دستــــــــــــــــور (ایین )

منل شوی لَخوا د بنسټ پینډې (کانګره) ۲۹ ، ۳۰ مارچ ۱۹۸۹ کوټه

او
ملي پينډې (کانګره) ۲۹. ۳۰، ۳۱ جولايي ۲۰۰۲ کوټه

پښتونخوا ملي عوامي (ګوند) پارټي دستور

 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند (پارټۍ) دَ ګران هیواد دَ اولس تر ټولو ړومبنی ګوند او دَ دوی دَ سیاسي اوډون (تنظیم) لوړترین  جوړښت دی، چي دَ هیواد دَ زیارکش، اولسواکۀ، پرمختیاپلوۀ  او هیوادپالۀ اولس دَ مخورو او بیدارو استازو دَ خپلې خوښې په یووالي او ملګرتیا باندي ولاړ دی، او دَ ګران هیواد او دَ هغه دَ زیارکش، اولسواکۀ، پرمختیا پلوۀ، او هیوادپاله اولس او دَ دوی دَ ښېګړو ساتنه او استازیتوب کوي.

زموږ ګوند چي دَ ريښتونو هیوادپالو یو ریښتونی  او ویسا اوډون  (تنظیم) دی او دَ ګران هیواد دَ ازادۍ، خپلواکۍ، پیاوړتیا، خونديتوب او دَ هغه دَ ریښتونو دولتي او هیوادي ښېګړو ساتنه کوي، نوځکه دَ خپلې رغاوڼې، ساینسي نړۍوال لید او هیواددوست خوی له امله دَ روڼ اندي او پرمختیاپال، نافرقه ګر، اولسواکه، ملي ازادۍ، ټولنیز انصاف او سولې او پرمختیا دَ نړۍوال غورځنګ یوه برخه دی؛ او خپلو کارکونکو ته دَ هیوادپالنې، انساني او اسلامي برابرۍ او انټرنیشنلزم دَ نه وېشل کېدونکې جذبې روزنه ورکوي.


لومړی څپرکی

۱ دَ ګوند نوم، مرکزي دفتر او جنډه
 ۱     دَ ګوند نوم، پښتونخوا ملي عوامي ګوند دی.
 ۲ دَ ګوند مرکزي دفتر په کوټه کښې او یا چرته چي مرکزي کمېټۍ وَغواړي هلته به  وي.
 ۳ دَ ګوند جنډه به وَبله پسې سور، سپین او زرغون رنګ  لري.  دَ درو واړو رنګونو    اوږدوالی پرله برابر دی. اوږروالی یې دَ برۀ دوه برابره دی. په سرۀ رنګ کښې یې دَ   ځوړندولو لپاره ځای شته او دَ سپین رنګ په منځ کښې یې پینځۀ کونجه ستوری   دی. سور رنګ دَ زیار او هلوځلو، سپین دَ سولې، او زرغون هغه یې دَ خوښالۍ    ښکارندوی دی. ستوری دَ مخکښۍ نخښه دی.
 ۴ دَ ګوند دَ مزدورانو، بزګرانو، زیارکشانواو نورو هیواپالو، اولسواکو ، روڼ اندو   او پرمختیاپلوؤ ډلو دَ ټولنیزو سازمانونو جنډه به همدغه دَ ګوند جنډه وي، چي په   منځ کښې به یې دَ هر سازمان دَ پېژندګلوۍ خپله نشان وي.

۲ دَ ګوند غړیتوب

I دَ ګوند غړیتوب لپاره لاندينۍ ګرې  (شرطونه) دي:
الف  دَ ګران هیواد اوسېدونکی دي وي،  هره ژبه چي وايي، او که څه هم له هیواده بهر استوګن  وي.
ب تر اتلسو کالو کم نۀ وي
ج دَ ګوند له موخو، ارمانو، مرام او دستور سره جوړ وي او دَ ترلاسه کولو کښې هلې ځلې وَ  کوي.
د دَ ګوند په کوزَني سازمان کښې وي او په هغه کښې پیاوړی کار کوي، دَ ګوند په پرېکړو کار  کوي او دَ هغه  وایه  (ډسپلن) مني
ر دَ غړیتوب شلاوڼ (چنده)  ورکوي
س دَ کومې بلې سیاسي ډلې غړی نه وي

II 
الف دَ ګوند غړیتوب غوښتونکي په ځاني یا ډلَیزه توګه دَ ګوند دَ اړوند لومړني سازمان  دَ نومول  شوي غړي یا غړیو په مخکښې په ګوند کښې خپل ګډون ډاګیزه کوي او دَ دغه غړي یا غړيو  له منلو  پسته دَ ګوند غړي جوړیږي.
ب هر ګوندي غړی دَ اړوند لومړني ګوندي سازمان په لارښونه دَ سیاسي زدکړې او روزنې تر  ړومبني پړاو تېریږي. په دغه ړومبني پړاو کښې، هغوی  دَ رایې ورکولو، ټاکلو او ټاکل  کېدلو  حق نۀ لري. پرته له دغه دَ دوی او دَ نورو غړیو حقونه او دندې برابرې وي. دوی دَ  ګوند په  غونډو کښې سلا ورکولای شي.
ج دَ هر ګوندي غړي دَ ړومبنۍ روزنیز پړاو څخه په بریالیتوب راوتلو پرېکړه دَ اړوند لومړني  ګوندي سازمان غړیو په غونډه کښې له منلو وروسته او تر هغه لوَړې ګوندي کمېټې له پخلي  وروسته کیږي. بیا نو دوی دَ رایې ورکولو، ټاکلو او ټاکل کېدلو حق هم لري. که دغسي وَ نۀ  شي، نو دَ دوی روزنیزه پړاو روان اوسي. مګر مرکزي کمېټه  واک لري چي یو کس یا کسان له  روزنیز پړاو څخه پرَته (مثتثنی) وَ بولي.
د دَ ګوند دَ غړیتوب مهال له هغې نېټې پیلیږي په کومه ورځ چي دَ اړوند سازمان نومول شوي  غړي یا غړیو دَ غه غړیتوب وَ منلؤ.

III  ګوندي غړیوته  دَ غړیتوب پاڼې ورکول او وېشل به دَ مرکزي کمېټې یا دَ هغې ګوندي ادارې  په غاړه وي چي مرکزي کمېټې په دغه اړوند جوړه کړې وي.

