د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ جنوبي پښتونخوا د صوبائى جرګى غونډۀ په نهم اګست ٢٠٠٩ د کوئټې په تاريخې ښار کښې وشوه. د غونډې صدارت د پارټې چېرمين او محترم مشر ښاغلى محمود خان اڅکزى   وکړه په غونډ کښې د پارټۍ سينير ډپټې چيرمين محترم سنيټر عبدالرحيم مندوخيل ، مرکزى جنرل سيکرټرى محترم اکرم شاه خان، ډاکټر کليم الله، رضا محمد رضا، عبدالروف خان، حاجى فضل قادر شيرانى، حاجى حکيم خان مندوخيل، د صوبايي ايګزيکټيو غړو،  دمرکزى کميټئ غړو، د لاهور او سيالکوټ   د ضلعى ايګزيکټيو غړو هم ګډون وکړ، د جرګى په غونډۀ کښې په سوونو د جرګې غړو برخه واخېسته د پارټۍ په دغه ايينې اداره کښې په جنوبي پښتونخوا کښې د تيروو دوو کالو تفصيلى سياسي او تنظيمى رپورټ وړاندې کړي شو.

غونډې ته د پښتونخوا ملې عوامې پارټۍجنوبې پښتونخوا د پارټئ صوبايي  صدر ښاغلې عثمان خان کاکړ د پارټې لخوا د فوجې امريت په خلاف په ملک کښې د محکوم قومونو د قامي برابري او خودمختاري په ملک کښې دجمهوري حکمرانې د قيام، په افغانستان کښې  د اسلام اباد د مداخلت و جارحيت په ملک کښې د ترهګرې انتها پسندى، فرقه واريت، په سند کراچى کښې د پښتنو په خلاف د فاشسټ او ترهګر قوتونو د ناروا اقداماتو په خلاف په پښتون بلوچ صوبه او ټول ملک کښې قومونو او اولسونو ته د ورپيښ مسايلو د حل لپاره، د عدليي د ازادئ د چيف جسټس د بحالۍ په تحريک د لندن د ال پارټيز کانفرنس  (APC)د فيصلو تر مخه په ملک  ک ېد ايين و قانون د حکمرانى د  امريت د مستقل خاتمې او د حقيقي جمهوريت د بحاى لپاره د ال پارتيز ډيموکريټک موومنټ (APDM)د بائيکاټ تحريک ، د محکوم قومونو د نجات تحريک  پونم او د پښتون قامي تحريک د متحدو منظم کولو لپاره د پارټى د تاريخې مبارزى جدوجهد   په لړ کښې تفصيلى  سياسي رپورت وړاندې کړو د پارټۍ صوبايي سيکرټرى ښاغلى عبدالرحيم زيارتوال د پارټۍ د تنظيمى فعاليتونو په حواله تفصيلى تنظيمى رپورټ وړاندى کړو. په  غونډۀ کښې د صوبيي جرګې برخه والو د  اينده تګ لارې په حواله پيشنهادونه وړاندې کړه او پارټې ته يې په شاندار کارکردګۍ او تاريخې مبارزۍ شاباسي او مبارکې وړاندې کړه. او د پارټۍ د لازيات منظم و فعال کولو عزم او اداره يې ښکاره  کړه. غونډې ته د پارټې چېرمين محترم مشر محمود خان اڅکزى او سنئـير ډپټي چيرمين محترم سينيټر عبدالرحيم مندوخيل ويناوى وکړي.  صوبايي جرګې ته پخپله وينا کښې د پارټۍ سنير ډپټې چېرمين  محترم سينټر عبدالرحيم خان مندوخيل د جنوبي پښتونخوا صوبايي پارټي ته په بهترين سياسي و تنظيمى رپورټ وړاندې کولو مبارکې ورکړه او وى ويل چې پارټي د خپل قومى او جمهوري اهدافو لپاره پر افتخاره مبارزه کړيده هغوى وويل چې د متحده او خودمختار قومې صوبى پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه  قيام، د پښتون قامې واک او اختيار ترلاسه کول او د ازاد افغانستان  دفاع زموږ قومي اهداف دى او پښتونخوا ملى عوامې پارټي په پاکستان کښې د پښتون بلوچ سندهى سراييکى او پنجاى قومونو د برابري په بنياد د جمهوري وفاق او په ملک کښې د قومونو د برابرې، خودمختارى او د اولس د جمهوري حکمرانى په مبارزه کښې مهم کردار لوبولى دى موږ د هر فوجى امريت په خلاف د شهيدانو او کارکنانو د قيدو بند قربانيانى ورکړى دى پارټي د دهشتګردى د تباه کن نتايجو نه حکمرانان په وخت خبر کړيدى او نن چې په دغه ملک او سيمه کښې د دهشتګردې په وجه کومې خطرې راپيښې شويدى د هغى ذمه وار زموږ حکرانان دى هغوى وويل چې پښتونخوا وطن او ملک کښې د دهشتګردى د مکمل خاتمې نه بغير جمهوريت او د قانون حکمرانى نشى جوړيدى . او په پښتونخوا وطن مسلط استعماري دهشتګردانو چې زموږ د اولس په خلاف د جبرو استبداد کوم اقدامات او د وحشت و بربريت جرايم کړى هاغه چنګيز خان، هلاکو خان او هټلر هم نه دى کړى  او اوس دا د خوشالۍ خبره ده چې دملک جمهوري قوتونو د دهشتګردى په مکمل خاتمه اتفاق کړيدى . محترم عبدالرحيم مندوخيل  وويل چې پښتونخوا ميپ د لندن په ال پارټيز کانفرنس  کښې مهم رول لوبولى او د هغى د فيصلو د عملى کولو لپاره يې د هيڅ قربانۍ نه دريغ نه د ى کړى که نورى پارټيانى هم په اصولى موقف ولاړى پاتې شوى  وى  نو د جنرال مشرف د فوجې امريت خاتمه او د ايين د مکمل بحالى به ډېر  پخوا شوى وي و هغوي وويلچې نن مسئله صرف  د اوولسم ترميم  خاتمه نه بلکې د قومونو د برابرۍ او د صوبايي خودمختارې مسئله راپيښه ده د پښتون اولس قومي مطالبه داده چې  جنوبي و شمالي پښتونخوا او په اټک  و ميانوالي مشتمله صوبه پښتونخوا په فوري توګه راجوړه شي. او د پښتونخوا وطن په ټولو وسايلو دى د پښتون قام  حق   ملکيت تسليم کړي شي هغوي وويل چې د پښتنو د قومي وحدت پورې دى په عبورې دور  کښې پښتون بلوچ صوبه  کښې د قومې برابرې په بنياد د صوبي سياسي اقتدار او ټول معاملاتو کښې د پښتنو مساوي نمايندګې تسليم کړى شي يا دى بيا د پښتنو صوبه جنوبي پښتونخوا قايم کړل شي او د منځنې پښتونخوا ازادانه ايينې حيثيت قايم ساتلو سره د هاغه ځاى د اولس منتخب او بآ اختيار جرګې قيام په عمل کښې راوستل شي.

