پنجابي استعمارافغاني طالبان څنګه اداره کوي؟

لیکوال:

استاذ صاحبزاده مشریقوال

د افغانانو اومسلمانانو د ازلي دشمن کرنل امام (سلطان امیر) نه د پاکستان معروف ژورنالست افتخاراحمد په یوې مصاحبه کې پوښتنه کوي چې کرنیل صاحب ستا نوم خو سلطان امیر دی تا ته دا کرنل امام ولې وایي؟ نوموړی کرنیل ورته وایي چې د روسانو د وخت راپه دېخوا تر اوسه چې زه کله هم افغانستان ته تللی یم نو زما د ږیرې او پګړۍ اوظاهري شکل په وجه افغانانو احتراماً زه لمانځه کې امامت ته مخکې کړی یم او د امام صاحب اصطلاح یې راته کارولې او دغسې زه اوس د کرنل امام په نوم شهرت لرم.

بلې دا هم  هغه  مکار او لعنتي کرنل امام دی چې کله دا پاکستاني طالبانو په وزیرستان کې ونیوه نو ورسره هغه ویډیو برامد شوه چې کرنل امام  د پاکستان د فوج  د موسیقۍ  په  یو محفل کې د ږیرې او پګړۍ سره ګډېږي او دا هم هغه کرنل امام وو چې کله یې رښتینی غازي شهید حکیم الله رحمه الله وژني نو د ده  هغه  قول  را اخلي چې وایي  په  یو مجلس کې د کرنل امام نه پوښتنه وشوه چې دا د افغانانو وینې ولې تویوئ نو  کرنیل ورته  په  جواب کې وایي چې د افغانانو وینې مردارې دي  پرېږده  چې دا مردارې  وینې وبهېږي. نو افغانان هغه ساده لوح قوم دی چې د دشمن فقط په ظاهره ږیرې، پګړۍ او حلیه غولېږي او هغه خپل امام یې بولي. پاکستاني استخباراتو د افغانانو همدغه نبض نیولی او لا تر اوسه ترې ناروا استفاده کوي.

زه چې د پاکستاني طالبانو په لاس د کرنل امام د نیولو په ورځوکې په وزیرستان کې وم نو د حکیم الله رحمه الله نه مې پخپله واورېدل چې د حقاني شبکې مشر سراج حقاني راباندې بیا بیا زور راوړي چې کرنل امام خوشې کړه او ما ته یې راتسلیم کړه ځکه چې دا زمونږ پخوانی  دوست  دی او مونږ دې سره فامیلي علایق لرو. نو قدرمند لوستونکي دې اوس قضاوت وکړي چې په فامیلي علایقو کې څه څه شاملېدی شي؟

بلې دا هم  هغه  کرنیلان او جرنیلان دي چې د افغاني جهاد او سیاست ډېر مخور شخصیتونه د دوی د لاس مهرې دي او بدبختانه په افغاني ساده لوح ولس یې مسلط کړي دي او نه دا چې د افغاني ولس قربانۍ یې تالا او سبوتاژ کړي بلکه په غټه کې یې د مسلمان، جهاد او د اسلامي امت ټولې قربانۍ د اسلام د څادر لاندې د پاکستان په  نوم  بوت  د ساتلو دپاره کارولي. کرنل امام خو حکیم الله رحمه الله جهنم ته ولېږه خو پخپله هم د پنجابي استعمار د دسیسو قرباني شو خو د تشویش خبره دا ده چې د زوړ جهادیانو په شان اوس هم زمونږ اولس د طالب او ملا په شکل کې د هیرامنډۍ او انګرېزي قانون د محافذ پنجابي فوج د کرنیلانو او جرنیلانو د استعمال لاندې دي او داسې اسلام نما څاروي اوس هم شته چې د هغو مخکې د پاکستاني فوج نوم بې اودسه نه شې اخیستی. او د دې یې لاهم دا بدتره چې د طالب اوملانما جاهلانو پرته په خپل فکر روشن خیاله او تعلیم یافته افغانان همدا اوس هم د افغان حکومت په متن کې د پاکستان دپاره کار کوي.