۳ دَ ګوندي غړي حقونه او دندې

I دَ هر ګوندي غړي دنده ده چي دَ ګوند تګلاره وَ مني او ورکړ شوې دندې په ښه توګه پوره کي.  دَګوند  لوی مرام او روان سیاست  (دَ سټراټیجي او تاکتیکي تګلارې) او پرېکړې دي خورې  کي او دَ هغو دَ پوره کولو لپاره دي هلې ځلې وَ کوي او دَ اولس دَ چوپړ لپاره دي هر وخت  چمتو اوسي.
 II په نورو او په ځان نیوکې کولو لاره دي خپله کي او تېروتنې او نیګړتیاوې دي تل دَ بنسټیزو  نیوکو په مرسته ورَکې کي.
III دَ ګوند هر غړی حق لري چي دَ اړوندو ادارو په ناستو کښې په ټولو چارو باندي بشپړه وراسه  (بحث) وَکوي او په یوۀ عهده دار باندي رغنده نیوکې وَکوي، او دَ ګوند تر ټولو لوړې ادارې  پوري خپل وړاندیزونه او رایې وروَ رسوي.  له هغو ګوندي غړیو پرته چي تر روزننیز پړاو  تېریږي، نور ټول غړي حق لري چي دَ ګوند په چوڼ (انتخاباتو) کښې برخه واخلي.
IV دَ ګوند په ناستو او خپرنیو (مطبوعات) کښې تر هغه مهاله پوري دَ ګوند په سیاست او  کارواییو دَ ستونزو  دَ هواري په اړوند دَ کاري ګډون او خپل وړاندیز وړاندي کولو حق لري ترڅو چي دَ نومَوړې ستونزې په اړه دَ ګوند اړوند سازمان او ادارو پرېکړه نۀ وي کړې.
V هغه غړي ،چي دَ ګوند په مرام او دستور باندي ولاړ وي، مګر موخې ته دَ رسېدلو په کاري  تګلارو باندي دَ ګوند له پرېکړو سره جوړ نۀ وي، باید لاندینیو ټکیو ته پام وَ کوي:
الف دوی دَ ګوند اړوندو ادارو په ناستو کښې دَ اختلاف حق لري. مګر دَ دغه کار لپاره دوی له  چاپ او اولسي غونډو څخه کار نۀ شي اخیستلای. او نۀ هم په يوۀ یوۀ کس باندي دَ خپلې  رايې دَ منلو لپاره لاره هوارولای شي.
ب په ګوند کښې دَ ډېري په خوښه (رایه) چي کومې پرېکړې کیږي هغه به منل کیږي. مګر دوی دَ  اړوندو  ادارو په ناستو کښې دَ دغو پرېکړو دَ اړولو هڅه کولای شي.

۴ دَ ګوند سازماني اصول
I دَ ګوند سازماني بنسټ اولسواک مرکزیت  (Democratic Centralism) دی، چي لاندینۍ  برخې لري:
الف دَ ګوند دَ هرې کچې مخورې ادارې په اولسواکه توګه ټاکلې کیږي.
ب دَ ګوند دَ هرې کچې مخورې ادارې په ټاکلي وخت کښې دَ اړوند سازمان په جرګه یا دَ ټولو  غړیو په غونډه کښې لوړو مخورو ادارو ته دَ خپل کار په اړه رپوټ ورکوي.
ج ورسره ټول ګوند تر سریښتې (نظم) لاندي راوستل دَ ګوند دَ پایښت او پرمختیا لپاره اړین  دي. نو ځکه دَ ډسپلن له  دغه لوړې سټې څخه کار اخیستل کیږي: کس سازمان ته ورځي.  لږکی ډېري ته ورځي. دَ لاندي کچې سازمان او اداره دَ لوړې کچې دَ سازمان اوادارې ته ورځي  او ټول ګوند په مرکزي کمېټۍ او مرکزي کمېټۍ په ملي جرګې (قومي کونسل) او ملي جرګه   ملي پېنډې  ته  ورځي.

II دَ پښتونخوا ملي عوامي ګوند سازماني جوړښت په لانديني ډول دی:
الف پښتونخوا ملي عوامي ګوند (پاکستان)
ب پښتونخوا ملي عوامي ګوند جنوبي پښتونخوا (بلوچستان)
ج پښتونخوا ملي عوامي ګوند شمالي پښتونخوا (این. ډبلیو. ایف. پي)
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبه سندهـ
ر پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبه پنجاب
س پښتونخوا ملي عوامي ګوند یورپ (یو. کې)
ش په همدې توګه په هره ضلع، سیمه، او لومړنی یوی خپل خپل نومونه لري

III دَ ګوندي غړیتوب بنسټ او ګوندي یاویو (یونټونو) بریدونه دَ هیواد دَ انتظامي وېش، او  استوګنې او کار دَ ځایونو له سټو(اصولو) سره سم جوړیږي. دَ بېلګې په توګه، په یوې  کارخانې کښې لومړنی ګوندي سازمان دَ ګوند دَ غړیو دَ کار له اوېجې سره سم جوړیږي. او بیا  دغه لومړنی ګوندي سازمان دَ هیواد دَ انتطامي وېش سره سم په سیمه ایز، ضلعي او  صوبايي ګوندي  سازمان  کښې ځایول کیږي.

VI هر ګوندي سازماني یاوی (یونټ) تر هغو سازماني یاویو لوړ یو سازمان دی چي دَ دۀ برخې  وي.


الف دَ ډله ایزې مخکښۍ اصول، دَ ګوند دَ لارښؤونې هغه لوړ اصول دی چي دَ ګوند ټول  سازمانونه او مخورې اداره یې هرومرو مني.
ب دَ ډل ایزې مخکښۍ سټې (اصول)، دَ ګوندي غړي دَ خپل کار تر سره کولو ځاني دنده نه  کموي.

 

دویم څپرکی

دَ ګوند اوډون (تنظیم) او لارښودې ادارې
I دَ ټول ګوند لوړترینه مخَوره اداره ګوندي ملي پینډې (کانګرس) او دَ هغه لَخوا ټاکل شوې  ملي جرګه، او دَ ملي جرګې لَخوا ټاکل شوې مرکزي کمېټۍ دي.
II دَ صوبايي ګوندي سازمانونو مخَوره ادارې صوبايي ګوندي جرګه یا دَ  صوبايي ګونددَ عامو  غړیو غونډه او دَ هغو لَخوا ټاکل شوې صوبايي جرګه (صوبايي کونسل) او دَ صوبايي جرګې  لَخوا ټاکل شوې صوبايي کمېټۍ.
III دَ ضلعې او سیمې ګوندي سازمان او لومړني ګوندي سازمان مخَورې ادارې دَ اړوند کچې  ګوندي جرګې یا دَ عامو غړیو غونډې دي.
IV ملي جرګه دَ خپلې مرکزي کمېټۍ او ملي ایګزیکټیو جرګې چوڼ (انتخاب) کوي
V صوبايي جرګه، دَ صوبايي ګوندي کمېټۍ او صوبايي ایګزیکټیو جرګې چوڼ (انتخاب) کوي
VI دَ ضلعې او سیمې ګوندي جرګه یا دَ عامو غړیو غونډه دَ اړونده ګوندي کمېټۍ او اړونده ګوندي ایګزیکټیو جرګې چوڼ (انتخاب) کوي
VII دَ لومړني ګوندي سازمان دَ عامو غړیو غونډه دَ خپلې اړوندې ګوندي کمېټۍ او ایګزیکټیو جرګې چوڼ کوي
VIII دَ ګوند یو پارلیماني بورډ او یوه پارلیماني ډله شته.
IX ګوند یو انتخابي کمیشن لري.


