(عبد لعلي غورغشتى)

 انساني ټولنه ډېره اوږده موده کښې د ډيرو ستړو او ستومانۍ بې شمېره پړاونو په نتيجه کښې جديد ترقي يافته دور ته رارسيدلى ده کومو قومونو او ملکونو چې د وخت تقاضي ترسره کړى دي اجتماعي علم يې اختيار کړې دې هغه مخه په وړاندې  د ترقى په لور روان دى کوم چا چې د وخت تقاضي نظر انداز کړي دي هغه ټولنه پسمانده ده ه او له لوړو ژورو څخه ډکه وګړي يې د ژووند لپاره هغ سهوليات نه لري چې جهان اختيار کړي دي او داسې بدنصيب هم شته چې د هغه خپل بنيادي ضرورياتونو پوره کلو وسايل او ذرايع نه لري بيا هم هره ټولنه دا طبيعي خصوصيت لري چې په نا محسوس کيدونکى انداز په مخ ځي ترقي کوي.

 د پښتون افغان وطن وګړي ډيرو مشکلاتو او خارجي يرغلونو وروسته د ښايست ښکلا او ترقي يو خاص مقام ته رسيدلى وو خو د پښتون جنت نظير وطن د ترهګرو له لاسه د سکرو او ايرو ډيران جوړشو او دلر او بر پښتون وطن  بې شمېره تاريخي اثار قومي املاک سرکاري ځايونه سړکان، مکتبونه،  کالجونه، هسپتالونه پلونه او د عام اولس خصوصا د مخورو سياسي رهبرانو کارکنانو وطن پرستو ملکانو سردارانو خانانو کورونه نن د لرغوني وختونو د کهنډراتو منظر پيښوي تاريخي افغانستان يې له خاورو سره برابر کړو د پخواني تهذيب ټولى نښې نښانې  يې پکې تباه کړي لکونه انسانان يې قتل کړو خو د دښمن زړه تر اوسه  سوړ نه دى له افغانستان سره سره نن يې په محکوم پښتون افغان خصوصا په وزيرستان او ملاکنډ ډويژن کښې دا ناروا عمل روان کړى دى دا ټولې پېښې يو له بل بېلې نه دى د يو ځنځير کړۍ دي څوک يې کړى  څله يې  کړې پدې د هر پښتون فرض جوړيږي چې خپل تاثرات او معلومات جهان ته وړاندې کړي په دې لړ کښې د خپلو تاثراتو وړاندې کولو  له مخه ضروري ګڼم چې لوستونکيو ته دې معلومه وي چې د ترهګرۍ هره پيښه کښې مرکزي کردار د پاکستان د جاسوسي ادارو دې که  هغه د طالبانو په شکل کښې ښکاره کيږي او که هغه د مجاهدينو په شکل کښې وي.

او نن دا تور د پاکستان په ادارو له مخالفو ملکونو قوتونو او قومونو سره سره پاکستان د  ډېر قابل احترام دوست چين او ايران هم لګوي او په نړۍ کښې پاکستان د ترهګرو نر سرى  يعنې د پيداوارى مرکز په حيثيت مشهور دې ، که په پاکستان کښې د ترهګرۍ پېښه کيږي دا هم يو سازش دى او جهان ته پدې دوکه ورکول کيږي چې مونږ هم د ترهګرو ښکار او يرغمال يو په دى لړ کښې د تصديق او  دتعجب وړ خبره داده چې په پاکستان کښې  حتى الوس ترهګر نه نيول کيږي. که چيرته د غلطى يا مجبورۍ په صورت کښې ونيول ( ګرفتار) شي هغه ته سزا  نه ورکول کيږي او په جيل کښې د ې ترهګرو ته مکمل تحفظ او مراعات ميسر وى دا شان هر ترهګر په خاموشۍ سره خوشي شي او د ترهګرو حوصله افزايي او د هغو په تعدا کښې ورځ په ورځ اضافه کيږي ( لوستونکيو ته خصوصي خواست دې چې هغه دې په دې خبره ښه غور وکړي او انشا الله زما دا خبره په رښتينى ثابته شي)

