پښتني خويونه
دا کتاب په ١٣٢٤ هـ ل کال کې د بيهقى کتاب خپرولو موسسې لخوا د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . دا کتاب د هغه سر مقالو تولگه ده چې د زيري په جريده کې چاپ شوى ده او بيا وروسته د کتاب په بڼه چاپ شو .
ددې کتاب په پيل کې د محمد دين ژواک لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . د نوموړى کتاب د محتوياتو په اړه د تقريظ په يوه برخه کې داسې ليکل شوى دى : (( چې ده دا کتاب څرنگه وليکه په دې کې زه وايم چې ده په خپل کتاب پښتون د يوه انسان په حيث ښودلى دى او پښتنوالى ئى په هغه انسانيت سره چې ذاتاً ورباندې د انسانيت مصداق کيدلاى شي )) .
د نوموړى تقريظ نه وروسته د کتاب د ليکوال لخوا د ((پښتنې خويونه )) تر عنوان لاندى يوه سريزه ليکل شوى ده ، د سريزى نه وروسته د کتاب متن پيل کيږي ، د سريزى په يوه برخه کې ددې کتاب ماخذونو او محتوياتو په اړه داسي ليکل شوى دى (( . . . د پښتنى خويونه په شاوخوا د (( زېرى )) په سر مقالو کښې مې يو څو مقالې خپرې کړي . څرنگه چې دا مقالې د پښتنو د ضمير هنداره او ددوي د عالى فطرت انعکاس او د پاک ثقافت ممثلې وې نو ډيرو لوستونکو له مانه وغوښتل چې دې مقالو ته کتابى شکل ورکړم . ددغه معقول او ضروري خواهش په اساس دغه مجموعه مې مرتبه کړه .
دې مجموعې د پښتنو الى يوه خوا يعنى پښتني خويونه ښودلى دى او پښتني دودونه او رسوم پکې نشته .
ددې کتاب ماخذ د پښتنو حجرى او دېرې ددوى د ژوندانه فکري مظاهر ملى ادب متلونه ، د پخوانيو ملى شاعرانو شعرونه دي نه د کوم داخلي يا خارجي سړى کوم کتاب ځکه چى د يو قوم د پيژندلو او معرفي کولو دپاره همدغه شيان د استناد وړ دى . هو ! د پخوانيو شاعرانو اکثر شعرونه د مولانا ( خادم ) له (( روهى متلونه )) څخه اخستل شوى دى . د قام د افکارو او ذهنيتونو د اعماقو نه مې دا مرغلرې ايستلى دى او هيله لرم چه پښتني جامعه به په درانه نظر ورته وگوري .