څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
د قفقاز د سيمې لنډه تاريخچه
د قفقاز ښکلې او لرغونې سيمه د کسپين سمندرگي او تور سمندرگي په منځ کې پروته ده . اوس مهال د قفقاز سيمه په دوو برخو باندې ويشل شوې ده ، چې يو شمالي قفقاز او بل يې سويلي قفقاز دى . شمالي او سويلى قفقاز د قفقاز د لويو غرونو پواسطه سره بيليږي، چې په شمالي برخه کې د روسيې شپږ لاندې کورواکه جمهوريتونه شامل دي :
١- د داغستان جمهوريت .
٢- د چيچن – اينگوش جمهوريت .
٣- د شمالي او سيتيا جمهوريت .
٤- د کاباردا – بالکار جمهوريت .
٥- د قاراچاى – چرکس جمهوريت .
٦- د آديگه جمهوريت .
په سويلي قفقاز کې درى لاندې مستقل هيوادونه شامل دي :
١- د گرجستان جمهوريت .
٢- د ارمنستان جمهوريت .
٣- د آذربايجان جمهوريت .
په لرغونو زمانو کې اوسنۍ جغرافيايي ويش موجودنه ، د قفقاز خلکو د يوه هيواد په توگه سره ژوند کولو . د اتلسمې ميلادې پيړۍ نه وروسته ورو ورو دغه جغرافيايي ويش پيل شو او د شوروي اتحاد له ړنگيدونه وروسته ددې سيمې په سويلي برخو کې دې خپلواک هيوادونه رامنځته شول .
په دې ليکنه کې د قبل الميلاد د زمانې نه تر اوسه پورې ددې سيمې پر تاريخي واقعياتو باندې لنډه څېړنه ترسره کيږي :
د قفقاز سيمه په لرغونو زمانو کې :
لرغونې زمانه د خط او کتابت نه مخکې دورې دي ، چې ددې دورې څيړنه د لرغون پيژندنو د علم پواسطه د لرغونو آثارو له مخې ترسره کيږي . د قفقاز سيمه هم د نړۍ د هغو متمدنو سيمو له جملې څخه شمير کيږي، چې د خط د پيدا کيدونه مخکې دورو کې په دې سيمه کې خلکو متمدن ژوند درلود . د لرغون پيژندنې د علم د څېړونکو له نظر ((د قفقاز سيمه د بشري تمدن د لرغونو مرکزونو له جملې څخه شميرل کيږي . په دې سيمه کې د لرغونو انسانانو د اوسيدو ځايونه چې نژدې ٧٠٠٠ کاله لرغنتوب لري او د ډبرو لرغوني دورې پورې اړه لري کشف شوي دي . ددې په څنگ کې د آذربايجان د ((آزيخ)) په سيمه کې د نئاندرتال انسانو هډوکې چې دا هم نوموړې دورې پورې مربوط دى کشف شوى دى . د لرغون پيژندنې د شواهدو پر اساس د قفقاز په سيمه کې کرنه او مالداري د ډبرو منځنۍ دوره کې چې پنځه زره د ميلاد نه مخکې دورې پورې مربوط دى پيل شوى دى . د مفرع يا مو په دوره کې چې درې زره کاله د ميلاد نه مخکې دورې پورې مربوط دى د قفقاز په مايکوب ، کُر او ارسى کې لرغونى تمدن د پرمختگ په حالت کې وو . ددې دورې ډير لرغونې آثار د قفقاز د سيندونو پر غاړو او درو کې موندل شوي دي .
د فلزاتو په دوهمه دوره کې د قفقاز سيمه د نړۍ د فلزې صنايعو د مهمو مرکزونو له جملې څخه شميرل شوې ده . د مفرغ د دورې په پاى او د اوسپنې دورې په پيل يعنې دوه زره کاله د ميلاد نه مخکې په نړۍ کې د قفقاز سيمه د تمدن لوړو درجو ته رسيدلې وه . ددې دورې لرغونې آثار د قفقاز د خوجالى ، گئده بيک ، کولخيس، قاياکند ، خوروچوى او کوبا له سيمو څخه ترلاسه شوي دي .