ترهګر چې اولس ورسره ملګرتيا نه کوي د ټوپک په زور خلک د ځآن ملګري کوي خپل مخالفين وژني د هغو کورونه تباه کوي جايداد او عزتونه يې لوټي او په نړۍ کښې يو مذهب  هم چا ته د ترهګى اجازت نه ورکوي خو د افسوس مقام دا دې  چې د پښتون افغان په خاوره ترهګري د سپيڅلي دين اسلام په نامه کيږي او اسلام د يو انسان ناحقه قتل د ټول انسانيت قتل بولي د اسلام دې زرين اصول ته وګورو او بله خوا د ترهګرو روان عمل خصوصا ځان وژونکى حملو ( خودکش حملو) ته وګورو نو دا به راته ثابته شي چې ترهګر نه دين لري نه مذهب او نه د انسانيت څه اصول پدې لړ کښې د تعجب او د خندا وړ خبره دا ده چې د ترهګرو مشران چې خودکشو ته د کوم جنت زيرې  ورکوي هغه پخپله هغه جنت ته نه ځي او نه خپل اولاد ورليږي بلکې  ساده ماشومان په اشتعال کښې راولى يا د منشياتو عادي کسانو ته په دوکه جيکټ ورواغوندي او استعمال يې کړي.

پښتانه دا وخت درې قسمه دهشتګردۍ سره مخامخ دي او په پاکستان کښې دا څه نوي عمل نه دى د پاکستان د جوړيدو سره سره پښتانه سينديان، بلوڅان، سرايکيان، او بنګاليان د رياستي دهشتګردۍ ښکار دې که د ١٢ اګست ١٩٤٨  څخه يعنې د بابړۍ د واقعي څخه تر ننه پورې د رياستي فورسيز دهشتګردى  په تفصيل  سره لکيم مقصد به را څخه پاتي شي او په پاکستان کښې د محکومو قومونو حقوق او پاکستاني اولس لپاره جمهوري حقوق غوښتونکيو سياسي رهبرانو وژل ګرفتاره کول، د قيد سزا ورکول او په ننۍ حالاتو کښې د سياسي کارکنانو اغوا د رياستي دهشتګردۍ جلا جلا نمونې دي، خو تر ټولو لويه رياستي دهشتګردۍ په اقتدار باندې د فوج قبضه ده او د محلاتي سازشونو په نتيجه کښې د حکمرانانو ترمنځ يو او بل وژل او د يو بل خلاف سازشونه کول د رياستي دهشتګردۍ يو بل اړخ دې پدې کښې د يوې واقعي نشاندهى کول ضروري  ګنم چې د پاکستان باني محمد علي جناح صيب د ټي بى مريض وو او د محلاتې سازشونو په  نتيجه کښې هغه د دسمبر په يخجنه مياشت کښې د پاکستان تر ټولو زيات سوړ ځاى زيارت ته ولېږل شو مطلب يې دا وو چې دې ژر مړ شي او هغه وو چې محمد علي جناح  څو ورځي بعد په زيارت کښې د يخنۍ له لاسه مړ شو  دا شان د لياقت عى خان په جلسه عام کښې وژل د محلاتي سازشونو او رياستي دهشتګردى يو بل رنګ دى او ورسره وسره لس  کاله د جنرل ايوب خان، درى کاله د جنرل يحيى خان،  يوولس کاله دجنرل ضيا او اته کاله د جنرل مشرف د فوج په طاقت  په اقتدار قبضه د رياستي دهشتګردۍ تر ټولو اعلى قسم دى او د مجبورى په صورت کښې فوجى بيوروکريسي له اقتداره  لاس