محترم عبدالرحيم مندوخيل  وويل چې تر څو وفاق کښې شامل قومونه مقتدرا او خودمختار تسليم کړل شوى نه وي د هغوې په وسايلو د هغوې اختيار قايم کړى شوى نه وى سينټ با اختياره او د صوبايي خودمختارى ايينى ضمانتونه ورنکړل شي تر هغې د جمهرويت قيام ممکن نه دى هغو وويل چې د سپريم کورټ چيف جسټس او عدالت عظمى لخوا د  دوه شپيته کلن غير ايينى اقداماتو په مستردکولو د پښتنوخوا ملى عوامى پارټى په تاريخى موقف د تصديق مهر ثبت کړيدى او موږ په دې فخر کوو چې زموږ پارټى د عدليى  د ازادى لپاره له هر چا مهم کردار لوبولى دى.

هغوى د پارټۍ کارکنانو ته وويل چې د پښتونخوا ميپ د نور زيات فعاله او منظم کولو لپاره شپه او ورځ محنت وکړئ ځکه چې د يو منظم سياسي پارټى نه بغير قومى نجات ممکن نه دى او پارټى د قامى نجات اصل وسيله ده د پښتونخوا ميپ کارکنانو ته به د قومي اهدافو د ترلاسه کولو او د وطني ګټو د دفاع لپاره هرې قربانى ته تيار اوسيدل وى هغوى زياته کړه چې پښتونخوا ميپ د امريت او استبداد د ټولو قوتونو مقابله کړيده او په هر مشکل وخت کښې د خپل اولس د ځآن و مال د تحفظ لپاره خپل رول لوبولى دى او پارټى پښتون بلوچ  صوبه او ملک کښې د بد امنې ، فرقه واريت، ټارګټ کلنګ او د ناروا اقدام په خلاف موثر اواز پورته کړيدى. او پښتونخوا ملى عوامې پارټى  د خپلو قومى او وطنى مفاداتو تحفظ خپله قامي او ديني فريضه ګڼي او پښتونخوا ميپ بهد خپل بهادر او مېړنى اولس په تائيد و حمايت خپل قامې نجات ممکن جوړوي.

