د سوات قامي جرګې ميمورنډم چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د لندن د مظاهرې منعقده دويمه جنوري کال 2009 په موقعه د برطانيې وزير اعظم ګورډن براؤن ته په 10 ډاوننګ سټريټ لندن کښې وړاندې شو او بيا دا دستاويز د اقوام متحده جنرال سيکرټري او د غربي دنيا په شمول د ټولې دنيا اعلى چارواکو ته ورکړى شو. (اداره)
په ١٤ اګست ١٩٤٧ کښې د نړۍ په نقشه کښې يو نوې هېواد پاکستان چې په پښتون، بلوچ، سندهي، سراييکي، بنګالي او پنجابي قومونو باندې مشتمل وو منځ ته راغلو د جوړښت د ورځې نه دا بدقسمته کثير القومه هېواد د يو حقيقي جمهوري نظام نه محروم پاتې کړې شو د هېواد د پښتون ، بنګالي، سندهي، بلوچ او سراييکي قوم يو بل سره په امن سره د اوسيدو وعده وکړه، او د پارلمان د لوړتيا لوظ يې وکړو، خو له بده مرغه مونږ د قومونو د برابرۍ په بنياد جوړ شوې وفاقي جمهوري نظام ونه لېده په يو رښتوني جمهوري نظام کښې د طاقت ارتقاز د يوې وفاقي اکايي ( Federating Unit ) په لاس کښې هيچېرې هم نه وي د دې برعکس د پنجاب سول او ملټري بيوروکراسۍ د عدليې په مرسته د نورو قومونو لاندې کولو ايجنډۀ شروع کړه په حقيقت کښې پنجابي اسټبلشمنټ د خپلې غلبې اوبرلاسيتوب ساتلو لپار ه دستور ( اساسي قانون) جوړولو ته برې نه ښود. که چېرې مونږ د پاکستان په سياسي او دستوري تاريخ يو نظر واچوو، نو مونږ ته په هغې کښې د پنجاب په نورو قومونو باندې د چل ول په ذريعه د غلبې حاصلولو يو زورور خواهش ښکاري.
د ١٩٥٦ د اساسي قانون ( آئين) کښې مونږ ته د بنګال د ټيټولو او د پنجاب د غلبې کوشش ليدل کېږي. کله چې پنجاب محسوسه کړه چې جمهوري قوتونه به مزاحمت وکړي نو دوي په ملک کښې وړومبۍ مارشل لا نافذه کړه چې د هغې په نتيجه کښې په ١٩٧١ کښې مشرقي پاکستان بيل شو او بنګله ديش جوړ شو خو د دې باوجود هم حکمران اسټبلشمنټ د خپلو دغو ډېرو لويو غلطو نه زده کړه ونکړه او پاتې ملک يې د اساسي قانون نه محرومه وساتلو څه په پټه او څه په ښکاره حقيقي طاقت د پنجاب اکثريتي فوج او استخباراتي ادارو په لاس کښې ورکړي شو. د خفګان خبره داده چې د هغې وخت نه تر اوسه پورې ٤٠ ميليونه پښتانه په څلورو بېلو بېلو انتظامي اقايو لکه فاټا، NWFP، بلوچستان او پنجاب کښې وساتلي شو او غرض يې دا و، چې دوې خپله قامي پېژندګلو او اقتصادي وسايلو نه محرومه پاتې کړى شي. د دې نه داسې ښکاري چې د نورو قومونو په مقابل کښې د دوي پاليسي د پښتنو په هکله ډيرې د دښمنۍ نه ډکې رارواني دي.
د پښتون ( افغان) تاريخ ښايي چې دوې يو ډير مهذبه، سيکولر، غير فرقه پرست او پرامنه قوم دې او دوي تل د بل د خودمختارۍ احترام کړې دې. خود ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٩ پورې د افغان جنګ په دوران کښې د افغانستان سره تړلې علاقي يعنې د پاکستان دننه علاقې د جهانې طاقتونو د افغان حکومت او پخواني سويت يونين خلاف په مرکز بدلې شوې چې د هغې په پايله کښې افغانستان لوټې لوټې شو د جېنيوا لوظنامې په نتيجه کښې سويت فوجونه واپس لاړل خو تا ته يې د څوارلسو کالو جنګ ځپلې هېواد پرېښودو، چې په هغې کښې يو بې قانونه حکومت، خراب امنيتې حالت، ويجاړې ادارې، مات ګوډ د مواصلاتو نظام او د بيارغونې او ابادکارۍ هېڅ انتظام موجود نه و او د سويت يونين مخالف طاقتونو د اړخه د غټ غفلت خبره دا ده چې هغوي د جنګې ګروپونو نه وسله غونډه نه کړه.
