې طالبعلمان نورو کالجونو کښې سبق ترسره کوي.
په غونډ کښې د اين -ايچ -اى له اړخه په مختلفو لويو لارو باندې کار ډير په ورو توګه روان دې او د کويټه ، چمن، قلعه سيف الله نه تر ژوب او بيا لورايي نه ډېره اسمعيل خان د کچ نه تر هرنايي د لويو لارو خراب حال او د دې په تعمير کښې د ډېرى سستۍ غندنه وشوه او دا غوښتنه وشوه چې په هنګامې توګه دې په دغو لارو کار وشي. او دا لارې دې مکمل کړې شي.