اخستي دې اود پردې شاته په تلو باندې مجبور شوي دې  او سويلين حکومتونه راغلي دي خو هغه هم د فوجي او جاسوسسي ادارو سره د مصالحت نتيجه ده او حکمرانان د فوجي حکام تابع پاتې  شوي دي پدې ترهګرۍ کښې رياستي او جهاني سازشونه او مفادات  سره مربوط ثابت شوي  دې ځکه رياستي ذرائع ابلاغ او بين الاقوامي نشرياتي ادارې پدې خاموشه شوي دي د ترهګرى دوهم بل شکل کراچې کښې د ايم کيو ايم د پښتنو خلاف اقدامات دې چې د هغو تفصيل په بله موقع بيانوو او دريم  شکل يې د دهشت پسند طالبانو  دى دا درى واړه د پاکستاني فوځ جاسوسي اداري اى ايس اى پيداوار دى چى د سياسي او معاشي ګټو لپاره استعماليږي او جهان يا د پاکستان اولس که د دې ترهګرو څخه تنګ راشي د هغعو توجو اړولو لپاره  رياستي فورسيز ا و دهشتګرد د يو بل خلاف  په جنګ اخته کېدو ډرامه هم جوړه شي او هرچا چې دا جنګ ( ډرامه) لېدلى وى هغه پدې ښه پوه شوي دې چې دا خو جنګ ندى او په دې کښې ترهګر نه مري بلکې بې ګناه انسانان  پکې وژل کيږي د طالبانو سرغنه د رياستي ايجنسو حقيقي اثاثى دى چې تر اوسه مجفوظ دې يقينا د فکر وړ خبر ده چې د پاکستان موجووده وفاقي وزير داخله رحمان ملک اعلانيه وايي چې په ملاکنډ  ډويژن  کښې پنځه زره شدت پسندطالبان سرګرم عمل دى که دا خبره رښتيا وي نو بيا د تعجب خبره دا ده چې د ملاکنډ ډويژن ديرشو لکو وګړو خپل کورونه ځايونه، او کلى خالي کړو او فوځ ته يې د مکمل اپريشن دپاره لار خلاصه او جوړه کړه فوج د درنې وسلى سره رالو د جهازونو کومک هم ورسره دې خو دوه مياشتي وشوي چې دا پنځۀ زره طالبان دوى ختم نکړو او تر اوسه ملاکنډ ډويژن کښې ترهګر موجود دى او ترهګرى روانه  ده يقينا دا يوه ډرامه ده او پښتانه  به پخپله د ترهګرو او د هغو د سرپرستانو خلاف قدم اخلي او جهان به له پښتنو سره ملګرتيا کوي ملاکنډ ډويژن کښې د اپريشن په نامه د روانې ډرامى د خندا وړ يو پاټ دا دى چې په جون ٢٠٠٩  کښې حکومت ځېنې دهشتګردان اشتهاري ملزمانو په حيثيت اعلان کړو د هغو د سرونو قيمت يې مقرر کړو پدې اشتهاري ملزمانو کښې يو کس د خوازه خېلې لياقت نومى دهشتګرد کمانډر هم دې کله چې د دې کمانډر تصوير د ډېره اسماعيل خان انتظاميه وليدو هغه حکومت ته رپورټ ورکړي چې دا لياقت اکتوبر ٢٠٠٨ کښې ګرفتار شوي دى او فروري ٢٠٠٩  کښې د ډيره اسماعيل خان جيل ته منتقل شوى  دې او تر اوسه دلته دې دا رپورټ چې کله اخباراتو کښې شايع شو د يو غير مصدقه پيان مطابق د ډېره اسمعيل خان جيل ځينې افسران په دې بيان معطل کړل شو.

