د سيالکوټ ضلعې کانفرنس:

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سيالکوټ ضلعى کانفرنس پر ٢٤ جولاى ٢٠٠٩ د ګوند مرکزي سينئر سيکرټري او شمالي پښتونخوا  صوبائى صدر مختار خان يوسفزئى تر صدارت لاندې وشوه په کانفرنس د تير کار رپورټ پيش شو. او د نوى ايګزيکټيو انتخاب سرته ورسيده، د انتخاباتو په نتيجه کښې حاجي اکبر خان سليمانخيل ضلعي سيکرټري مرزا خان ضلعي سينئر معاون سيکرټري تازه خان، عمر ، عمر خان، عصمت الله، شيرخان، باروزخان، حاجى شاه محمد،  محمد امين، محمد رفيق ، على حسن، آيت الله خمينى، ميا ګل وټاکل شو.

کانفرنس ته د ګوند مرکزې سيکرټري او شمالي پښتونخوا صوبايي صدر مختار خان يوسفزئى د ګوند مرکزې ډپټي سيرکرټري او شمالي پښتونخوا صوبائۍ سيکرټرى ارباب مجيب الرحمان د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن مرکزي سيکرټري اول احمد جان د ګوند د لاهور ضلعى سيکرټري موبين خان مومند د لاهور اطلاعات سيکرټري خالق دا د وطن پال، او تازه خان ويناوى وکړى.

د وينا کولو پر وخت مختار خان يوسفزيى، ارباب مجيب الرحمان او نورو وينا کوونکووويل چې پښتون قوم د تاريخ د بدترين دور سره مخامخ دى. د پاکستان د دوه شپينه (٦٢)کلن  دور کښې پښتونخوا  وطن په څلورو برخو جنوبى پښتونخوا، شمالي پښتونخوا، اټک ميانوالى او قبائل تقسيم دى پښتون قوم له  خپلې مورنۍ ژبى محروم دى او وسايل يې د نورو قومونو پر ترقى او خوشالى خرڅيږى.

دوي وويل چې قدرتې نعمتونو ډک وطن خاوندان نن په کراچى سند ، پنجاب او د ملک په نورو برخو کښې او د  ملک نه بهر په  بدترينه مسافري ژوند کوي او څوکيدارى بوټ پالش او نا تر سه مزدوى زمونږ د قوم مقدر ګرځېدلى شويدى او په ټول ملک کښې پښتون  د دوئمى درجى شيرى تصور کيږي. پښتون قوم له ملى تشخص محروم او پر دولتونو يې  د نورو قبضه ده.

دوي ويل چې د ملک په سياست کښې دجاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل لاس وهنى له کبله نن ملک معاشي سياسي بحرانونو کښې لويدلى دى. په ملک کښې د قومونو له برابرى څخه انکار او په افغانستان او نورو ګاونډى هيوادونو کښې د لاس وهنى په نتيجه کښې نن پښتنونخوا وطن او ټول ملک د ترهګرى او بدامنى سره مخامخ دى.

دوى وويل چې د ملک د واک دارانو جاسوسى ادارو او فوځ د استعمارى پاليسو په نتيجه کښې نن پښتونخوا وطن د بدترينه ترهګرى لاندى دى . د پښتونخوا وطن ښوونځي، پوهنځي، روغتونونه، سرکونه، جوماتونه، هجرى، پيغلى، ځوانان، سپين ږيري په بمونو وسوځيده او نور هم سوځيږي.

او دا ټولي بدبختى بربادى او بد امنى په ملکي سياست کښې د جاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل مداخلت او په ازاد افغانستان او په نورو ګاونډي هيوادونو کښې لاس وهنه او وسيع پسندانه عزائمو سبپ ګرځوي.

دوى وويل چې د قوم نجات د خپل قوم په ملي ګوند کښې دى او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قوم ترجمانه ګوند او د قوم ملي سرمايه ده او ګوند د ملي مشر محمود خان اڅکزى   په مشرۍ کښې ملي مبارزى ته دوام ورکوي. دوي وويل چې پښتنو ته پکار دي چې د قام تر ملي بيرغ لاندې  د پښتونخوا ملي عوامي  ګوند پر مرکز راجمع شي او د قوم د ملي مبارزى په بهير کښې حصه واخلي.

دوي وويل چې مونږ غواړو چې پښتون قوم په پاکستان کښې په يو متحده قومي وحدت چې شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، اټک ميانوالى باندي مشتمل وي او پښتونخوا پښتونستان يا افغانيه نوم وى. او پښتو ژبه د پښتونخوا وطن تعليمي د وترى او عدالتى ژبه وګرځول شي.

