ظفر افغان سهيلى پښتونخوا/ کلا سيف الله
د پښتون ټول تاريخ که مونږ وګورو په کښې مختلف پړاونه راغلي دي ښه او بد هر رنګه وخت يې تېر کړى دى اوسنى حالت شايد د تاvيخ پښتون بدترين دور وي. ديرش لکهه (٣٠٠٠٠٠٠) پښتانه صرف له ملاکنډ څخه بار شول د باجوړ، دير، مومند، اورکزئى قطبى او د سهيلى وزيرستان خلک د دې نه علاوه دى د پښتون د تاريخ بدترين وحشت او بربريت پر پښتونخوا خصوصا په مالاکنډ کښې د پنجابي له خوا خور شوى دى د دنيا تهذيب يافته او ښايسته علافه سوات د فضل الله او شاه دوران لخوا د پنجاب اجرتي قاتلانو او جاسوسانو ته ورخواله کړل شوه د بچيانو په مخ کښې به پلار حلاليدو د مور او پلار په مخ کښې به اولادونه په ګوليو ويشتل کېدل. عزتونه لوټ شول، جائيدادونه لوټ شول د غريبانو کورونه وران کړل شول دهشت ګردان په فائيوسټار هوټلونو کښې په کوم کښې چې به سيلانيان وسېدل، سکولونه، هسپتالونه بجلى ګر او پولونه په بمونو والوزول شول آخر ولى؟؟؟ د پښټنو ګناه څۀ ده؟؟ چا ته يې کوم نقصان ورسولې دى؟ چې دومره ظلم ورسره کېږي پښتانه پنجابي ته کوم نقصان ورسولى دى چې پنجابي ورله دا دومره لويه سزا ورکوي له پنجابي سره خو تر ټوله زياته نيکې پښتنو کړې ده پنجاب که نن آباد دى خو د پښتنو په اوبو بجلى ګيس او معدنيات اباد دى.
پنجابي خپلې حکمرانۍ او د محکوم قامونو خصوصا د پښتون غلام ساتلو دپاره چې کومې غير سرکاري درې ادارې پرانستې دي درې واړه په چلولو کښې تر ټوله لويه برخه د پښتنو ده لکه د ١_ رائيونډ تبليغ، ٢- افغان او کشمير جهاد، ٣-مدرسې.
د رائيونډ په تبليغ کښې ورته ويل کېږي چې ستا د ټولو مسائلو جړ ستا ګناه ده. او د ټولو مسئلو حل په څلور مياشتو يا څلوېښت ورځې تېرلو کښې ده يعنې دا ډول بۀ دا خلک کله هم د خپلو حقوقو غوښتنه ونکړي بلکه ځان بۀ ګناګار ګڼي. د جهلم او د چناب اوبه قبضه کولو او افغانستان د پنجابي پاکستان پنځمه صوبه جوړولو دپاره يې پنجابي استعمارګرانو د جهاد افغانستان او جهاد کشمير په نامه کومه ډرامه روانه کړې ده د دې ډرامې اکثره برخه وال پښتانه دي. د پنجابي د اوبو دپاره په کشمير کښې تر ټولو زيات پښتانه ځوانان مري خو بيا هم پنجابي پښتون نه معافوي. د افغان انقلاب په خلاف دامريکې په ډالرو پرانستل شوي مدرسې د دې دپاره کار کوي چې د پښتون قامې تحريک مخ نيوى وکړي. او په آزاد افغانستان کښې د پنجاب د لاس وهنې لاره هواره کړي او پښتون د ښه تعليم څخه محرومه د ساتي نن په لر او بر افغان وطن کښې پښتانه يو کيلکوليټر نه شي جوړولې په زرګونو عرب، چچن، اوزبک او د دنيا ترهګر، مخ تورن، مجرمان، د ميلمنو په نامه د منځنى پښتونخوا په پښتنو مسلط کړل شول، دغه ميلمنو د پښتون وطن په سوونو مشران او دجرګې خلک شمله ور او مخه ور پښتانه ووژل. په قبايلي سيمه کښې اور بل کړى شو چې په نتيجه کښې يې په لکونو خلک بار شول.
عجيبه خو داده چې د مقامي ځاى خلک کډه شول خو هغه ترهګر لا هلته دي. د پښتنو په سيمو کښې مړي پس له مرګه بې عزته کېږي. په جنکيو ظلمونه کيږي. خلک حلاليږي. حلالېدل خو د دنيا په يو مذهب يو تهذيب که نيشته.
په نړۍ کښې داسي خلک هم شته چې هغوي په دې وجه سبزى خواره دي غوښه نه خوري، چې په حيوان ظلم کېږي هغه حلاليږي، خو بل خوا په سوات او وزيرستان کښې د پښتنو حلالېدل يو معمول جوړ شوى دى جنت ته د تللو دپاره لنډه لاره خودکش حمله عام خبره ده. چې په کښې بې ګناه پښتانه وژل کيږي. په جوماتونو، جنازو، ودونو، جرګو او جلسو کښې خودکشه حملې کېږي. هيڅوک يې هم غندنه نه کوي. نه ملا نه تبليغي نه جهادي. نه جمعيت (ف) نه جمعيت (نظرياتي) نه جماعت اسلامي ټول خاموشه دي. خو په هغه ورځ بيا اسمان راکښته کوي. چې ډرون حمله کښې تورن مجرم دهشت ګرد په نښه کي.
