اياز خان: ګرانو د يوې ګينټې په ټاک شو کښې داسې ممکنه نه ده چې پاکستان او بالخصوص پښتنو ته کومې کشالې ورپيښې دې په هغې تفصيلى خبرې وکړو ولې موږ به کوشش کوو چې موږ پرې د ښاغلې محمود خان اڅکزى نظر واورو چې هغوى دى کشالو ته په څه نظر ګوري او د دې کشالو حل څه ښايي.
د پروګرام په سر کښې چې د کومو کشالو ذکر موږ وکړو چې دغه ملک او خصوصا پښتانه دغه کشالو سره مخ دى ايا تاسو دې سره اتفاق لرې چې ټول ملک کاو خصوصا ټول پښتون قام د تاريخ د يو غټ امتحان او ازمېښت او خراب ترين وخت نه تيريږي او که اتفاق کوي نو بيا پښتون قام له په دې حالاتو کښې څه پکار دى؟.
محمود خان اڅکزى: د ټولو نه مخکې ځه ستاسو ښه مننه جې اى وي ټي نيوز موږ ته دا موقع راکړه خبره داده چې ډېر خطرناک حالات دې دې کښې دا سي څوک نشته چې اتفاق ورسره نه کوي خپله پاکستان زموږ ملک د خپل تاريخ تر ډير خطرناک ترين بځران سره مخ دې اوس که څوک ځان نه پوهوى نو نه دى پوهوي ، په پاکستان کښې د ١٤ اګست نه واخلې تر ننه پورې چې کوم بحرانونه راغلى دا د ټولو نه شديد او خطرناک بحران دى خداى مه کړه دا به يا پاکستان جوړوي او يا به يې ډوبوي نو په دې پکار ده يعنې چې بالکل موږ په دې پوهيږو چې خلک به خفه شي خو د انسانانو مفادات مقدم او مقدس دى بيا بالخصوص زمونږ پښتونخوا وطن د سرو وينو سره مخ دى په افغانستان کښې د ديرشو کالو راهيسي جنګ وائى د دې اخرې پړاو دې دى په دې حالاتو کښې توکل پکار دى پاکه او رښتيا خبره پکار ده د پښتونخوا وطن متعلق زما رايه دا ده هر څوک چې دا کار کولى شي فورى دستى اوس په لږ لنډو ورځو کښې موږ بل کار کولى شو که نه شو کولى د پښتونخوا وطن ټول سياسي خلک هغه خلک چې د دى وطن په غم ځان غمجن بولى هغه خلک چې دا وطن د دې سرو وينو د بربادى نه خلاصول غواړي هغه خلک چې غواړي چې دا سرى وينى يو رنګ وې چې موږ دا وايو دا کار ځه کولاى شم په کار دا ده چې موږ د سياسي د
مفاداتو د تغير سره د منځنى پښتونخوا په ښاغلى پياوړي مشران يي کوي پکار دا ده چې موږ دا د پښتونخوا وطن خلک په دې خبره کښينو او يو جرګه وکړو او په هغې کښې د ټولو ملګرو مشرانو نه رايي واخلو او بيا توکل وکړو په هغه لار روان شو چې په هغې کښې د دې وطن او د دې پښتونخوا وطن د بچ کيدو امکانات وي دا څوک کوې ځه يې تجويز دى دا اوس پکار دى نورى دستي.
اياز خان: بخښنه غواړم تاسو د خلکو تجويز کوى تاسو پخپله هم يو غټ ليډر يې تاسو پخپله هم د پښتنو رهبر او مشر يي.
محمود خان: که موږ ته يو څوک خوشبختانه دا وايي چې داسئ وکړئ موږ به يې وکړو، راشئ چې سره کښينو پاکستان ډير پراخ ملک دى پښتونخوا وطن خپله ډير پراخ وطن دى چې کوم ځاى باندې متفق شو راشئ هلته سره کښينو، سياسي، اختلافات دى وې ته جماعت اسلامې يي زنده باد، ته جمعيت العلما اسلام يې ته فلانه پارټې يې يا فلانى پارټى يي ته د باجوړ سيال پښتون يې که د جنوبي وزيرستان يي که نن موږ فوري سره کښينه نو نو دا وطن يعنې پښتانه وايې د قام ناتار په قام راګرځى. زموږ وطن ته پيښه ده، ځه تا ته ګوته نيسم ته ما ته ګوته نيسي ځه يې په تااړوم ته يې ما اړوې که دا د بربادى لاره ده مجموعي طور که موږ د پاکستان خبره کوو موږ د پاکستان جرنيلانو ته وايو د پاکستان سياسيانو ته وايو چې مهربانى وکړئ دا ٦١ کاله چې دا ملک څۀ رنګ تاسو چلوو نتيجه يې دا شوه اوس دا ملک بچ کول غواړئ د بچاوولو صرف يوه لاره ده رښتيا او تش رښتيا، رښتيا دا ده چې په دې ملک کښې زموږ دپنجاب فوځى او سول بيوروکراسي حتى جيوډيشري (عدليه) دا ملک نه پريښودو چې چې يو جمهوري ملک جوړ شي هغه ورځ اى پي سي (APC) وه مونږ ته پکې چايي راکولى بيا يې کورودان موږ ته يې پکې ډوډى راکړه هغه پليټونه ما راواخېست په شا يې ليکلى وو ميډ ان بنګله ديش يعنى د بنګال موږ سره دغه نښه راپاتې ده هاغه زموږ د مل خلک وو.
اياز خان: تاسو وايي چې موږ يوځاى کښينو يو ګرينډ جرګه پکار ده خاص کر پښتنو له زموږ پښتونخوا وطن له به قومى سطح هم يوه جرګه وشوهAPC څنګه چې تاسو ذکر وکړو، د هغې څه پاليسي مخې ته راغله.
محمود خان: خبره دا ده چې لږ ګوزاره بۀ کوو چې حالات ډير نازک دى ځه د APC ډېرى خبرى نه کوم. ما وزير اعظم ته وويل چې څه هم دا خبره د دې جرګى سره سمون نه خوري ځه تا ته يوه خبره کوم خواست درته کوم که چېرى په پاکستان کښې داسې يوه اداره شته که چېرى په پاکستان کښې داسې يو فکر شته، چې د باجوړ نه نېولى د جنوبى وزير ستان پورې د پښتونخوا وطن د منځنى پښتنوخوا دا غړيالى اولس دا سيمه د ګوريلا جنګ له پاره بهترينه سيمه ده موږ په دا صفا کوو چې دې ته به د جهان خلک راولو او بيا به امريکا دغلته ګيروو که داسې يو فکر شته موږ په اعتماد کښې واخلئ موږ ته وواياست موږ پوه خو کړئ.
اياز خان: تاسو هغوى ته دا وائي چې موږ خبر کړئ تاسو پخپله يو غټ رهبر يئ پکار ده چې دا لوبه روانه يې چې تاسو دا رابرسيره کړئ.
محمود خان: نو بيا مې ورته وويل : ما ويل که داسې يو فکر شته موږ خبر کړئ دا خبره ما هلته نه ده کړى دلته يې کومه. دوى هم ډيره ناقصه خبره کوي No Mans Land په پاکستان کښې واحده سيمه منځنى پښتونخوا ده چې انچ انچ ځمکه يې تقسيم ده باجوړ کښې چې کوم اولسونه اوسي باجوړ د هغوى دى هر څوک چې هلته اوسيږي هغوى په دغه سيمه د نيکونو د وخت نه د زرګونو کالو راهيسي اوسي. يو يو لويشت ځمکه يې تقسيم ده مالک يې معلوم دى د ملک جګهرا يې نشته د مذهب جهګرايې نيشته دا ناببره زمونږ وطن دا اورولى واخېست او موږ دومره کمزورى خلک خو نه يو اياز خان ، د باجوړ سړى، د مومندو سړى د هنګو سړى زمونږ د وزيرستان پياوړي وزير محسود بيټني موږ دومره کمزورى خلک خو نه يو چې په کور کښې به خلک موږ وژني.