د جنګ د ختمېدو نه وروسته دغه جنګې ګروپونه آى -اس -آى (ISI) د يوې ستراتيجې لاندې بيا منظم کړل دا هغه ګروپونه وو دچا په لاس چې آى اس آى راتلونکي افغان حکومتونه او ادارې بيارغونې او ودې ته پرېنښودل .آى اس آى خپل جال نور هم خپور کړو او د وخت تېرېدو سره يې د خپلې ولقې لاندې خطرناک ترهګر تنظيمونه جوړ کړل، چې هغه وروسته د القاعدې او د طالبانو په نوم ټول افغانستان قبضه کړو.
د ٩/ ١١ نه وروسته چې کله امريکې او نورو شرکت کوونکو دا محسوسه کړه چې د دوې نه غټې غلطې شوي دي نو د وې د ترهګرو د پناه ګاهونو ختمولو منصوبه شروع کړه خو دا ځل بيا آى اس آى د دې ترهګرو تنظيمونو مرسته وکړده او دوې يې په څه طريقه منځنې پښتونخوا (FATA) ته راورسول . د بين الملل (UN) د افغان ريزولوشن (Resolution) اود افغان – بون کنفرانس نه وروستو نوى افغان حکومت د بيارغونې کارونه شروع کړل خو آى اس آى دا هم ترهګر تنظيمونو په مرسته يې افغان حکومت بې ثباته کولو هلې ځلې پېل کړې. هم د آى اس آى د قومندې لاندې دې ترهګر تنظيمونو يعنې القاعده او طالبانو په افغان پوليس، افغان فوځ ، ناټو (NATO) فوځونو بريدونه پيل کړل چې په پايله کښې يې د منځنې پښتونخواخلک په منځ کښې راګير شول.
او د دې په وجه ډېر پښتانه مشران او سياسي او ټولنيز کارکونکي قتل کړې شول او په زرګونو ماشومان، بې وسله سړي او ښځې هم پکې مړه شول. په سلګونو مکتبونه، هسپتالونه، سړکونه، پولونه او نور ډېر عمارتونه د بمونو په واسطه تباه کړې شول.
په ميليونونو پښتانه بې کوره شول او ډېر په بدحال اوس هم ډېر خلک په کيمپونو کښې ديره دي.
نن هم سوونو کاله زاړه کلي او تاريخي نوادرات لګيا دي برباد کړل کيږي.
سوات چې د اسيا په سوټزرلينډ مشهور وو او د سياحانو مرکز وو په کنډره بدل شو او د منځني پښتونخوا بنو، ټانګ، هنګو، کوهاټ ډيره اسمعيل خان سره همدغه چل وشو.
په دغه علاقو د رياست هيڅ عمل دارى نشته او د ترهګرو حکم پکې چليږي. د F.M اف ام راډو په ذريعه ٢٤ ساعته دوي خلکو ته نوې نوې هدايت ورکړل کيږي خلک دا ګڼي چې دوي بيخي يواځې دي او جنګ په دې ورتپل شوې دې خو هيڅ څوک د دوي مرستې ته نه راځي. د دې ژوند د دى بې رحمه ترهګر قاتلانو په خواهش دى چې څوک وژني او څوک پرېږدي د سرکاري راپورونو (Reports) له مخې د دې ترهګرو شمېره تر ١٠٠٠ پورې ده او دسرکاري پوځونه د دې نه ٥٠ چنده زيات دې چې پوليس پکې نه دى شامل. او هم دا تناسب هر ځاې کښې دې خود حيرانتيا خبره ده چې په ځې کښې د ترهګرو عملدارې ده او د دې کنترول په ٨٠ فيصده علاقه باندې دې.
په ډېرو ځايونو کښې ترهګرو خپل عدالتونه قايم کړي دي او په لويو لارو باندې يې خپل چيک پوسټونه هم جوړ کړي دي.
خلک په زور دې عدالتونو ته راوستل کيږي. د دې دلته هيڅ بنيادي انساني ( بشري) حقونه نه لري او ډېر د بې غېرتۍ سلوک ورسره کيږي. دوې ته دلته د خپلې دفاع حق هم نه ورکړل کيږي.
دا عدالتونه د خپل جبر دپاره مشهور دى او په يو څو منټو کښې خلکو ته سزا ورکوي.
د ځناور غوندې سرونه پرې کول او د وجود نور اندامونه، لکه خپې، لاسونه په ارو او په چړو پرېکول پکې يوه عامه خبره ده د دې عکسونه او فلمونه بيا وروسته جوړ او خپاره شوې چې په اولس کښې ويره او ترهې ته دوام ورکړي. او قتل کړي شوي بدقسمته خلک په چوکونو کښې زوړند کړل کيږي.
دا ترهګر په دې سيمو کښې دخلکو نه په زور ډيرې پيسې هم راغونډوي او په دې توګه د دې په اولس د خپلې وېرې له کبله عمل دارۍ جوړه کړي ده.