د پښتونخوا ملى عوامى پارټى چيرمين محترم مشر محمود خان اڅکزى د پارټى صوبايي جرګى ته په خپله وينا کښې د پارټى د دغه اهم ادارى د اجلاس په راجوړولو مبارکى وړاندى کړه او ويې ويل چې د پښتونخوا ميپ د خپل بر حق دريځ او د کارکنانو د لا زوال قربانيو په نتيجه کښې نن په ټول پښتونخوا وطن کښې د اولس  او پښتون غيور ملت يو نماينده او رهبر پارټى جوړه شويده زموږ لپاره دا خبره د افتخار باعث ده چې د ملک سپريم کورټ چيف جسټس او هايي کورټ هاغه ټولى خبرې درست وګرځولى د کومو لپاره چې د پښتونخوا ملى عوامى پارټى مشرانو او کارکنانو د تيرو دوه شپيته کالو راهېسې مبارزۍ کولى   موږ د جنرال ايوب خان، يحيى خان، جنرل ضيا او پرويز مشرف څلور واړه مارشل لاوى غير ايينى او د ملک له پاره تباه کن  وګرځولى او د هاغو مقابله مو په څو ځوانمردۍ وکړه  موږ د جمهوريت د قومونو د برابرى  او خودمختارى او ملک کښې داولس د حکمرانى لپاره ناقابل بيان قربانيانى ورکړى،  زمونږ مشرانو او کارکنانو ته اوږدى د قيدو بند سزاګانى ورکړل شوى د هاغو جائيدادونه ضبط کړى شول مګر زموږ قومى تحريک د جبر او استبداد اوامريت اقتدار هميشه مسترد کړى او نن په ټول ملک کښې جمهوري قوتونو، عدليي او د ملک اولس مارشل لا د هميشه لپاره مسترد کړى او د پښتون قومي تحريک او د نورو جمهوري قوتونو د قربانو په نتيجه کښې زموږ ملک يو  ځل بيا د جمهوريت په پاټلۍ (لار) روان شويدى.  زموږه عدليي د دوه شپيته کاله ټول غير ايينې اقدامات غلط ګرځولو سره د جمهوري پاکستان د تشکيل لپاره بنياد فراهم کړيدى که  د ملک سياسي پارټيانو مثبت طرز عمل اختيار کړو، نو موږ د يو داسې جمهوري پاکستان تشکيل په اسانه کولى شو چرته به چې د دغه ملک د او سيدونکو ټولو قومونو برابرى و خودمختارى او زمونږ د اولس جمهوري حکمرانى يقينى وي.

محترم مشر محمود خان اڅکزى وويل چې اوس د دغه ملک او  سيمى صورتحال ډيره پيچيده دى د حکمرانانو په يوه غلطى هم دا سيمه د وحشت و بربريت د يو بدترين جنګ ښکار کيدى شي  د تباهى و بربادى سخه د بچ کيدو لپاره بۀ موږ ته  د يو نوى جمهوري پاکستان د تشکيل پخه اراده کول دى موږ پاکستان ماتول نه غواړو، ولى په پاکستان کښې د غلام او محکوم په حيث اوسيدو ته هم تيار نه يو پښتون بلوڅ، سندهى، سراييکى او پنجابى  قومونه پخپلو تاريخى وطنونو اباد دى ټولوقومونو ته د خپل وطن په ټولو وسايلو د ملکيت حق او په ملک کښې د قومى برابرى حق حاصل دى که د قومونو حقوق و اختيارات او د مورنئى ژبو حق تسليم کړى شي نو موږ د يو خوشال او ترقي يافته پاکستان هدف ته رسيدلى شو. هغوى وويل چې نن هم پښتون د انګريزى استعمار په طرز تقسيم او ټولو وسايلو د ملکيت  څخه محروم دى چې د هغى نتيجه داده چې د قدرتي وسايلو او نعمتونو څخه مالا مال وطن د مالک کېدو باوجود پښتون اولس په بدترين غربت، نادارى او تباه حالئ په صورتحال کښې په ژوند تيرولو مجبور دى. او په کروړونو پښتانه په پردي وطنونو کښې شپه او ورځ په محنت و مزدورى مجبور دى هغوى وويل چې د پښتونخوا وطن ټول وطن دوسته او جمهوري قوتونه  بايد چې يو شي او خپل اولس د تباه حالۍ د صورتحال څخه د ويستلو پښتون قوم ته د قومى برابرى ، ملى وحدت، قومي شناخت  او په خپلو وسايلو د ملکيت حق تر لاسه کولو لپاره خپل رول  ولوبوي. پښتونخوا ميپ به د پښتونخوا وطن د اولسونو د متحد او منظم کولو ملى او دينى فريضه سرته رسوى، موږ د دى ملک په حکمرانانو واضح کول غواړو چې که د قومونو د حقوقو نه  انکار او د ا مريت لار يو ځل بيا اختيار کړې شوه نو دا به د پاکستان د خاتمې لار  وى. هغوى وويل چې د پنځوس په لسيزه کښې د  پښتنو، بلوڅو، سندهيان، بنګاليانو او پنجابيانو قومې او  جمهوري پارټيانو د نيشنل عوامى پارټى بنياد کېښـود.