اياز: دا خو ډير د افسوس خبره ده، دا ډير د فکروړ خبره ده موږ چا دومره کمزورى کړو چې موږ خپل کلى کورونه هر څه پرېښوده.
محمود خان: خبره هم دا ده چې په دې څوک خفه کيږي که خوشاليږي موږ په ډاډ وايو چې بآجوړ د هاغه اولسونو دى چې پکې پراته دى هغه بۀ فيصله کوې هغه به باجوړ چلوى پوليټيکل ايجنټ به يې نه چلوي فوځيان به يې نه چلوي د اسلام اباد ناپوه بيوروکريټان به يې نه چلوى باجوړ د باجوړ اولس ته په حواله کړى که مسئلې حل نه شوى ځه يې ذمه وار يم جنوبي وزيرستان کښې وزير دى ، محسود دى بيټنې دى د وتاڼى دى، سليمان خيل دى، دا وړ دى ، غړيالى خلک دى يو يو انچ ځمکه يې تقسيم ده ډير پياوړى خلک دى خبره دا ده هغې کښې بله خبره ما دا کړې وه يعنې دا نه چې ځه ليونى يم، يا په دې نه پوهيږم چې په دې خلک خفه کيږي، يا ځه د غوښې جوړ نه يم چې خلک به فلانى کار وکړي خبره دا ده چې وخت د رښتيا راغلى د وطن د خلاصون لپاره څه خلک دى خفه شي د وطن د خلاصون لاره دا ده وزير اعظم ته ما دا خبره وکه لکه دا نه چې ځه په دې ملک باندى ګواهي کوم داسې شواهد شته چې د باجوړ نه نيولى تر د جنوبي وزيرستان پورې پردې خلک شته دلته په سلګونو دى په زرګونو دى. ما وويل چې فضل الرحمن چې لاړ شي جنوبي وزيرستان ته که . قاضي صيب لاړ شي ؟ که باجوړ ته اسفنديار لاړ شي ، که فلانى ځاى ته يو بل سياسي سړى لاړ شي فورا د انګريزانو نظام دومره زوره ور نظام دى فورا به يو سړى راشي چې فضل الرحمن چا کره راغلى وو هغه کور به ته به ووايي څنګه راغلى وو هغه به وايې چې ما کره ښادي وه فضل الرحمن زما د پارټى مشر دى هغه ما راغوښتې وو فورا به بيا پوښتنه کوي چې دى به کله ځى هغه به ويې دوه ورځى وروستو، اوس نو دا په زرګونو خلک زموږ مينځنى پښتونخوا ته چا راوسته؟ دا ټهيک ده د جنګ قوانين دى په يو ملک جهګړا ده، هغه انسانان دا حق لري چې په جنګې حالاتو کښې هر چېرته حتى د خلکو کورونو ته ورننوځي دى راغلو د هرى خوا چې راغلو تورې بورى نه راغلى که د يو بلى خوا راغلى که هر څه بيک ګراونډ لري. دى دومره مضبوط چا کړو. چې ما د خپله کلى څخه وباسي يعنى موږ دومره کمزورى خلک خو نه يو دا خارجى خلک که ميلمانه دى نو خداى دى يې راولى. يعنى ما دا سوال د وزير اعظم نه وکړو. ما ته يې جواب نه دې راکړى . په دې باندې چې زموږ د ملک د هر چا چې لاس پرى پراته دى د هر چا چې دى که دا لاس نه وى پرى پراته نن په وزير مسيد، بيټنى حتى تر باجوړ پورې زمونږ د منځنى پښتونخوا غړيالى اولس پراته دى هغوى ته وايه چى ځه پرې کار نه لرم دا به د سويانو په شان خلک په مخه کړې د سويانو په شان به يې په مخه کړې د غارو او د سمسو څخه به يې راوباسي دا هر قوت چې دا شې حمايه کوى دا هر څوک چې دى موږ ته وواي که دا د خير کار دى منځنى پښتونخوا اولسونه يې راغواړو ټوله پښتونخوا بۀ کښينو ټول پښتون قام بۀ کينو حتى د پاکستان د پارلمان خلک بۀ کښينو چې يره د امريکى سره د جګرى لپاره دا بهترينه لاره ده ، لا د يو چا سره موږ د جهان ليونى د جهان منظم خلک دجهان ګوريلا راولو په دې کښې جګړا کوو که دا فيصله ده نو موږ هم د رايى حق لرو، موږ دا حق لرو چې خلک زمونږ نه تپوس کوو په ګومه کښې مو ناحق خبره دى ځاى ته راورسوله هغه خلکو به وويل چې کله مې پيرزو شې په بمونو پيښوره
نن د پېښور په هره کوڅه کښې غريب انسانان مزدورکاره خلک به يو هوټل کښې د سينما مخې ته بمونه خلاصيمږي او نن بيا پکې دا نوى راوشوه چې هغه غريبان چې هلته په وطن کښې تنګ دى په کشمور يې بند کړى چې دلته مه راځئ وروه که دا فيصله ده.
اياز خان: دا خو دى ايشو ته هم راځو چې سند کراچې چې نو ګواير ياده.
محمود خان: موږ انسانان يو، موږ سياسي خلک يو، او ګوره يو خبره به ډير واضحه موږ کوو پښتانه موږ چا ته بد نه وايو د امو نه نېولى تر ابا سيند دا تاريخى افغان وطن دى. دا موږ ته چا په خيرات کښې نه دى راکړى، دا موږ ته چا په زکات کښې نه دى راکړى.په تفصيل کښې يې نه ځمه دلته موږ د چترال د غرونو نيولى بيا د سيوئى د ميدانونو پورې تقريبا يو لکو پنځوس زره مربع ميل پشتون په پنجاب کښې اټک ميانوالى NWFP ، چې ورته وايي دا بدبخته ټکړا چې غلط نوم يې پرې ايښودى . اوس که خير وى پښتونخوا به يې بولو، FATA چې نوم نه لري زموږ منځنې پښتونخوا او د بلوچستان پښتانه دا وطن زمونږ دى دا زمونږ مور ده په دې کښې به هغه خبره کيږي چې موږ يې غواړو.
اياز: ستاسو خبره په ګل بدله ده چې دلته به هغه څه کيږي چې موږ يې غواړو خو نن زمونږ پنځلس لکه پښتانه وروڼه، خويندى، ماشومان بلکه د پنځلس لکه نه هم زيات خلک د خپلو کورونو نه د هم دغه قوتونو له لاسه راوتى ناست دى او زما په خيال يو ليډر هم موږ ته داسې نه ښکاري چې د دغه خلکو په دې وخت کښې هم چې پنځلس لکه خلک ترينه راوواته او بيا هم په ډير کلاو طريقه يې مخافت وکړي چې نه هله به ځه ځم چې څه وشو بد وشو ځه خپل کلې خپل وطن او خپل کور هسې چاته نه پرېږدم.
