وزيراعلى کور،پښور
وړاندې کوونکى: مختار خان يوسفزى (24 اپريل 2009)
د پښتونخوا وزير اعلى ډير ګران او محترم امير حيدر خان هوتى صب د کيبينټ غړو اعلى سراري چارواکو د صوبايي اسمبلۍ غړو د سوات د قامي جرګى نمايندګانو:
د ټولو وړاندې ځه د ځان او د سوات د جرګى لخوا د وزير اعلى صيب شکريه ادا کوم چې مونږ ته يې د ملاقات موقع راکړه چې په روان صورتحال کښې د سوات په صورتحال خپل نظر او تجاويز دوى ته واړندې کړو.
محترم وزير اعلى صيب مونږ د دې جرګې په وساطت تاسو ته پوره ډاډ درکوو چې په روانو حالاتو کښې د سوات ټول اولس ستاسو سره ملګرې او په شامو مو محکم ولاړ دي. مونږ تاسو ته دا باور هم درکوو چې د قام په حيث په روانه جګړه کښې کومه زمه واري تاسو مونږ ته سپارل غواړئ يا يې په ګوته کول غواړئ مونږ تاسو ته ډاډ درکوو چې په روڼ تندي به يې د خداى پاک په فضل تر سره کوو.
قدرمند وزير اعلي صيب مونږ د سوات قامي امن جرګې د اولى ورځې موقف دا وو، چې د دهشت ګردانو سره هيڅ قسم نرمي او رعايت نه دې پکار او دا د حکومت ذمه واري ده چې خلکو ته د سر مال او عزت تحفظ ورکړي او په دې لار کښې د قانون ماتوونکيو خلاف سخت چلند او اقدامات وکړي په دغه سلسله کښې مونږ د روان پوځي عملياتو مکمل حمايت او ملاتړ کوو.
تر اوسه پورې چې د اپريشن کومې مثبت نتيجې مخې ته راغلي دي. د هغې ستايينه کوو، او قناعت پرې کوو البته تاسو ته دا ياد دهاني هم کول غواړو، چې وس هم ډېر لويي کار پاتې دې او پوځي عمليات نيمګړتياوي لري، چې هغه تاسو ته په ګوته کول ضروري ګڼو:
جناب وزير اعلى صيب !
په روان اپريشن کښې د دهشتګردو اهم مرکزونه فوځ په خپل ولقه اغستلى دى او برباد شوي دي د دوى تنظيم تر ډيره حده کمزوري شوى دى لوى کلى ښارونه د دهشتګردو د شر نه تقريبا خلاص شوي دي په لويه پېمانه د دوى مسلح ګشتونه ختم شوي دى لوې لارې د پوځ په کنټرول کښې دي په خلکو کښې ويره تر ډيره حده کمه شوى ده او د پوځ باره کښې د اولس شکوک په اوميد اوړيدلى دي. چې دا لويه کاميابي ده. په دې مونږ تاسو ته مبارکي وايو د فوځ د کمانډ مننه کوو، فوځي ځوانانو ته شاباش وايو او چې څوک شهيدان شوي دي هغوى ته د مغفرت دعا کوو البته دا خبره هم په ګوته کول ضروري ده چې دهشتګردان سره د دې چې وسله د ورځې نه ګرځوي مګر اوس هم په ډيرو کلو کښې موجود او ازاد ګرځي او کله کله د شپې مسلح ګشتونه هم کوي.
د سوات د سند په جنوب کښې چې کومې علاقې د دهشتګردو نه صفا شوي دي او اوس ورته متاثرين واپس روان دي دا عمل هم زمونږ او ستاسو نه سخته پاملرنه غواړي.
او هغه دا چې د سوات شمالي برخه د شموزو نه تر سخرى پورې لا اوس هم صفا نه ده په ډېر تعداد دهشتګردان پکې موجود دى او د امکان شته چې دوى د سند نه راپورې ووځي او بيا فتنه او فساد جوړ کړي د دې علاوه د هشتګردو مرکزي ليډر شيپ لا ژوندى دى او د يو بل سره رابطه هم لري. د کبل او مټي تحصيلونو په غريزو علاقو کښې اوس هم د سوونو په تعداد دهشتګردان راغونډ دي.
د کبل او مټي نه علاوه يو څه تعداد د چارباغ، خوازه خېله، شيڼ، ميادم او فتحپور سره نزدې غرونو کښې هم موجود دى. او په تيرو ورځو کښې يې ځنې خلک هم وژلې دي.
د دهشتګردو ځنې اهم کمانډران د ملک نه په دې دوران کښې بهر هم وتښتېدل او په محفوظه طريقه خليجې ممالکو ته لاړل او څوک لا دلته په ملک کښې ګرځي. بعضي کسان وينول شول خو خبر شو چې هغه بيا پرېښودل شوي دي.
په دې کښې مونږ تجويز کول غواړو :
١ - چې څومره ژر کېداى شي په مټه او کبل تحصيلونو کښې دى پوځې عمليات تيز شي په کلو کښې موجود دهشتګرد دې ګرفتار شي او خپل انجام ته ورسول شي.
٢ _ د دهشتګردو مرکزي قيادت او لوې ډلې چې دا وخت د کبل تحصيل او د مټي په علاقو کښې موجود دى په تيزۍ سره ووهل شي. او ختم شي.
٣ _ د دهشتګردۍ په تور نيول شوي کسان په پرېښودو کښې دې پوره تحقيق او احتياط وشي. هغه دې د پوره تحقيق نه پس پريښودي او په تحقيق کښې دې د خلکو نماينده ګانو او جرګې رايې ته دې سرکار اهميت ورکړي.