درېیم څپرکی

I دَ مرکزي سازمان مخَورې ادارې  او دَ هغو واکونه او دندې:

ملي پینډه  (کانګرس)
الف دَ پارټۍ پنډه کم تر کمه په درو کلو کښې یو ځل رابلله کیږي. په ځانګړو اکرونو کښې دَ مرکزي کمېټې له پرېکړې سره سم تر وخت له مخه رابلله کېدلای شي او یا هم ځنډوله کېدلای هم شي.
ب دَ هغه ګوندي غړي چي دَ سیاسي زدګړې او روزنې تر لومړي پړاو په بریالیتوب تېر شوي وي، دَ دوی ټولو له درو څخه دوه برخې ډېری غړي ځانګړې پېنډه (کانګره) راغوښتلای شي.
ج دَ پېنډې رابلنه او دَ هغې اجنډا پکارده چي تر ټاکلې نیټې کم تر کمه درې میاشتې لَمخه ډاګیزه شي. دَ پېنډې جوړېدا دَ ټول ګوند دَ رایې ورکونکي غړیو لَخوا دَ ټاکل شویوکم تر کمه دَ نیمايي استازو په شتَوالي کښې سمه ګڼله کیږي.
د پېنډه دَ ملي جرګې رپوټ اوري، او په هغې باندي له ورسې (بحث) کولو وروسته پرېکړه کوي.
ر پېنډه دَ ګوند په مرام او دستور کښې دَ ترمیم او بدلون کولو روایښت  لري.
س پېنډه دَ ګوند ګانده (اینده) لار لیکه ټاکي.
ش پېنډه دَ نوې ملي جرګې دَ غړیو شمېر ټاکي او دَ هغو چوڼ (انتخاب) کوي.
ص په پېنډه کښې دَ ملي جرګې له چوڼ څخه وروسته ، چټک دَ ملي جرګې غونډه کیږي چي په هغې کښې دَ مرکزي کمېټې او ملي ایګزیکټیو کونسل چوڼ ترسره کیږي.
ض دَ ملي جرګې سروال (چیرمین) په ملي جرګې کښې دَ نورو لسو غړیو چوڼ هم کولای شي. دَ ملي ایګزیکټیو کونسل سروال دَ جرګې سروال هم وي.

II ملي جرګه
الف دَ دوؤ پېنډو  تر میان وخت کښې ملي جرګه (قومي کونسل) دَ ګوند ترټولو هسکه اداره وي.
ب ملي جرګه دَ پېنډې دَ رابلنې پرېکړه کوي، دَ رايې ورکونکو غړیو په پرتلنه (تناسب) دَ پلاویؤ دَ شمېر او دَ هغو دَ چوڼ ډول او دَ بېلابېلو صوبايي سازمانو دَ استازیتوب  ډاګیزوي.
ج ملي جرګه دَ ګوند په مرام، برنامې او دستور کښې ترمیم، بدلون او ړنګولو (تنسیخ) روایښت لري، چي دَ ملي جرګې په دودیزه بشپړه  غونډ یا ځانګړې بشپړه   غونډه کښې دَ سوب (حاضرو) غړیو په درو کښې دوه ډېري یې کوي.
ملي جرګه دغه واک مرکزي کمېټې ته ورکولای شي او هغه ترمیم، تبدیلي، یا ړنګونه (تنسیخ) به دَ جرګې په ګانده غونډې کښې پخلي (توثیق) ته وړاندي کړ شي. بل دا، دغه ترمیم، بدلون یا ړنګونه به دَ ملي جرګې لَخوا پخلي یا ړنګونې پوري دَ کار کولو جوګه وي.
س دَ ملي جرګې پکار ده چي په کال کښې کم ترکمه یوه غونډه وَ شي، چي دَ سروال (چیرمېن) لَخوا به رابلله کیږي. پردې سربېره، دَ مرکزي کمېټې دَ ډېري په رايو یا دَ ملي جرګې دَ غړیو په پینځو کښې یوې برخې (1/5)، یا له یوې صوبې څخه دَ ملي جرګې دَ ټولو غړیو په لیکلې غوښتنه، سروال یا جنرل سېکرټر په یوه میاشت کښې دننه دَ پینځلسو ورځو په نوټس رابللای شي، او اجنډا به یې هم له نوټس سره یوځای دَ ملي جرګې غړیو ته ور لېږله کیږي.
ش دَ ملي جرګې دَ بشپړه غونډې کورم دَ غهده دارانو په ګډون، دَ ټولو غړیو په څلورو کښې یوه برخه (1/4)  وي.
ملي جرګه دَ سوبو (حاضرو) غړیو په ساده ډېري خپل غړي له غړیتوب څخه لري کولای شي.
خو دَ عهده دارنو یا غړیو دَ دغه ډول ایستلو لپاره دَ دودیزې یا ځانګړې بشپړه غونډې کورم  دَ غړیو له درو څخه دوه برخه (2/3)  وي. ځانګړې بشپړه غونډه دَ جرګې په درو کښې یوه برخه (1/3) په لیکلې غوښتنه په دوؤ میاشتو کښې دننه او دَ یوې میاشتې په نوټس رابلله کیږي. دَ ملي جرګې ساده ډېری دغسي خوځښت (تحریک) راوستلای شي.
ض ملي جرګه دَ کښته کمکیو کمېټو ګومارنه کوي او واکونه  یې ټاکي.
ط ملي جرګه دَ ګوند چوڼ (انتخابات) او دَ خپلو کښتنیو ادارو لپاره لارې او لیکې جوړولای شي.
ظ ملي جرګه دَ ګوند دَ موخو او ارمانو دَ پوره کولو لپاره دَ ګوند دَ اوډون، او نظم او دَ ورځنیو کارونو په اړوند ټول واکونه کارولای شي.
ک ملي جرګه دَ ټولو اسمبلیو، سېنټ، او نورو ادارو دَ چوڼ لپاره دَ هلو ځلو دَ څارنې او خپراوي (پروپېګنډه) دنده په غاړه لري.
ګ پارلیماني ډله دَ ملي جرګې تر لارښؤونه لاندي کار کوي.
ل دَ کلنۍ بودیجې دَ رپوټ، حساب کتاب او دَ هغه دَ رپوټ دَ تیاري او منلو ته دَ وړاندي کولو کار هم ورپه غاړه دی.

III مرکزي کمېټۍ
الف مرکزي کمېټۍ، دَ ملي جرګې دَ غونډو په میانه وخت کښې دَ ملي جرګې لَخوا دَ ګوندي غړیو دَ ټولو چارو څارنه کوي او وَ ملي جرګې ته ځواب وايي.
ب دَ مرکزي کمېټۍ دَ غړیو شمېر دَ ملي جرګې لَخوا ټاکلی کیږي، چي پکښې دَ ملي ایګزیکټیو کونسل غړي او صوبايي صدر او سیکرټر دَ خپلې عهدې له امله وي.
ج دَ مرکزي کمېټۍ دودیزې بښپړې غونډې کورم دَ کمېټۍ دَ غړیو نیمی وي.
د وخت نا وخته، مرکزي کمېټۍ په خپله دَ خپلو غړیو شمېر، په هغه کښې دَ صوبايي استازو ګومارنه او په مرکزي کمېټۍ کښې دَ نویو غړیو اچول، دَ سوبو (حاضرو) غړیو دَ ډېري په رایه کولای شي، چي دَ پخلي لپاره به دَ ملي جرګې په ګاندۀ (اینده) غونډې کښې وړاندي کړ شي.
ر کم تر کمه په درې میاشتې کښې به دَ مرکزي کمېټۍ یوه غونډه کیږي، چي ورله دَ اوؤ ورځو نوټس او دَ اجنډا ډاګیزول اړین دي. مګر ځانګړې غونډه دَ اته څلوېشتو ګنټو په نوټس رابلله کېدلای شي، چي دَ پرېکړو پخلی به یې دَ مرکزي کمېټۍ په دودیزې بشپړې غونډې کښې اړین وي.
ز دَ مرکزي کمېټۍ دَ ګردو غړیو په څلورو کښې یوه (1/4)  ځانګړې غونډه رابللای شي، خو په دغه ګره (شرط) چي دَ هغې خبر، چي دَ غونډې دَ رابللو موخه هم پکښې لیکل شوې وي، جنرل سیکرټر ته کم ترکمه پینځلس ورځې لَمخه ورکړ شي.
س مرکزي کمېټۍ دَ ګوند ترټولو هسکینه انتظامي  اداره ده
ش مرکزي کمېټۍ دَ ګوند او دَ هغه دَ بېلابېلو ټولنیزو سازمانو دَ ټولو سیاسي او سازماني چارو لارښؤونه کوي.
ص مرکزي کمېټۍ دَ خپلو غړیو په درؤ کښې دوؤ برخه غړیو په ډېري خپل غړي دَ کمېټۍ له غړیتوبه لرې کولای شي.
ط مرکزي کمېټۍ له شپږم څپرکي سره سم تادیبي کاروايي کوي.
ظ مرکزي کمېټۍ دَ ټولنیزو سازمانو دَ چارو او کارونو لارښؤونه کوي
ع مرکزي کمېټۍ دَ مرکزي ورځپاڼو، رسالو او مجلو مدیران ګوماري
غ مرکزي کمېټۍ دَ ګوند دَ مالي شتَمنیو څارنه او خسمانه کوي.
ک مرکزي کمېټۍ له نورو ګوندونو او سیاسي سازمانو سره دَ اړېکیو په جوړولو کښي دَ ګوند لارښؤونه کوي
ګ مرکزي کمېټۍ هغه دندې هم ترسره کي چي ملي جرګه یا نورې هسکینې (اعلی) ادارې یې په غاړه وراچوي.
ل مرکزي کمېټۍ یوه ستونزه دَ ګوند مخې ته وړاندي کولای شي
م مرکزي کمېټۍ دَ پېنډو (ګانګرسونو) په میانه وخت کښې دَ ګوندي سیاست په درنو ستونزو باندي دَ ورسې (بحث) او پرېکړو لپاره  ټول ګوندي جرګه رابللای شي. کمټۍ به دَ دغسي جرګې بڼه پخپله ډاګیزه کوي.