مشر: اياز خان: په دې انسان متفق دى چې جنګ په هغه بدترينو اعمالو کښې دى چې انسانيت، به کوشش کوې يره زمونږ ژوند کښې به ګرانه شي يو پنځوس سل کاله به لا وى ممکن ده چې انسان ګرد جنګ بيخى ورک کړى جنګ په بيخى د انسان د ډکشنرى نه ورک شي انسان به د انسانيت په لار روان شي موږ دنيا ته دا وايو موږ پرې خفه کيږو نه نه د چا نه ويريږو موږ پښتنو ته دا خبره کوو چې راځئ چې دا خبره په جار وکړو، چې وروره دوه خبرى روانى دى يو داچې زمونږ وطن داسې ښکاره کول کيږي چې دا د وحشيانو وطن دى وحشي خلک دى، دوى بل کار نه کوي سړى هلالوي سرونه ځوړندوى ، دا نه په انسانيت پوهيږي نه په سړيتوب پوهيږي او بل دا چې په جنګ جګړا کښې خوشاله دې موږ ټول جهان ته دا خبره کوو امريکى نه نيولى تر زمبابوي پورې چې وروره موږ انسانان يو موږ ډير مهذب خلک يو په دې کښې موږ د چا نه يريږو نه چې موږ مسلمانان يو موږ حضرت محمد اخري پيغمبر بولو. موږ مسلمانان يو خپل ژوند خپله زندګي د اسلام په لاره تيروو، ليکن وه د جهان خلکو ټولو واورئ دا بايد چې ټول موږ پښتانه ورته ووايو، چې وروره ته عيسايي ئي ځه د خداى سپاهې نه يم ته عيسايي يي ته هندو يې ، ته سيک يې دنيا کښې بيخې ډير مذهبونه دى ايازخان! هغه ورځ ډيره لرې ده چې ټول انسانيت به د خداى په فضل په يو مذهب کښې راجمع کيږي تر هاغه ورځې پورې به موږ ګوزاره کوو موږ پښتانه بايد چې ټول جهان ته اعلان وکړو، چې يه سړيه معاهده به دا وې چې زما د خاورو جومات په کاڼو مه اوله ځه ستا په پرګرجا کار نه لرم زما جومات ته بد مه وايه ځه ستا په ګور دواره کار نه لرم. زما په پټکې پورې مه خانده ستا چې څه لباس دى هغى پورې نه خاندم زما پښتو ژبه ده په دې ملنډې مه وهه ستا د ژبې ځه احترام کوم. زندګى بۀ سره تيروو په جهازونو کښې به سره ګرځو په دنيا کښې به کاروبارونه سره کوو، په خوښۀ که ته مسلمانيږي ځه خوشاله کيږم که نه يې مسلمان ته شيعه يې ته سنې يې ته بريلوى يې ته فلانه يې دا جنجالونه د پښتنو وطن کښې نه پخوا وو نه اوس شته ځه په دې باندې نه په ويره کښې يم نه خوف کوم ځه مسلمان يم امريکه که په دې خفه کيږي خفه دي شي. ليکن ورسره دا ګارنټي ځه هر چا ته ورکوم چې ځه د خداى داسې سپاهى نه يم چې د مسلمان نه علاوه هر سړى حلالومه دا د پښتنو متعلق انتهايي خطرناکه پراپيګنډۀ ده د دى موږ غندنه کوو، موږ په دنيا کښې د ټولو عالمانو سره موږ سره دې پرې بحث وکړي موږ تيار يو، که په دنيا کښې دا ثابته شوه چې پښتون افغان په تاريخ کښې يا کله دهشت ګرد اوسيدلى دى يا کله فرقه پرست اوسيدلى دى موږ ته دې راښکاره کړى موږ د دنيا په چوک پراته وو، ډير واړه خلک يو د امو نه اباسين پورې عيسى عليه السلام لا نه وو پيدا شوى مذهبونه نه وو شروع شوى چى پر موږ باندې وړومبى حمله د يورب نه سکندر يونانې کړى ده.
اياز خان: محمود خان صيب بالکل ځه ستاسو د خبرې سره اتفاق کوم، يو تاريخي، Perspective او بيک ګراونډ دا دى، خو بيا هم ځه دا خبره کوم ما تاسو نه وړومبى پښتنه کړيوه چې دومره خراب حالت دى په دومره خرابو حالاتو کښې ځه دا نه وايم چې په پاکستان کښې يا په پښتنو کښې د ليډرشپ کمى دى . دا بالکل نه وايم ولى ځۀ دا وايم چې ليډرشپ ولى په بنکرز کښې دى دا چا ويرولى دى.
مشر: ځه يې داسې بولم، ويره نيشته لا خوف عليهم و لا هم يحزنون، قرآن شريف ويلى دى: د خداى نيک بندګان نه د چا نه يريږي نه کله غمجن کيږي ، ويره د يو خداى پکار ده نور مرګ خو شته کل نفسه ذائقه الموت، خبره دا ده د پاکستان د بچاو چې دا ګرد پاکستان سره راولو يواځينى لاره دا ده تير هير موږ ته معلومات شته چې څوک ګرم دى موږ يې نه وايو، تير هير تا چې څۀ کړي.
اياز خان: ترکومه پورې به موږ نه وايو.
مشر: که اوس وايو وخت پرې ضايع کيږي، اوس د پاکستان دچلولو يواځېنې لاره دا ده، چې پاکستان بۀ د نوى سره په يو جمهوري بنيادونو رغول کيږي دلته به په انسان د انسان ظلم نه وى دلته به د قوم په قوم بالا دستى نه وى دلته به د چا په جامه پورې ملنډى نه وهل کيږي، دلته به د چا په ژبه پورې خلک نه خاندى. د چا په جامه پورې ملنډى نه وهل کيږي د چا په عقيده پورې به خلک نه خاندى، شيعه سنى په بنياد به انسانان خلک سره نه جنګوى پاکستان د پنځه وروڼو کور دى. پښتون دى بلوڅ دى ، سندهى سرائيکى او پنجابى دى د هر جا ځمکه معلومه ده تاريخ يې معلومه دى. وطن يې معلوم دى که څوک پاکستان چلول غواړي يقينا يې چلول غواړي، د هغى دپاره ضروري دا ده انګريزى کى وايي Enough is Enough د پاکستان د سياست نه به د فوجونو، د فوجى جاسوسي ادارو سياسي رول له مخه ختميږي دوى به په دې کار نه لري پښتونخوا وطن موږ داسې بيانوو NWFP ، ده ورسره زموږ اووه ايجنسي دى ورسره د ميانوالى اټک پښتانه دى، ورسره په ډيره اسماعيل خان پورې تړلى پښتونخوا وطن دى. د دى وطن په وسايلو باندې د دى وطن د بچيانو حق ايينى طور تسليم کيږي سوات د سوات د خلکو دى.
اياز: تاسو خو د دى وطن د وسايلو خبره کوئ نن تاسو پخپله هم دا خبره وکړه چې په کشمور کښې څه وشو، پنځويشت بسونه زموږ د وروڼو خويندو ټوله ورځ په ګرمى کى په لمر کښې اوساتلى شو بيا لرى کړى شو بيا د کراچى د طرفه دا اعلان راغلى چى They are not welcome تاسو د ښار نه به باهر اوسيږئ بيا هغوى وروستو اعلان وکړو، د پنجاب حکومت چې د ټولو نه Efficient ياديږي شهباز شريف د ټولو نه Efficient وزير اعلى دى هغه هم يو NGO ته د دې پښتنو کمپونه پرېښولى دى او تاسو نه ټول ليډرشپ باندې زما دا دغه دى چې تاسو دا غږ هم نه پورته کوى.
