څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
په گرجستان کې د امريکا او روسيې سياليو ته لنډه کتنه
د روسيې او گرجستان ترمنځ اړيکې د اتلسمې ميلادي پيړى له پاى نه پيل شوى او تر اوسه پورې دوام لري . د تاريخ په اوږدو کې روسيې په دې سيمه کې له مختلفو هيوادونو سره سيالي درلوده. له دوهمې نړيوالې جگړې نه وروسته د سړې جگړې پرمهال په دغه هيواد کې هم د امريکا د متحده ايالاتو او روسيې ترمنځ هم سيالي پيل شوه . د شوروى اتحاد له ړنگيدو نه وروسته په گرجستان کې د روسيې او امريکا ترمنځ رقابتونه اوج ته ورسېدل . په دې ليکنه کې به لومړى د گرجستان له خپلواکۍ نه مخکې دورو کې د روسيې او گرجستان د اړيکو او په سيمه کې له نورو هيوادونو سره د سياليو په اړه او بيا به د گرجستان له خپلواکۍ نه وروسته په دې هيواد کې د روسيې او متحده ايالاتو د سياليو په اړه به څېړنه ترسره شي .
((د اتلسمې ميلادي پېړۍ په پاى کې د گرجستان غښتلى باچا دوهم ايراکلي له تزارې روسيې سره نژدې اړيکې ټينگې کړې او پر ١٧٨٣ز کال د تزارې روسيې امپراتور دوم کاترين سره يې يو تړون لاسليک کړه چې ددې تړون په نتيجه کې گرجستان د روسيې امپراتورۍ يوه برخه وگرځيده، له دې تړون نه وروسته د ايران پاچا آقا محمد قاجار پر ١٧٩٥ز کال پر گرجستان بريد وکړ، له دې بريد نه وروسته لومړى الکساندر د تزارې روسيې امپراتور د گرجستان ځينې برخې روسيې پورې وتړلي . په گرجستان کې د تزارې روسيې د حاکميت پر ضد گرجي نشنلستي غورځنگونه پيل شول او پر ١٨٩٣ز کال د گرجستان سوسيال دموکرات گوند جوړ شو.)) (١)
((گرجستانيانو له لومړۍ نړيوالې جگړې نه وروسته پر ١٩١٨ز کال خپله خپلواکي اعلان کړه خو دلينن سره پوځ دغه هيواد ونيوه او په گرجستان کې يې شوروي ډوله اداره ټينگه کړه . د ١٩٢٢ز کال په مارچ کې په آذربايجان، ارمنستان او گرجستان کې د ماوراء قفقاز په نوم يو فدراسيون جوړ شو . پر ١٩٣٦ز کال دغه فدراسيون منحل شو او گرجستان د شوروي سوسياليستي جمهوريت په نامه ونومول شو، له همدې نيټې نه تر ١٩٩١ز کاله پورې گرجستان د شوروي اتحاد تر ادارې لاندې اداره کېده .)) (٢)
د ١٩٩١ز کال د اپريل پر نهمه نيټه گرجستان خپل استقلال اعلان کړ او گامساخورديا د گرجستان د ولسمشر په توگه اعلان شو. (٣)
له ١٩٩١ ز کال نه تر ٢٠٠٨ز کاله پورې چې نژدې (١٧) کاله کيږي په گرجستان په ډير سياسي او پوځي تحولات رامنځته شول . د روسيې په ملاتړ د گرجستان دوه مهم ولايتونه يعنى سويلي اوسيتيا او آبخازيا له گرجستان نه بيل شول . له همدې امله په نوموړې موده کې په دې سيمه کې خونړي جنگونه پيل شول او ډير بى گناه مسلکي کسان له منځه ولاړل . ((د روسيې او گرجستان ترمنځ د ٢٠٠٨ز کال د اکتوبر مياشتي له جگړى نه وروسته اړيکې خرابې شوې، ددې جگړې په نتيجه کې ابخازيا او سويلي اوستيا له گرجستان نه بيل شول . گرجستان نوموړې سيمې د گرجتسان د يوې برخې په توگه پيژنې، په داسى حال کې چې د روسيې فدراتيف جمهوريت د ابخازيا او سويلې اوستيا خپلواکي په رسيمت پيژنې او دغه خپلواکي د دوى حق گڼي)) (٤) .
((له دې ټولو خونړيو پېښو څخه وروسته سوېلي اوستيا او ابخازيا له گرجستان نه خپله خپلواکي اعلان کړه. د روسيې له خوا دغو ځوانو هيوادونو ته ددې ډاډ ورکړل شو، چې له دې نه وروسته به هېڅوک پردوى يرغل ونکړى)) (٥) .
له همدې نېټې نه وروسته د روسيې پوځي اډې د ابخازيا او سويلې اوستيا په مهمو او ستراتيژيکو سيمو کې ځاى پر ځاى شوې .
له ٢٠٠٨ز کال نه وروسته د گرجستان او روسيې اړيکې مخ په خرابېد وشوې او له گرجستان سره د متحده ايالاتو اړيکې ډيرې نژدې شوې .
