څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
باچا خان کا آخري سفر
دا کتاب د هارون رشيد خټک لخوا تدوين شوى دى . او په پيښور کې په ٢٠٠٣ ز کال کې په ١٩١ مخونو کې په اردو ژبه چاپ شوى دى . کتاب د اجمل خټک په سريزه باندې پيل کيږي ، بيا وروسته د مثل خان راهي خټک ليکنه چاپ شوى او ورپسې دپروفيسور قيوم منظر خټک ليکنه ده ، بيا د کتاب د مدون ليکنه ( سريزه ) چاپ شوې ده . ددې نه وروسته د کتاب اصلي موضوعات پيليږي . ددې کتاب موضوعات د باچا خان دوفات په مناسبت د ليکوالو ، شاعرانو ، مشرانو او سياسي شخصيتونو او نورو پيغامونه دي .
ښاغلي هارون رشيد خټک پخپله سريزه کې ددې کتاب د موضوعاتو په اړه داسې ليکلي : (( دا کتاب (( د باچا خان آخري سفر )) په علمي او څيړنيز ميتود باندې نه دى ليکل شوى ، بلکې د باچا خان سره زما د مينې او عقيدت او اړيکو يو اظهار دى . باچا خان نژدې سل کاله د خداى
د مخلوق خدمت وکړ او د انسانيت او شرافت او د پښتنو
د حقوقو د تر لاسه کولو په لاره کې په مبارزه کې تير شو .
زما دا کوښښ و چې د باچا خان وفات په سلسله يو مضمون ، بيان او پيغام هم ددې کتاب د دايرى څخه بهر پاتي نشي ، مگر داسې خو ممکنه نه وه او د خپلو هڅو با وجود زه پخپل کوښښ او خواهش کې کامياب نشوم ، مگر ماته اميد دى چې گران لوستونکي او خصوصاً د باچا خان عقيدت مند خلک به زما دغه ناڅيزه هڅې ته د مينې او عقيدت احترام وکړي او ما به تشويق کړي ))
ددې کتاب په اړه زما نظر او وړانديز دادى چې هغه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ يا نورو علمي او فرهنگي مرکزونو لخوا په پښتو او دري وژباړل شي او چاپ شي .