IV ملي ایګزیکټیو کونسل
 I قومي ایګزیکټیو کونسل لانديیني عهده داران لري:
الف -  چیرمین (سروال): (یو)، ب – ډپټي چیرمېن (مرستیا سروال): (دوه)، ج – جنرل سیکرټر (یو)، د – ګوندي سیکرټر (درې) یا تر دغه زیات ، که ملي جرګه یې وَ غواړي، ر –  دَ خپراوي سیکرټر (یو)، ز – دَ مالیاتو سیرکټر (یو)
ملي جرګه دَ قومي ایګزیکټیو کونسل دَ چوڼ په مهال دَ مرستیالو سروالانو مشرتوب (سینیاریټي) ډاګیزه کوي، او هم دَ سیکرټرانو مشرتوب (سینیاریټي) ډاګیزه کوي.
iii دَ ملي ایګزیکټیو کونسل دَ عهده دارانو وخت درې کاله وي. مګر دَ ملي جرګې دَ غوڅې (قرارداد) په بنسټ کله هم یو عهده دار لرې کېدلای شي.
iv دَ سیاسي زدکړې او روزنې له لومړي پړاو څخه تېر سوي ګوندي غړي پرته دَ ګوند هر غړی دَ قومي ایګزیکټیو کونسل غړی جوړېدلای شي، مګر په دې ګره (شرط) چي هغه دَ ملي جرګې غړی وي.
v ګوندي عهده دار که په یوه سرکاري چوکۍ وَ ګومارل شي نو هغه به پخپله له ګوندي عهدې څخه لرې شوی وَ ګڼل شي.

یو عهده دار پرله پسې دوه ځله په یوې عهدې باندي له ټاکل کېدلو وروسته  درېیم ځل بیا دَ همدغې عهدې لپاره په چوڼ کښې دَ ونډې اخیستلو جوګه به نۀ وي. مګر ملي جرګه به دغه واک لري چي دَ یوې عهدې لپاره دَ درېیم ځل یا تر دې هم زیات دَ ګردو غړیو په درو کښې دَ دوؤ (2/3) په ډېري په چوڼ کښې دَ ونډې اخیستلو اجازه ورکي.
vii قومي ایګزیکټیو کونسل  وَ مرکزي کمېټۍته ځواب وايي، دَ ګوند روانې چارې سموي او لارښوونه یې کوي. دَ ګوند دَ هسکینو مخَورو ادار دَ پرېکړو کاري بڼه اولارلیکه ډاګیزه کوي او دَ هغو په کار اچول څاري.

V دَ قومي ایګزیکټیو کونسل دَ عهده دارانو واکونه او دندې:
i دَ ګوند سروال (چیرمېن)
الف دَ ګوند سروال، دَ ګوند لارښود دی. هغه دَ ګوند چارې څاري او سمبالوي یې. دَ هغه دنده ده چي ګوند په سمه او اوډلې توګه کار وَ کوي.
ب ملي جرګه، دَ مرکزي کمېټۍ او قومي ایګزیکټیو کونسل غونډې رابولي، دَ هغه لپاره نېټه،  ځای او مهال ډاګیزه کوي او دَ هغو دَ مشرۍ دندې ترسره کوي.
ج په بېړنیو اکرونو (حالات) کښې سروال له اړتیا سره سم لګښتونه کولای شي. که کوم لګښت په کلنۍ بودیجې کښې نۀ وي یا مرکزي کمېټۍ اجازه نۀ وي ورکړې، دَ هغو اجازه به وروسته اړینه وي.

II دَ ګوند مرستیال سروال
الف که سروال ناسوب (غیرحاضر) وي، نو مشر مرستیال سروال، او که هغه هم ناسوب وي نو مرستیال سروال به دَ ځای ناستي سروال په توګه دندې درسره کوي. او که چیري مرستیال سروال هم نۀ وي، نو مرکزي کمېټۍ به دَ ځای ناستي سروال ګومارنه کوي، چي پخلی به یې دَ مرکزي کمېټۍ په راتلونکې غونډې کښې اړین وي. ځای ناستی سروال به همهغه واکونه لري چي سروال یې لري.

III جنرل سیکرټر
الف جنرل سیکرټر به دَ ګوندچلونکی (انتظامي) مشر وي
ب دَ مرکزي دفتر دَ کار څارنه، دَ دفتر ټول ریکارډ، دَ دوسیو او کاغزونو سمه سریښته او خسمانه او  ګردې دفتري چارې په غاړه اخلي.
ج ملي جرګه به دَ مرکزي کمېټۍ او قومي ایګزیکټیو کونسل دَ بشپړې غونډې  یادښتونه لیکي او په ګانده (اینده) غونډو کښې به خامخا دَ منلو لپاره وړاندي کوي.
د کلنی رپوټ به ټیاروي.
ر په ملي او نړۍوال سیاسي اکر به بشپړ رپوټ چمتو کوي.
س دَ سروال په لارښؤونه، ملي جرګه دَ مرکزي کمېټۍ او قومي انګزیکټیو کونسل ټولیزه غونډه رابولي. دَ ځانګړو بشپړو غونډو لپاره په دستور کښې دَ ټاکل شویو اکرونو (شرایطو) له پوره کولو وروسته دَ جنرل سیکرټر له منلو پرته هم دَ اړوند ادارې ځانګړې بښپړه غونډه رابللای شي.
ش په ټول هیواد کښې په سیخه لاره دَ ګوند دَ بوتللو لپاره تابیا (منصوبه) چمتو کوي او بیا یې دَ منلو لپاره وَ مرکزي کمېټۍ ته وړاندي کوي.
ص څومره شلاوڼ چي راټول شي، هغه وَ مالیات سیکرټر ورکوي.
ض دَ ګوندي کارونو لپاره دَ ګوندي پیسو دَ راتللو او لګښتونو حساب کتاب دَ مرکزي کمېټۍ په غونډه کښې منلو ته وړاندي کوي.
ط په بېړني اکر (حالت) کښې جنرل سیکرټر دَ اړتیا وړ لګښتونو کولو واک لري، کوم هغه چي په کلنۍ بودیجې کښې نۀ وي او یا یې مرکزي کمېټۍ اجازه نۀ وي ورکړې. دَ دغسي لګښتونو اجازه وروسته اړینه وي.

