پښتو چاپى آثار
په ١٣٥٥ هـ ل کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت لخوا ، په کابل کې په دوو وروستيو پيړيو کې د پښتو د چاپ شويو آثارو په باره کى يو علمي څيړنيز نړيوال سيمينار جوړ شو. د دغه سيمينار د مقالو مجموعه د ((پښتو چاپې آثار)) تر سرليک لاندې د اطلاعاتو او کولتور وزارت لخوا د ١٣٥٧ هـ ل کال د عقرب په مياشت کې چاپ شو . په دې مجموعه کې نژدى ٣٣ علمي څيړنيز مقالې چاپ شوي دي .
د مقالو دغه مجموعه د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار په زيار چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت يادښت وړاندې شوى . د نوموړى يادښت په يوه برخه کې ددې مجموعې او سيمينار په اړه داسي معلومات وړاندې شوي دي :
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياړې چې د افغانستان د دموکراتيک جمهوري دولت د کلتوري پاليسې سره سم د پښتو ژبې او ادبياتو د چاپي آثارو په باره کې د هيواد د دوستو هيوادونو د پوهانو او ليکوالو د پنځه ديرشو تحقيقي مقالو دا مجموعه د علم او ادوب مينانو ته وړاندي کوى .
پدي څيړنو کښې اکثراً دبيبليوگرافۍ، ژورناليزم او ادبي پيژندنې له نظره په هغو يو لړ پښتو آثارو باندې رڼا اچول شوې ده چې د تيرو دوو پيړيو په ترڅ کې په افغانستان او د نړۍ په نورو هيوادونو کښې چاپ او خپار شوي دي .
په دي صورت دا اثر که له يوي خوا د پښتو ژبي او ادب د تاريخ څيړونکو ته په زړه پورې مواد په لاس ورکوي له بلې خوا د کتاب پيژندني او ژورناليزم د استادانو او شاگردانو دپاره هم په دې زمينه کې غوره معلومات وړاندي کوي .
ددې کتاب په اړه زما وړانديز دا دى چې دا کتاب د افغانستان د علمي او فرهنگي موسساتو لخوا بيا له سره چاپ شي .