نژدې ١٠٠٠ کاله د ميلاد نه مخکې په دې سيمه کې لومړنۍ دولت د ((اورارتو)) په نوم جوړ شو. شپږ سوه کاله مخکې د ميلادنه د ((کولخيدا)) پاچاهي جوړه شوه . څلور سوه کاله مخکې له ميلاد نه د ((آيرارات)) په نوم پاچاهي جوړه شوه . د څلورم قبل الميلاد نه تر دريم قبل الميلادي پيړۍ پورې د قفقاز په سيمه کې د ((ايبريا)) په نوم دولت حاکميت کول )) (١) .
په لومړۍ ميلادې پيړۍ کې د کولخيدا او ايبريا پاچاهى سره يو ځاى شو ، بيا وروسته ټول د ايران ساساني حکومت تر کنترول لاندې شو ، د قفقاز سيمې د نيولو لپاره د ايران ساساني حکومت او د بيزانس امپراتورى ترمنځ رقابتونه او جگړې پيل شوې، چې په پايله کې د بيزاس امپراتورۍ د قفقاز سيمه يې ونيوله او خپل حاکميت يې هلته ټينگ کړل .
د قفقاز سيمه د شپږمې ميلادې پيړۍ نه تر لسمې ميلادي پيړۍ پورې د عربانو په لاس کې وو. د ١٠٨٩ز کال نه تر ١١٢٥ز کاله پورې د باگراتيد د کورنۍ نه دوهم داويد گرجستان او د قفقاز نورې سيمې له مسلمانانو څخه ونيولې . ملکه تامارا د قفقاز د سيمې مشهوره امپراتوره وه ، چې د ١١٨٤ز کال نه تر ١٢١٣ز کاله پورې پاچاهي يې کړې ده . نوموړې امپراتوره د قفقاز لپاره ډير خدمتونه وکړل (٢) .
په يولسمه ميلادې پيړۍ کې سلجوقيانو د قفقاز سيمه ونيوله . په ديارلسمه ميلادي پيړۍ کې د چنگيز خان لښکر پر قفقاز باندې حمله وکړه او په دې وخت کې د قفقاز سيمه د ايلخانانو لخوا اداره کيدل . په پنځلسمه ميلادې پيرۍ کې آذربايجان د ((قاراقويونلو)) او ((آق قويونلو)) لخوا اداره کيدل. د ارس په شمالې برخو کې د ((شيروانشاهان)) د حکومت حاکميت (٣) .
د قفقاز سيمه د شپاړلسمې ميلادي پيړۍ نه ترننه پورې :
د شپاړسمې ميلادې پيړۍ نه وروسته د قفقاز په سيمه کې بيل بيل حکومتونه او دولتونه منځ ته راغي ، د ژبې او قومونو پر اساس سرحدونه رامنځته شول . په سويلي قفقاز کې د آذربايجان، ارمنستان او گرجستان حکومتونه جوړ او په شمالي قفقاز کې هم بيل بيل حاکميتونه رامنځته شول او د خارجي اشغالگرو پرضد آزادي بخښوونکي غورځنگونه جوړ شول . د شپاړسمې پيړۍ نه وروسته ددې سيمې تاريخ به په جلا جلا توگه وڅيړل شو :
گرجستان: د شپاړلسمې ميلادي پيړۍ نه وروسته د گرجستان د نيولو پر سر د ترکيې عثماني دولت ، تزاري روسيې او ايران ترمنځ رقابتونه او جنگونه پيل شول ، ددې نيټې نه وروسته گرجستان د دغو هيوادونو ترمنځ لاس په لاس کيدو ، کله د يو او کله د بل په لاس کې وو .
دوهم ايراکلي د باگراتيد د کورنۍ غښتلى پاچا له تزارې روسيې سره نژدې اړيکې ټينگي کړي او په ١٣٨٣ز کال کې د تزاري روسيې امپراتور دوم کاترين سره يو تړون لاسليک کړ ، چې ددې تړون په نتيجه کې گرجستان د روسيې امپراتورۍ يوه برخه وگرځيده . ددې تړون نه وروسته د ايران پاچا آقا محمد قاجار په ١٧٩٥ز کال کې پر گرجستان بريد وکړ ، له دې بريد نه وروسته لومړي الکساندر د تزاري روسيې امپراتور د گرجستان ځينې برخې روسيې پورې وتړلې (٤) .
د نولسمې ميلادې پيړۍ په پيل کې گرجستان د ترکيې عثمانې امپراتورۍ تر کنترول لاندې وو. په ١٨٢٩ز کال کې د گرجستان سويلي برخې يعنې د آخال تسيخ او آخال کلک ښارونه د له عثمانې امپراتورۍ څخه ونيول شول ، بيا وروسته په ١٨٧٧ز کال کې د باطوم بندر د روسانو او عثماني امپراتورۍ د جگړو په نتيجه کې روسانو ونيوه (٥) .