مشر: نه داسې به يې اوچتوو چې دنيا بۀ ورته حيرانه شي موږ وايو دا حالات خطرناک دى چې خلک په موږ دا ونکړى چې د دې بدبختى ذمه وار تاسو ياست موږ وايو که تاسو يې جوړوئ پاکستان د جوړيدو لار يې دا ده تير هير . بلوچ وطن اورينل بلوچ وطن د بلوچ وطن اصلي د بلوچ قام په حواله کړئ سندهى وطن د سندهى وطن وسايل د ساحل د سندهيانو په حوال کړئ سراييکان يوه صوبه غواړي هغه ورکړئ پښتونخوا وطن انګريزانو تقسيم کړى دى په څلورو تکړو کښې دا سره راجمع کړئ يو واحده صوبۀ ورجوړه کړئ موږ دى خداى مړه کړي موږ د چا نه زکات نه غواړو، موږد چا نه خيرات نه غواو. او د هيڅ چا يو انچ ځمکه قبضه کول نه غواړو، ليکن خپله ځمکه چا ته نه حواله کوو خپل کور چا ته نه حواله کوو، که څوک پاکستان راسره چلوى موږ تيار يو خداى نخواسته خداى نخواسته دا خبره غلطه ده ليکن چونکه حالات سخت دى کول غواړي. که داسي يو فکر شته چې پاکستان خداى مه کوه ماتوى بيا د مړو څه ضرورت دى چې سره وژنو، خلک راوغواړئ تقسيمونه معلوم دي چيکوسلواک چې دا اوس په بالکان کښې جګړې روانى شوى د دوى شاوخوا ک ډزى شروع شوى مړي وينئ قتل عام شروع شو، دوى سره کښيناسته حالانکه چيکوسلواکيه ټينګونه جوړول جهازونه پکې جوړيدل، بهترين توپې يې جوړولى. سره کښيناسته چې چيکوسلواکيه چلوو که يې نه چلوو فيصله وکړه چې يره نه چليږي نو څه پکار دى.
خلک سره کېناسته پټواريان او منشيان يې راوغوښتل چې يره دا چيک دى دا سلواک دى ، دا غر داسي، دا مانده داسې نه چاډز وکړو نه چا څوک مړه کړه.بس ليکه يې اوويسته اوس دوه ملکه دې موږ دا نه وايو چې موږ پاکستان ماتوو ليکن د پاکستان په نامه زمونږ بچې زمونږ عزتمند ماشومان ، ښځې، د شرم خبره ده، د سوات سړى په مردان کښې ځه نوم نشم ورکولى. مهاجر يعنې ځه څه ووايم.
اياز: ١٩٤٧ کښې هم خلک راغلى وو موږ ورته مهاجر وايي او دا د هغې نه هم غټ تاريخي طور باندې انټرنل ډسپليسډ خلک دى چې موږ لږ ساعت مخکې زموږ صوبائي وزير سره خبرې کيدى هغوى وئيل چې دا د پاکستان د ايين خلاف ده موږ ورته دا خبره کوله چې دا خو د ايين مطابق خبره ده چې کله يو سړى مائيګريشن کوي د يو ملک نه بل ملک ته ځي دا خو يو تن يو وجود او د يو ملک خبره ده دى که دا خبره د کوم ځاى نه راغلله چې هلته به ځي دلته به نه ځې او دلته به ځي هلته به نه ځي.
مشر: اوس خو زما مطلب دا دى چې حالات خطرناک دې ځه دا کوشش کوم چې زما د خولى نه سخت خبره ونه وځي. يره په هرګز چې راسره ګز کوي موږ تيار يو که ملک راسره جوړوي هم موږ تيار يو خبره داده ، زما وطن ته دې پردې خلک راوستى دى نه يو سواتي دومره بې ازله دې نه دومره بې قسمته دى نه دومره نا اهله دى چې دى پخپل کلى کښې د خارجى خلکو مقابله نشې کولى. تا راوستى دى وروره ته ترى لرى شه دا ستا پردى خلک د باجوړ نه وزيرستان پورې ته راهسى چې د کومو قوتو په شا ولاړ يي ته لري شه بيا ته ګوره چې بيا څوک جګيدى شي. او که تا دا معامله جوره کړيده ما پرى بې عزته کوې چې پشتون نه وى دا اووه ايجنسى نه وى دا غړيالى پښتون چې يو تاريخي بيک ګراونډ لري چې دا نه يي بيا به ته چېرته يې بيا به دا ملک کښې دا ستاسې پر چهاوڼيانى چرته وى خداى ته وګورئ يو سم ملک دى تير هم برباديانى تا جوړى کړى دى ځه احتياطا نوم نه اخلم دغه بربادىد شپيته کالو تا راجوړه کړيده اوس راشه داملک جوړ کړو، د جوړيدو لار يې دا ده چې ماته خپله برخه حواله کړه، ځه د هر چا د سر ذمه واريم يم د هر چا د عزت ذمه وايم يم. د پشتون په معنې يم د مامود په معنى نه ويم. موږ په خپل وطن کښې غړيالى خلک هاغه محسود غريبان په زرګونو کډى اوس بيا د اپريشن ويره ده د وزيرستان خلک بيا کډى کوي. تا څه، ډرامه جوړه کړيده، ولى ما بې عزته کوې او زما بې عزتى کښې د پاکستان کوم خير دى چې ځه نه يم پاکستان بيا چېرى دى.
اياز خان: محمود خان صيب! دا اوس چې موجوده پاليسې روانه ده ، يا د اى اين پى روانه ده يا د حکومت چې کومه روانه ده د ترهګرى په خلاف د دوى خلاف چې دوې مخکې مذاکرات وکړه. اوس چې کوم څۀ روان دى تاسو څه وايي دا صحيح روانه ده.
مشر: اياز خان د بل په پاليسيانو بۀ څه بحث کوو پښتاته ځان مسلمانان ګڼي وروره د اسلام نه خلکو يو قيصه جوړه کړېده خلکو اسلام په مخه اخستى دى وروره په اسلام باندې هيڅ اختلاف نشته او دا خبره کښې چل دى معافى غواړم، چې ته مسلمان يې او شريعت اخلي په اسلام اباد پورې تړى چې اسلام اباد اسلام اعلان کړو بيا به ځه اسلام راولم وه خداى دى غرق مه کړه بختوره د قران شريف اياتونه واضح ښکاره دى که ته يو سړى که هغه ملا دى که هغه پير دى که هغه اى اين پي دې که هغه پى ام اى پي که هغه د منځنى پښتونخوا يو سړى دى قران شريف وايي ژوند به دغه رنګ تيروى دا کار به کوئ دا بۀ نه کوئ نو په دې کښې د اسلام آباد د اجازې څۀ ضرورت دى؟ اقتصادى طور قران شريف وايي چې ستا لور ته به ستا د بچې ځوى نيمى برخه ورکوي، اوس د چارسدى يو خان خپل لور ته که پخپله ځمکه کښې خپله برخه ورکوي دى څوک ګرځي. د سوات خلک ځه چا ته ګوته نه نيسم ځه پسې ګرځېدلى يم پنجاب، سند، بلوچ سرائيکى، پشتون وايه، ښځې انسانان نه ګڼي، هيچا نه په ځمکه کښې برخه ورکړيده هيڅ چا نه په کارخانو کښې برخه ورکړى ده هيچ چا نه په روپو کښې برخه ورکړيده نه په اوښانو کښې اوس د دې لپاره د اسلام اباد حکم ضرورى دى؟ دا بينک بيلنس چې شل کروړه روبى دې په دې کښې زما د لور برخه ده ځه يې ورکوم دا شريعت دى.