د پښتون قوم وسائل دى د پښتون پرترقۍ خرڅ شي د ازاد قبائل ازاد حيثيت دى ازاد وساتل شي په کراچى، سند، پنجاب او د ملک په نورو برخو کښې دې د پښتنو د سرو مال تحفظ او شهري حقوق ورکړل شي.

دوى پر کارکنانو زور  واچوو چې دوې خپلې ذمه وارى په ښه توګه سرته ورسوي  او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرلوړى لپاره خپل شپه او ورځ يوه کي او د قوم دا ملي مبارزه دى سرته ورسوي. او د قوم ملي ارمانونه سرته ورسوي، او په خپل پاکه قومي جذبه او همت پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته د پښتنون افغان ملت په زړونو کښې ځاى  جوړ کړي.

¯¯¯

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن لاهور ضلعى کانفرنس:

د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن لاهور ضلعى کانقرس د ارګنائزيشن شمالي پښتونخوا صوبائى معاون  سيکرټرى حيدر خان مومند تر صدارت لاندې وشوه، په کانفرس کښې د تير کار راپور او د نوى ضلعى ايګزيکټيو انتخاب سرته ورسيده د انتخاباتو له عمله ډاکټر کريم مندوخيل، ضلعي سيکرټري، ذيشان خټک ضلعى سينئر معاون سيکرټري ، افراسياب، ډاکټر طارق افغان، رضوان بڼګش، ډاکټر طارق  موسي خيل، اورنګزيب خان، ايمل خان، نعمان ترين ضلعى معاونين وټاکل شو.

کانفرنس ته د ارګنائزيشن شمالي  پښتوخوا صوبائى معاون سيکرټرى حيدر خان مومند د پښتونخوا ملى عوامى ګوند لاهور ضلعى سيکرټري موبين خان مومند د ګوند د لاهور اطلاعات سيکرټري خالق داد وطن پال پى اس او اسلام اباد سيکرټري ببرک خان اڅکزى او ډاکټر کريم مندوخيل ويناوى وکړي.

وينا کوونکيو وويل چې پښتنو طالبلعلمانو باندې له تعليم سره سره قومي ذمه وارى هم جوړيږي، دوى وويل چې پښتون قوم په يويشتمه صدى کښې د انتهاى غربت پسماندګى او د غلامى ژوند تيروي. پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن د پښتونخوا وطن سره تعلق لرونکيو روښان فکره، مترقي وطن دوست او با سواده ځوانانو سازمان دى او ارګنائزيشن هر وخت د پښتونخوا  ملي عوامي ګوند  پر مشرى کى نه ستړي کيدونکي مبارزى ته دوام ورکوي.

دوى ووي چې ارګنائزيشن دملى مبارزى او تعليمي ستونزو د حل لپاره نه ستړي کيدونکى مبارزه کړى ده ځکه ارګنائزيشن د پښتونخوا وطن د ځوانانو په زړونو کښې ځاى جوړ کړى دى. دوى وويل چې د ارګنائزيشن ملګرو باندې ذمه وارى جوړيږي چې دوى خپل ملګري په علمي او اګاهانه سوچونو منور کي. او د علمي او اګاهانه مبارزى په نتيجه  د اولس نمائندګى وکړي.  او د قوم د ملى ازادى او ترقى لپاره بريالى ګامونه واخلي.

دوى وويل چې پښتون قام د قدرت د نعمتونو ډک وطن  خاوند دى او زمونږ نيکونو پر برصغير باندى ٤٠٠ کاله باچاهى کړى ده زمونږ قام د دنيا زورور قوتونو تاتار، منګول، مغل، فرينګيو ته ماتې ورکړى ده. او نن پښتون افغان ملت د خپل وطن اختيار نه لري .

پښتونخوا وطن په پاکستان کښې په څلور برخو ( شمالي پښتونخوا، جنوبى پښتونخوا، اټک ميانوالى) کښې ويشل شوى دى د قام وسائل د نورو قامونو پرترقى او خوشالې خرڅيږي . او مونږ په خپل مورنۍ ژبۀ کښې له تعليم حاصلولو محرومه يو او نن خو پښتونخوا وطن بدترينه ترهګرى لاندې کړى دى زمونږ د وطن تعليمي ادارى، هسپتالونه، سړکونه او انسانان په بمونو وسوځيدل.