((گرجستان د خپلو سياسي او اقتصادي ستونزو د حلولو پخاطر د غربي هيوادونو او په ځانگړي توگه له امريکا سره نژدې اړيکې ټينگي کړې . دغه اړيکې د گرجستان په مقابل کې د روسيې غبرگون نور هم زيات کړ او روسيې په سويلې اوستيا او ابخازيا کې د خپل نفوذ د زياتيدو لپاره نوي هڅي پيل کړې . له ناټو او اروپايي ټولنې سره د گرجستان نژدې اړيکې د گرجستان او روسيې ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتيدو سبب شوى)) (٦) .
له ٢٠٠٨ز کال نه وروسته د گرجستان او متحده ايالاتو ترمنځ ځينې پوځي، سياسي او اقتصادي تړونونه لاسليک شول. په دې پرخه کې د بيلگې په ډول له ځينو تړونونو څخه لنډه يادونه کوم :
((د امريکا او گرجستان د دولتي لوړ پوړو مقاماتو ترمنځ د پوځي عصري وسلو د خرڅولو په اړه د دواړو هيوادونو د دولتي مقاماتو ترمنځ کتنه وشوه . په دې کتنه کې د گرجستان جمهور رئيس ميخائيل ساکاشويلي وويل، چې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما هغه ته وعده ورکړې، چې په راتلونکي کې هم امريکا له گرجستان سره خپلو پوځي او دفاعي مرستو ته پراختيا ورکوي . د نوموړې کتني په مقابل کې روسيى چارواکو سخت غبرگون وښود، او د روسيې فدراتيف جمهوريت جمهور رئيس ولاديمير پوتين وويل چې امريکا د گرجستان پوځ ته عصري وسلې ورکوى، خو امريکا په دې کار سره يوه لويه تيروتنه کوي او د گرجستان رهبرانو په سيمه کې تيري کوونکي سياست لورته هڅوي . ولاديمير پوتين زياته کړه : زه د خپل ميز ترشا ناست يم او نه پوهيږم، چې د گرجستان او امريکا لوړ پوري دولتي مقاماتو په کومو مسايلو باندې خبرې کوي او موافقې ته رسيږي. زما هيله دا ده چې په دغسې خبرو اترو کې د روسيې يو استازى هم بايد گډون وکړي تر څو مونږ ته خبر راکړى چې هلته په کومو موضوعاتو باندې خبرې کيږي. )) (٧)
((د ١٣٩٠ هـ ل کال د قوس په دوهمه نيټه د امريکا د دفاع وزارت مرستيال رى مابوس د گرجستان جمهوريت ته يو رسمي سفر وکړ، هغه په دې سفر کې د گرجستان د کورنيو چارو له وزير ايوان مرا بيشويلي سره وکتل او وويل، چې د گرجستان او امريکا ترمنځ سياسي، اقتصادي او پوځي اړيکې نوې مرحلې ته داخل شوي دي . همدارنگه د گرجستان د کورنيو چارو وزير وويل، چې د امريکا دولت په گرجستان کې داسې رادار مخابراتي سيستمونه جوړوي، چې په اسانۍ سره کولي شي د سيمې مخابراتي فعاليتونه کنټرول کړي . دوى په گرجستان کې د غير قانوني وسلو او مخدره موادو د قاچاق د بندولو په اړه هم خبرې وکړې .)) (٨)
((د امريکا د متحده ايالاتو لخوا د گرجستان په خاوره کې د سلو ميليونو ډالرو په ارزښت د کيمياوي او بيولوژيکي موادو د کارخانې د جوړيدو پريکړه وشوه او دغه پروژه د دواړو هيوادونو لخوا رسماً پرانستل شوه . نوموړۍ کارخانه په گرجستان کې د ٨٠٠٠ کيلومتر مربع په ساحه کې جوړيږي . دغسې پروژې د امريکا لخوا د نړۍ په نورو هيوادونو لکه تايليند، مصر او کينيا کې هم جوړ شوي دي . ددې پروژې په اړه د امريکا سفير وويل، چې ددې پروژې يوه برخه به په مخفي توگه فعاليت وکړي.)) (٩)
د گرجستان، سيمې او نړئ ډير سياسي کارپوهان په دې نظر دي، چې امريکا په گرجستان کې دوه مهم سياسي موخې لرى يو په سيمه کې د روسيې د پرمختک د مخنيوي لپاره هلې ځلې او بل پر ايران د امريکا د احتمالى بريد لپاره تيارى نيول . په دې اړه د گرجستان پخوانى اولسمشر ادوارد شوارد نادزه وويل : ((د گرجستان جمهور رئيس ساکاشويلي غواړي چې تر ډيره حده پورې ممکنه ده له گرجستان امريکا سره يو ځاى پر ايران باندې پوځې بريد وکړي . شوارد ناذرى زياته کړه چې گرجستان د ايران پر ضد له امريکا سره بايد ملاتړ ونه کړي ، ځکه چې دا د گرجستان راتلونکي لپاره ښې پايلې نلري.)) (١٠)
