څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 د خدايي خدمتگار تحريک

          دا کتاب د احمد کاکا لخوا ليکل شوى دى . نوموړى کتاب په ١٣٦٩هـ ل کال کې د سرحدونو چارو وزارت
د نشراتو او فرهنگي چارو د رياست لخوا په
( ٨٦٦ ) مخونو کې چاپ شوى دى .

          په نوموړي کتاب کې 
د خدايي خدمتگار
د تحريک
د سياسي ، ټولنيزو ، ملي  او فرهنگي فعاليتونو او همدارنګه د خدايي خدمتگار
 د تحريک د نامتو کسانو د ژوند او مبارزي په اړه معلومات وړاندې شوي دي . د کتاب په پيل کې خان عبدالولي خان
د  (( يادگيرنه )) تر عنوان لاندې يو يادښت ليکلى دى . ددې يادښت په يوه برخه کې د احمد کاکا ددې ستر خدمت نه د مننى په ترڅ کې داسې يادونه کړى ده : (( زمونږ په تحريک کې احمد ډير هوښيار ، لايق او پوه انسان و . په غريبۍ کې يي ډيرې قرباني ورکړي او ډير ناروا الزامات يي وگالل . مگر ددې هر څه باوجود تحريک ، خاورې او پښتنو سره خپل عشق ته وفا دار او ټينگ پاتې شو . دا خو د هغه قامي فرض و . ليکن زه ترينه په بله خبره زيات خوشحاله يم . ماورته ذمه واري حواله کړه چې د خدايي خدمتگارانو د جدوجهد په حقله هغه واقعات او نومونه  را ټول کړي ، کوم چې د تاريخ حصه دي ، ليکن په هيريدو دي . مرحوم له دې خداى جنتونه ورکړي ، په ډير روڼ تندي باندې يي دې دومره غټ کارته ملا وتړله او تر سره يې کړلو ، د احمد دا محنت به ټول پښتون تر عمره يادوي ))

          په دې کتاب کښې د هغه د مولف سترگو ليدلي حالات ليکل شوي او د لومړي لاس ( وريجينل ) مواد پکې ثبت شوي دي .

          دا کتاب د خدايي خدمتگارو تحريک په باره کې ليکل شوى دى ، مگر د علمي او څيړنيزو اصولو پر بنانه ، بلکې واقعات پکې په مستند ډول بيان شوي دي مورخين کولى شي چې د کتاب د محتوياتو له مخه  ددې دورې د تاريخ ليکلو په وخت کې د يو با ارزښت من او معتبر  لومړى لاس ماخذ په توگه گټه واخلي . پردې کتاب ښاغلي جمعه خان صوفي پخپله ليکنه کې  داسي ليکلي دي : (( د مرحوم احمد کاکا کتاب کرونو لوژيکي دقيق تسلل نلري . دقيقي نيټي نه لري ، تاريخي ميتودولوژي هم پکې نشته،ليکن دا دومره مواد راغونډول ، ليکل او د هغه آزادى غوښتونکو  کسانو سره نومونه   او د پيښو ځايونه چې متاسفانه په هيريدو کې دي ، راژوندې کول پخپله دومره تاريخي کار دى چې احمد کاکا به پرې تر عمره پورې ژوندي وى . ځکه چې دا لومړى تاريخ دى ، چې په دومره تفصيل سره يي دغه ټول خلک او د آزادى حماسې راژوندي کړي دي ))

          ددې کتاب په اړه زما وړانديز دادى چې له سره بيا چاپ او په نورو ملي او بين المللي ژبو باندې وژباړل شي