د پښتون افغان په خاوره چې کوم ترهګر راغلي دي پښتنو هغه ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړي دې پښتانه کله هم د ترهګرو متاثره او ډار شوي نه دې او نه د ترهګرو ملګري شوي دي يورپي چې ځان ته ډير مهذب وايي هغو کښې سکندر يوناني لومړي هغه ترهګر حکمران دې چې په پښتنو يې حمله وکړه او په پښتنو دا خارجي دهشت مسلط شو خو پښتنو د خپل قام وطن او ناموس په خاطر  سکندر ته داسې ځواب ورکړو  چې دواړه پښې يې ورماتې کړې او سکندر وويل چې  زما دا  خيال  وو چې زه د  يو ديوتا زوى يم په ما به هيڅ درد اثر نکړي خو د دې خلکو ( پښتنو)  له لاسه ماته کوم درد ورسيدو زه پوه شوم چې زه هم انسان يم او د انسانانو په شان ماته تکليف رارسيدى شي.

له سکند يوناني ورسته فارس ( ايران) ، تازى ( عرب)  په پښتنو يرغلونه وکړو  د چنګېز او هلاکو لښکرى راغلى مغولو پښتنو له وينو، سرونو او کورنو سره لوبې وکړې خو په پاۍ کښې دغو نسلونو  خپل قامي وجود له لاسه ورکړې نن  هغه حکمرانان د تاريخ په پاڼو کښې ژوندى دې په اخر کښې انګريز راغلو د نړۍ لوى نيمايي يې لاندې کړو له پښتنو سره يې درى ځله مقابله وکړه او هر ځل بدترين ماتې سره مخامخ شو پښتانه يې د ځان تابع نکړو او په دوکه يې يقينا څه مقاصد تر لاسه کړو  دا شان هر ترهګر او زورور پښتنو د خپلې خاورې د خپلو مټو په زور تښتولى دى ځکه نن پښتون  په تاريخ کښې يو خاص مقام او اهميت موندلى دى.

پښتانه چې د اسلام په مقدس نامه دا وخت کومې ترهګرى سره مخامخ دى  د دې بنيادى وجه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ په نامه منحسوه تشه کرښه ده د افغانستان حکومت او لرو بر پښتنو کله هم دا تش په نامه کرښه د سرحدي پولي په حيثيت منلى نه ده  د پاکستان حکومت تل دا کوشش کړي چې افغان حکومت دې دا کرښه د بين الاقوامي پولې په حيثيت  ومني د  افغانستان هر حکمران د پاکستان دا خواهش مسترد کړى دى سردار داود او د طالبانو په حکمرانې کښې د پاکستاني  حکومت دا خواهش تر سره کېدو امکانات   او اثار ښکاره شو اکتوبر ١٩٧٧ کښې د جنرل ضيا الحق کابل ته دوره او مارچ ١٩٨٧ کښې د سردار داود پنځه ورځنۍ د پاکستان دوره د دې منصوبى او سازشونو کړى وې او دى دواو ملکونو په شمول ايراني حکومت داسې سازشونو باندې هم اتفاق وکړو چې په دى درى واړو ملکونو کښې د جمهوري او قومي غورځنګونو سره  تړلي سياسي رهبران  او کارکنان به له منځه وړو.

د پاکستان حکومت  ١٤ مارچ  ١٩٧٨ کښې د پنجاب هاى کورټ په  ذريعه  ذوالفقار على بوټو ته د پانسي د سزا  فيصله ورکړه او په کابل کښې د خلق ډيموکراټيک پارټۍ کارکنان د نامعلومو کسانو په ډزو قتل شول او او ١٧ اپريل استاد مير اکبر خيبر کابل کښې قتل شو دى سره سردار داود حکومت د خلق پارټۍ ټول قيادت د قانون له لارې وژلو  لپاره هغه ګرفتار کړو خو د خداى پاک کړه نور څه وو هغه وو چې په ٢٧ اپريل ١٩٧٨ کښې افغانستان په اقتدار د خلق پارټۍ راغله.

