څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

باچا خان او خدائي خدمتگارى

( څلورم ټوک )

          (( باچا خان او خدائي خدمتگارى )) څلورم ټوک په ١٩٩٩ ز کال کې د ميرمن نسيم ولي خان په اهتمام په پيښور کې د ( ١٠٠٠) ټوکو په تيراژ چاپ شوى و .

          دا کتاب دوه برخې لري ، لومړى برخه يې چې ( ١٩٢ ) مخونو لري د تيرو دريو ټوکونو ادامه ده . دويمه برخه يې (٦١ ) مخونه دي . دا برخه هندوستان ته د باچا خان د هغه سفر په اړه دى ، چې په ١٩٦٩ ز کال کې تر سره شوى . ددې برخې نوم يا سر ليک (( باچا خان په هندوستان کې)) دى . ليکوال يې محمد اسماعيل ذبيح دى ، او د شاه جهان صابر لخوا په پښتو ژبه ژباړل شوى ده . ددې برخې په پيل کې د باچا خان سره د هند د سياسي شخصيتونه البوم چاپ شوى دى . د البوم نه وروسته د کتاب د ليکوال محمد اسماعيل ذبيح لخوا سريزه ليکل شوى  په دې سريزه کې هندوستان ته د باچا خان د سفر او د هند او پاکستان د سياسي اړيکو په اړه مفصل معلومات وړاندې شوى دي . ددې سريزي يوه برخه د بيلگې په ډول وړاندې کيږي : (( د هند او پاکستان د خرابو تعلقاتو يوه بده نتيجه دا هم ده چې اوس د دواړو ملکونو تر منځه اخبارونه او مجلې په ډاک ( پوست ) نشي تلى . په دې سلسله کې دواړه حکومتونه په يو بل الزامونه لگوي . خداى ښه پوهيږي چې د اخبارونو بنديز د چا د دماغ ايجاد دى ؟ خو بهر حال داد افسوس خبره ده چې د پاکستان يو عظيم ليډر د تيرو څو مياشتو رايسې
د هندوستان په طوفاني دوره دى . هغوى په ډيرو اهمو موضوعاتو تقريرونه وکړل ، او د هندوستان په کرو ړونو او سيدونکو ته يې خپل آواز ورسولو . هغوى نه يواځې د هندوستان او هندوستاني مسلمانانو خدمت او کړو بلکې د پاکستان مفاداتو يې هم احسنه ترجماني وکړه . خو د هغوى د خپل وخت پاکستان په يوه علاقه کې هم دغه تقريرونه خپاره نه شول )) . ددې سريزې نه وروسته د کتاب اصلي محتويات پيل کيږي .