وروره که صحيح شريعت موږ راولو، صحيح شريعت دا دې چې انسان به د انسان د سرو زندګى احترام کوي د عزت احترام به يې کوي هغه انسان دې قران شريف وايي که يو انسان بيګناه چا مړ کړو لکه ټول انسانيت چې مړ کړې دا يې نه دى ويلي چې مومن دا يې نه دى ويلې چې مسلمان چې يو انسانې زندګى چا ضايع کړه هغه ټول انسانيت ضايع کړى اسلامى انقلاب راغى رسول د وفات نه پس ښځه دومره قوي شوه د انقلاب په وجه د حيثيت په وجه چې د نبى کريم ښځه په تفصيل کښې نه ځم بې بې عايشه د صحابه کرامو د لشکر سپه سالاره وه او چيلنج يې چاته ورکړى وو،. حضرت على ته وى را اوځه په دوې کښې جګړه وشوله. دا يو اختلافى مسئله ده. په زرګونو که نه وى په سلګونو صحابه شهيدان شول اوس نو اسلام خو ښځه سپه سالار کوي اسلام ښځو ته په ګډو کښې حصه ورکوي. اسلام ښځو ته په ځمکه کښې حصه ورکوي. په ځنګل کښې حصه ورکوي. نن هم په سندهى علاقه کښې په بلوچ علاقه کښې په سراييکى علاقه کښې حتى پښتونخوا وطن کښې د ښځے حيثيت تر هاغه بيزى هم کم دې چې دوه کيلو شىدى کوي دا اوس ما درته وويلې چې مه يې ورکوه، اسلام خو سپه سالاريې ته هاغه راوباسي او ته ورته وايي چې ته بۀ نه راوځې.
اياز خان: محمود خان صيب دا خبره خو بالکل ښکاره ده چې د هغوي مطلب خو شريعت نه وو شريعت خو نافذ هم شو صدر په هغې دستخط هم وکړو د اسلام ابآد منظوي هم ورته حاصله شوه اوس مسئله داده چې پنځلس لکه پښتانه د کمپونو ژوند کوي زمونږ يوه غټه علاقه بلکه ټوله پختونخوا د يو شورش سره مخ ده ټهيک ده د مردان خلک د چارسدى او صوابي خلکو خپلې حجرى خلاصى کړي خپل کورونه يې خلاص کړه خپل هر څه يې خلکو ته ورکړل خو بيا هم ستاسو پام دى ته راګرځوم چې دا دخلکو ډيره غټه ګيله ده چې موږ هر څه ته تيار يو زموږ ليډر ولى؟
مشر: لږ احتياط غواړي اياز خان! دا ناورين چې پښتون قام ته پيښ دى د هر چا په سر او مغزو کښې اور روان دى اوس مونږ دا وايو چې داسې يو غلطه خبره ونکړو چې ګوره دا خبره ځه په ډيرو نرمو الفاظو کوم. ګورنمنټ دى دې ته خاص نظر وساتي هاغه چې وايي نو شته ديواګر، محترمى سپينې پښتنې د خپلو کورونو نه راوتى دى بيګناه، هيس بد يې نه دې کړى د پښتانه په وطن کښې ګوره مرګ په دوه خبرو کيږي اسلام هم دا وايي خداى مه کړه چا بۀ د چا نازولى وژلي وي د دې مرګ په پښتو وطن کښې شته په اسلام کښې هم دا شته يا به خداى مه کړه څوک بۀد چا په کور ورننوتي وي په عزت بۀ يې تېرى کړې وې دا زموږ په زرګونو خلک په وزيرستان کښې باجوړ کښې چا مړه کړل افضل خان لالا سپين ګيرى سړى دى په ده شپږ مياشتى ډزى وشوى. د ده د کور بچيان مړه شول زخميان شول دا چې زموږ وينه خلک دومره ارزان ګڼي خداى ته وګوره، ځه معافى غواړم تا ته هم خواست کوم او هاغه ټولو قوتونو ته چې يره موږ دى ته مه مجبوروى دا پښتانه بې بد خلک دى دا د جنګ په اصولو پوهيږي. دا د جنګ په تباهيانو پوهيږي او که يواځينى يواځينى اپشن مو جنګ ورپريښود دا ټول وطن به په دا بل واړى. State دى مهرباني وکړي دا خو هسې د پښتو وطن دى پښتونولى ده د سوات خلک ځۀ ورته کډوال هم نشم ويلى والله که ورته مهاجر ويلى شم ميلمانه هم ورته نشم ويلى څه ورته ووايم خو چونکه پښتو وطن کښې ميلمستيا شته هاغى دا خلک لږ په اپ لږ په عزت ساتلى دى داسې ګونئى خو نورى نه ښکاري.
اياز خان: دا وخت کښې موږ دا وايو چې حکومت وړوند دى که کوڼ دى يا په چل نه پوهيږي که په چل نه پوهيږي نو دا ورته هم .
مشر: اياز خان! قطع کلامى معاف يو رايي زما دا ده سوات بونير او دير کښې جګړه ده دلته اى پي سي وشوه، په دغه کښې د سوات يو سړى هم نه وو د ملاکنډ يو سړى نه په سړ يه ټهيک ده موږ به يې ډير ښه بحث کړو، اياز خان به يې ډير ښه بحث کړى هاغه بل سړى به يې ښه بحث کړې ليکن د سوات سړى زيات ښه پرې پوهيږي ځۀ خواست کوم ورته خواست هم د امن لپاره کوم وه وزير اعظږ صيب مهربانى وکړه. د ملاکنډ خلک د ملاکند خلک معنى پنځه خانان نه ټولنيز شخصيتونه د ملاکنډ د سوات راغونډ کړئ راوى يې غواړئ چې يه سړيه ستاسې وطن ته دا بدبختى راغلى موږ څه وکړو هاغه به تجاويز درکړى زما دا دعوى ده ګوره يو پټ لاس خو اسماني خو نه دي. هاغه په اردو کښې وايي "غير مرئي" يو غير مرئى ( پټ لاس) خلک دا وايي ځۀ دا نه وايم بي بي سي کښې د سوات يو ماشومه جيلکې ګل مکئ نامه يې وه که څۀ وه دومره عالمانه خبرې يې وکړې، اخر هاغه سړى تپوس ترينه وکړو، چې يره دا طالبان ماماګان ښۀ خلک دى که دا فوځيان. په ځواب کښې هغې وويل: زما الفاظ خو هير دى خو مطلب يې دا ووچې دواړه دې ورک شي. اوس نو خلک چې دا وايي بيا به خلک دا وطن څنګه خلاصوي اوس هم د سوات خلک فرض يې کړه يو کلى دى. توتانو بانډۀ.
اياز خان: ځه خو دا وايم دا خو دا ماشومى وويل ولى زموږ ليډر ولى دا نه وايي؟
مشر: ليډر يې په اور پسې ما پکې. اولسونه دې خلک راوغواړي. وزيراعظم دى يې راوغواړي. فرض يې کړه توتانو بانډه هاغه خرابه شويده خلک ترې تلى دى دا به د سوات خلک کوي دا توتانو بانډه دى په ايماندارى په اخلاص فوځونه صفا کړي دوى دى ګړ بړ نه کړي د توتانو بانډې خلک دې راولى چې وروره د خپل کلى دا خپله بانډه د خپل جومات دى دا خلک دفاع وکړي. يره په دنيا کښې که د جرمنى فوځونه ورغلل نو ما دى مړ کړي. هلکه ته بدمعاشې مه کوه، د کرفيو په تياره خداى خبر څه کوي د ورځي په رڼا کښې خداى خبر څه کوي. زموږ وطن د يو ناورين سره مخامخ دى.