افغانستان کښې خلقي انقلاب په رښتيا سره د حقيقي قام پرستانو اقتدار تر لاسه کولو کښې کميابي وه او خلق  پارټۍ په خپل مرام کښې د افغان اولس سره د ډيورنډ کرښه له منځه وړلو وعده کړې وه د دې انقلاب باني نورمحمد ترکى په لومړى نشرياتي بيان  کښې د دې وعدى تر سره کولو اعلان  وکړو د پاکستان د حکومت د جهاني استعماري فاشسټ او ارتجاعى ملکونو په کمک دافغانستان دا نوې انقلابى او اولسي حکومت د کميونسټ په نامه بدنام کړو او پروپيکنډه يې وکړه او پدې لړ کښې د سردار داود حکومت او د پاکستان ترمنځ شوي معاهده مسترد کړي ...... چې د افغانستان دا نوې حکمران پارټۍ  ټول عير مسلم دى او په افغانستان کښې د جهاد په نامه غير اعلانيه جنګ او دهتشګردۍ يې مسلط کړه د نور محمد ترکى د يو نيم کال په  حکمرانى کښې د افغانستان په خاوره دې پښتون افغان دښمن جهاني قوتونو دومره بارود استعمال کړو چې د ټول جنګ عظيسم دويم په دوران کښې نه وو استعمال شوي ١٧ کاله په افغانتسان کښې د امريکي او برطانيى استعمار  په خواهش د سعودي عرب په امداد  د پاکستان له لارې دجهاد په نامه د هشتګردى وشوه افغانستان کښې مترقي او قومي حکومت ړنګ شو د مجددي او بيا د رباني حکومتونه منځ ته راغلو د پاکستان حکمران نواز شريف دومره خوشاله شو چې پيپلز پارتى ته يې پيغور ورکړو که تم نې ډهاکه کهويا هم نې کابل پايا،،، د پاکستان حکومت او حکمرانانو خيال دا وو چې د اى ايس اى يه غيږ کښې  روزل شوي دا جهاديان به د ډيورنډ لاين د منلو په صورت کښې  د نمک حلالى ثبوت ورکړي خو د مجددى او رباني په وينه کښې د دومره غټي غدارۍ ما ده نه وه او هغو دى کار ته غاړه کېښوده که څه هم مولانا فضل الرحمن، قاضي  حسين احمد مولانا سميع الحق او په پاکستان  کښې د محکوم پښتون افغان په وطن  کښې ځيني عالمانو ملايانو پدې لړ کښې ډيرى هلى ځلى وکړي  خو کامياب   نه شو او اخر کار اى ايس اى هغه پلان عملي کولو له پاره خپل کار پيل کړو چې افغانستان د پاکستان صوبه شي د دې منصوبي او سازش د کاميابى دپاره يې د طالبانو په نامه يو عسکري ډله منځ ته راوسته .