٤ _ د ټولو دهشتګردانو نومونه دې اميګريشن محکمې ته ورکړى شي او د ملک نه د تلو په صورت کښې دې په هوايي اډو کښې داسې نظام جوړ شي چې دوى ګرفتار شي.
ګران او محترم وزير اعلى صيب! د دهشت ګردى په خلاف د جنګ ګټلو دپاره دا ضروري ده چې مونږ د خلکو مورال او حوصله لوړه کړو او خلک د حکومت د دې اقداماتو ملګري کړو خو داهله کېداى شي چې د سوات قومي او سياسي مشران واپس سوات ته لاړ شي او هلته د سوات د خلکو په مينځ کښې موجود وې.
مګر تاسو ته دا هم معلومه ده چې د دې خلکو امنيت په خطر کښې دې په دې کښې اکثر خلک هغه دې چې د وړاندې نه هم ډير په عذاب شوي او تاواني شوي دي نو په دې لړ کښې د دوى سوات ته واپسي ستاسو لخوا ځنې اقداماتو ته اړتيا لري.
١ _ هغه خلک چې کورونه يې وران شوي دي په شمير ډير لږ دي هغوى ته په فوري توګه د سرکاري کورونو يا د کرايي د کورنو بندوبست کول پکار دي.
د ټولو قومي او ساسي مشرانو د سيکورټۍ دپاره اقدامات کول پدي لړ کښې ځه تجوزي کوم چې د کميونټي پوليس نظام په جوړولو کښې دې د مشرانو رايي ته ترجيح ورکړي شي د دوى په خوښه دې خلک واغستلي شي او د نورو فرائضو نه علاوه يو مهم فرض دې يې دا وي چې کميونټي پوليس د دې مشرانو امنيت وساتي.
٣ _ قومي مشرانو او سياسي کارکونانو ته د ځان د حفاظت د پاره د وسلې ګرځولو اجازت ورکړى شي.
٤ _ کميونټي پوليس سره سره دې يو معلوم او باوري ميکنيزم لاندې په کلو کښې د دفاع کميټيانې جوړول چې هغه کميټيانې د حکومت او قامي مشرانو د کنټرول لاندې وي د غه کميټيانو ته که ممکن وي د سرکار له خوا وسله ورکړي شي او که امکان يې نه وې نو د قومي مشرانو او حکومت د څارنې لاندې د خپلې وسلې د ساتلو اجازت ورکړل شي.
٥ _ د کلو د دفاع کميټيانې دې د تپې او ضلع تر سطح د يو قامي او سرکاري کمانډ لاندې منظم شي، چې د تکليف په وخت کښې د يو بل کمک وکړي.
_ د دې پاره ضروري ده چې د انتظامي حکومت او جرګې تر منځ د يو بل سره مکمل تعاون وي او يو بل ته جواب دې هم وي.
محترم وزير اعلى صيب : تاسو ته معلومه ده چې سوات دا وخت په اقتصادي توګه مکمل تباه شوى دى مونږ دا مطالبه کوو چې په فوري ډول ټول سوات دې متاثره وګڼلي شي او ټول خلک د ې په خپل يونين کونسل کښې رجسټر او د امداد مستحق وګرځولي شي.
٧ _ خلکو ته د ژوند روانولو دپاره دې د اوږدې مودې بلاسود قرضې ورکړې شي د بجلى ګيس او اوبوبلونه دې معاف کړى شي.
٨ _ د خلکو د تباه شوو کورونو نيوى شوو ځمکو، باغونو، دکانونو او نور شوو تاوانونو ادائګي دې حکومت وکړي.
٩ _ د دهشتګردانو نه علاوه په روانه جګړه چې څومره خلک شهيدان شوي دي او يا زخميان شوي دي هغوى ټول دې رجسټر شي او معقوله معاوضه دې ورکړل شي.
١٠ _ د دهشتګردانو په خلاف په روانه کاروايي کښې د کورونو د ورانولو او ګرفتارۍ په سلسله کښې احتياط کول چې څوک په ناحقه تاواني نه شي.
١١ _ په دهشتګردۍ کښې ککړ سرکاري ملازمين دې برطرف او ګرفتاري کړى شي.
١٢ _ د سوات سره تعلق لرونکي طالب علمانو ته دې په پيشه وراو نورو تعليمي ادارو کښې معقوله کوټه مقرر شي.
١٣ _ خلکو ته دې د ژوند د بحاليدو پورې مفت طبى سهوليات ورکړي شي.
محترم وزير اعلى صيب : دا هغه اقدامت دې چې، په فوري او هنګامي بنيادونو کول ضروري دي. البته د سوات زراعت ، صنعت، سياحت او تجارت ته په تيرو نولسو کلونو کښې پرله پسې زيان رسيدلې دى. او خلک په اقتصادي توګه تباه شوي دې مونږ مطالبه کوو چې د دې تاوان دې پوره حساب وشي او د سوات د مکمل بحالۍ دپاره دې معقول پيکج ورکړي شي.
١٤ _ د سوات تباه حال سړکونو او وران سکولونو بحالئ ته خاصه پاملرنه وشي.
محترم وزير اعلى صيب!
په پايله کښې دا هم ضروري ګڼم چې د سوات دا نمائنده جرګه د دهشتګردو سره د نورو مذاکراتو سخت مخالفت کوي او دا خبرادرى هم ورکوي، چې په يو نوم يا بل نوم د دهشتګردو سره مذاکرات به په راتلونکي وخت کښې د لوې تباهۍ نه سوا هيڅ نتيجه نه ورکوي لهذا مونږ مطالبه کوو، چې د دوې سره نور هيڅ قسم مذاکرات ونشي بلکې په سختۍ سره دې دهشتګردۍ خاتمه وشي او د قانون حکمراني دې جوړه شي.