وايه موږ خو برباد شو دا پاکستان به بيا صبا نه وي، که څوک دا پاکستان بچاوول غواړي هر چا چې غلطى کړي ده توبۀ دې وباسي چې وروره ما دا غلطې کوله ما دا پردى خلک راوستى دى اوس يې نه کوم. بيا بۀ کښينو جرګې به وکړو، زما دا يقين دى. چې موږ د دې ميلمنو ژوند هم بچاولى شو. دنيا ته به خواست وکړو، چې اوس دا اياز خان ما راوستى دى، وژنه يې مه.
اياز خان: اوس هم دى ته راځو تاسو وويل دنيا ته بۀ خواست وکړو، نو نړيوال حل يې څه دې ځکه نړيوال هم موږ ته ګوټي نيسي چې تاسو سره خلک دى د دې ځاى نه موږ ته هم خطره ده دنيا يو ګلوبل ويلج دى د ټولى دنيا نه لا تعلقه هم نه شو پاتې کېدى د دنيا په امن کښې زموږ هم يوه برخه ده يوه هاغه اړخ دى بل لوکل د دى حل څه دى؟
مشر: اياز خان پرون زما او د مشاهد حسين يو انټرويو په اج ټيلى ويژن وه مشاهد ته ما وويل چې يره دا ملک په ډيره خطرناکه لار روان دى راځه سره چې پاکې خبرې وکړو، لږه ګوزاره به سره وکړو، ده وويل ټهيک ده نو په هاغى کښې هاغه ډير واضح وويل چې ځه تللى وم چين ته (ګوره موږ په څه ناروغى اخته يو لکه د هيروين او افيمو نشايان) بس په پردى ملکونو کښې ګوتى وهل بس د پردى وطن لمبۍ وطن ته راوړل، د هاغى نتيجه دا ده چې مشاهد حسين وويل چې ځۀ تلى وم د کميونسټ پارتى چين په دعوت ويلې هغوى راته ويل چې خداى ته وګورئ دا زموږ مخالفين يا زموږ د وطن ښاريان ترکمن ټول مو بوتلى دى په فاټا کښې مو مرکز ورته جوړ کړى، ويل چينى حکومت راته وويل چې هلکه موږ خو معاف کړئ، موږ خو ستاسو دوستان يو، بيا يې دا راته وويل چې موږ اوس خپل شپيته کلنه د ازادى ورځ نمانځو موږ د هاغى لپاره ډيره لوړى تياريانى کړى اوس موږ په جهان کښې د هيڅ چا نه نه ويريږو، په فاټا کښې دا کوم چينايان چې دى چې دا هلته حملى ونکړى، ويل بيا ځه ايران ته تلى وم ايران والا وى يې راته وويل، وې وه ځوى مړو دا تاسې لکه ليونى هر چرته چې ليونى راولئ تاسې يې استعمالوي، ويل يې چې د جندالله په نامه زموږ ياغيان تاسې ساتلې موږ پرې وژنئ. دا کار څوک کړئ؟ دا بيمار څوک دى؟
اياز خان: زموږ دا علاقه داسې for sale ده؟ هر چاته بس ازادى ده؟ .
مشر: دا قوت که ګيلانى دي نو اودى وايي که يو فوځې جرنيل دى هلکه چين خو زموږۀ دوست دى.
اياز خان: چې زموږ Strategic Partner دى.
مشر: اوس که ته دا کوي بيا هاغه دى پريږدي اکثر خلک جګړى کوي د پاکستان ازادى وروره دا د پولټيکل ساينس بنيادى سوال دى ته ازاد نشى پاتې کېدى چې د بل ملک ازدى تسليم نه کړي. ته به د چين خپلواکي تسليموى. بيا به چين ستا ساورينيټۍ خيال ساتئ ته به د افغانستان ازادى تسليموى هغه به ستا خيال ساتى ته به د هندوستان سره ګوزاره کوې هغه به د تا سره ګوزاره کوئ. د هر ځاى کاڼي غرځوه او توان موږ ته خپل توان معلوم دى چې موږ څه توان لرو او ولى؟ دا څوک دى چې دا خلکو ازاد کړئ چې خلک به وژني چې نن دا فيصله وشي، چې موږ مداخلت نه کوو امريکا يره قسمونو ته ضرورت نيشته موږ نه د امريکى سره دوستان پاتې شوې يو ما ګيلانى ته اى پي سي کى وويل چې دا ستاوزير اعظم هاوس ډير پراخ دى که په يو کوټه کښې بن لادن ناست وې او ځه يې ووينم يا الظواهرى ، ياچين نه څوک راغلى ياد جندالله، ما ورته وويل چې ځه د دې جاسوسې امريکى ته نه کوم ليکن تا ته وايم چې ځه بيا تا کره نه راځم ولى چې په دې بلا و پسې خلک راځي. ځه بيا ستا کور ته نه راځم ستا کور ډير دروند دى دلته چې کوم خلک تا ساتلى دى په دوى پسې جنګونه راځي يعنى دا کوم شوق دى او که دا شوق دى. راځئ، چې واضع اعلان وکړو، چې موږ د جهان د هر چا خلاف جګړه کوو اوس په يو خبره واضح نه يم په بله واضح نه يم نيتجه داده موږ د امريکى ايجنټي نه کوو که امريکا دا وايي چې څه شواهد لرم. زما خلاف د بدبختى ، د تخريب د دې مرکز چې دې چارسده ده او دا ثبوت دى بيا د دې که امريکا کافره او که مسلمانه په دې موږ ملامتيږو او که امريکا دا وايي چې پاکستان به زما په مرضى چليږي دا غلطه ده يعنى په يو اصولى موقف به دا خبره مني دا خبره خلک نه مني چې ته دا پروپيګنډۀ کوې چې يره امريکا موږ مسلمانان نه پريږدي.
اياز خان: امريکا کښې خپله ډير مسلمانان دې.
مشر: ما ورته وويل چې د امريکا تر ټولو لوى مخالف مسلمانانو کښې ايران دى تقريبا ديرش کاله کېږي امريکا ګوتي ورته سنډي چې دا وکړه، تر ننه پورې يې کاڼي نه دې ورغرځولى په دې يې نه دى غرځولى چې ايران په خپل خواو شا کښې داسې داسې Foot Prints پل نه دى پريښي چې هغه (امريکا) بهانه ورته وکړي. تاخو سحر او ماښام ثبوتونه پريښودي بيا دغه خبره کوم د ډرون ډرون ډير لوى تاوان کړيدى. زموږ خلک يې مړه کړه. ښځے يې مړى کړې. بچيان يې مړه کړل، ما ورته وويل د ډرون خبره ډيره مه کوئ که فرضا دا سوال درنه ځه وکړم، چې افغانستان پريږده هندوستان هم پريږده، په ګرده مسلمانه نړى کښې کوم ملک دى چې هاغه د ډرون غندنه کوي، ولى يې نه کنډم کوي، څۀ قيصه ده؟ څۀ پيښۀ خو ده کنه. سعودى يې نه کنډم کوې زموږ دوست دې ترکې زموږ ياران دى چين يې نه کوي حتى ايران لکه ملک چې د امريکا د ايجنټي يې هيڅ امکان نيشته هغه يې هم نه کنډم کوي.
اياز خان: بعضى وخت د هاغه ځاى خلک وايي چې ډير صحيح ځاى يې وويشت.