چا چې په لسانى ، تاريخى بنيادونو  د قومې صوبو د تشکيل او د جمهوري فيډريشن لپاره قربانيانى ورکړى، مګر حکمرانانو  دون او پيريټى استعمارى نظام مسلط کړو او په ملک کښې د اوږدو مارشل لاګانو دور مسلط کړه، چې د هغې نتيجه دا شوه چې نن د پاکستان اولس او قومونه د يو نوى عمرانى معاهدى او جمهورى پاکستان لپاره د يوى نوى ايين د تشکيل مطالبه کوي د سپريم کورټ فيصلى د پښتونخوا ميپ او نورو جمهوري قوتونو په برحق تاريخي دريځ د تصديق مهر ثبت کړېدى، اوس حکمرانانو ته د ماضى د  غلطيانو څخه سبق ترلاسه کول پکار دى، اوس صورتحال يکسره بدل شوېدى د قومى او جمهوري حقونو لپاره د اولس مضبوط تحريکونه موجود دى که يو جرنيل د پنځمى مارشل لا د نفاذ حماقت وکړو، نو هغه ته به د عدليې يو جج او يوه سياسي پارټى هم د حمايت لپاره نه تياريږي.  محترم مشر محمود خان اڅکزى وويل چې ماته په ال پارټيز کانفرنس کښې واضح  کړې وه چې که زموږ حکمرانانو په پښتونخوا وطن کښې د عالمې دهشتګردانو په مرکزونو جوړولو او د امريکا د اينخلولو لپاره د دهشتګردى د جنګ د مسلط کولو فيصله کړى وى نو دا يوه داسې  فيصله ده چې بيا پاکستان د يو ملک په حيث نشى پاتې کېدى ځکه چې د دهشتګردى خاتمه د جهان د ټولو ملکونو متفقه فيصله ده او د دغه سيمې او د نړۍ  د امن واحد ضمانت هم دا دې چې د دهشتګردى د هر شکل مکمل خاتمه وکړى شي ، هغوي وويل چې د افغانستان په تباهى او بربادى کښې يې کوم ملکونو برخه واخېسته نن هغوى د  هاغى تاوانونو سره مخ دى پاکستان چې نن د تباهې کوم صورتحال سره مخ دى د هغى بنيادى وجه د افغان دشمنې پاليسي ده هغوې زياته کړه، چې موږ د رنګ و نسل عقيدى او ژبې پر بنياد د چا نه نفرت نه کوو موږ دټولو مذهبونو د پيرو کارو څخه هم اميد کوو چې هغوې بۀ زموږ د دين  عقيدى، قومې ثقافت، دود دستور احترام  کوې موږ به هم د هغوي د دينى او ثقافتى اقدارو احترام کوو هغوى وويل چې پښتون به دغه ملک کښې د هر قوم پخپل وطن او وسايلو د هغوي حق تسليموي د چا په يو انچ ځمکه  د قبضى موږ سوچ هم نشو کولى مګر په خپل تاريخي وطن دخپل قومي حق نه په هيڅ صورت دستبرداره کېږو نه اوس وخت راغلى دى چې  د دې ملک ټول قومونه او اولسونه پخپلو کښې داسې متحد او منظم شي چې د حکمرانى يو داسې جمهوري نظام راجوړ کړى چې د يو قام په بل قام د يوى طبقې په بلې طبقى او د يو فرد پر بل فرد هيڅ بالا دستې نه وي.

محترم مشر په کارکنانو زور واچولو چې هغوې د خپل اولس ته د کردار يو داسې مثالى نمونه وړاندې کړې ځکه چې پښتون اولس د پښتونخوا ميپ د کردار په وجه په هغوي اعتماد کوي، او پښتونخوا ملي عوامي پارټي به د خپل غيرتمند ملت د نجات د پرامن پر مختګ او خوشال مستقبل لپاره هرې قربانۍ ته هميشه  تيار وي.