خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک
          دا کتاب د سرمحقق عبدالله بختانى لخوا تاليف او په ١٣٨٠ هـ ل کال کې په بلجيم کې د افغانانو د تفاهم ، مرستې او پيوستون ټولنى لخوا په ٤٧٢ مخونو کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې يادښت دى ، او وروسته د موضوعاتو فهرست او بيا د ليکوال لخوا د کتاب سريزه وړاندى شوى دى او بيا د کتاب موضوعات پيل کيږى .
          په دى کتاب کې د خوشحال خان خټک او يو شمير نورو خټکو ليکوالو او شاعرانو ژوند ليکونو او د هغوي د شعرونو په اړه معلومات وړاندى شوي دي .
 
		
			
					
					
						
							20.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					ستاره دين مولانا نجم الدين اخونزاده هده
          دا کتاب ((د هډې اخونزاده مولانا نجم الدين)) درى ژباړه ده ، چې د ښاغلى فضل الرحمان فاضل لخوا په خوږه درى ژبه ژباړل شوى ده . نوموړى کتاب په ١٣٨٧ هـ ل کال کې د ((مرکز تحقيقات علوم اسلامى امام قتيبه بغلانى (رح) )) لخوا په ١٩٠ مخونو کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې لخوا يو يادښت وړاندى شوى دى او بيا د مترجم لخوا يوه سريزه وړاندې شوى دى چې يوه بر...
			 
			
					
					
						
							20.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					زما، استاد الفت
          دا کتاب په ١٣٨٠ هـ ل کال کې د ((الفت اکاډمي)) لخوا د دانش په مطبعه کې چاپ شو . د نوموړى کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . کتاب د الفت اکادمي د مشر ميرويس الفت په يادښت سره پيل کيږي او بيا سريزه وړاندې شوى دى د سريزى نه وروسته د کتاب اصلي متن پيل کيږي . په دې کتاب کې هغه مقالې او ليکنې شاملې دي چې د استاد الفت د ژوند او آثارو او افکارو په اړه ليکل شوي دي . د کتاب د ښه...