د گرجستان رسمي لوړ پوړو مقاماتو د ايران پر ضد د گرجستان د پوځي عملياتو او د گرجستان لخوا د ايران په کورنيو چاروکې لاسوهنه وغندله . په دې اړه د گرجستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل : ((د گرجستان خاوره به هېڅکله د ايران او نورو گاونډيو هيوادونو لپاره د پوځي عملياتو ميدان نه وى . کارپوهان بايد د امريکا او گرجستان ترمنځ د پوځي، اقتصادي او سياسي اړيکو پرمختگونه داسې تفسير ونکړې چې گرجستان خپله خاوره د نور هيوادونو لپاره د پوځي عملياتو لپاره استعمالوي . د گرجستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ((نيکولاس واشاکيدزه)) په مطبوعاتى کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې مطبوعات بايد ددې ټکي له يادولو څخه ډډه وکړي چې: (د گرجستان خاوره د امريکا د پوځي عملياتو ميدان دى) .)) (١١)
له ٢٠٠٨ز کال نه وروسته گرجستان کوښښ کوى، د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي . له هغه وخت نه تر اوسه پورې گرجستان په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړى تر څو ځان دې ته تيار کړي، چې د ناټو په غړيتوب ومنل شي . په دې اړه د گرجستان د لومړى وزير مرستيال گريکوري بار اميد زه وويل : ((زه په بشپړ باوره سره اطمينان لرم چې گرجستان د ناټو په غړيتوب منل کيږي. په شيکاگو کې د ناټو د غړيو هيوادونو د مشرانو په راتلونکى غونډه کې د ناټو د غړيو هيوادونو، مشرانو يو ځل بيا په دې خبره باندې ټينگار کړى چې گرجستان د ناټو په غړيتوب ومنل شي . هغه زياته کړه چې په گرجستان کې وروستي پارلماني انتخاباتو او جمهورى رياست انتخاباتو نه وروسته عملاً گرجستان د ناټو غړيتوپ لپاره تيار شوى دى . په دې حساس وخت کې مونږ کوښښ کوو چې له روسيې سره د خپلو اختلافاتو د پاى ته رسولو لپاره ((خپلې هلې ځلې چټکې کړو . هغه زياته کړه که گرجستان د ناټو په غړيتوب ومنل شي دا کار د روسيې او گرجستان ترمنځ د تاوتريخوالى په لموکو کې به مرسته وکړى . (١٢)
د گرجستان او روسيې د اړيکو په اړه د روسيې دريځ دادى، چې روسيه غواړي د گرجستان دو جلا شوي کورواکه جمهوريتونه يعنې سوېلي اوستيا او ابخازيا د نورو هيوادونو لخوا په رسميت وپيژندل شي او د روسيې د يو دايمي متحد په توگه د روسيې د سياستونو ملاتړ وکړي او په دې جمهوريتونو کې خپلو دايمي پوځي اډو ته پراختيا ورکړي . ترڅو د متحدو ايالاتو او د ناټو د غړو هيوادونو د پرمختگونو مخ نيوى وکړي د هغه په مقابل کې د گرجستان دريځ دا دى، چې گرجستان خپل جلا شوي کورواکه جمهوريتونه بيرته ترلاسه کړي او دغه جمهوريتونه د گرجستان په اداري او سياسي تشکيلاتو کې يو ځاى کړي ، گرجستان غواړى دغو جمهوريتونو ته نور هم د اروپايى هيوادونو په کچه خپلواکي ورکړي او ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره له روسيې سره هر راز مذاکراتو ته حاضر دي.
په اوسنيو شرايطو کې گرجستان د دوو زبرځواکو قوتونو ترمنځ واقع شوى دى . پدې حساسو شرايطو کې گرجستان غواړي د دواړو خواوو ترمنځ توازن وساتى او حالات داسې کنټرول کړي، چې په سيمه کې يو پر بل باندې باور او اعتماد رامنځته شي . ددې سيمې د سياسي، پوځي او اقتصادي ستونزو د حل يواځنۍ لاره د اړوندو هيوادونو او قوتونو ترمنځ د باور او اعتماد د فضا رامنځته کېدل دي . د دغسې فضا د رامنځته کولو په برخه کې له ټولو نه د گرجستان او روسيې سياستوالو او چارواکو رول ډير مهم دى .
منابع او ماخذونه
١- گيتاشناسى نوين کشور ها، مهندس عباس جعفرى، موسسه جغرافيايي و کارتوگرافى، تهران، ١٣٨٧ هـ ش، (ص ٣٦٧) .
٢- احسان الله آرين زى، د نړئ هينداره، آسيا، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پيښور، ١٣٨٢ هـ ش، (٥٣٨ مخ) .
٣- گيتاشناسى نوين کشور ها، (ص ٣٦٩) .
٨- پورتنۍ ماخذ.
١٠- www.ccsi.ir/
١١- پورتنۍ ماخذ.
١٢- www.ccsi.ir/