IV دَ ګوند سیکرټر
الف که  جنرل سیکرټر ناسوب (غیرحاضر) وي نو مشر ګوندي سیکرټر او که هغه هم ناسوب وي نو دؤیم ګوندي سیکرټر به دَ ګوند ځای ناستی جنرل سیکرټر وي او دی  ټول هغه واکونه لري چي یو جنرل سیکرټر یې لري.
ب دَ ګوند سیکرټر په ټولو کارونو کښې  دَ جنر سیکرټر مرسته کوي.
ج دَ ګوند سیکرټر هغه ټول چارې ترسره کوي چي هغه ته یې مرکزي کمېټۍ، قومي ایګزیکټیو کونسل، سروال یا جنرل سیکرټر ورکوي.

V دَ مالیاتو سیکرټر
الف مالیات سیکرټر دَ مرکزي کمېټۍ په لارښؤونه دَ ګوند شلاوڼ په یوۀ بنک یا کوم بل ځای ږدي، بل دَ سروال یا جنرل سیکرټر په لارښؤونه دَ مرکزي کمېټۍ له بودیجې سره سم لګښت ګاروي.
ب که پیسې په بنک کښې پرتې وي، نو دَ لګښت لپاره  یې دَ سروال یا جنرل سیکرټر په لاسلیک راباسي.
ج دَ سروال یا جنرل سیکرټر له لارښؤونې سره سم دَ ګوند دَ شتَمنیو او لګښتونو شمېر ساتي. دَ پیسو برابرولو لپاره بېلابېل وړاندیزونه کوي او بیا یې په کار اچوي.

VI دَ خپراوي سیکرټر
دَ خپراوي سیکرټر دَ ګوند دَ ویاند په توګه،  دَ ګونددَ موخو او ارمانو، دَ ګوند دَ ملي جرګې، مرکزي کمېټۍ او قومي ایګزیکټیو کونسل دَ پرېکړو، غوڅو او بیانونو دَ خپراوي کار پخپله غاړه لري.

VII مرکزي پارلیماني بورډ او دَ هغه واکونه
(۱)
الف دَ ګوند به یو پارلیماني بورډ وي چي دَ غړیو شمېر به یې اؤوه (۷) وي.
ب مرکزي کمېټۍ به له خپل چوڼ وروسته په درې میاشتو کښې دننه پارلیماني بورډ ټاکي.
ج سروال، مشر سروال او جنر سیکرټر به دَ خپلو عهدو په مټ دَ پارلیماني بورډ غړي وي.
د دَ بورډ کورم به په څلورو غړیو ولاړ وي.
ر بورډ دَ مرکزي، صوبايي یا دستور جوړَونکې اسمبلۍ او سېنټ لپاره دَ ګوند غړي نوموي.
ز دَ بورډ دَ پرېکړو په چپه (خلاف) مرکزي ازګزیکټیو کونسل ته اپیل کېدلای شي.
س دَ پارلیماني بورډ کوم غړی دَ اسمبلۍ یا سېنټ یوې چوکۍ ته ولاړ وي ، نو وَ هغه ته دَ ټیکټ ورکولو پرېکړه مرکزي ایګزیکټیو کونسل کوي. که ولاړ کس دَ مرکزي ایګزیکټیو کونسل غړی هم وي،نوبیا هغه  دَ مرکزي ایګزیکټیو کونسل په هغې ناستې کښې کښېناستلای نۀ شي په کومې کښې چي دَ دۀ دَ نومونې په غوښتنه باندي وراسه  (بحث) کیږي.
ش بورډ به دَ پارلیماني چارو څارنه کوي او که ګوند په ځايي چوڼ یا دَ نورو ادارو په چوڼ (انتخابات) کښې دَ برخې اخیستلو پریکړه وَ کوي، نو هم به یې پارلیماني بورډ څارنه کوي.
ص بورډ دَ ګوند دَ ټیکټ لپاره له امیدوارانو څخه دَ ګوند دَ مرام، برنامې ، دستور، او پرېکړو دَ منلو لوړه اخلي، او که چیري یو ټاکل شوی غړی دَ ګوند له مرام، برنامې او دستور او پرېکړو څخه سرغړونه وَ کوي نو هغه به دَ ګوند له غړیتوبه او په اسمبلۍ کښې دَ ګوند دَ استازیتوب  له حق څخه بې برخې کوي.
ض پارلیماني بورډ به خپلې پرېکړې دَ چوڼ لپاره دَ کاغزونو تر اچولو کم تر کمه درې میاشتې لَمخه ډاګیزه کوي. په ځانګړي اَکر (حالت) کښې پارلیماني بورډ په دغه وخت کښې بدلون کولای شي.
ط دَ بورډ دَ غونډې لپاره نوټس کم ترکمه پینځلس ورځې لَمخه له ځاي، نیټې ، وخت او هغه کار چي وراسه (بحث) به ورباندي کیږي، ورکول اړین دي. مګر دَ ځانګړې غونډې لپاره دَ درېیو ورځو نوټس هم ورکولای شي.
ع دَ ترڅ چوڼ (ضمني انتخابات) لپاره به هم پاسنۍ دَ کار لارلیکه وَ کارول شي.
غ پارلیماني بورډ چي کوم امیدوار وَ نوموي، په ټول ګوند دَ هغه ملاتړ ټَپ (لازم) دی.

VIII پارلیماني ګوند
الف کوم غړي چي دَ یوې اسمبلۍ یا سېنټ لپاره دَ ګوند په ټیکټ په چوڼ کښې بریالي شوي وي او یا که دَ یوې اسمبلۍ یا سېنټ کوم غړی وروسته ګوند ته راګډ شي، نو په نومَوړې اسمبلۍ یا سینټ کښې دننه به پارلیماني ګوند جوړ کي او خپل مشر او نور عهده دارن به وَ ټاکي. مګر دَ پارلیماني پارټۍ دَ مشر دَ ټاکنې پخلی له مرکزي کمېټۍ څخه اخیستل اړین دي.
ب پارلیماني پارټۍ دَ خپلو ټولو کارونو ځواب وَ مرکزي کمېټۍ او مرکزي بورډ ته وايي.

