حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک
          ددې کتاب ليکوال د ازبکستان نامتو ليکوال او محقق داکتر عارف عثمان دى . دا کتاب په ١٣٨٤ هـ ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا چاپ شوى دى . زده کړو وزارت لخوا چاپ شو . د نوموړى کتاب تدوين ، ايډيټ، سريزه او اهتمام د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا شوى دى .
          ددې کتاب موضوعات د اجمل خټک شخصي ژوند، سياسي او فرهنگي فعاليتونو په اړه دي . ددې کتاب په سريزه کې د کتاب د ليکوال او د کتاب د موضوع په اړه داسي يادونه شوى ده :
          ((دا اثر چه ستاسو په لاس کښې دى ، د ښاغلي عارف عثمان د ځوانئ د دوران قلمي يادگار دى چه په هغه وخت کښې د ځوان او مبارز شاعر اجمل خټک په ځوانې او په زړه پورې شاعرئ باندې ليکل شوى دى .))
 
		
			
					
					
						
							20.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
د قفقاز د سيمې لنډه تاريخچه
          د قفقاز ښکلې او لرغونې سيمه د کسپين سمندرگي او تور سمندرگي په منځ کې پروته ده . اوس مهال د قفقاز سيمه په دوو برخو باندې ويشل شوې ده ، چې يو شمالي قفقاز او بل يې سويلي قفقاز دى . شمالي او سويلى قفقاز د قفقاز د لويو غرونو پواسطه سره بيليږي، چې په شمالي برخه کې د روسيې شپږ لاندې کورواکه جمهوريتونه شامل دي :...
			 
			
					
					
						
							20.12.2011
						
						 - څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
					
					د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف
          ((د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف)) علمي او څېړنيز اثر د سيد جمال الدين افغان د١١٧ تلين د علمي او څېړنيز سيمينار په وياړ د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت لخوا په ١٣٨٥ هـ ل کال کې چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . د کتاب په پيل کې د څېړنپوه عبدالبارى راشد لخوا يوه تقريظ وړاندې شوي دى ، بيا د کتاب د ليکوال لخوا سريزه ده ، وروسته د کت...