څيړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

د کسپين د سمندرگى پيژندنه او په دې سيمه کې پوځي او اقتصادي ستونزې

          د کسپين سمندرگى سره گرد چاپېره د روسيې ، ايران ، آذربايجان ، ترکمنستان او قزاقستان خاورې پرتې دي . د شوروي اتحاد دړنگيدونه مخکې دا سمندرگى د دوو هيوادونو يعنى روسيې او ايران سره نښتي وو او ددې سمندرگى د طبيعى منابعو څخه نوموړي دوو هيوادونو گټه اخستله . د شوروي اتحاد د ړنگيدونه وروسته د کسپين سمندرگى تجارتي ، پوځي او اقتصادي ارزښت تر هر وخت زيات شوى دى .

          په دى مقاله کې لومړى به ددې سمندرگى د جغرافيايي موقعيت او د هغه د ځانگړتيا وى ، او بيا به ددې سيمې د پوځي او سياسي ارزښتونو او ستونزو په اړه څيړنه وشي .

          (( د کسپين سمندرگى د نړۍ د لويو سمندرگيو څخه شميرل کيږي چى د اروپا او اسيا ترمنځ موقعيت لرى . د کسپين سمندرگى اوږدوالى د شمال څخه جنوب ته ١٢٠٤ کيلو متره او منځنۍ سوريي ٣٢٠ کيلومتره ، او د هغه ساحلي اوږدوالى ٦٥٠٠ کيلومتره ده . ددې له جملي څخه ٦٥٧ کيلومتره چي ايران سره ، ٨٢٠ کيلومتر يې آذربايجان سره ، ١٩٠٠ کيلومتر د قزاقستان سره اوپاته برخه يې د روسيې او ترکمنستان سره ساحلي پولې لرى .

          د کسپين سمندرگى مهم خليجونه په لاندي ډول دي . قيزلار ، مانقشلاق ، قازاخ ، قارابوغاز گول ، ترکمن باشى ، آستراخان ، قبزيل آغاج ، از نزلى او گرگان ((حسينقلى )) . د کسپين سمندرگى نژدى پنځوس وړى او غټى جزيرى لرى چې د ټولو مساحت نژدى ٣٥٠ کيلومترو ته رسيږى .

          نژدى ١٥٠ غټ او واړه سيندونه د کسپين سمندرگى کښې گډيږى ، چې د هغې له جملې څخه مهم سيندونه يې په لاندې ډول دي : ولگا، امبا، اورال ، ترک ، سولاک ، سامور ، کر ، سپين رود ، گرگان او اترک .

          د کسپين سمندرگى د اوبو حجم ٧٦٠٠٠ کيلومتره مکعب دى . د کسپين سمندرگى د مالونو دوړلو او راوړلو په برخه کې ډير مهم رول لرى . د کسپين سمندرگى په سواحلو کې د لاندې بندرونو له لاري تجارتي مالونه مختلفو هيوادونو ته ليږل کيږى : د باکو بندر په آذربايجان کې ، د مخاج قلعه بندر په داغستان کې ، د سترا خان بندر په روسيه کې ، د آکتائو او گورى يف بندرونه په قزاقستان کې ، د ترکمنباشى او آکتاش بندرونه په ترکمنستان کې ، د نو شهر او انزلى بندرونه په ايران کې . د شوروى اتحاد د ړنگيدونه وروسته د ايران او همگټو هيوادنو د بندرونو ترمنځ د مالونو د وړلو راوړلو جريان پرمختگ وکړ )) (١).

          د کسپين سمندرگى د جغرافيايي موقعيت له نظره د قفقاز د حوزې او د منځنۍ آسيا د هيوادونو ترمنځ واقع شوى دى او د هغه شاو خوا هيوادونه په لاندي ډول دى : (( شمال خواته يې روسيه، سويلى لور ته يې ايران ، لويد يخ لورى ته يې آذربايجان ، ختيځ لور ته يې ترکمنستان او قزاقستان موقعيت لرى )) (٢).

          د کسپين سمندرگى مختلف نومونه لرى . د پخوا زمانونه را پديخوا د سمندرگى په مختلفو سواحلو کې مختلف نومونه په تاريخ کې ثبت شوي دي . د تاريخ په اوږدو کې د کسپين سمندرگى د مختلفو نمونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندي کيږي :

          (( ١- د کاسپين (کسپين ) سمندرگى :- د نړۍ په ډيرو ژبو دغه سمندر گى ته د کسپين سمندرگى وايى . کاسپين د کاسپى د قوم د نوم څخه اخستل شوى دى . د کاسپى قوم په لومړيو وختونو کې د سمندرگى په لويديځو او سويل لويديځو سواحلو کې ژوند کاوه او په تدريجې توگه دوى سويلى څنډوته ورسيدل .

