وړاندې کوونکى: مختار خان يوسفزى ( 28 نومبر 2009)
د ټولو نه وړاندې خو مونږ ستاسو ډېر مشکور يو چې تاسو د خپل ارزښتناک وختونو نه مونږ ته موقع راکړه، مونږ هيله لرو چې تاسو به زمونږ خواستونه په غور واورۍ او مونږ ته پيښ دا هر اړخېزو کشالونه د خلاصي په لړ کښې خپل مهم کردار ولوبوئ.
ښاغلي صدر صيب! تاسې به خپر يې چې د پښتونخوا وطن او په خاصه توګه د سوات اولس د ډېرى سختې په حال کښې دې او ترهګرو دوې يرغمال کړې دى ژوند يې دلته په ټپه ولاړ دى زمونږ کلى او ښارونه په کنډرو بدل کړې شوي دى زمونږ قومي او سياسي مشران او نور ډير باشعوره خلک وژل کيږي زمونږ حجرى، جماتونه او غم ښادۍ دودونه د ترهګرو په ضد باندې دي. هره ورځ خلک د پيسو دپاره تښتول کېږي، مکتبونه، روغتونونه، سړکونه او پولونه په بارودو الوزول کيږي د سوات په ټولو لويو لارو باندې ترهګر چيک پوسټونه جوړوي، چې د هغې له کبله د سوات امن پسنده، وطن پال مګر بې وسه اولس په خپلو کورونو کښې بنديوان شوې دي.
د تباه شوي سړکونو او مسلسل کرفيو ( بنديز) له کبله د سوات ميوۍ، سبزيانې او فصلونه په پټو او باغونو کښې وراسته شول او بل خوا ته زمونږ د علاقى صنعت، سيل ګرى ( سياحت) او تجارت د مخکې نه په پوره توګه ختم شوې دى، هغه لږ ډېر کمې پکې بې مقصده پوځې عملياتى ( اپريشن) او اوږد مهاله کرفيو، ړنده، بمباري او هوايي بريدونه پورا کړ، چې په نتيجه کښې زرګونه خلک د مرګ ښکار شول، په سلګونو بې ګناه خلک، سرکاري مامورين، په ډېره بى رحمۍ سره په د جاسوسى په تور حلال کړل شول د رياست واکمنى په پوره توګه ختمه ده او واکمنى په عملى توګه د ترهګرو په لاس کښې ده چې له امله يې هر څوک د ناامنى او د ځان، مال او عزت د شديد خطر سره مخامخ دي، ډېرى خلک د خپل کورونو په پرېښودلو مجبوره، او در په در او خاوې په سر شول، چې تر اوسه يې د پښتنې او مرستې څوک نشته.
نو ښاغلى صدر صيب!
د پورتنې ذکر شوى حالاتو په نتيجه کښې د سوات خلک پر دې خبره متفق او يوه خوله دې چې په سوات کښې روان پوځي عمليات په بشپړه توګه ناکامه او د ترهګرۍد ختميدو په ځاى د لا زياتوالى لامل ګرځېدلى دى نو ځکه مونږ په روان پوځې عملياتو باندې د پوره بى اطمينانۍ او بې باورۍ څرګندونه کوو، او يو منظمه ډرامه يې ګڼو.
ښاغلي صدر زردارى صيب!
د اور د بندونو نه تېر شوى او بې اندازۍ مصيبتونونه تير شوى اولس د دايمى خلاصي اود حقيقى او پاتې کېدونکى امن دپاره زمونږ وړانديزونه او غوښتنې دا دى چې:
١ _ په سوات کښې جارې پوځي عمليات دې په ټاکلې شوى نيټه کښې په موثره توګه وکړي او دا عمليات دې د بې ګناه اولس په ځاى خاص د ترهګرو پر خلاف بيخې په نښه او د هواى بمبارۍ پر ځاى دې ځمکنې عملياتو ته دې ترجيح ورکړى شي، چې دا عمليات د اولس دپاره باور او اطمينان وګرځي.
٢ _ مونږ دا ګڼو چې په سوات کښې د حقيقي امن دپاره دا لازمه ده چې هلته دې ژر تر ژره رياستي او حکومتي عملدارى قائمه کړى شي، او د قانون لوړتيا دې شي نه د دې دپاره دې د مټې نه سخره دره، شور، بيوچار درې په شمول دترهګرو مرکزونه او مشرانو پر ضد دې اغيزناک ګامونه واخستلې شي او د سوات ټولى لويې لارې دې د اولس د تګ راتګ دپاره خوندى کړى شي. او په دې لارو دې په مستقله توګه ګشت نظام قائم کړې شي .