(۲) دَ ګوند صوبايي سازمان
I دَ ګوند صوبايي غونډه یا دَ ټولو عامو غړیو ناسته په درېیو کلونو کښې یو ځل رابلله کیږي. صوبايي جرګه (صوبايي کونسل)  دغه ناسته رابولي. او په ځانګړي اَکر (حالت) کښې تر ټاکلي وخت لَمخه رابلله کېدلای شي او یا ځنډول کېدلای هم شي. په هره بڼه کښې دَ مرکزي کمېټۍ لَخوا یې پخلی اړین دی.
II صوبايي جرګه، په صوبايي ناسته (کانفرنس) کښې دَ استازیو شمېر، دَ هغوی دَ چوڼ لاره او لیکه او په ناسته کښې دَ کوزنیو سازمانو استازیتوب  جوتوي، چي دَ مرکزي کمېټۍ پخلی ورته اړین دی.
III صوبايي غونډه دَ صوبايي جرګې دَ غړیو شمېر جوتوي او بیا یې چوڼ کوي.
IV دَ صوبايي جرګې دَ صوبايي ایګزیکټیو کونسل به لاندیني عهده داران لري، چي صوبايي جرګه به یې چوڼ کوي:
الف مشر /صدر/:  (یو)
ب مرستیال مشر (دوه)
ج صوبايي لومړی سیکرټر (یو)
د صوبايي مرستیا سیکرټر (دوه یا تر دوؤ زیات که صوبايي جرګه وَ غواړي)
ر صوبايي جرګه دَ صوبايي ګوندي کمېټۍ دَ غړیو شمېر ټاکي او دَ هغو چوڼ کوي، چي دَ صوبايي ایګزیکټیو کونسل غړي به  دَ خپلې عهدې په مټ پکښې وي.
V په کال کښې، دَ صوبايي جرګې کم تر کمه دوه او دَ صوبايي ګوندي کمېټۍ کم تر کمه درې ټولیزې غونډې به کیږي. پردغه سربېره، دَ صوبايي جرګې یا صوبايي کمېټۍ دَ غړیو له څلورو څخه دَ یوې برخې (1/4) په لیکلې غوښتنې به دَ صوبايي جرګې غونډه په پینځلو ورځو کښې او دَ صوبايي کمېټۍ غونډی به په اوؤ ورځو کښې رابلله کیږي.
VI  دَ صوبايي جرګې دَ خصوصي غونډې کورم به دَ غړیو له څلورو څخه یوۀ برخه  (1/4) وي.
VII دَ صوبايي کمېټۍ لپاره به کورم  دَ غړیو  (1/4)  وي.
VIII صوبايي جرګه دَ خپلو سوبو (حاضرو) غړیو په ساده ډېري له خپلو غړیو څخه غړیتوب اخیستلا ی شي.
 مګر دَ عهده دارانو او صوبايي کمېټۍ دَ غړیو دَ لرې کولو لپاره دَ دودیزې  یا ځانګړې غونډه کورم دَ ټولو غړیو دوه  په درې کښې (2/3)  وي.
 ځانګړې ناسته به کم ترکمه په درېیو کښې دَ یوې برخې غړیو (1/3) په یوې میاشتې کښې دننه دننه دَ یوې اؤنۍ په نوټس راغوښتل کیږي. دَ صوبايي جرګې سوب (حاضر) غړي  په ساده ډېري غسي خوڅښت مني.
 صوبايي مشر او صوبايي لومړی سیکرټر همهغه دندې او واکونه لري کوم چي مرکزي سروال او مرکزي جنرل سیکریټر لري.

(۳) په ضلع کښې دَ ګوند سازمان
I دَ ضلعې ګوندي کانفرنس یا دَ عامو غړیو غونډه په دوؤ کلو کښې یوه ځل رابلل کیږي. دَ ضلعې ګوندي کمېټۍ دغه کانفرنس یا غونډه رابولي. په ځانګړي اکر (حالت) کښې نوموړې کمېټۍ یې په ټاکلي وخت رابللای شي او یا یې بل وخت ته ځنډولای شي. په هر ډول چي وي دَ جوختې بالا لارښودې ادارې پخلی ورته اړین دی.
II دَ ضلعې ګوندي کمېټۍ په غونډه کښې دَ استازیو شمېر، دَ چوڼ لارلیکه او په غونډه کښې دَ کوزو سازمانو استازیتوب ډاټاکي. خو دَ ورجوختې بالا مخورې ادارې لَخوا یې پخلی اړین دی.
III ضلعي ګوندي غونډه دَ ضلعې دَ ګوندي کمېټۍ دَ غړیو شمېر په ډاګه کوي او چوڼ یې کوي. او په همدې توګه دَ ضلعې دَ ایګزیکټیو کونسل چوڼ هم کوي.
IV دَ ضلعي ګوندي کمېټۍ  په یوې میاشتې کښې کمترکمه یوه غونډه کیږي. پردې سربېره، دَ ¼ غړیو په لیکلې غوښتنې به په اوؤ ورځو کښې ځانګړې غونډه رابلل کیږي. دَ کمېټۍ دَ ټولیزې  (عمومي) غونډې کورم به ¼ وي.
V دَ ضلعي ګوندي کمېټۍ به یو ایګزیکټیو کونسل وي، چي لانديني غړي به لري:
الف ضلعٍ ګوندي سیکرټر (یو)،  ب: ضلعي مرستیال ګوندي سیکرټر (دوه یا تر دوؤ زیات که دَ ضلعې ګوند یې وَغواړي.

۴ سیمه ایز ګوندي اوډون
I دَ ګوند دَ هرې کچې سیمه ایزه (علاقايي) ګوندي غونډه یا دَ عامو غړیو غونډه په دوؤ کلو کښې رابلل کیږي. دَ اړوندې کچې سیمه ایزه ګوندي کمېټۍ دغه غونډه رابولي. په ځانګړي اکر کښې نوموړې کمېټۍ دغه غونډه تر ټاکلي وخت لَمخه رابللی شي او یا بل وخت ته ځنډولی شي. په هر ډول دَ ورجوختې بالا مخَورې ادارې لَخوا یې پخلی اړین دی.
II اړونده ګوندي کمېټۍ په غونډې کښې دَ استازیو شمېر او دَ چوڼ لارلیکه او په غونډه کښې دَ کوزو سازمانواستازیتوب ډاګیزوي، چي دَ ورجوختې بالا مخَورې ادارې لَخوا یې پخلی اړین دی.
III دَ هرې کچې سیمه ایز ګوندي کانفرنس یا دَ عامو غړیو غونډه دَ اړونده نوې ګوندي کمېټۍ دَ غړیو شمېر ډاګیزوي او دَ هغو چوڼ کوي. په همدغه توګه دَ اړوند نوي ایګزیکټیو کونسل دَ عهده دارانو چوڼ هم کوي.
IV دَ هرې کچې سیمه ایز ګوندي ایګزیکټیو کونسل به  لاندیني غړي وَ لري:
الف ګوندي سیکرټر (یو) ب، مرستیال  ګوندي سیکرټر، یو یا تر یوۀ زیات که کمېټۍ یې وَ غواړي.
V دَ هرې کچې سیمه ایزه ګوندي کمېټۍ به په یوه میاشت کښې کم تر کمه یوه غونډه کوي.
 له دې پرته، دَ کمېټۍ دَ ¼ غړیو په لیکلې غوښتنه په یو اونۍ کښې دننه به غونډه رابلل کیږي، چي کورم به یې دَ کمېټۍ له  ¼ غړیو څخه جوړ وي.