مشر: چې يي نه کنډم کوې نو څۀ خو شته، "کچ تو هې. جس کښې پرده دارى هې". ما ويل دا شيان له منځۀ ورک کړى د ډرون د چا کار څه دى چې ډرون حملى کوې.
اياز خان: دا خبره خو ښکاره ده چې هاغه شاعر وايي چې ځه جوړ ورته چا په نښه کړې يم او کاني چې راځي زما پرې سرلګې" که هغه ډرون راځي که هغه د ځمکې نه راځي که هغه هر څنګه افت راځي. خو بيا هم محمود خان صيب تاسو وختى يو خبره وکړه چې يره وزير اعظم ته هم دا خبره وکړه په اى پي سي کښې هم دا خبره وشوه نورو کسانو به هم دا خبرې کړې وې تاسو وايي چې د سوات هلته يو نماينده هم نه وو خو زمونږ دا ليډران نه اورى يا يې اوريدل نه غواړي دوى بې اختياره دې يا دوې څه کولى نشي بيا هم څۀ وجه ده دا خبرى وشوى بې شکه.
مشر: ته به اخر ما په دې ليډرانو وډبوى ليډران ټول بختور خلک دى ما ګيلانى ته په مزاق کښې وويل په اى پي سي کښې ما ويل دا دې ښه کار کړيدى چې څوک ور دې والا جرنيل دې نه دې کينولى ما ورته وويل که وردى والا جرنيل ناست وى بيا به موږ ګونګى وو ځکه چې موږ خو د ميجر د رينک خلک يو ميجر مو راووبولى دفتر ته بيا راته خبرې کوئ.
اياز خان: ښۀ ښۀ داسې کيږي.
مشر: هاو نو څۀ ليډران ؟ کوم ليډران!!! موږ ټول د دوى په کارخانو کښې... اوس په ما خلک مه ښکاره کوه بس موږ ټول ليډران يو ته هم ليډر يې هاغه دسوات سړى چې کډه يې بار کړې وه هغه هم ليډر دى اوس زموږ وطن ته پيښۀ ده د دې د خلاصون لپاره بس بله مخه نيشته اوس به پاکه سپينه لار په مخه اخلو د هاغې لپاره زماتجويز دى د پښتونخوا وطن جرګه چې هر څوک راغواړي راوي يې غواړى چې سره کينو.
اياز خان: غټه لويه جرګه خو په کوم بنياد؟
مشر: هم په دغه نقاطو که يې په پيښورکې راغواړئ که يې په اسلام اباد کښې راغواړئ دغه لوې هال کښې کانفرس هال دې که څۀ دې که يې سره جدا کوى، راشئ، په سوات باندې جرګه راوغواړئ، مشران راوغوړئ، هر څوک به خپله خبره ورته وکړي، چې اسلام اباد يې هم واوري.
اياز خان: يواځي سوات نه بلکې ټول پښتونخوا وطن!
مشر: منځنى پښتونخوا وزير مسيد د دى نه نيولى بيا ځه تر باجوړ پورې د هر خيل لس لس شل شل مشران راوغواړي دامشران چې کوم ليډران ته ګڼي دا بۀ ورشو د دوى دا بۀ هم واوري خپله به هم وکړو بيا د ګردى پښتونخوا وطن يو شئ په دغه کانفرنس هال کښې راوغواړئ، ويم ځه دا خبره بده ګڼم چې وايم چې ځه يې راغواړم، ويم څوک دې يې راوغواړي موږ تيار يو، ځه دا وايم دا اوس چې وايم چې وروره موږ نه د چا مرئيان يو نه د چا غلامان يو نه د چا غلامى منو نه د چا نه زکات غواړو نه د چا نه خيرات غواړو پښتونخوا وطن زموږ مور ده په دې کښې د باجوړ کلې هم زموږ کلى دى او زموږ او د سوات کلې هم زموږ کلې دى په دې کښې به هاغه کيږئ چې موږ يې غواړو، موږ ته به يې خلک نه راښايي نه بۀ پنجابي طالبان موږ ته اسلام راښايي پنجابي طالب په وزيرستان کښې څۀ غواړي.
اياز خان: اوس خو دخلکو له پاره يو نوى اصطلاح ده پنجابي طالبان خو لکه مخکې به هم دا خبره کيده چې دفترونه ټول په جنوبي پنجاب کښې دي اولو به ټوله زموږ په شمالي پښتونخوا کښې ده.
مشر: اوس خبره کوي چې مدرسې هلکه مدرسى خو ټولې پنجاب کښې دې د فضل الرحمن صيب غټه مدرسه پنجاب کښې ده د نوراني ميا غټه مدرسه پنجاب کښې ده د جماعت اسلامې مرکز په پنجاب کښې دې د فلانې مرکز هم ... وروره زموږ په وطن کښې به خلک مهربانې کوي ګوتې به نه وهي، موږ پوه شه زموږ وطن مو پوه شه. سوات پوه شه دسوات خلک پوه شه پښتونخوا وطن کښې اوسيدونکى خلک هر څوک چې دى زموږ پر وطن کښې زمونږ وطن يو ښايست هم لري. يو ګډوډ خلک هم دى وروره زموږ په وطن کښې کوهستانيان دى زموږ په وطن کښې ګلګتيان دى وروره زموږ په وطن کښې ګوجردى، دا زموږ د وطن بچې دي. دا بالکل داسې حق لري لکه زما ځوى چې يي لري يا زما پلار يې چې لري. دا زموږ د وطن خلک دى. دا وطن پوه شه دا خلک پوه شه مهربانى وکړئ موږ ته اسلام هم مه راښايي موږ ته جمهوريت هم مه راښايي که پاکستان راسره چلوى درسره يې چلوو چا نه زکات نه غواړو چا نه خيرات نه غواو خو زما د وطن اختيار به زما وى فاټا ته يې نوم پرې ايښلې دې منځنى پښتونخوا د باجوړ نه واخلئ تر جنوبي وزيرستان پورې څوک وايي ايف سي ار به داسې شي څوک وايي چې دا په فلانى صوبې کښې ضم کړى، هلکه د هغو ته پوښتنه وکړئ چې هغوې څۀ وايي دا اووه ايجنسيانې انسانان دى تکړه خلک دى ازادى دوى ساتلى ده جنګېدلى دى د فرنګيانو سره د هغوى نه وړاندې دا اوس چې هغوي کوم حيثيت پيدا کړيدى دا يې پخپل همت پيدا کړيدى هاغه راوغواړئ هاغه به دروښايي چې څنګه يې چلوى، ويې ګيره زما ده اختيار يې د قاضي وطن زما دى ته پردى خلک راولى بيا ما پرې وژنې بيا ما نه دا هيله کوي چې ځه به ستا سپاهي يم تاله پاره بۀ منډى وهم تا لپاره دا ځۀ نشم کولى نو دا غلطه ده قطعا يې نه کوم زما د وطن اختيار به زما وى وزيرستان پوه شه د وزيرستان اولسونه پوه شه. اولسونه يې معلوم دى د هاغه ټولى توۍ نه راواخلى دا دو تاڼى دى د ګوملى سليمانخيل دى بيا ځه ځه تر شمالى وزيرستان پورې ګرد اولسونه معلوم دى. يو يو انچ ځمکه تقسيم ده نه پکې جګړه شته نه يې د مسلک جګړه شته نه يې د ځمکې جګړه شته يره خو دوى ته يې پريږدى چې دوى يې وکړې او که دپاسه پرې زورکوي يره خو موږ بۀ ډير اوزوروي موږ په زوريدو عادت يو. موږ په خپل وطن کښې بيروزګاره کړو موږ مو د خپله وطنه اوشړلو موږ منډۀ کړه دوبئ ته لاړو موږ منډۀ کړه ايران ته لاړو موږ منډۀ کړه کراچې مو اباده کړه خو تاسې به پاکستانه والله که تاسې به دا غوبل نه کړې برداشت. که داوطن يو وارى زلزله شوه.