د سیاست په الفبا خبر خلک اوجهانیان خو د دې خبرې تفاصیل لري چې د پاکستان آی ایس آی په خپل نظام کې د افغان ډیسک په نوم ځانګړې شعبه لري او په هغې کې ډېر لوی تشکیل او ډېر لوی مصارف لري چې د افغانستان په ورانولو او بربادۍ کې د څلوېښتو کالو تجربه هم لري خو د ناخبره مستعمل مولانا په دې خبره څوک پوه کړي. ما ته د طالبانو د امارت د اول خط د یو معروف قومندان ملا صاحب  خبره ښه یاده ده چې په یو مجلس کې د جنرال حمید ګل نوم یاد شو نو نوموړي ملا صاحب وویل چې دا جنرال حمید ګل یې نو باره څوک دی چې تاسو یې بیا بیا یادوئ؟ نوموړی څاروی په دې هم نه وو خبر چې جنرال حمید ګل د پاکستان د معروفې څارګرې شبکې آی ایس آی مشر او د افغانستان د ورانولومسئول او د افغاني وطن فروشانو پلار وو او د افغانانو او پاکستاني ملایانو د استحمار دپاره په ډېرو اجتما ع ګانو کې په سټیجونو راخکاره شخص وو.

د پنجابي استعمار عیارو او مکارو کرنیلانو او جرنیلانو د افغانانو په وینه کې د شیطان په شان سرایت کړی او د افغاني مهرو ترڅنګ یې په پاکستان کې د دینې طبقې په هر مکتب فکر کار کړی او د هغوی مشران یې لاس کې نیولي او په هغوی د انګرېزي قانون حفاظت کوي او په افغانستان او نوره دنیا کې په همدغه تش په نوم د اسلامي تنظیمونو مشرانو فرمایشي فتوې ورکوي. په پاکستان کې ریښتیني غازیان او د شریعت مطالبه کوونکي بیت الله او حکیم الله رحمهم الله وغیرهم امریکايي  ډرونونو ته حواله  کوي. د سوات د مولانا فضل الله حفظه الله  مور بي بي او په سلهاو ملګري د آی آيس آی په جیل کې په شهادت رسوي او د مهمندو د عبدالولي حفظه الله په شان ابطالو پسې په زرګونو فوج راوباسي او توپونه او طیارې یې پر خلاف کاروي.

خو بل طرف ته افغاني طالب ته خپل ستراتژیک عمق وايي او د افغانانو خلاف خپله نیابتي جګړه پرې پرمخ بیايي. د دغه مقصد لپاره د خپلو اخواني ایجنټانو د کارولو او غولولو دپاره د پاکستان جماعت اسلامي کاروي، په افغانستان د خپلو سلفي جاسوسانو او مهرو او داعش د دفاع او کارولو دپاره د حافظ سعید ګوجر لشکرطیبه او جماعة الدعوة او پنجابی پروفیسر ساجد میر کاروي او بېرته روسان په داعش  وېروي  او پاکستانی بوت پرې ساتي او په افغانستان کې د حنفي مذهب د اکثریت د غولولو او کارولو دپاره د دیوبند د فکر دعویدار د پاکستان د جمعیت علماء ډیزلي مولانا فضل الرحمن او د حرکة الانصار فضل الرحمن خلیل او د جیش محمد په نوم د تنظیم مشر مولانا مسعود اظهر کاروي خو د دغه ټولو تنظیمونو د عنوان او څادر لاندې په حقیقت کې پنجابي استعمار خپل تربیه شوی ږیرور فوج کاروي چې بیچاره ساده لوح افغان ولس کله د کرنل امام او کله د قاضي حسین احمد، سراج الحق، حسن جان ملا او کله د فضل الرحمن او مسعود اظهر په ږیرو غولېږي.