۵ لومړنی ګوندي سازمان
I په دودیزه توګه په هر هغه کلي، چم، کارخانې، کان او نورو صنعتي ادارو یا نورو ادارو او ځایونو کښې چي دَ ګوند دَ غړیو شمېر کم تر کمه لس وي، نو دَ ګوند څانګې به جوړیږي، چي لومړني ګوندي سازمانونه به ورته ویل کیږي.
II که په یوۀ کلي، کارخانې، ادارې یا په دغسي نورو ځایونو کښې دَ ګوندي غړیو شمېر کم وي نو هغوی به واک  وَ لري چي دَ ډېري په خوښه دَ یوۀ بل نژدې کلي، کارخانې، ادارې یا نورو ځایونو په لومړني ګوندي سازمان کښې ګډون وَ کوي.
III دَ یوۀ لومړني ګوندي سازمان دَ جوړولو لپاره به دَ اړونده بالا سیمه ایزې کمېټۍ یا که اړینه وه، نو دَ ضلعي، صوبايي ان دَ مرکزي کمېټۍ لَخوا پخلی به اړین وي.
IV لومړني ګوندي سازمانونه دَ ګوند بنسټ دي، چي له کارځایونو او استوګنځایونو سره سم جوړول کیږي.
V په یوې کارخانې یا ادارې  او نورو ځایونو کښې یوازي یو لومړنی ګوندي سازمان جوړېدلای شي، چي دَ په اړوند ادارې کښې کارکونکي ټول ګوندي غړي به پکښې ګډون لري. هغه لومړني ګوندي سازمان چي دَ  استوګنځای له اړتیاوؤ سره سم جوړ کړ شوي وي، دَ ګوند هغه ټول غړي به ګډون پکښې وَ لري چي په اړوندۀ کلي، بانډې یا کوڅې کښې اوسي او دَ کارخانې یا ادارې په لومړني سازمان کښې ګډون نۀ لري.
VI 
الف دَ لومړني ګوندي سازمان مخَوره اداره دَ ګوندي غړیو ټولیزه (عامه) غونډه ده.
ب که دَ یوۀ لومړني ګوندي سازمان غړي تر ۲۵ کم وي نو دَ لومړني ګوندي سازمان عامو غړيو غونډه دَ ګوند روانو چارو دَ سریښتې (نظم) لپاره له خپله منځه دَ اړوند سازمان دَ یوۀ ګوندي سیکرټر او یوۀ مرستیال سیکرټر چوڼ کوي، او که یې شمېر تر ۲۵ زیات ؤ نو له یوۀ سیکرټر او یوۀ مرستیال سیکرټر سره سره دَ یوې ګوندي کمېټۍ چوڼ هم کوي. غونډه دَ دغې کمېټۍ دَ غړیو شمېر هم پخپله ډاګیزوي.
ج په  لومړني ګوندي سازمان کښې په کال کښې یوه ځل چوڼ کیږي.
د دَ لومړنی ګوندي سازمان په میاشت کښې کم ترکمه یوځل ټولیزه (عامه) غونډه کیږي.
ر لومړنی ګوندي سازمان په سیمه یا اداره کښې همهغه  واکونه او دندې لري چي نورسیمه ایز سازمانونه یې لري. مګر لومړنی ګوندي سازمان دَ غړی جوړولو واک له لري.

(۶) 
I صوبايي جرګه، صوبايي، ضلعي او نورې سیمه ایزې کمېټۍ به دَ ګوندي کارونو دَ ودې او دَ ګوند بالا مخَورو ادارو وَ پرېکړو ته تر خپلو واکونو پوري دَ کاري بڼې ورکولو چاره په خپله غاړه وَ لري.
II دَ هرې کچې ګوندي عهده داران  تر خپله واکه پوري دَ ګوندبالا مځَورو ادرو وَ پرېکړو ته دَ کاري بڼې ورکولو ډولونه او تګلاره ډاګیزوي او کړۀ وړۀ یې سمبالوي. دَ ګوندي روانو چارو سریښته لارښؤونه کوي.
III په کومه صوبه، ضلع یا سیمه کښې که لومړنی سازمان یا کوم بل لاندينی سازمان نۀ وي، نو اړونده ګوندي کمېټۍ به دَ غړی جوړونې کار په غاړه لري.
VI دَ صوبې، ضلعې او دَ بلې هرې کچې سیمه ایزه کمېټۍ به په درېیو میاشتو کښې کم ترکمه یو ځل تر ځان پورته نیژدې ترینې مخَورې ادارې ته  دَ ګړدو سیاسي، اقتصادي یا ګوندي حالاتو رپوټ وړاندي کوي.
V صوبايي کمېټۍ پخپله دَ سوبو(حاضرو) غړیودَ ډېري په خوښه (رایه) وخت ناوخته خپل شمېر، بیا په هغۀ کښې  ضلعي استازیتوب او په همدغه کمېټۍ کښې دَ نویو غړیو ګډون او په صوبايي جرګه کښې دَ نویو غړیو ګډون ډاګیزولای شي.
VI ضلعي کمېټۍ پخپله دَ سوبو (حاضرو) غړیو دَ ډېري په خوښه ( رایه) وخته ناوخته خپل شمېر، بیا په هغه کښې دَ لاندینیو سازمانو استازیتوب او په همدغه کمېټۍ کښې دَ نیو غړیو ګډون ډاګیزولای شي.
VII صوبايي، ضلعي او سیمه ایزې کمېټۍ خپل خپل غړي دَ ټولو غړیو په درو کښې دوۀ (2/3) ډېري په خوښه لۀ غړیتوب څخه هیسته کولای شي.


څلورم څپرکی
تادیبي کاروايي
I دَ کوند مرام او دستور او دَ ګوند دَ مخَورو ادارو له پرېکړو څخه دَ سرغړونو، ګډوډیو او دَ ګوندي کارونو او دندو وَ سر ته نۀ رسولو له امله دَ لومړنیو ګوندي سازمانونو، ګوندي کمېټیو او مخَورو ادارو له لوري دَ ګوندي غړیو په چپه (خلاف) لاندينۍ تادیبي کاروايۍ کېدلای شي:
الف -  (پوهونه)،  ب –  (سخته پوهَونه)، ج –  (کوزونه)، مانا له ګوندي عهدې څخه هیسته کول، دَجرګې یا کمېټۍ له غړیتوب څخه ایستل یا دَ سیاسي زدکړې او روزنې وَ لومړنۍ کچې ته کوزول،   د –  (ایستنه).
II 
الف ملي جرګه او دَ مرکزي کمېټۍ غړي دَ خپلو غړیو په چپه (خلاف) دَ تادیبي کاروایۍ واک لري.
ب مرکزي کمېټۍ دَ خپلو غړیو، دَ ملي جرګې دَ غړیو، لاندینیو سازمانو او دَ هغو دَ غړیو او عهده دارانو او دَ ګوند دَ یوۀ غړي په چپه (خلاف) تادیبي کاروايي کولای شي.
ج صوبايي جرګه او صوبايي، ضلعي او سیمه ایزی کمېټۍ دَ خپلو غړیو او عهده دارنو او دَ خپلو لاندينیو سازمانو دَ ګوندي کمېټیو دَ غړیو او عهده دارانو دَ خپل اړوند ګوندي سازمان دَ یوۀ ګوندي غړي په چپه تادیبي کاروايي کولای شي.
د لومړنی ګوندي سازمان دَ خپلو غړیو او دَ خپلې کمېټۍ دَ غړیو او عهده دارانو په چپه تادیبي کاروايي کولای شي.
III 
الف دَ ملي جرګې، مرکزي کمېټۍ، صوبايي جرګې، صوبايي، ضلعي او سیمه ایزو کمېټیو دَ غړیو او عهده دارانو په چپه به تادیبي کاروايي دَ اړوندې جرګې یا کمېټۍ دَ سوبو (حاضرو) غړیو دَ ډېري په خوښه کیږي.
 مګر دَ کوزونې (تنزلي) او له ګوند څخه دَ ایستیې پرېکړه به دَ اړونده جرګې یا کمېټۍ دَ سوبو (حاضرو) غړیو په درو کښې دوه (۲/۳) ډېري په خوښه کیږي.
ب لومړنی ګوندي سازمان  دَ خپلو غړیو په چپه تادیبي کاروايي په خپلې ټولیزې (عمومي) غونډې کښې دَ سوبو (حاضر) غړیو دَ ډېري په خوښه کوي. مګر دَ کوزونې او له ګوند څخه دَ ایستنې پرېکړه دَ لومړني ګوندي سازمان دَ ټولیزې غونډې دَ سوبو غړیو دَ دوۀ په درې کښې ډېري په خوښه کیږي. وروسته یې دَ ور نیژدې بالا سیمه ایزې کمېټۍ لَخوا پخلی اړین دی.
IV‍ دَ ګوند سروال (چیرمېن)، صوبايي مشر (صدر) او دَ بلې هرې کچې سیکرټر دَ سختې اړتیا په مهال دَ اړوند کچې دَ سازمان دَ جرګې یا کمېټۍ دَ غړیو او عهده دارانو، دَ خپلو لاندینیو سازمانو او دَ هغو دَ کمېټیو دَ غړیو او عهده دارانو او دَ اړوندې کچې دَ سازمان دَ غړیو په چپه تادیبي کاروايي کولای شي، چي وروسته به یې  په راتلونکو غونډو کښې دَ ګوند سروال (چیرمېن) له مرکزي کمېټۍ څخه، صوبايي مشر له صوبايي کمېټۍ څخه او یو ګوندي سیکرټر به یې له اړونده ګوندي کمېټۍ څخه پخلی اخلي.
 که یو لومړنی ګوندي سازمان ګوندي کمېټۍ نۀ لري نو دَ اړوند ګوندي سازمان سیکرټر به یې پخلی دَ اړوند سازمان له ټولیزې غونډې څخه اخلي.