اياز خان: يره چې دوى ته دا نه ښکاري چې موږ ډير خطرناکو خلکو سره لوبې کوو يواځې د دى ملک نه دى غونډې سيمې لپاره چې کوم خوا ته تاسو اشاره کوئ، چې کوم خلک دا پيدا کوي.
مشر: هو کنه مه يې ژرقوئ خداى ته وګورئ موږ په دې تکليف عادت يو، يره عام پښتون سړى په دې معنې بلوڅ هم موږ په يوه اوچه ډوډى او د شړمبو په يو ګلاس ورځ تيروو ستاسې لپاره بۀ ګرانه شي موږ به بيا هم يو دا اووه ايجنسى به بيا هم وى دا سوات به بيا هم وى دا دير به بيا هم وى دا باجوړ به بيا هم دى دا د کوئټى جنوبي پښتونخوا پښتون به بيا هم وى خداى ته وګورۍ مه خرابوۍ داملک راشئ جوړې کړو جوړيده په ما نه کيږي موږ خو د بادشاهې خلک وو تا موږ په دښمنانو بډل کړو په خپله دى بادشاهې په وس پوره نه ده په ما نه کيږي، نه اى اس اى، ام اى فوځونه او د پاکستان د دى ځآى خلک راسره کينۍ دا ملک جوړوو، که يې جوړوو، لار يى داده، د هر کار يو توبه وې چې توبه قران کريم کښې وايي ته يو خواته روان يې دى (قران) وائى
اياز خان: يو توبه وې او کفاره هم ورسره وي.
مشر: کفاره هم دغه ده، کفاره خو مونږ ادا کړه، بدکارى تاکړى وه کفاره يې ځه ادا کوم ليکن دا کفاره که ډيره شوه بيا به دى خراب کړى .
اياز خان: بيا به دهر چا د وس نه وځي.
مشر: بيا به د هر چا د وس نه وځي پر مونږ د دى بغاوت نه مونږ هسې هم پرى عادت يو ديرش کاله کېږي تاغوبل جوړ کړې دې افغانستان کښې روسيان وتلى دى خلک تللى دى يعنى افغانستان د يو خودمختاره رياست په حيثيت حق لري که يې نه لري؟
اياز خان: ولى يې نه لري.
مشر: بس جنګ خلاص کړه، فضل الرحمان ته ما ويلى وو بيا خواست ورته کوم يو سړى خو مهربانې وکړى.
اياز خان: حق لري جې د افغانستان خبره تاسو وکړه چې حق لري افغانستان جې حق لري خو لکه بعضى وخت کښې پاکستان هم چې کوم اړخ ته ګوته نيغوي لکه کوم بلوچستان کښې چې حالات روان دى چې د افغانستان حکومت او د دومره امريکايي فوځ موجودګۍ کښې د هغه اړخ نه دا خبره بلوچستان سره روانه ده دواړو اړخو ته دا منل پکار دى چې يره موږ د يو بل دپاره لازم و ملزوم يو.
مشر: فرضا دا خبره صحيح ده خو د هر عمل يو رد عمل وې هلکه مونږ د يو بل حق کښې مداخلت کارونه وکړل دلته دلته هغلته هغلته، په لکونو خلک مړه شول نتيجه يې دا شوه اوس يې جوړوو که يې خرابوو.
اياز خان: او هغه ستاسوخبره چې د هر کار يوه توبه وي.
مشر: هو، وس خبره که جوړوئ يې وس فضل الرحمان صيب زمونږ امام دى، ملګرى دى دوست دى، اشنا دى، قاضي صيب دى يعنى زه د دى ټيليويژن انټرويو په ذريعه خواسـت کوم وه قاضي صيب ته يې، فضل الرحمان دى، مولانا سميع الحق دې بل څوک که پيژنې که يې نه پيژنې مجددى صيب خو پيژنى، عالم دين دى، تا سره ګرځيدلى دى پير سيد احمد ګيلانې خو پيژنى تا سره ګرځېدلى دى پروفيسر ربانې دلته د اى اس اى په اداره کښې تاسې ټول ورسره انډيوالان وئى ملګرې وې دا وس هم خو خبره وکړه اوس که خداى نخواسته تا دا فيصله کړى وى زموږ علماو چې خداى مکړه ګيلانى صيب، مجددى صيب، پروفيسر ربانې صيب، عبدالرب رسول سياف صيب او د احمد شاه مسعود لښکرى دا ټول امريکن ايجنټان دى دا څوک مني هغو خو جنګېدلى خلک دى ډير بد جنګېدلى دى ډېرى لوى قربانې يې کړېدى د هغوى سره خبره وکړه، چې هاغو چا سره کوله د هغوى سره به يې موږ وکړو، د يو روغى جوړې لار واخلو، د افغانستان نه يې راوالى د منځنى پښتونخوا نه يې رواخلئ خو زمونږ د وطن د جوړې منځنې پښتونخوا ؛چا ته چې فاټاواي، سوات ، دير باجوړ.
اياز خان: کوم ځاى چې دا اوس اور لګېدلى دى.
مشر: هو! په دې کښې اول کار دا دې چې دا خارجې ميلمانه موږ ته څه شئ راښايي، دا چې چا راوستلى موږ خواست ورته کوو .
اياز خان: خارجې يادوو خو محمود خان صيب داخلې ورسره ملګري هم شته، موږ بۀ وايو، چې فرض کړه بيت الله محسود نن دومره غټ هيډلاين جوړولى شي چې ستاسى بيان دومره غټ هيډلاين نه جوړوي.
مشر: صحيح اوس فرض يې کړه داخلى خلک چا ورسره ملګرې کړې دى، دا څوک دې؟ دا غير مرئي لاسونه دچا دې؟ که د خير د کار دى راشئ ټول وطن ته موږ غږ وکړو چې بس لار داده که نه دى نو په يو موږ جګړه کوو په يو موږ په خپل وطن کښې بمونه په خپل وطن کښې وژل خپل وطن کښې حلالول تر کومه ځاى پورې موږ خو ډېر حياناک خلک وو موږ پښتانه پښتونخوا وطن مړې کوې، جګړى کوى، بديې کوى په پښتونخوا وطن کښې بدترين قاتلان شته چې ستا پلار يې وژلى وى، ستا نيکه يې وژلى وى، ستا بچيان يې وژلى وي. دا ناورين نه کوئ چې د سړى سر لکه د اوزې پرې کړه بيا يې ګرځوه بيا يې په لاره کيږده.
اياز خان: بيا يې جې سي ډي هم راجوړه کړه.
مشر: دا زموږ په وطن کښې نيشته موږ د انسانې زندګى قدر کوو موږ د انسان قدر کوو موږ د مسلمان قدر کوو موږ د انسانانو سره په ورورولى کښې د هر چا ډېر ښۀ خلک يو دا تصور به موږ ختموو چې موږ پښتانه ليونى يو نه موږ ليونى يو نه داسې يو چې بس هسې خلک حلالوو وروره زما د مذهب قدر کوه ستا د مذهب قدر کوم، ستا وطن دى تاته مبارک وې زنده باد زما وطن دې ماته مبارک وى هاغه مارکيټونو کښې جاپان کښې،&n