زما، استاد الفت
          دا کتاب په ١٣٨٠ هـ ل کال کې د ((الفت اکاډمي)) لخوا د دانش په مطبعه کې چاپ شو . د نوموړى کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . کتاب د الفت اکادمي د مشر ميرويس الفت په يادښت سره پيل کيږي او بيا سريزه وړاندې شوى دى د سريزى نه وروسته د کتاب اصلي متن پيل کيږي . په دې کتاب کې هغه مقالې او ليکنې شاملې دي چې د استاد الفت د ژوند او آثارو او افکارو په اړه ليکل شوي دي . د کتاب د ښه پيژندنې په خاطر په لاندې ډول د کتاب فهرست وړاندې کوم :
          - گل پاچا الفت (څلوريزه) .
          - د الفت وفات ( د وفات تاريخ قطعه) .
          - لوى او لوړ شخصيت .
          - نظر الفت .
          - زما استاد الفت .
          - د الفت خاطرې .
          - د الفت وروستى تاليف .
          - ادبي بحثونه .
          - لوړ خيالونه او ژور فکرونه .
          - غوره نثرونه .
          - املا او انشاء .
          - د خادم او الفت شعر د الفت او خادم له نظره .
          - شعر او شاعرى د استاد الفت له نظره .
          - آرزوى ترجمه آثار استاد الفت .
		
			
					
					
						
							20.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک
          دا کتاب د سرمحقق عبدالله بختانى لخوا تاليف او په ١٣٨٠ هـ ل کال کې په بلجيم کې د افغانانو د تفاهم ، مرستې او پيوستون ټولنى لخوا په ٤٧٢ مخونو کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې يادښت دى ، او وروسته د موضوعاتو فهرست او بيا د ليکوال لخوا د کتاب سريزه وړاندى شوى دى او بيا د کتاب موضوعات پيل کيږى .
     &nbs...
			 
			
					
					
						
							20.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					رښتينى خدمتگار
( د استاد عبدالله بختانى خدمتگار ژوند او هلې ځلې)
          دا کتاب په ١٣٨٠ هـ ل کال کې چاپ شوى دى . ليکوال يې لال پاچا ازمون دى . دا کتاب د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د ژوند او آثارو په اړه ليکل شوى دى او دوه برخې لرى لومړى برخه يې د استاد عبدالله بختانى خدمتگار ځاي ژوند او هلې ځلې ته ځانگړې شوى دى ((په دوهمه برخه کې د آثارو او ليکنو په اړه مفصل معلومات...