څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
انگليسي _ پښتو قاموس
دا قاموس په ١٣٥٤ هـ ل کال کې د پښتو تولنې لخوا په دولتي مطبعه کې په ٨٢٠ مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب د پښتو تولنې د خپرونو ( ٢١٠ ) نمبر کتاب دى .
ددې قاموس په ليکنه کې لاندې پوهانو برخه اخيستې ده :
١. ښاغلي سعد الدين شپون .
٢. ښاغلي عبدالرسول امين .
٣.ښاغلي کوثر .
٤.ښاغلي نور محمد .
٥.ښاغلي ډاکټر عبدالحکيم هلالى .
٦. ښاغلي محمد صديق روهى .
٧.ښاغلي سيدال شاه پولاد .
٨. ښاغلي محمد يوسف .
٩. ښاغلي نور گل .
١٠. ښاغلي محمد عالم .
١١. ښاغلي دوست محمد دوست .
ددې قاموس په پيل کې د پښتو تولنې د مشر ښاغلې اکادميسن محمد صديق روهي له خوا يوه سريزه وړاندې شوې ده . د سريزې په يوه برخه کې ددې قاموس د کار پيل او پروگرام په اړه داسې معلومات وړاندې شوي دي : (( نږدې د يارلس کاله مخکې د پښتو ټولنې د مسلکې جړگې له خوا د انگليسي _ پښتو قاموس د خپرولو په باب . پريکړه وشوه او د هغه وخت ( د لغاتو څانگې ) ته يې لارښوونه وکړه چې سمد لاسه په کار پيل وکړي . ( د لغاتو څانگې ) وپتيله چې تر هر څه د مخه دى يوه انگليسي ډيکشنري انتخاب شي ، د هغې لغاتونه او تلفظ دې په کارتونو وليکل شي او بيا دې د انگلسي پوهيدونکو په مرسته د اړونې کار پيل شي . هماغه و چې د Merriam_Webster جيبي ډيکشنرې چې پنځه ويشت زره لغتونه لري د اساس په توگه وټاکل شو . البته ځينى مهم لغتونه د نورو قاموسونو څخه هم پرې زيات شول . د معنا په برخه کې له نورو قاموسونو څخه هم استفاده وشوه ، مگر په عمومې ډول نوموړى ډيکشنري د معيار په حيث ګڼل کيده )) .
نوموړى قاموس نژدې (٣٥) کاله مخکې چاپ شوى دى ، زما په نظر لازم او ضروري دى چې د افغانستان د علومو اکادمى د ژبو او ادبياتو مرکز ياد دايرة المعارف مرکز او يا د پښتو څيړنو نړيوال مرکز په دې قاموس باندې سره نظر وکړي او نوي معاصر لغتونه ورباندې زيات کړي او له سره چاپ کړي . زما بل وړانديز دادى چې ددې کار تر څنگ د پښتو _ انگليسي قاموس باندې هم کار پيل او چاپ ته چتو شي .