27 جنوري 2008

سوات قامي امن جرګه د سوات په مرکز منګوره کښې په ٢٧ جنورى کال ٢٠٠٨ کښې جوړه شوه.

دا جرګه د کال ٨-٢٠٠٧ د سوات دخونړى روان صورتحال په تناظر کښې کيږي د دې جرګې ضرورت مونږ هغه وخت محسوس کړو  کله چې په سوات کښې بدامني ، لاقانونيت، دهماکې، مرګ ژوبله او ترهه ګرى په خپل انتها وو. د دې جرګې د جوړولو لپاره وړومبى غونډه په ٩دسمبر کال ٢٠٠٧ په پيښور کښې جوړه شوه چې په هغه کښې دې ذکر شوو مشرانو: حاجى شجاعت على خان، عبدالجبار خان، محمد على خان، مختار خان يوسفزى، ايوب خان اشاړى، اقبال خان د شموزو، انجنير فقير خان، جمال ناصر خان ضلعى ناظم، حاجى زاهد خان، خان نواب، لياقت على خان د جوختى، مظفر على خان، معمبر خان ايډوکيټ، شمشير على خان  ټکدارى ، ډاکتر خالد محمود، فضل الرححمن دخوازه خيله، حميد خان کوزه درشخيله ، ډاکټر شير محمد خان، حيات خان د شموزو، ډاکټر هدايت الله، نيروز پاچا د تيرات، خورشيد کاکاجى ، شاه روم خان، عطاالله خان، عمر على يوسفزى ، جاويد خان ، عبدالله، قيوم خان او ارباب مجيب الرحمن د کوربه په حيث شريک شو او شير شاه  خان، دوست محمد خان او نور  قامي مشران د خپل ځاني مشکلاتو له کبله وړومبى اجلاس ته حاضر نه شو.

د جرګى درنو برخه والو، هم په دې اجلاس کښې د  سوات قامي امن جرګه د جوړښت او دهغې په ايجنډا  اتفاق اوشو او دهغې لپاره يو کارنده کميټى جوړه شوه جې دغه کميټى به دجرګې د غړو لست جوړوي او انتظامات به کوي.

کميټى پرله پسې خپل اجلاسونه اوکړل، او دکار د اسانولو او سرته رسولو لپاره يې پنځويشت کيز کميشن په دې ذکر شوو مشرانو مختار خان يوسفزى، حاجى  شجاعت علي خان ، عبدالجبار خان، محمد على خان، اقبال خان د شموزو، شير شاه خان، انجينير فقير خان، دوست محمد خان، حاجى زاهد خان، لياقت على خان ايډوکيټ، شمشير على خان  ټيکدارى، خورشيد کاکاجى ، عظيم خان ايډوکيټ، ضيا الدين يوسفزى، شاه روم خان، جمال ناصر خان، ايوب خان اشاړى، نثار الملک ، خواجه خان، شاه عالم خان، عمر على يوسفزى  مظفر على خان، معمبر خان ايډوکيټ، حيات خان او اختر خان جوړ کړ.

کميشن د خپل پرله پسې اجلاسونو په نتيجه کښې د جرګې نيټه، وخت او مقام  فيصله کړل او دکاميابى لپاره يې دعوت نامه او د امن غږ په نامه يو پمپليټ هم تيار کړو، اود جرګې د برخه والو دخبرتيا لپاره يې پلان جوړ کړواو دا د نن جرګه هم د د غه ټول کار او زيار نتيجه ده.

د جرګې په غونډه کښې مشانو او برخه والو وينا ګانې او کړې او تجاويز يې وړاندې کړل، چې د هغې په رڼا کښې د سوات قامي امن جرګې درنو مشرانو او برخه والو دا لاندې اعلاميه په مکمل اتفاق منظوره کړه.

١  _   د سوات قامي امن جرګه په ډاګه اعلان کوي  چې د سوات خاوره د سوات د اوسيدونکو ده، د سوات خلک د امن او دقانون عملدارۍ طرفداران دي لهذا مونږ په خپله خاوره هيڅ قسمه لاقانونيت  ترهه ګري ، زورګيرى نه منو.

٢   _   دا جرګه او دسوات  خلک په يوه خوله د دې خبرى اظهار کوي چې دهشت ګردي ، فرقه واريت او زورګيرى  د حکمرانانو د اولس دښمنه او ملک دښمن پاليسو نتيجه ده، دا د حکمرانانو پالسي وه چې زمونږ په وطن کښې يې دهشت ګردۍ ، فرقه واريت، لاقانونيت او بد امنۍ ته وده  ورکړه، خارجي دهشت ګردان او د هغو وطنى اله کار يې په خلکو مسلط کړل، چې په نتيجه کښې  يې سمسور او ښايسته سوات تباه برباد شو، لهذا دا جرګه د سوات د تباهى او بربادى ذمه وار مرکزى او صوبائى حکومتونه او انټليجنس ايجنسيانې ګڼې.

٣    _   سوات قامي امن جرګه دا په ډاګه کوي چې په سوات کښې د خلکو د سرو مال او عزت تحفظ او د قانون عملدارى راوستل دحکومت ائينى، قانوني او اخلاقي ذمه وارى ده، لهذا  دا جرګه په کلکه غوښتنه کوي چې  حکمرانان دې د خپل تېر ګناهونو کفاره ادا کړي او زر تر زره دې د خلکو د  سرو مال او عزت و ناموس تحفظ يقينى کړى او په سوات کښې دې د قانون حکمراني جوړه او امن بحال کړي.

