څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
له لودي کورنۍ سره د بابر اړيکې
د هند د حکمرانانو په ډله کې لوديان په ډهلي کې د شاهنشاهانو د حاکمو ځواکمنو عناصرو په صفت موجود وو . لودي د بېټني له څانگې څخه يوه پښتني قبيله ده ، چې يوه کورنۍ يې د ٤٠٠ هـ ق- ١٠٠٩م په شاوخوا کې د شېخ حميد لودي له نسل څخه و ، چې له لغمان څخه تر ملتانه پورې يې حکمراني کوله او د دوي شاهي مرکز په ملتان کې و .
ددې څخه وروسته د لودي کورنۍ ډېر شخصيتونه په هندوستان کې د پوځي او اداري کارنامو مصدر وگرځېدل ، چې له هغې جملې څخه ملک بهلول د ملک کالا زوى په سرهند کې د سلام خان تر مړينې وروسه د ٨٥٥ هـ ق کال د ذيحجې په ٢٥ مه ( د ١٤٥١م کال د دسمبر په مياشت ) کې د شاهنشاهۍ په تخت کېناست . څرنگه چې هغه پر ٨٩٤ هـ ق (١٤٨٨م) کال له نړۍ څخه ولاړ ، تر هغې وروسته د هغه زوى سلطان سکندر ( ٨٩٤- ٩٢٢ هـ ق – ١٤٨٨-١٥١٧م) او وروسته سلطان ابراهيم لودي ( ٩٢٢-٩٣٢ هـ ق – ١٥١٧-١٥٢٥م) پاچاهۍ ته ورسېدل .
د لودي شاهنشاهۍ اويا کلن اقتدار د سلطان بهلول او سلطان سکندر په دورو کې د آرامۍ ، عدالت او د مدنيت د بنسټونو د پراخولو دوران و ، ځکه چې د افغاني قبايلو اکثرو اميرانو لکه لودي، فرملي ، لوحاني او نورو په اتفاق او همکارۍ سره کار کاوه . د لشکر کشۍ ، مالياتو، عدليې او زراعت کارونه تنظيم شوي وو او ټولو افغاني قبايلو د مغرب له لوري شاهنشاهي مرکزي قوي کاوه، خو دغه وضعه وروسته له هغه چې سلطان ابراهيم لودي سلطنت ته ورسېد ، برقراره پاتې نه شوه. د هغه کورني ورور سلطان جلال الدين په جونپور کې د پادشاهۍ علان وکړ او په اخر کې د سلطان ابراهيم لاس ته ورغى او ووژل شو .
سلطان ابراهيم د اداره کولو لږ طاقت درلود او د هغه په مزاج د رايې استبداد غالب و ، نو له همدې امله د لودي دربار اکثر اميران له هغه څخه خپه وو ، يو څه يې ووژل شول او ځينې يې وتښتېدل، نو ځکه د لودي سلطنت بنسټ متزلزل شو . (١)
لکه چې وويل شول د سلطان ابراهيم لودي په زمانه کې د لوديانو په کورنۍ کې بې اتفاقي او جنجالونه پيدا شول ، د همدې بې اتفاقيو له امله بابر، چې په کمين کې ناست و ، گټه واخيستله او د سلطان ابراهيم لودي د کورنۍ هغه غړي او اميران ، چې له هغو څخه خپه وو ، خپل ځان ته راجلب کړل او د هغوى په وسيله يې د لودي کورنۍ اقتدار ته په هند کې د پاى ټکى کېښود ، چې ددې تفصيل به وروسته راشي .