٣ _ د سوات د اولس دپاره دا خبره ډېره د افسوس او حيرانيتا ده چې د زرګونو خلکو په قتل کښې د بمونو په چاودونو، ټارګټ کلنګ ، اولسي شتمنۍ تباه کولو کښې ککړ او د هغى ذمه وارى قبلولو باوجود دى د نامعلومو خلکو په خلاف مقدمې جوړيږي چې له کبله يې دا معلوم مجرمان نور هم حوصله مومي.
نو اوس مونږ دا غوښتنه کوو چې د دې معلومه مجرمانو په خلاف دې مقدمى وچلول شي.
٤ _ د سوات په مرکزي ښآر مينګوره کښې د لا زياتيدونکى قتلونو او د ترهګرى د پيښو دى په فورى توګه د خاتمې دپاره دى موثر ګامونه پورته کړى شي. او د اولس ژوند، مال او عزت ته دې تحفظ ورکړل شي.
٥ _ د ترهګرى او حکومتي پوځي عملياتو د کار روايى په وجه د سوات رنګ شوى ښارګوټى او کلو ته متاثره شوې اولس او هغه مشران د چا حجرى او کورونه چې برباد کړې شوې دي، د هغوى د بياودانۍ دپاره حکومت په موثره توګه د مالي مرستې اعلان وکړي، او د نورې تباهۍ نه د بچ کېدو دپاره دې د قامي او سياسي مشرانو ژوندونه محفوظ کولو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
٦ _ په سوات کښې د څو کلونو راهيسې دا روان منظمه ترهګرى په نيتجه کښې د هغې، انفراسټرکچر، تعليمي ادارى، د صحت مرکزونه، صنعت، کرکيله،تجارت او سيل ګرۍ ته په خرابه توګه زيان رسولى شوې دى نو د ى ادارو د بيا ودانۍ دپاره دې دروند مالي امداد وکړې شي او هم په دې لړ کښې د سوات د خلکو زرعي قرضې معاف کړې شي او د اولس د بيارغونى او بيا ودانى کارونو دپاره دې بغير سوده قرضې ورکړى شي. او د سوات د لوستونکو د تعليم جاري ساتلو دپاره دې د تعليمې مراعاتو اعلان وکړى شي.
٧ _ سوات کښې د ترهګرى ځاله او د هغى په وده کښې بنيادى کردار لوبونکى اف ايم سټيشن دې په فورى توګه بند کړې شي، په ترهګرى کښې شامل سرکاري ملازمان دې د نوکرونه وويستل شي او دوى دې د قانون ليچو ته حواله کړې، شي د ترهګرى په خلاف اپريشن کښې د کوزه بانډه په شان نور مرکزونه دې ختم کړى شي چې د ترهګرى مرکزونه بيا وده ونه مومي.
٨ _ په سوات کښې روان افسوسناک صورتحال په رڼا کښې يو ازاد او خودمختاره انکوائرى کميشن جوړ کړې شي چې دامعلومه شي سوات ته دا خارجى ترهګر څنګه راننوتل.
او دا چې مقامي د ترهګرو مرسته کوونکو ته د بږونو جوړولو د بارودو او جديدې وسلې د چلوو تربيت چا ورکړو او د دې له د بې اندازۍ دولت رسلو بندوبست چا وکړو.
د ترهګرو په لاس کښې د درنو اف ايم راډيو سټيشن څنګه او د چا په اجازه قائم شوې او څرنګه اوسه پورې کار کوي، او دا چې دې ترهګرو ته د جاسوسۍ دا جديد نظام چا ورکړو، او دا چې رياستې جاسوسي ادارې ولې په دې غلې پاتې شوي او حکومت د دې په وخت ولې تپوس ونه کړو، او د مجرمانو په ګوته کولو نه پس هم د هغوي په خلاف د اولس د قتل عام او د رياست خلاف د غدارۍ او بغاوت مقدمې ولې جوړې نه شوى چې د دې له يې سزا ورکول دې.
٩ _ د اولس د حفاظت او د پاتې کيدونکې امنيت دپاره دې د اولس تحفظ ادراې، پوليس، فرنټير کانسټبلري، او نورې دې مضبوطه او مستحکمې کړى شي او د امنيت د ساتنې دپاره دې د نورو صوبونه د اف سي پښتونخوا او په خاصه توګه سوات کښې تعينات کړې شي، او د دې په تنخواګانو او نورو مراعاتو کښې دې معقول زياتې راوستى شي.
مونږ يو ځل بيا د پښتونخوا صوبې او په خاصه توګه د سوات د اولس ستاسې ډېره مننه کووچې د خپلو مصروفو وختونو نه مو وخت راويست او مونږ له مو د خپلو مسلو د بيانولو موقع راکړه.
په ډېر احترام
د سوات قامې امن جرګه
٢٨ نومبر ٢٠٠٨
ايوان صدر اسلام آباد