په ١٧٨٧ز کال کې په ټول گرجستان کې د روسيې حاکميت ټينگ شو . په گرجستان کې د تزارې روسيې د حاکميت پر ضد گرجي نشنلستي غورځنگونه پيل شول او په ١٨٩٣ز کال کې د گرجستان سوسيال د موکرات گوند جوړ شو . په ١٩١٧ز کال کې د اکتوبر له انقلاب نه وروسته گرجستانيانو ، آذربايجانيانو او ارمنيان د استقلال د ترلاسه کولو په موخه يوه کميټه جوړه کړه (٦).
د گرجستانيانو د لومړۍ نړيوالې جگړې ..................................................................... ................................. تر اوس مهال پورې دوام لرى (٩) .
سيمه ييز مطالعات (٢٠) گڼه (٩٢، ٩٣، ٩٤ او ٩٥ مخونه)
ارمنستان: په ارمنستان کې د لرغونو آثارو له موندلونه وروسته څرگنده شوه ، چې دري زره کاله له ميلاد نه مخکې د ارمنستان په مرکزي او لوېديځو برخو کې مختلفو قومونو ژوند کاوه، د دوي په منځ کې تر ټولو مهم قوم ((سوبارى)) قوم و . دغه قوم د هند و اروپايي يا له سامي نژاد څخه نه و، بلکې دا قوم د سپين نژاد له يوې څانگې څخه دى ، چې له ډبرو لرغونو زمانو نه پر قفقاز او د مديترانې په شمالي برخو کې يې ژوندل کول . دوي ١٥٠٠ کاله د ميلاد نه مخکې درثورې امپراتورۍ تر تسلط لاندې وو . د اثورې واکمنانو د فشارونو له کبله د ((نائير)) او هايا قومونه سره يو ځاى شول او د ((وان)) سيند په غاړه د ارمنيانو تر رهبرۍ لاندې د ((اورارتو)) په نوم يې يو حکومت جوړ کړ . ددې حکومت پلازمينه د ((توشپا)) ښار و ، چې وروسته بيا د ((وان)) په نوم ياد شو .
په ٧٨٢ق م کال کې ((لومړى آرکيشتى)) د اورارتو پاچا د ((اريوني)) د ښار د جوړولو امر ورکړ، چې وروسته بيا د ((ايروان)) په نوم ياد شو .
ارمنيان له هندو اروپايي نژاد څخه دي . دوى په شپږم او اووم قبل الميلاد پيړۍ کې د اورارتو د پاچاهۍ خاورې ته داخل شوي ، د ارمنستان نوم د لومړي ځل لپاره د داريوش په ډبر ليک کې چې ٥٢١ قبل الميلاد کال پورې مربوط دى ليکل شوى دى . په ايران کې د هخامنشيانو د واک په ټينگيدو سره په تدريجې ډول ارمنستان د هغوى تر کنترول لاندې شو ، وروسته بيا ارمنستان يا د ايران اويا د روم امپراتورۍ تر کنترول لاندې و (٧) .
د څلورمې ميلادۍ پيړۍ په پاى کې ، ارمنستان د ايران ساسانې امپراتورۍ او د روم امپراتورۍ ترمنځ وويشل شو ، د ايران ساسانې امپراتورۍ له زوال سره سم عربان د ارمنستان خواته وخوځيدل او په ٦٥٥ز کال کې ارمنستان په مکمل ډول د مسلمانانو پواسطه فتح شو . د عربانو پر ضد د پاڅونونو په نتيجه کې عباسي کورنۍ مجبوره شوه چې د باگراتيد له کورنۍ نه شهزاده آشوت د ارمنستان د امير په توگه وټاکي، وروسته آشوت د ارمنستان خپلواک پاچا شو او د باگراتيد کورنۍ د پاچاهي بنسټ يې کيښود. دغه کورنۍ په ارمنستان کې د يوولسمې ميلادې پيړۍ تر نيمايي پورې حکومت وکړ او په دې دوره په ارمنستان کې په سياسي او اقتصادي ډگرونو کې ډير پرمختگونه وشول .
