د افغانستان سفر
(( د افغانستان سفر )) د ترکمنستان د نامتو معاصر شاعر انکاء سوف منظوم اثر دى . دا منظومه اثر لومړى په ترکمني ژبه ليکل شوى او بيا په روسي ژبه ژباړل شوى او په پاى کې د خېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا په پښتو ژبه ژباړل شوى دى .
دا کتاب په ١٣٤٧ هـ ل کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا آمريت لخوا په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د ډاکتر عارف عثمانوف لخوا پر دې کتاب باندې يو تقريظ وړاندې شوى دى . د تقريظ په يوه برخه ددې کتاب د ليکوال او ژباړونکي په اړه داسي معلومات وړاندې شوى دى : (( دا کتاب داناکاء وسوف د افغانستان د سفر خاطرات دى ، چې ده لومړى په ترکمني ژبه ليکلي دى او بيا وروسته شاعر او تر جمان ياکوف کوزلوفسکى په روسي ژبه ترجمه کړى دى او په ١٩٦٢ ز کال په مسکو کې چاپ شوى دى ، او دا دى اوس د ښاغلى بختانى له خوا په خوږه پښتو او روانه بديعى ترجمه افغاني لوستونکو ته د ځانه کتاب په توگه وړاندي کيږي )) .
ددې تقريظ نه وروسته د ژباړونکي لخوا د (( ښکلي سوغات )) تر عنوان لاندې سريزه ليکل شوى
دى ، په دې سريزه کې ددې کتاب د ليکوال او افغانستان ته د هغه د سفر په اړه داسي ليکل شوى دى :
(( شاعر اناکاءوسوف په ١٩٥٩ ز کال کې په يو کلتوري هيئت کې افغانستان ته راغلي دى او دوه هفتي يي دلته تېرې کړي دى . کابل ، غزنى ، باميان ، گلبهار، جلال آباد ، پغمان ، استالف او کاريز مير يې ليدلي دى .
ددغه سفر خاطرات يې په ترکمني ژبه په نظم ليکلي دى او د ترکمنستان لوستونکو ته يي ددغه دوستانه سفر د سوغات په توگه وړاندي کړي دى . په دې اشعارو کې د افغانستان د ښکلو طبيعى مناظرو او زمونږ د هيواد ميړانې او سړيتوب ډيره يادونه او ستاينه شوى ده . ))
د سريزې نه وروسته د کتاب اصلى متن پيل کيږي . د کتاب په پيل کې د (( هيندوکشه )) تر عنوان لاندې يو شعر وړاندې شوى ، چې په دې برخه کې ځينې بيتونه يي وړاندې کوم :
هيندوکشته !
هـيـنـدوکـشه ! هيـنـدوکـشـه ! هـيـنـدوکشه !
له څپو د سمندر نه ډير او چت يى
هم او چت يى داولس له فکر او خياله
د مشرق افتخار ستا په سر ځليږى .
٭ ٭ ٭
هغه وخت چه زه شاگرد د ښوونځى وم
لا ماشوم وم ، له درسونو پوهيدم
چه په زغرو کښى دوريځو او دواورو
لويه غره په مشرق کښى لوړ ښکاريږى .
٭ ٭ ٭
که څوک پلى څوک سپاره وى په اسونو
هغه ستا په لوړو څوکو ختى نه شى
زه دا ستا په سر الوزم هيندوکشه !
ته را لاندى لا باور کولى نه شى
٭ ٭ ٭
زه له تالندو را تير شومه په لار کښى
اوس تر شا پاته له ما لويه صحرا ده
او را لاندې وينم سپينى درى ښکارى
زه اولاد يمه د پنج او د مرغاب .
٭ ٭ ٭