څېړنوال عبدالر حيم بختانى خدمتگار

د باچا خان په نوم خط

          دا کتاب د رحمت شاه سايل لخوا ليکل شوى ، او په ٢٠٠٩ ز کال د (( کاټلنگ پښتو ادبي جرگه )) لخوا په ضلع مردان کې چاپ شوى دى . او    د رحمت شاه سايل شعرونو مجموعه ده  چې د خان عبدالغفار خان په اړه ويلي شوي دي . د مجموعې  په پيل کې د رحمت شاه سايل لخوا يوه سريزه وړاندې شوې . چه  يوه برخه يې وړاندې کوم : (( زما په باچا خان ليکلي نظمونه اوس (( اکمل ليوني )) را ټول کړي ، د يوې کتابچې په شکل ئې چاپ کول غواړي، چې هغه باچا خان ته خط هم پکې شامل دى .

          ماته يقين دى چې دغه نظمونه به واپس پښتانه ولولى ، نه يواځې د اکمل ليوني حوصله افزائي به وکړي ، بلکې ددغو نظمونو په هغه سوالونو به هم د هغه وخت په رڼا کښې غور او فکر وکړي  ځکه چې د باچا خان د فکر و نظر کاروان لا هغه پړواونه په سر لرې کوم چې تر منزله د رسيدو په ارمان دي ))

          ښاغلي رحمت شاه سايل پاچا خان ته په نظم يو خط ليکلي دي . دغه منظوم خط د کتاب په پيل کې چاپ شوى دى  يوه برخه دلته يې وړاندې کوم :

په جيل کښې د وحشت په سپينه ږيره بند يوانه

د مينې ديوانه د پښتنو فــــــخـــــــر افــــغـــانـــــــه !

د ننگ غيرت بابا د صبر لويه پـــهــــلـــــوانـــــــــه !

په ژوند پسې ملنگه د مجبورو زړونو خـــانــــــــه !

د حُسن سپر ليه د خـــبـــرو گـــــلـــــســـــــتــانــــــــه !

د ننگ او د غيرت د قافـــــــلـــــې روح روانـــــــــه!

د خپلو بوډاگانو د خوږې مـــيـــــــــنــــــې جـانانه !

د نرو شاه ځلميانو د سر تاجه بـــابــــــا جــــــانــــه !

په ښار د نابينا ضمير فروشو کښې ارزانــــــــــــه !

د ژوند په مينه مستو ته د خپله ځانه گـــرانـــــــه

په فکر مې اوربل شو ستا د فکر د رڼـــــا نــــــــــه

اورونه دي اورونه د چترالــــــه تــــــر بـــــــولانـــــــه

په څوکه د خيبر د پښتنــــــو د حــــــــق آذانـــــــــــه

په فن باندې بوډا په حوصله او په زړه ځوانــــــــه

بابا زړه را ډک شوى دى يو خط درته ليکمــــــه

قصه د تريخ ژوندون د حقيقت درته ليکـــمـــــــه