د سلجوقيانو کورنۍ کله چې آذربايجان يې ونيو ، نو ارمنستان خواته يې مخه وکړه او د باگراتيد کورنۍ پلازمينه يعنى د آنى ښار يې وران کړ . د سلجوقيانو له زوال نه وروسته ارمنستان د مغولي کورنۍ تر يرغلونو لاندې راغى ، بيا د تيموريانو تر کنترول لاندې راغى او د آق قويونلو ترکانو پکې حکومت کاوه . د ايران صفوي پاچاهانو په زمانه کې ارمنستان د عثماني ترکيې او د ايران د صفوي حکومت په منځ کې د رقابتونو ميدان و . د نولسمې پيړۍ په پيل کې ايران او روسيې له جگړو نه وروسته د ارمنستان زياتره برخه روسيې پورې مربوط شوه . د ١٩١٨ز کال دمى په ٢٨ نيټه ارمنستان د خپلواکۍ اعلان وکړ او په معاصر تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ارمني دولت يې جوړ کړ (٨) .
ارمنستان په ١٩٢٠ز کال کې له شوروي اتحاد سره يو ځاى شو او د ارمنستان کمونست گوند د روسيې په ملاتړ په ټول ملک واکمن وگرځول شو . د ارمنستان خلکو چې پخوا يې ډېره اوږده موده خپلواک ژوند کړى و ، د بيا خپلواکۍ لپاره هڅې کولې تر څو چې د شوروي اتحاد لويه امپراتوري د کال ١٩٩١ز په دسمبر کې ړنگه شوه ، په همدې کال کې ارمنستان له خپل گاونډي جمهوريت آذربايجان سره د ناگورونو – قره باغ او نخوان سيمو د مالکيت پر موضوع ستونزې پيدا کړې او دواړه سره وجنگېدل . سره له دې چې دواړو هيوادونو د کال ١٩٩٤ز په مې کې اوربند تر غاړه کيښوده، ته اوسه پورې د رښتيانۍ سولۍ په لورگام نه دى اوچت شوى (٩) .
د ١٩٩٤ز کال د اپريل په ٢٢مه نيټه ارمنستان، آذربايجان او گرجستان له اروپايې ټولنې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ . د ١٩٩٤ز کال د سپتمبر په ٢٢مه نيټه لئون تر پطروسيان د دوهم ځل لپاره د ارمنستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د جمهور رئيس په توگه انتخاب شو .
د ١٩٩٧ز کال د اپريل پر ٣٠ مه نيټه د ارمنستان او روسيې ترمنځ د پوځي همکارۍ تړون لاسليک شو .
د ١٩٩٨ز کال د فبرورى په ٤ مه نېټه لئون تر پطروسيان د جمهورى رياست له مقام نه استعفا وکړ او د هغه پر ځاى روبرت کوچاريان د ارمنستان د جمهورى رياست د سرپرست په توگه اعلان شو .
د ١٩٩٨ز کال د مارچ په ٣٠ مه نيټه د جمهورى رياست لپاره انتخابات ترسره شول ، او روبرت کوچاريان د ارمنستان د جمهور رئيس په توگه انتخاب شو .
د ٢٠٠٣ز کال د مارچ په ٥ مه نېټه رابرت کوچاريان د دوهم ځل لپاره د ارمنستان د جمهور رئيس په توگه اعلان شو (١٠) .
له پورتنيو معلوماتو نه څرگنده شوه چې ارمنستان هم لکه د قفقاز نورو سيمو غوندې د تاريخ په اوږدو کې د بهرنيو اشغالگرانو تر يرغلونو لاندې و او کله د يو په لاس کې او کله هم د بل په لاس کې لويده ، په پاى کې په ١٩٩١ز کال کې خپله خپلواکي له شوروى اتحاد نه ترلاسه کړه ، او اوس د يو خپلواک هيواد په توگه د ملگرو د ملتونو په سازمان کې غړيتوب لرى .
