پښتانه شعراء

پنځم ټوک

          ((پښتانه شعراء – پنځم ټوک)) د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا په ١٣٦٧ هـ ل کال کې په ٣٥٢ مخونو کې چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . په دې کتاب کې د ٩٨ تنو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه وړاندې شوي دي . د کتآب په پيل کې د کتاب د ليکوال لخوا سريزه وړاندې شوى ده او بيا د کتاب اصلي متن پيل کيږي . د سريزې په يوه برخه کې ددې کتاب او ددې کتاب د نورو ټوکونو په اړه داسي ليکل شوى دى : (( د پښتو ژبې د شاعرانو د معاصرو تذکرو په لړ کې د ((پښتانه شعراء)) لړى مرکزي منظم حيثيت لرى، چې نژدې نيمه پيړۍ د مخه کار يې د پښتو ټولنې له خوا پيل شوى او دوام لرى . ((پښتانه شعراء – لومړى ټوک)) په ١٣٢٠ هـ ل ، دوهم ټوک په ١٣٢١هـ ل ، درېيم ټوک په ١٣٤٢ هـ ل او څلورم ټوک په ١٣٥٧ هـ ل کال کې له چاپه وتلې دي چې په څلورو وارو کې څلور سوه درى شپيته شاعران پيژندل شوي او د شعرونو نمونى يې راوړل شوي دي)) .

          بايد ووايم چې پښتانه شعراء شپږم ټوک چاپ ته تيار دى او د سلوتنو پښتنو شاعرانو ژوند ليکونه او د شعر نمونې پکې وړاندې شوي دي ، او اووم ټوک کار لاندې دى .

          د پخوانيو او نويو ټوکونو په اړه زما وړانديز دا دى . چې ټول بايد د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا چاپ شي .