دوى وويل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قام د دى ملي ستونځى او د دى ترهګرى او بدامنى وجه په ملکي سياست کښې د جاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل لاس وهنه ګرځوي. او په ازاد افغانستان او په نورو ګاونډي  هيوادونو کښې لاس وهنه هم د دى سبب دى. دوى وويل چې پښتونخوا  ملي عوامي ګوند غوښتنه کوي چې شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، اټک ميانوالي بآندې مشتمله پښتون وحدت چې نوم يې پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه وي. پښتو ژبه د وطن  تعليمي  د وترى او عدالتي ژبه وګرځوي. د آزاد قبائلو آزاد حيثيت او د بالغ راى دهى پر بنياد  د دوي قومي جرګه ازاد حيثيت له ملکي سياسته د جاسوسي ادارو او فوځ مکمل لاس ايستل په ملک کښې د طبقاتي نظام تعليم خاتمه، په تعليمي ادارو کښې ميرټ ته اوليت او سلف فنانس سکيم خاتمه په مورنى ژبه تعليم زموږ حق دى.

دوي وويل چې ارګنائزيشن ملګري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ملي مبارزه کښې فعاله برخه واخلي او تعليمي سرګرميانو سره سره قومي ذمه داريانو احساس هم وکړي.

 

د ترهګرۍ پر خلاف لاريون:

 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور په سوات  ، دير،  بونير، قبائلى ايجنسو او په ټول ملک کښې د روانى ترهګرى او په پنجاب کښې له پښتنو سره د امتيازي سلوک خلاف پر مال روډ صوبايى اسمبلى پنجاب ترمخه احتجاجي مظاهره وکړه. دا مظاهره له ناصرباغ څخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور ضلعي ايګزيکټيو په مشرۍ کۍ وشوه په دى مظاهره کښې ګډونکوونيکو د پنجاب صوبايى حکومت پام په پنجاب کښې له پښتنو سره د امتيازي سلوک  ته راګرځوو ګډون کوونکيو د ترهګرى او له پښتنو سره د امتيازى سلوک خلاف لاس نيونکو کارډونه او د ګوند بيرغونه له ځان سره اخستي وو. دا احتجاجى مظاهره د پنجاب اسمبلى ترمخه په يوه لويه جلسه بدله شوه.

دې احتجاجى جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور ضلعى سيکرټرى مبين خان مومند ضلعى اطلاعات سيکرټرى خالق داد وطن پال ضلعى معاونين ثواب ګل او ډاکټر کريم مندوخيل ويناوى وکړي.

وينا کوونيکو وويل چې مونږ له مرکزي حکومت دا غوښتنه کوو چې پښتونخوا وطن کښې د روانى ترهګرى مخ نيوى وکړى او د پښتونخوا وطن د ترهګرى خلاص کړي.

دوي وويل: چې له ترهګرو سره معاهدى ترهګرو ته د تقويت ورکولو لپاره کيږي.  او د معاهدو په ترڅ  کښې دوې ترهګرو ته نور قوت ورکوي. ځکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند موقف دى چى د ترهګرو خلاف د موثر کاروائى غوښتنه کوي.

دوي ووي چې پنجاب کښې له پښتنو سره انتظاميه امتيازي سلوک کوي، د ترهګرى  په ترڅ کښې مهذبه عزتمن پښتانه تنګوي او پوليس د ترهګرۍ په ترڅ کښې د رشوت بازار ګرم کړى دى.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دى ناروا سلوک په کلکه غندنه کوي  او صوبائى او مرکزى حکومت  څخه دا خواست کوي چې د پوليس د دى ناروا سلوک جاج واخلي.  ګنې مونږ بۀ احتجاج  سلسله نوره اوږده کړو.   دوي وويل چې د ترهګرى او ترهګرو ځاي معلوم دى او مونږ شک کوو چې ترهګر او حکومت  يو دى ولى چى حکومت ترهګرو ته خطونه ورکړي دى او هغه سرعام د ترهګرى مظاهره کوي او ترهګرو د حکومت رټ اخطار کړى دى او حکومت يې دى ته جوګه کړى دى چې له ترهګرو سره معاهده وکړي. مونږ د حکومت د دى عمل په کلکه غندنه کوو او له حکومت او عالمي ادارو دا غوښتنه کوو چې د ترهګرى په نامه حکومت ته دا  امدادودنه  بند کړي تر څو پورې چې حکومت د ترهګرو خلاف موثر کاروائى ونکړي او دغه امدادونه د حکومت لخوا د ترهګرئ خلاف موثر اقداماتو سره مشروط کړى شي.