آذربايجان: له لرغونو زمانو نه تر شپاړلسمې پيړى پورې آذربايجان هم د قفقاز نورو سيمو ته ورته تاريخ لري په دې برخه کى له شپاړلسمې پيړۍ نه وروسته د آذربايجان د تاريخي حوادثو په اړه به لنډ معلومات وړاندې کړم :
د پنځلسمې او شپاړلسمې ميلادي پيړۍ په منځ کې د لومړي شاه اسماعيل په لاس کې د ايران صفوي حکومت جوړ شو . ددې حکومت په جوړيدو سره آذربايجان د ايران د يو ولايت په توگه د ايران صفوي دولت يوه برخه شوه . د شپاړلسمې پيړۍ او اتلسمې پيړۍ ترمنځ آذربايجان د ايران صفوي دولت او د د عثماني ترکيې ترمنځ د جگړي ميدان و . د نولسمې پيړۍ په پيل کې د ايران او روسيې ترمنځ د جگړو نه وروسته آذربايجان د روسيې تر تسلط لاندى راغى . په ١٩٠١ز کال کې په آذربايجان کې ملي او آزادي بخښوونکي غورځنگونه پيل شول ، په همدې کال کې د مساوات په نوم يو ملي گوند رامنځته شو ، د همدې گوند تر لارښونې لاندې په ١٩١٨ز کال د آذربايجان خپلواکۍ اعلان شوه . د آذربايجان دغه خپلواکي نژدې دوه کاله دوام وکړ او د روسيې عسکرو په آذربايجان بيا خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ او آذربايجان د شوروي اتحاد يوه برخه شوه (١١) .
د ١٩٩١ز کال د نومبر په ١٨مه نيټه د آذربايجان جمهوريت خپله خپلواکي ترلاسه کړه، او د ملگرو ملتونو په غړيتوب باندې ومنل شو .
د ١٩٩٢ز کال نه تر ١٩٩٤ز کاله پورې د نه گورنيا قره باغ پر سر د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ سخت جنگونه وشول ، په پاى کې د دواړو هيوادونو ترمنځ په ١٩٩٤ز کال کې د سولې تړون لاسليک شو .
د ٢٠٠٣ز کال د اکتوبر په مياشت کې په آذربايجان کې د جمهوري رياست څوکۍ لپاره انتخابات ترسره شول د پخوانۍ جمهور رئيس حيدر على يف زوى الهام على يف د جمهور رئيس په توگه وټاکل شو (١٢) .
شمالى قفقاز : د قفقاز سيمه د قفقاز د لويو غرونو پواسطه په دوو برخو يعنې شمالي او جنوبى باندې ويشل شوى دى . د جنوبي قفقاز تاريخ ترپوې اندازې پورې روښانه شو ، په دې برخه کې لازم بولم چې د شمالي قفقاز د تاريخي واقعياتو په اړه هم لنډ معلومات وړاندې کړم . شمالي قفقاز هم لکه جنوبي قفقاز اوږد او د ستونزو نه ډک تاريخ لري . دغه ښکلې او لرغونې سيمه د قفقاز د لويو غرونو په جنوبى شنو لمنو کې پروته ده . دغه سيمه ډيره موده په روسيې پورې مربوطه وه ، او اوسمهال هم په دې سيمه کې د فدراتيفې روسيې شپږ لاندني کورواکي جمهوريتونه شامل دي :
١- داغستان .
٢- چيچن – اينگوش .
٣- شمالى اوستيا .
٤- کاباردا – بالکار .
٥- قاراچاى – چرکس .
٦- آديگه .
د شمالي قفقاز سيمې هم ډير لرغونى تاريخ لري . ددې سيمې د لرغونو آثارو د موندلو نه وروسته څرگنده شوه ، چې په دې سيمه کې خلک ٧٠٠٠ کاله مخکې له ميلاد نه ژوند کاوه .
د لرغونې زمانې نه تر معاصرې دورې پورې په شمالي قفقاز کې هم بهرنيو تيري کوونکو خپلو يرغلونو ته دوام ورکړى دى . مگر ددې سيمې د جغرافيايي موقعيت له امله دوي د اوږدي مودې لپاره په دې سيمه کې نه دي پاتې شوي . د شمالي قفقاز سيمې د شپاړلسمې ميلادي پيړۍ نه تر نولسمې ميلادي پيړۍ پورې د عثماني ترکيې ، ايران او تزاري روسيې ترمنځ د رقابتونو او جگړو ډگر و ، چې په پاى کې د نولسمې پيړۍ په پيل کې تزارې روسيه په دې سيمه کې خپل حاکميت ټينگ کړ (١٣) .