جیش محمد که د افغاني طالبانو په څټ توره؟ 

 کله چې زه په پاکستان کې د پنجابي استعمار  په لاس د مستعملو اسلام نما تنظیمونو په لاس د اسلامي امت په تدمیر او بربادۍ په تاریخچه نظر واچوم نو ما ته د دغه اسلام نما تنظیمونو د څو کالو مخکې جوړ شوي اتحاد MMA  یعنې متحده مجلس عمل رایاد شي چې هغه وخت د پاکستان بعضې دوراندېشو سیاستوالو پر ځای د دغه اتحاد مخففو حروفو ته متحده مجلس عمل نه بلکه (ملا ملټري الاینس) یعنې د ملا او فوځ اتحاد ویلی وو. د افغانستان او نور اسلامي امت په تدمیر او بربادۍ کې د ټولو سرکاري پاکستاني اسلام نما تنظیمونو خپله خپله ونډه ده خو د افغاني طالب په صف مسلط د جیش محمد په شکل د پنجابي استعمار مسلطه نظامي ډله پر ټولو برلاسې او مهمه ده.

 د پاکستان د MI  او ISI مکارو فوځي استخبارات د روسانو د وخت نه د افغاني ملایانو او جهادیانو سره قوي علایق لري. د روسانو په وخت کې افغانانو د پاکستان په اسلام نما تنظیمونو ښه ګومان وکړ او دغسې پاکستاني استخبارات او د هغوی تربیه شوي ملایان او ږیرور فوځ د افغانانو په وینه کې سرایت وکړ او اوس هم په افغاني جهادي مشرانو او کشرانو کې داسې څاروي شته چې شعوري او غیر شعوري د پنجابي استعمار په خدمت کې دي او د ډېرو ښه زړو او پاکو مجاهدینو قرباني یې د پنجاب جولۍ ته غورزولی.

پاکستاني استخباراتو درک کړې چې د افغانستان اکثریث خلک د امام ابوحنیفه رحمه الله د فقهي مسلک پیروان دي نو په همدې خاطر  یې د افغانانو د اداره کولو دپاره د فتوا اوتربیې په برخه کې د همدغه استخباراتو په لاس تربیه شوي د حنفي او دیوبندي مسلک ملایان مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق لاس کې نیولي او د افغاني طالبانو د تایید او افرادي قوت دپاره یې د همدغه ملایانو مدرسې په کار اچولي خو په نظامي برخه کې یې بیا د استخباراتي ملایانو مولانا فضل الرحمن خلیل او مولا نا مسعود اظهر خدمات حاصل کړي. تش په نوم مولانا فضل الرحمن خلیل د پنجابي استخباراتو هم هغه مهره ده چې شیخ اسامه رحمه الله یې په ډېر مکر او فریب ایبټ آباد ته رسولی وو او د خپلو استخباراتو د مشرانو مشوره یې ساتلی او بالآخره په شریکه خرڅ کړی وو او مولانا مسعود اظهر د پاکستاني استخباراتو هم هغه مهره ده چې د هند د بند نه  د هغه د راخلاصولو په خاطر  آی ایس آی د هند یو طیاره د کټمنډو نه اغوا کړه په لاهور کې یې د تېلو په بهانه کېنوله او تښتوونکو ته یې نورې اسلحې هم ورکړې او بیا یې په احمقو طالبانو لاس پاک کړ او د کندهار د هوايي ډګر نه یې د مولانا مسعود اظهر راآزادولو برنامه سر ته ورسوله.

د پاکستاني استخباراتو روزل شوې مهرې فضل الرحمن خلیل او مولانا مسعود اظهر د خپلو استخباراتو په مشوره د افغانستان په هر ولایت کې د افغاني طالبانو په نظامي تشکیل کې اوبدل شوی تشکیل لري چې افغاني طالبان ترې بېخي ځان نه شي خورولی او د افغانستان په هر ولایت کې خپل والي او په هر ګروپ کې خپل درې تربیه شوي جاسوسان لري چې مسلسل د هر ګروپ د کارکردګۍ راپور ورکوي او د افغاني طالبانو ټول تمویل او د فیصلې صلاحیت د دوی په لاس کې وي. خو دا چې د جهاد په اوږدو کې يو اندازه جهادیان په حقیقت پوه او د پاکستان مخالف شول نو د جیش محمد شبکه اوس د افغاني طالبانو په منځ کې د پاکستان مخالف طالبان په ډېر چل ول د شلو او دېرشو او څلوېښتو په تعداد کې د غونډو په نوم راټولوي او د پاکستاني جنرالانو او په افغانستان کې د آی ایس آی د مهرو په ذریعه یې ډرونونو ته حواله کوي چې دغه حقایق د میډیا د مخ نه بلکل پټ دي. د دې نه علاوه جیش محمد د افغانستان په سرحداتو کې د پاکستاني طالبانو پر خلاف دسایس جوړولو او د هغوی په باره کې آی ایس آی ته د معلوماتو ورکولو او د پاکستاني طالبانو د نقل و حرکت د محدودولو دپاره هم مؤظف شوي دي.