٤   _    دا جرګه د خپل خداى په حضور په خپل افغانى هوډ دا لوظ او تړون اعلانوي چې د ظلم او جبر د قوتونو په مخکې به خپل سر په هيڅ حالت نه ټيټوي او د زور ظلم په خلاف به خپله مبارزه جارى ساتي او دسوات په هر ګوټ کښې چې جبر او زرو ګيرى وه د هغې  به په شريکه مخ نيوى کوي او هيڅوک به ظالمانو ته يواځې نه پرېږدي او د مظلومانو ملاتړ به کوي.

٥      _        دا جرګه په ټولو خارجي ترهه ګرو غږ کوي چې زمونږ دخاورى نه دې ووځي. او مقامي خلکو ته اپيل کوي چې داسې عناصرو ته دې پخپله يا د يو چا په وينا پنا نه ورکوي، او مقامي جنګيالو ته اپيلکوي چې د زور او ټوپک مارى په ځايې دې صلح ايزه لار واخلي.

دا جرګه دا هم په ډاګه کوي چې که چرى خارجي ترهګران او د هغوى مقامي اله کار د خلکو د سرو مال او ناموس په خلاف خپله ناوړه سرګرمى جارى ساتي نو دا جرګه به د حکومت او د دغه عناصرو په خلاف جدو جهد کول حق بجانب ګڼي.

٦     _      دا جرګه د سوات  درنو دينى عالمانو او پيش امامانو ته اپيل کوي چې هغوى دې د منبر و  محراب او  نور ديني مراسمو په دوران کښې د ديني تعليماتو خيال اوساتي او په جوماتونه، مدرسې او جنازګاهونه نه  دې د ترهه ګرى او فرقه واريت او زور ګيرى ته د ودى ورکول  دپاره نه استعمالوي. او نه دې دغه مقدس ځايونه چا ته د دې قسم پر چارو  او سرګرمو لپاره  حواله کوي. او جوماتونو او مدرسو دې د سياسي مخالفينو خلاف استعمال بند کړي او دا شان دې د جوماتونو او دينى مدرسو تقدس بحال کړي.

٧   _    د سوات دا نماينده جرګه په روان اپريشن  کښې د بې ګناه خلکو په وژلو خوږولو او زيانولو او په لويو لارو د پاټکونو په ذريعه د خلکو د تنګولو په سخته غندنه کوي. او مطالبه کوي چې اپريشن دې د مجرمانو او ګناهګارو په خلاف فوکس او ټارګيټيډ شي. او د هوايي بمبارو په ځاى دې د دهشت ګردو او مجرمانو په خلاف ځمکني عمليات وشي. د اصل مجرمانو د ګرفتارولو او خپل  انجام ته د رسولو د پاره دې کوټلى اقدامت وشي.  او د اپريشن دعملياتو په دوران کښې دې د سوات د خلکو د ملي او کلتوري رواياتو خيال وساتلى شي.

٨   _    دا جرګه د سوات په موجوده غميزه کښې د هغه ټولو کورونو سره د مکمل ملاتړ او خواخوږۍ اظهار کوي د چا د کورونو افراد چې په شهادت رسيدلى دي، زخميان شوي دى او مالي تاوان يې ليدلى دى لهذا دا جرګه مطالبه کوي چې د شهيدانو  ، زخميانو او نورو متاثره کورونو ته دې درنې معاوضى ورکړى شي او د سوات د خلکو صنعت، زراعت، سياحت، تجارت او تعليم ته چې په تيرو اولسو کلونو کښې د سر کار د مجرمانه خاموشى او غفلت په سبب د دې عناصرو د لاسه کوم تاوانونه رسيدلى دى حکومت دې د سوات د دوباره بحالۍ په خاطر کم از کم دوه سوه اربه روپى پيکج  اعلان کړي او خلکو ته دې ريليف ورکړي.

٩ _    دا  جرګه په کلکه مطالبه کوي چې د سپريم کورټ يا هايى کورټ د هغه ججانو چې د PCO لاندې يې حلف نه وى پورته کړى په هغو باندې مشتمل يو انکوائرى کميشن تشکيل کړى چې د سوات د بربادۍ ذمه وار بې نقابه او بربنډ شي او دا هم معلومه کړي  چې سوات ته خارجى  دهشت ګرد څنګه راغلل او د هغوى مقامي اله کار وسله وال چا وروزل دوى ته بې پناه پيسي او درنۍ وسلې چا ورکړې؟ او کوم حکومتي اهلکارو په دې عمل مجرمانه خاموشي او غفلت اختيار کړه. لهذا د کميشن د لارۍ دې ذمه واران په ګوته کړې  شي او هغوى ته دې عبرتناکې سزاګانې ورکړې شي.

١٠    _      دا جرګه دا لوظ او عزم کوي چې د امن او سوکالۍ لپاره به سوات قامي امن جرګه خپله مبارزه جاري ساتي او د جرګو او جلسو د لارې به دا عمل د تپو او کلو ترحده  رسوي، او دخپل اولس د دفاع لپاره به ټول امکانات په کار راولي.

د جرګې برخه والو د سوات قامي امن جرګې د پريکړو د عملي کولو لپاره د کنونګ باډۍ منظورى ورکړه.