د نولسمې پيړۍ په پيل کې کله چې د تزارې روسيې يرغل په چيچن پيل شو، هغوى ډير کلک مقاومت وکړ او د شيخ شامل د پاڅون ملاتړ يې وکړ ، دغه پاڅون ډير کلونه دوام وکړ په پاى کې په ١٨٩٥ز کال کې دغه پاڅون وځپل شو او د چيچن ډير خلک مجبور شو چې عراق ، ترکيې او اردن ته مهاجرت وکړي . په ١٩٣٦ز کال کې د چيچن او اينگوش سيمې سره يو ځاى شوې او د چيچن اينگوش په نوم د روسيې يو کورواکه جمهوريت منځ ته راغى . د شوروى د ړنگيدونه وروسته دوى د چيچن جمهوريت د خپلواکۍ اعلان وکړ ، مگر د ډيرو جگړو نه وروسته دغه د خپلواکۍ پاڅون د روسيې لخوا وځپل شو او تر اوسه پورې چيچن د روسيې د يو کورواکه جمهوريت په توگه پاتې دى .
د داغستان سيمه د شمالي قفقاز د مهمو سيمو څخه شمير کيږي . دغه سيمه هم تر ډيرې مودې پورې د ايران ، عثمانې امپراتورې او تزارې روسيې امپراتورۍ د رقابتونو او جگړو ميدان و . په ١٩٠٦ز کال شاه اسماعيل صفوى دغه سيمه ونيوله . د اتلسمې ميلادې پيړى د نيمايې نه وروسته دغه سيمه ورورو د تزارې روسيې تر کنترول لاندې راغله . په دې سيمه کې د روسانو پر ضد د قاضي ملا او حمزه بيگ په مشرۍ پاڅونونه پيل شو ، چې دغه پاڅونونه هم د تزاري روسيې د عسکرو پواسطه وځپل شول . په ١٩١٧ز کال کې د اکتوبر د انقلاب نه وروسته دوي د خپلواکۍ اعلان وکړ ، تر ١٩٢٠ز کاله پورې د دوي او روسانو ترمنځ د خپلواکۍ جگړه روانه وه ، په پاى کې په ١٩٢٠ز کال کې د شوروي اتحاد د يو کورواکه جمهوريت په توگه ومنل شو . په ١٩٩١ز کال کې د شوروى اتحاد د ړنگيدو نه وروسته داغستان بيا د خپلواکۍ اعلان وکړ ، تر ١٩٩٩ز کاله پورې په دې سيمه د خپلواکۍ دترلاسه کولو لپاره جگړه روانه وه او په پاى کې بيا هم دغه سيمه د فدراتيفې روسيې د يو کورواکه جمهوريت په توگه ومنل شو (١٤) .
منابع او ماخذونه
١- بهرام امير احمديان، جغرافيايى قفقاز ، دفتر مطالعات سياسى و بين المللى ، تهران ١٣٧٦ هـ ش ، (ص ٢) .
٢- منهدس عباس جعفرى ، گيتاشناسى نوين کشور ها ، تهران ، ١٣٨٧هـ ش (ص ٣٦٩) .
٣- بهرام امير احمديان ، جغرافياى قفقاز ، (ص ٣) .
٤- منهدس عباس جعفرى ، گيتاشناسى نوين کشور ها ، (ص ٣٦٩) .
٥- عليرضا شيخ عطار ، ريشه هاى رفشار سياسى در آسياى مرکزى و قفقاز ، تهران ، ١٣٧٣ هـ ش ، (ص ١٣٦) .
٦- مهندس عباس جعفرى . گيتاشناسى نوين کشور ها ، (ص ٣٦٩) .
٧- www.iras.ir.com
٨- مهندس عباس جعفرى ، گيتاشناسى نوين کشور ها ، ١٣٨٧هـ ش ، (٨٥ مخ) .
٩- احسان الله آرين زى ، د نړۍ هينداره ، آسيا ، پيښور ، ١٣٨٢ هـ ل ، (٤٥ مخ) .
١٠- ارمنستان ، دفتر مطالعات سياسي و بين المللى ، تهران ، زمستان ١٣٨٨ هـ ش ، (ص ٩٤- ٩٥) .
١١- مهندس عباس جعفرى ، گيتاشناسى نوين کشور ها ، ١٣٨٧ هـ ش . (ص ٦٥)
١٢- آذربايجان ، دفتر مطالعات سياسي و بين المللى ، تهران ، خزان ١٣٨٧ هـ ش ، (صفحات ٥٢- ٥٤) .
١٣- بهرام امير احمديان ، جغرافياى قفقاز ، دفتر مطالعات سياسي و بين المللى ، تهران ، ١٣٧٦ هـ ش ، (ص ٦) .
١٤- مهندس عباس جعفرى ، گيتاشناسي نوين کشور ها ، ١٣٨٧ هـ ش ، (ص ٢٢٩) .