اوس خلک حيران دې چې حکومت چې د هغه زمه واري ده خلکو ژوند د تحفظ ورکول دي. پرته دې خلک نه پوهيږي چې د تحفظ ورکول ذمه واره ادارې څنګه اولس ته دوکه ورکوي اولس ګوري چې بې ګناه خلک وژل کيږي او نور د ډيرو سختو پابنديو لاندې دي.
داسې ښکاري چې د سرکاري پوځ او ترهګرو په منځ کښې يوه نمائشي مقابله ده او اولس يې منځ کښې نښتې دې په دغو سيمو کښې د اولس اقتصاد، کرکيله، سياحت، تعليم او صنعت بيخي ختم شوې دى او منظر فقط تباهي او بربادې ښکاره کوي.
حقيقت ته که څوک وګوري نو داسي ښکاري چې دا پوځي عمليات د ترهګرو نه، بلکې د اولس پر ضد دي. د پوځي څوکو نه په يو څو قدمو کښې دا ترهګر د اولس نه سرونه پريکوي، خلک تښتوي، او په بازارونو کښې ګشتونه کوي.
بل اړخ ته په زرګونو جينکۍ د بنيادي تعليم نه بې برخې کړې شوي دي او په کورونو کښې بې مقصده ناستي دي او نفسياتي مريضاني شوي دي.
د سرکاري پوځونو په موجودګې کښې د پښتونخوا ٤٠ ميليونه پښتانه په عمومې توګه او د (FATA) ، سوات، بنو، ټانک، هنګو، کوهاټ او ډېره اسمعيل خان ضلعو خلک په خصوصي توګه د يو ډير د وېرې او خوف په حال کښې دې او د دې حال اوس څو کلونه وشو.
د حيرانتيا خبره داده چې د پوځونو د عسکرو او د پوليسو په وړاندې د هغو خلکو مړي چې ترهګرو ورته جاسوسان وايي، راوړل شي او په چوکونو کښې ستنو ته رازوړند کړې شي. د دې په وجود چې د خبردارۍ يو پاڼه لګولي وي چې په هغې داسې ليکل شوي وي:
"چې د جاسوس ( خبرلوڅ) به دا انجام وي."
د پورته بيان کړې شوي حقيقتونو په رڼا کښې مونږ دا ګڼو چې
١ _ د پاکستان فوځونه او د ترهګرو په منځ کښې روان جنګ فقط د اولس سره يوه ويرونکي ډرامه ده چې په پايله کښې يې يواځې تباهي او بربادي راوړي ده او په دې عمل زمونږ هيڅ باور نشته.
٢ _ مونږ ګڼو چې زمونږ استخباراتي ( Intelligence ) ادارې د دې خوني ډرامي جوړونکي ، وړاندي کوونکي او حمايه کوونکي دي.
زمونږ غوښتنې لاندې دي:
٣ _ مونږ په خپله خاوره د قانون عملداري غواړو.
٤ _ مونږ بنياد پرستي، فرقه پرستي، انتها پسندي او د مذهبي ليونتوب په کلکه غندنه کوو که هغه دلته وي او که د نړۍ په بل ځاۍ کښې وي.
٥ _ مونږ د پاکستاني رياست په افغانستان کښې د لاسوهنې په کلکه غندنه کوو.
٦ _ مونږ بين الملل او د هغې لاس لاندې ادارو لکه د بشري حقوقو اداري ، نړيواله ټولنې (International Community) ته خواست کوو چې خپلې ذمه وارۍ دې سرته ورسوي او په دې لړ کښې دې د دې مظلومه ، بې ګناه او ډېر ځبلې شوي اولس مرسته وکړي.
مونږ د دې نه دا هيله لرو چې
١ _ د رياستي سورې لاندې پاللې شوې ترهګرې چې په نتيجه کښې يې په زرګونو بې ګناه اولس ووژل شو، دې ختم کړي .
٢ _ دا ملکونه او اداري دې په پاکستان زور واچوي چې د ترهګرو پر خلاف دې خپل عمليات اغېزناک کړي او هغه داسې چې عمليات دې دترهګرو خلاف وشي نه چې د اولس خلاف
او حکومت دې په دې لړ کښې اولس ته جواب ده کړي.
او دا عمليات دي ډير واضحه او نتيجه راوړونکي وي چې پکې د اولس زيان کم نه کم وي.
٣ _ د اولس ژوند او کاروبار ته دې تحفظ ورکړل شي
٤ _ د بيارغونې او بياودانولو لپاره دې هر قسم مرسته وکړل شي. برباد کړل شوي کلي او ښارونه دي ودان کړې شي او د بې کوره شوي اولس د بيا راوستلو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي ځکه چې دوي په کيمپونو کښې ډېرو سختيو سره مخ دي او د خوراک او صحت يې هيڅ بندوبست نشته.