د بياض ديوان
          دا کتاب د محمد بياض د شعرونو مجموعه ده، محمد بياض د ١٢٠٠ هـ ق شاوخوا کې په پښتونخوا کې ژوند کړى دى . دا ديوان لومړى ځل په ١٩٥٨ز کال کې چاپ شوى وو او دا ځل د دوهم ځل لپاره د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار په زيار چاپ شو .
          دا کتاب په ١٣٨٣ هـ ل کال کې د الفت اکاډمۍ لخوا د دانش په مطبعه کې چاپ شو ، د کتاب په پيل کې د الفت اکاډمۍ د مشر ميرويس الفت لخوا يو يادښت وړاندې شوى دى او بيا وروسته پر لومړى چاپ باندې د جناب مولوي محمد ايوب عليه الرحمه د ليکنې لنډيز چاپ شوى دى . بيا د ((بياض او ديوان ته يې يوه کتنه)) تر سرليک لاندې د استاد محمد اصف صميم ليکنه وړاندې شوى دى . بيا د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار سريزه وړاندې شوى دى او وروسته د کتاب اصلى متن پيل کيږي .
 
		
			
					
					
						
							22.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					د قران شريف ځينې خطي نسخې، تجويدونه، تفسيرونه،
مفسران او مدرسې
          ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . دا کتاب د ١٣٨٣ هـ ل کال په حمل کې د دانش په مطبعه کې په ١٧٩ مخونو کې چاپ شوى دى . څرنگه چې د کتاب د سرليک نه معلوميږي په دې کتاب کې د قران شريف ځينې خطي نسخې، تجويدونه، تفسيرونه، مفسران او مدرسې معرفي شوي دي .
    ...
			 
			
					
					
						
							23.02.2012
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار
د خان عبدالصمد خان اڅکزى د ژوند، ادبي او سياسي خدمتونو کرونولوژى
١٩٠٧
          - خان عبدالصمد خان اڅکزى په ١٩٠٧ز کال د جولاى پر اوومه نيټه د پښين د گلستان په بازار پورې مربوط په عنايت الله کاريز نوې کلي کې زېږيدلې دى . دى د نور محمد خان زوى د سلطان محمد خان لمسۍ د عنايت الله خان کړوسۍ د بوستان خان کوسۍ او په قبيلوي لحاظ اڅ...