بسم الله الرحمان الرحيم
پښتونخوا غږ
چې به يې نوم د ايسپزو په غوږو واوريد
ګونه زيړه مغلانو کښې به دم نه وو
چې د تورې د تاريخ نه يې نوم ورک شو
وجه يې دا وه ايسپزو سره قلم نه وو
که څه هم خوشال بابا دا د پښتنو د يو مخصوص قبيلى په باره کښې وئيلى وو خو په حقيقت کښې د ټول پښتون قام حقيقت بيانوي.
د پښتون قام د زرګونو کالو د پرله پسې او پر افتخاره مبارزو تاريخ هم پښتنو پخپله ندى ليکلى بلکې د دوى د مخالفينو له خوا ليکل شوى دى چې په هيڅ صورت ترې د انصاف طمع نشې کېدى.
ملى مبارزه د قلم د مبارزى بغير نه صرف نيمګړى وى بلکې د قامې تحريک مختلفى برخى او سياسي فعالين د يو بل د فعاليتونو نه بې خبر وى بلکې اولس او قامي تحريک هم په پوره توګه رابطه نشې پيدا کولى.
د جهان ټولو انقلابى او ملى ازادى بخښونکو تحريکونو د خپل سياسي کار په دوران کښې هم زياته تکيه په خپل ترجمان اخبارونو او رسالو (مجلو) کوله او اکثر تحريکونه د دغه اخبارونو او رسالو په نوم ياديدل.
په شلمه صدى کښې د پښتون قامي تحريک په تنظيم او د اولس په بيدارى کښې د سياسي مبارزو مهمه برخه د هغه رسالو او اخبارونو وه چې باچا خان، کاکاجې صنوبر حسين مومند او د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى له خوا به ويشل کېدى.
د پاکستان جوړيدو وروستو د پښتون قامې تحريک سره سره هم دغه ملى مطبوعات په مختلفو پلمو د سياسي بنديزونو ښکار شو او دا شان يې د پښتون قامي تحريک د لاسه قلم وتروړلو چې په نتيجه کښې يې پښتون قامي تحريک د سياسي پلوه کمزورى کولو کوښښ اوشو بلکې د ادبې پلوه يې هم په ريښتونې پښتو ادب ګوزار وکړو. د ملک استعماري حکمرانانو پرله پسې کوښښ وکړو چې د سرکاري سرپرستې لاندې داسې اخبارونه، رسالې او حتى ټيلى ويژنونه تقويه کړى، چې د پښتو په نامه د پښتون قام، پښتون قامي تحريک او پښتو ژبى په مرۍ چاړه راکاږي.
استعماري حکمرانانو د پرنټ او اليکټرانيک ميډيا په ذريعه شپه او ورځ پدې کوښښ کښې دې چې پښتون قامې تحريک بدنام کړى او مايوسې جوړه کړې او اولس او سياسي کارکنان بې لارى کړي. پداسې حالاتو کښې يقينا د دې خبرى ډير سخت ضرورت دى چې پښتون قامې تحريک دې خپل موقف خپل اولس ته د پرنټ اواليکټرانيک ميډيا په ذريعه د رسولو کوښښ وکړي، چې دا پخپله ډير ګران کار دى البته چې څومره امکان ولرى او وسيلې په لاس راتلى شى د هغوى نه کار اخېستل پکار دى. پښتونخوا غږ پدى لار کښې يو کوښښ دى. په اغاز کښې به دغه کوښښ ډيرې نيمګړتياوى ولري. دغه اداره به په صحافتى او ادبي هلو ځلو کښې تجربه هم نلري، البته يو اغاز يې کړى دى او په دې لړ کښې د تجربۀ کارو ملګرو ملګرتيا ته اړتيا لري، خو که اراده قوي وي نو امکان شته چې دغه نيمګړتياوې د دوى د لارى خنډ نشي او په پرله پسې کوښښ به خپل معيارونه بهتر کړي.
په ډير درناوي
اداره پښتونخواغږ