د قران شريف ځينې خطي نسخې، تجويدونه، تفسيرونه،
مفسران او مدرسې
          ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . دا کتاب د ١٣٨٣ هـ ل کال په حمل کې د دانش په مطبعه کې په ١٧٩ مخونو کې چاپ شوى دى . څرنگه چې د کتاب د سرليک نه معلوميږي په دې کتاب کې د قران شريف ځينې خطي نسخې، تجويدونه، تفسيرونه، مفسران او مدرسې معرفي شوي دي .
          ددې کتاب په يوه برخه کې د قران شريف د يو لوى قلمي نسخي په اړه مفصل معلومات وړاندې شوى دى ، چې دلته څو کرښې وړاندې کوم : ((د قران شريف دغه نسخه يو منز او پنځه اويا سانتي اوږدوالى او اويا سانتى سور لرى . څومره چې زه معلومات لرم دغه نسخه يوازې په افغانستان کې نه، بلکې په توله نړۍ کې د قلمي قرآن شريفونو په لړ کې تر ټولو لويه او ستره نسخه ده)).
         
د بياض
		
			
					
					
						
							22.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					خدمتگار د فقير خيل په کتب خانه کښې
          دا کتاب په ١٣٨٢ هـ ل کال کې د دانش په مطبعه کې په ١٤٥ مخونو کې چاپ شو . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى او د ښاغلى ميا وکيل شاه فقير خيل لخوا تدوين شوى او سريزه ورباندې ليکلى دى .
          د کتاب محتويات هغه ليکنې دې چې زياتره يې د ميا وکيل شاه فقير په کتابخانه کې د ياداشت او خاطرې...
			 
			
					
					
						
							22.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					د بياض ديوان
          دا کتاب د محمد بياض د شعرونو مجموعه ده، محمد بياض د ١٢٠٠ هـ ق شاوخوا کې په پښتونخوا کې ژوند کړى دى . دا ديوان لومړى ځل په ١٩٥٨ز کال کې چاپ شوى وو او دا ځل د دوهم ځل لپاره د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار په زيار چاپ شو .
          دا کتاب په ١٣٨٣ هـ ل کال کې د الفت اکاډمۍ لخوا د دانش په مطبعه کې چاپ شو ، د کتاب په پيل کې...