          ٢- د مازندران سمندرگى :- د روسانو د تاريخ پيژندنې په موسساتو کې د لومړۍ ځل لپاره دغه نوم په دوولسمه ميلادي پيړۍ کې ثبت شوى دى او ايرانيانو د پيړيو په اوږدو کې دا نوم استعمالاوه .

          د خزر سمندرگى : خزر د يو قوم نوم دى . ويل کيږى چې دغه قوم وحشي او جگړه ماروو . همدارنگه دا سمندرگى په ډيرو پخوا زمانو کې د گرگان ، آبسکون ، ټپورستان ، سارى ، فراخ کرت او گيلان په نومونو هم ياديده ، چې په اوس مهال کې په دغو نومونونو نه ياديږي . د کسپين سمندرگى ژور والى په شمالي برخو کې لږ او په سويلي برخو کې ډير دى . ددې سمندرگى ژور والى په شمالى برخو کې د لسو مترو په شاوخوا کې دى ، د سمندرگى په منځنيو برخو کې د ١٨٠ نه تر ٧٨٨ مترو پورې او په سويلي سواحلو کې چې د ايران او آذربايجان د هيوادونو سره ساحلى پوله لرى د ٩٤٠ نه تر ١٠٠٠ مترو پورى ژور والى لرى . په ځينو ځايونو کې تر ١٠٢٥ مترو پورى هم گزارش ورکړل شوى دى)) (٣) .

          (( د کسپين سمندرگى په يو ليتر اوبو کې د مالگې اندازه ١٢،٧ گرام ښودل شوى دى ، مگر د قره بغاز په خليج کې دغه اندازه په يو ليتر اوبو کې ١٥٠ گراموته رسيږى . په داسى حال کښې چې د ولگا په برخو کښې په يو ليتر اوبو کې ١٠ گرامه مالگه اټکل شوى ده .

          د کسپين په سمندرگى او د هغه په سواحلو کې د حرارت درجه په لاندى ډول ښودل شوى دى . د جولاى او اگست په مياشتو کې د حرارت منځنۍ درجه د مثبت ٢٤ نه تر ٢٦ سانتيگير د درجو پورى او لوړه درجه يې د مثبت ٤٤ سانتيگيرد درجو پورې او ټيټه درجه يې د مثبت لسو سانتيگيرد درجو پورې رسيږى . په کال کې د منځنۍ ورښت اندازه د ٢٠٠ نه تر ١٧٠٠ ميليمترو پورې رسيږى . دا اورښتونه زياتره په ژمي او پسرلي کې کيږي .

          د کسپين سمندرگى د ((تاريخ)) په اوږدو کې د ساحلى هيوادونو او سيمو لپاره دغذايي موادو د توليدونکى په توگه پاتى شوى دى . په لنډ ډول د کسپين سمندرگى د غذايي محصولاتو په اړه لنډ معلومات وړاندى کيږى :

          (( د غذايى موادو برابرول :- په منځنۍ توگه په کال کې د کسپين سمندرگى څخه ٦٠٠ زره ټنه کبان ښکارکيږى .

          انرژى : د کسپين په سمندرگى کې د نړۍ ٢٥ % نفتى ذخيره پرته ده . د ١٩٥٤م کال نه را پديخوا ددې ذخايرو څخه گټه اخستل کيږى او اوس مهال دنفتو درا ايستلو ٢٠ زړه فعالې څاگانې لرى. د ساحلى هيوادونو د استقلال د لاسته راوړلو څخه وروسته په دې سيمه کې د نفتو استخراج زيات شوى دى .

          د سمندرگى اقتصاد : د کسپين سمندرگى د پنځو ساحلى هيوادنو ترمينځ د تگ او راتگ او د تجارتى مالونو دوړلو او راوړلو لپاره ډيره ښه او اسانه وسيله ده ، همدارنگه د تفريحى سفرونو لپاره ډير مناسب ځاى دى )) (٤) .