د طالبانو په پښتون افغان سياسي او عسکري تاريخ  کښې لومړى ځل ٣ نومبر ١٩٩٤ کښې هغه وخت په وجود کښې راغلل چې کله د پاکستان وزير داخله نصر الله بابر او د اى ايس اى ډايريکټر جاويد اشرف دافغان حکومت بې اجازته يوه تجارتي قافله د کوټي او چمن په لار و کندهار ته روانه کړه په دې لار کښې د افغان مليشه کمانډر نصرالله منصور غير قانوني افغانستان ته داخل شوي دا قافله ونيوله او په مخ يې تګ ته  پرينېښوده پاکستاني ادارو ته د دې د انجام اندازه وه او هغو تر  قافلې له مخه خپل ايجنټان لېږلې وو چې کله دا قافله ونيول شوه له يو  بل خوا لښکرى راغلې چې ځان ته يې طالبان ويل هغو نصر الله منصور ونيولو او ځوړند يې کړو او په دې علاقه د طالبانو نوم او دهشت خور شو طالبانو د باد او باران په شان ځينى علاقى د جنګ نه پرته قبضه کړى د طالبانو د دې کاميابى وجه دا وه چې په افغانستان کښې له انقلابه وروسته هر  کمانډر اى ايس اى په پاکستان کښې روزلى و او تماس  يې برقرار وو او هر کمانډر ته اى ايس اى  په لکونو ډالر او سعودى ريال ورکول او هغو به زير اثر علاقه  طالبانو ته سپارله پدې لړ کښې احمد رشيد خپل کتاب ( طالبان، اسلام، تيل، ګيس اور وسذى ايشيا مې سازشو کا  کهيل صفحه نمبر ٧٤)  کښې ليکلى  دى چې د جلال اباد کمانډر ته د سعودى عرب انټلجنس ډايرکټر شهزاده ترکى په کوششونو لس مليونه ډالر اخستو باندې  راضي شو له دې سره دې ګورنر ته دا ضمانت هم ورکړل شو چې په پاکستان  کښې د ده اثاثي او اوکانټ  به نه منجمد کيږي له دې ورسته د طالبانو د جزوي کاميابى په نتيجه کښې د پاکستان حکومت فوري طور په افغانستان کښې د طالبانو  حکومت تسليم کړو او په نړۍ کښې دويم ملک سعودى عرب وو چې د طالبانو حکومت  يې تسليم کړو او ډير وخت وروستو متحده عرب امارات د طالبانو حکومت ومانه د دې درى ملکونو علاوه ټولى نړۍ بشمول د اقوام متحده تر اخره د رباني حکومت تسليم کړى و او لوستونيکو ته دا هم وريادوم چې په اکتوبر ١٩٩٦  کښې د سعودي انټليجنس   دا ډايرکټر اسلام اباد او کندهار ته راغلى وو چې په کابل د طالبانو د قبضى لپاره لار جوړه کړي.

د طالبانو په نامه عسکري او ترهګره ډله منځ ته د راتګ په لړ کښې زه  د يو قوم پرست يا جمهوريت پسند، طالبانو مخالف اخبار يا رسالي حواله نه ليکم بلکې د ځينو هغو اخباراتو  رسالو او کسانو بيانونه او اقتباس  لوستونکيو ته وړاندي کوم چې دا وخت د طالبانو په زور حمايت او ملاتړ کوي.

١   _   د نصرالله بابر په مشرۍ  کښې کوټه، کندهار او هرات په لار  وسطى اسيايي ملکونو ته کومه قافله ـوليږل شوه دا تجارتي نه وه بلکې يوه ازمايشي وه ايوان صنعت و تجارت پاکستان هم د دې قافلې په تيارولو  او ليږلو څخه بې خبر ساتلى وو، هفت روزه تکبير ٢٤ نومبر ١٩٩٤

٢   _  برطانوي حکومت درى ځله افغانستان سره جنګونه  کړي دى د هغه ځاى د خلکو د نفسياتو ښه تجربه لري برطانوي جاسوسانو د يو سفارت کار په لباده کښې د کوټې دوه داسې ملايان ( غالبا زما ګومان  دا دې چې ملابورجان او ملا ترابى ته اشاره ده) چوڼ کړو چې د کندهار په علاقه کښې دوى ښه اثر رسوخ او تعلقات درلودل هغو ته يې درنى روپۍ ورکړى او د جديد مواصلاتي نظام سره کندهار ته   په ډيرو قيمتي ګاډو کښې وليږل چې  کندهار کښې د طالبانو په نامه د يو سياسي پارټى اعلان وکړي. ( هفته روزه تکبير کراجى)

٣ _  افغانستان کښې د طالبانو پر مختګ کښې  زموږ  ترکوششونو امريکايى دخل زيات دى همدى مضمون کښې پر مخ ليک دى چې د طالبانو د تحريک ځينى سرپرستان خصوصا مولانا فضل الرحمان د امريکنو او اى ايس اى په منشا جوړ شوى منصوبه کښې شريک نه بلکې  په وسايلو کښې هم برابر حصه دار دى همدى شماره کښې د پاکستان دجاسوسي ادارى اى ايس اى پخوانى مشر (ر) جنرل حميد ګل وايي  چې د طالبانو په پرمختګ امريکن ډير خوشاله دى او امريکن طالبان د ليبرل کيمپ نمايندګاه ګڼي هغته روزه تکبيرکراچى ٥ اکتوبر  ١٩٩٥.