لکه څنګه چې یې د افغانستان په مشرقي زون کې د سلفي مکتب فکر د ادارې دپاره  په افغاني سلفیانو کې د کنړ د ملا جمیل الرحمن د لارې د لشکر طیبه ګروپ استخدام کړي چې په عین ترتیب کار کوي او د لشکر طیبې مرکز د لاهور په موریدکی کې دی. همدغه شان یې د اکثریت حنفي مکتب فکر د ملایانو د کارولو او د افغانانو د بربادۍ د پاره د ټولو نړیوالو فشارونو باوجود د جیش محمد دپاره د پنجاب په بهاولپور کې ډېر لوی مرکز جوړ کړی چې په سلګونو جریبه ځمکې تربیتي مراکز او عمارتونه لري. دا هرڅه د پاکستان د عیاش او فحاش فوځ په مصرف او د هغوی د مکملې نګرانۍ لاندې د ګاونډیانو د بربادۍ په خاطر کېږي خو د مسلمانانو د غولولو دپاره یې د ږیرې او پګړۍ لاندې کوي او د نړیوالو د غولولو دپاره که کوم کار خکاره شي نو د غیر ریاستي عناصرو نوم ورکوي. د روسانو د جهاد په وخت او د طالبانو د امارت په وخت کې به د اسلام نما تنظیمونو پنجابیان او ږیرور رسمي فوځ په ساده لباس کې د زرهاو په تعداد کې په افغانستان کې موجود وو. د زړو مجاهدینو او وروسته د طالبانو ډېر فتوحات د همدې پنجابي فوځ په لاس کېده خو نوم به یې ورته د مجاهد او طالب ورکاوه. خو په افغانستان کې د پنجابیانو نه د حساسیت له امله یې اوس د دې کار دپاره د ډیورنډ د ناروا کرښې د هم جوارو منطقو پښتانه استخدام کړي چې د هر سرحدي ولایت په لهجه خبرې کوي. اکثر افغانان د کویټې او چمن او لوی کندهار لهجه سره نه شي بیلولی او نه د لوی پکتیا او میرامشاه او وزیرستان لهجه او یا هم د کنړ او باجوړ او د دواړو غاړو او د مهمندو لهجې بیلول کوم اسان کار دی او حقیقت هم دا دی چې د پولې دواړو غاړو ته ورونه قومونه پراته دي او د همدغو قومو په منځ کې د خپلو مهرو په واسطه د افغان ملت د بربادۍ پلانونه لري او د پاکستان د فوځ په قبایلو کې موجوده عملیات موخې همدا دي چې اول په قبایلو کې افغان پلوه مشران او د پښتنو ثقافت د منځه یوسي او قبایل د رعیت شوې پښتونخوا د ګلخانانو پښتنو په شان د پنجاب غلامان کړي، دوهم دا چې نړیوالو ته دا وښايي چې دوی د تروریزم پر خلاف جنګ کې عملي مشغول دي او دریم دا چې د ډیودنډ ناروا کرښه نوره هم رامخکې او د ازغن تار او فوجي پوستو او چوڼیو د جوړولو د لارې پښه او دایمي کړي. د پاکستان د شومو اهدافو په سر ته رسولو کې ورسره اوس د افغانستان خاین شمالي اتحاد هم ملګری دی خو افسوس د ډیورنډ د کرغېړنې کرښې په دواړه غاړې پښتنو او هغه احمقانو طالبانو چې پاکستان خپل دشمن نه بولي دغه د طالب په شکل او عادي پښتانه هم وژل کېږي او هم بېرته د همدوي مړي کوز پنجاب او بر شمالي اتحاد کیش کوي او د جنګ د قربانیانو په نوم پرې د امریکایانو نه ډالرې هم اخلي.