بيا قاضي ، فضل الرحمان او نو رنعرې او چيغې وهي، ولې جې په دې کښې د پنجابي ملګري دوستان او پښتون افغان دښمنان په نښه کېږي. دا خلک په دې يوه ورځ نه راووتل چې زمونږ اوبه ولې پنجابي او سندهى استعمالوي. بجلې موږ پيدا کوو بيا ولې په موږ د لوډشيډنګ تورې تيارې راخوري وي. دوى هيڅ کله هم د قام د حقوق خبره نه کوي بلکه د حق د راوړلو مخ نيوې کوي.
بله خوا که مونږ د بلوڅو قامي تحريک ته وګورو نو پښتانه د دوى د جائز تحريک ملاتړ کوي خو اوس د دوئ په تحريک کښې د دهشتګردى عنصر هم شامل شوى دي.
دوى بې ګناه خلک وژني په بلوڅي سيمى او کوئټه ښار کښې يو دهوبي ، نايي او مزدور مستري ځکه وژني چې ژبه يې پنجابي ده د دې با وجود پنجابې له بلوڅ سره هغه رويه نه ساتي کومه چې له پښتنو سره ساتي پښتنو خو د بلوڅ رنګه د ازادۍ تحريک هم نه دى روان کړئ. بلوڅان خو سرعام وايي چې "ټوټ کى رهى ګا پاکستان بن کى رهى ګا بلوچستان"، په بلوچستان کښې د ګورنر اووزير اعلي څخه يوه عهده د پښتون حق ده ، خو له مشرف نه تر زرداري پورې دواړو، دا عهدې بلوڅو ته ورکړي دي د دې باوجود اکثره پښتانه تر پنجابي ، هندوستاني مهاجرنه زيات د "پاک سرزمين" او "پاک فوج" ترانې وايي.
مونږ ولېدل چې کله د ملاکنډ جنګ ځپلو سنده، کراچۍ او پنجاب ته خپل خپلوانو ته تلل نو شهباز شريف پر اټک او سندهي او مهاجر په کشمور لاره وتړله تاسې اندازه ولګوئ ، چې پښتون ته په دې ملک کښې په کوم نظر کتل کېږي. دا د پښتنو دپاره ډېر د عبرت اوافسوس مقام دى.
اکتوبر نومبر ٢٠٠٧ کښې چې کله فوځ سوات ته د اپريشن په نامه ننوتل او ويل يې چې فوځ به په يوه مياشته کښې اپريشن ختم کړي او دهشتګردي به له منځه يوسي خو دهشتګردي د ختميدو په ځاى نوره زياته شوه. دهشتګردانو به خلک حلالول د خلکو کورونه به يې لوټول خلک به يې وژل کېدل فوج بۀ ولاړوو تماشه به يې کوله، صرف په غرونو به يې براى نام بمبارى کوله. کرفيو د دې دپاره لګيدله چې د ترهګرو يوځايه تر بل ځايه پورې محفوظه لاړ شي. موجوده د سوات د صوبائى اسمبلى غړو به په اسمبلۍ کښې ناري کړې چې دا اپريشن نه بلکه يوه ډرامه ده مګر د دوى خپل حکومت د دوى خبره نه اورېدله د يو نيم کال اپريشن پس، په کار خو دا وه، چې دهشتګردان د علاقى څخه ايستل شوې وايې مګر دامن معاهدې په نامه د اى اين پي په مرضي او د زرداري دارډننس په ذريعه سوات د دهشتګردانو ته د سيمې په توګه حواله کړل شو کله چې دهشتګردان په ارامه نه کښېناستل او نورو علاقو ته يې مخه وکړه، نو نړۍ په پاکستان فشاد واچوو چې د دهشتګردانو خلاف دي صحيح اپريشن وکړي. بيا فوج د نړۍ د فشار له وجهې د صحيح اپريشن کولو ته مجبور شو. او پنجاب ته د فوجيانو جنازې راتګ شروع شوې. تردې له مخه په يو نيم کال اپريشن کښې ما د يو سپاهې د مرګ نه وواورېدى نه مې په ټيلي ويژن ولېدل. اوس هم په اپريشن کښې يو څه سواليه نشانونه شته هغه دا چې د دهشتګردانو اولنى قيادت څۀ شو؟
دوى بچ کړې شول او که د بلې ډرامې دپاره بيا ساتل کېږي. او څه موده پس بيا بله ډرامه شروع کړي.
بهر حال دا به راروان وخت وښايي چې د دې حقيقت څه دى، خو د پښتنو دا فرض جوړيږي چې د پردو سياست پرږدي. د خپل قام سياست او دخپل قام د حقوق خبره دي شروع کړي ٦٢ کاله پښتنو د پردو په ډهول اتڼ کړى دى چا د اسلام د پاک سرزمين په نامه خو نتيجه يې پښتون صرف تباهي د خپل حقوق څخه محروم پاتېدل او په څلورو برخو تقسېمېدل دي په داسې نااميدي که د پښتنو واحده اثاثه پښتونخواملي عوامي پارټۍ ده چې له اولى ورځې يې د قام ته خپل دښمن ورپه ګوته کړې دې چې پنجابى د پښتون افغان ازلى دښمن دى.
د افغان انقلاب نه موجوده سوات او د قبائلى سيمو حالاتو ته څوک د روس او امريکې څوک د کفر او د اسلام جنګ واي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه وخت هم ويل او اوس هم وايي دا د افغان او پنجابي جنګ دى اوس دا خبره ټولي نړۍ منلې ده چې د جهان د دهشتګردانو جنت پاکستان دى جهان زمونږ خبرې ته راغلى دى.اوس که پښتون خپله خبره شروع کړي نو اميد دى ډېر ژر به پښتانه د خپل حقوقو خاوندان شي.