الف دَ یوۀ ګوندي سازمان لَخوا دَ شوې تادیبي کاروایۍ په چپه لومړنی اپیل به وَ نیژدې بالاګوندي کمېټۍ ته، او دَ همدغه اپیل پرېکړې په چپه به دویم اپیل وَ نیژدې بالا ګوندي سازمان  کمېټۍ ته کیږي، دَ دغه دویم اپیل په چپه به بل کوم اپیل نۀ شي کېدلای.
ب دَ یوې تادیبي کاروایۍ دَ اپیل په هکله دَ مرکزي کمېټۍ لَخوا دَ شوې پرېکړې په چپه بل کوم اپیل نۀ شي کېدلای.
ج دَ یوۀ سیکرټر یا مشر (صدر) لَخوا چي دَ تادیبي کاروایۍ پخلی شوی وي دَ هغه په چپه یوازي نیژدې ترین بالاګوندي سازمان کمېټۍ ته اپیل کېدلای شي. دَ دغې تادیبي کاروایۍ دَ نۀ پخلي په چپه هم یوازي یو اپیل وَ نیژدې ترین ګوندي سازمان کمېټۍ ته کېدلای شي.
د دَ سروال (چیرمین) لَخوا دَ تادیبي کاروایۍ دَ پخلي یا نۀ پخلي به په مرکزي کمېټۍ کښې هیڅ اپیل نۀ شي کېدلای.
ر اپیل دَ تادیبي کاروایۍ یا دَ هغې دَ پخلي په دوؤ میاښتو کښې دننه کېدلای شي. دَ لومړني ګوندي سازمان ټولیزه غونډه یا یوه کمېټۍ دَ پخلي پرېکړه دَ ټولیزې غونډې دَ سوبو (حاضرو) غړیو دَ ډېري په خوښه کوي.
ز هره کمېټۍ په اپیل باندي په خپلې ټولیزې غونډې کښې دَ سوبو غړیو دَ ډېري په خوښه پرېکړه کوي.

VI هغه غړی چي تر سیاسي زدکړې او روزنې تېریږي کله چي پرته له کومې ريښتوني سوبه پرله پسې شپږ ځله او نور غړي پرله پسې درې ځله دَ ګوند په غونډو کښې ګډون وَ نۀ کي نو اړوندۀ ګوندي سازمان یا اړونده ګوندي کمېټۍ ته پکار ده چي دَ هغه په دغه کار په راتلونکې غونډه کښې وَ ږغیږي او دَ هغه په هکله له ګوند څخه دَ ایستنې په ګډون هره پریکړی چي وي، وَ یې کوي.
VII که یو ګوندي غړی دَ یوۀ لامل په بنسټ دَ ګوند له غړیتوب څخه استعفا وَ کي نو هغه ته پکار ده چي خپله استعفا وَ اړوند ګوندي سازمان ته په لیکلې بڼه وړاندي کي او خپله ګوندي پاڼه (کارډ) دَ لومړني ګوندي سازمان وَ سیکرټر ته وسپاري.
 که دَ ګوند دغه غړي دَ ګوند له دستور یا سریښتې (ډسپلن) څخه سرغړونه کړې وي یا دَ تادیبي کاروایۍ وړ کوم کار یې کړی وي نو په دغسي اکر کښې ګوندي سازمان دَ هغه استعفا نامنلې بللای شي او دَ هغه دَ ایستلو پرېکړه کولای شي.

دَ ګوندي غړي له ګوند څخه دَ استعفا په هکله دَ لومړني ګوندي سازمان دَ ټولیزې غونډې دَ پرېکړې پخلی به سیمه ایزه، ضلعي او په پای کښې صوبايي ګوندي کمېټۍ یا دَ ګوند هغه اداره کوي چي دَ مرکزي کمېټۍ لَخوا په دغه اړوند جوړه کړ شوې وي.


پینځم څپرکی

(۱) چوڼ کمیشن
I ملي جرګه دَ ګوندي چوڼ لپاره یو چوڼ کمیشن  ټاکي چي دَ مرکزي او صوبايي ګوندي چوڼ څارنه کوي. دَ دغه کمیشن به پینځه غړي وي.

چوڼ کمیشن دَ ګوند له ملي پېنډې (کانګرس) څخه دَ چوڼ دَ تګلارې منظوري اخلي او له هغې سره سم دَ ملي جرګې، مرکزي کمېټۍ او مرکزي ایګزیکټیو کونسل چوڼ کوي. په همدغه توګه له صوبايي جرګې څخه دَ چوڼ دَ تګلارې منظوري اخلي او دَ صوبايي جرګې او صوبايي ایګزیکټیو کونسل چوڼ کوي. صوبايي جرګه ضلعې او نورو ضلعي ادارو دَ لپاره انتخابي کمیشن ګوماري چي له پاسنۍ تګلارې سره سم دَ خپلو کوزنیو ادارو چوڼ کوي. دَ ملي چوڼ کمیشن او صوبايي چوڼ کمیشن دَ پرېکړو په چپه به اپیل مرکزي کمېټۍ ته کیږي، او دَ ضلعې او نورو کوزنیو ادارو دَ چوڼ کمیشن دَ پرېکړو په چپه اپیل به وَ صوبايي کمېټۍ ته کیږي.

(۲)   ټولنیز سازمانونه
I ګوند به دَ مزدورانو، بزګرانو، کسانانو او نور زیارکښانو، اولسواکو روڼ اندو او شاګردانو، اولسواکه مېرمنو، اولسواکو سوداګرو او دَ هر ډول هیواد پالو اولسواکو ځواکونو ټولنیز سازمانونه جوړوي.
II  په دغسي سازمانو کښې ګډون لرونکي ګوندي غړي به دَ ډله ایزکار په مټ  دَ خپل ګوند تګلاره پهَ اغېزناکه  توګه  سر ته  رسولو لپاره هلې ځلې کوي.
III دغسي ډلې به دَ ځايي ګوند په اوډون او سریښتې کښې دننه وي.


۳ دَ ګوند مالي چارې
دَ ګوند لګښتونه دَ ګوند دَ  چاپَونو او خپرونو له پلورنې او دَ ګوندي غړیو او نورو هیوادپالو او السواکۍ پلَؤ کسانو دَ شلاوڼ (چندې) په مټ پوره کول کیږي.