٤  _    د جماعت اسلامي عبدالحق هاشمي ٢٦ فروري ١٩٩٥ په کوهستان کويټه اخبار کښې ليکلي وو چې د طالباانو تحريک اصلاحي نه دى دا له داسې تحريک سره مشابه دې چې د تيرتاريخ څخه ځېنې افراد ور پکې مخصوص قوتونو راپيدا کړي دې او دننه دننه يې ساتلي دي اوس يې ناڅاپه د فتني په شکل را وايستو امريکه د دې خبرى اعتراف کوي چې هغه د طالبانو  پشت پناهي کوي او افغانستان کښې د امريکې د ايجنډى مطابق  کارکونکى هم د طالباانو امداد کوي او په دې لړ کښې شواهد عالمي پريس کښې شايع شوى دي.

٥   _   د پاکستان حکومت په طالبانو څومره مهربانه وو لوستونکيو ته به د دې اندازه ولګيږي  او هم په حيران شي چې د پاکستان محکمه ټيلفون او ټلګراف  ( ټى اينډ تى)  پى ټى سى ايل انجينرانو هرات، کندهار  او جلال اباد بالترتيب لاهور کوټه او پيشور له ټيليفون ايکسچنج سره وتړلو او د لوکل ټلفون سهوليت يې ورکړو.

کله چې افغانستان کښې د پاکستان جاسوسي ادارى اى ايس اى د طالبانو په نامه دهشت پيل کړو او يو غير معروف کس ملا عمر يې په افغانستان کښې امير المومنين وټاکو د محکوم پښتون افغان  اولس توجه د دې سرګرمو څخه اړولو لپاره په دې صبا يعنى په څلور نومبر ١٩٩٤ کښې د نفاذ شريعت په نامه ملاکنډ ډويزن کښې تحريک راپورته  کړو او د  دې تحريک کارکنان مکمل مسلح وو ډير بې شمېره کسان يې قتل  کړ او په هغو کښې يو کس د صوبايي اسمبلى ممبر  بديع الزمان هم  وو ورسره په دې ورځ د مينګورى پوليس تاڼه د دې تحريک کسانو قبضه کړه دا شان په افغانستان کښې طالبانو  د کاميابى دپاره  او په دغه دهشتګردۍ د پردى اچولو  لپاره سوات ، دير، باجوړ، وغيره علاقو کښې د تحريک نفاذ شريعت په نامه بدامنى جوړيده او لوستونکو ته به ياد وى، چې  د شديدى بدامنى او قتل  غارت وروسته دولس ديارلس او څوارلس اکتوبر ١٩٩٤  کښې درى ورځې مسلمل کرفيو وه په دې ټوله بدامنى کښې د اى اس اى يو ريټاير ميجر عامر نوم اخستل کيدو. پدى لړ کښې د تحريک نفاذ شريعت باني مولانا صوفى محمد هغه بيان هم د دلچسپۍ وړ دى چې په دولسم اکتوبر په اخباراتو کښې شايع شوى  وو دې کښې موصوف ويلى وو چې د تحريک نفاذ  شريعت  په نامه کوم لښکر باجوړ او سوات کښې جوړ شوى دى  دا زموږ د تحريک  کسان نه دى او نه داکسان زما خبره مني ځيني ږيره ور نامعلوم کسان په اولس کښې شر او اشتغال پيدا کوي د دې سره زمونږ هيڅ اړيکى نشته.

دا وو په پښتون افغان وطن کښې د ترهګرۍ اغاز چې د خپلو معلوماتو مطابق تاسو ته وړاندې کړو او راتلونکي  وختونو کښې به د تحريک طالبان  سوات متعلق  خپل جمع کړي شواهد تاسو ته وړاندي کوم.