          اوس مهال کسپين سمندرگى يو لړ طبيعى او غير طبيعي خطرونه تهديدوي او که ددې خطرونو څخه مخنيوى ونه شي په نژدى راتلونکى کې د کسپين سمندرگى کې به يو لوى طبيعى بحران رامنځته شي ، چې په هغه وخت کې ددې بحران مخنيوى به ډير سخت کاروي . په اوس وخت کسپين سمندرگى د دري لاندنيو خطرونو سره مخامخ دى :

          ((١- د اوبو د سطحې جگوالى : په سمندرگى کې د اوبو د سطحى د جگوالي او ټيټوالي وړاندوينه آسان کار نه دى ، له همدې امله کيدى شي چې دا کار د ساحلى هيوادنو لپاره اقتصادي تاوانونه رامينځته کړي .

          ٢- د اوبو د ککړتيا مسله : په دې وروستيو کلونو کې په کسپين سمندرگى کې د اوبو ککړوالى زيات شوى دى او خطرناک حالت ته رسيدلى دى . په وروستيو کلونو کې ١٠٠ ميليون ټنه نفت د کسپين سمندرگى د تل څخه استحراج شوي دي ، چې نژدى يو ميليون ټنه نفت د اوبو سره گډى شوي دي .

          ٣- دريم خطر چې د کسپين سمندرگى ساحلى هيوادونه تهديدوى هغه پوځي او امنيتى ستونزې دي . د کسپين سمندرگى يو شمير ساحلي هيوادونو خپلو سياسي اهدافو ته د رسيدو په هيله خپلې پوځې بيړى د کسپين سمندرگى په سواحلو کې ډيرې کړي دي )) (٥).

          (( د کسپين په سمندرگى کې د پوځې هلو ځلو په اړه د دويچولى راډيو خبريال د کسپين سمندرگى د کار پوه سره مرکه کړې ده چى ځينې ټکي دلته وړاندې کيږي : (( د کسپين په سمندرگي کې پوځې هلې ځلې مختلف عوامل لري . ددې عواملو څخه يو هم ددې هيوادونو داخلې ستونزې دي . دغه هيوادونه د روسيې د پوځي ، اقتصادى او سياسي نفوذ د زياتوالي څخه ډاريږي . بله ستونزه د کسپين سمندرگى حقوقى مسايل دي ، چې د ساحلي هيوادنو ترمنځ رامينځته شوي دي ، هر ساحلي هيواد غواړي چې په سمندرگي کې ټاکلى ځاى او سيمه ولري ، چې دا مسله تر اوسه نه ده حل شوې او په راتلوونکى کې هم د حل کومه لاره يې نه معلوميږي . بله ستونزه د ساحلي هيوادونو د نفتي او گازى گټود ساتلو لپاره د پوځي محافظتي قوې زياتوالى دى )) (٦) .

          (( په ١٩٩١م کال کې د شوروي اتحاد د ړنگيدونه وروسته د کسپين سمندرگي سيمې د يو لړ سياسي او اقتصادي حوادثو له کبله ارزښت پيدا کړ . په نړيواله سطح په دې سيمه کې د شوروى اتحاد د ځاى ناستي په توگه د روسيې ، قزاقستان ، آذربايجان او ترکمنستان رامينځ ته کيدل په سيمه کې د نوو بدلونونو سبب شو . په اوس مهال کې د نفتي او گازي منابعو د پيدا کيدو له امله په سيمه کې ددې هيوادونو ارزښت هم لوړ شوى او دنويو سياسي او اقتصادي لوبغارو لپاره په سيمه کې د داخليدو زمينه برابره شوې ده )) (٧).

          د کسپين سمندرگى د ساحلى هيوادنو او سيمې لپاره لوى اقتصادي منبع ده . له دې امله پر ساحلي هيوادونو باندې لازم دى چې ددې با ارزښته اقتصادي سيمې د امنيت د تامين لپاره دوامداره کوښښونه وکړي او دغه سيمه د کثافاتو او فاضله موادو څخه وژغوري او د سرشارو طبيعي منابعو څخه يي په علمي او فني توگه گټه واخلي .

          هغه اقتصادي ، سياسي او پوځي ستونزې چې د شوروي اتحاد دړنگيدونه وروسته د کسپين سمندرگي د ساحلي هيوادونو ترمنځ پيدا شوي دي د مذاکراتو ، قرار دادونو نړيوالو تړونونو پواسطه حل کړي ، او د دغو قرار دادونو او تړونونو د عملي کولو لپاره د ساحلي هيوادونو څخه يو با صلاحيته کميټه جوړه کړي .

 

منابع او ماخذونه

          ١- بهرام امير احمديان ، جغرافياى قفقاز ، دفتر مطالعات سياسي و بين المللى ، تهران ، ١٣٧٦ هـ ش ، ص ٢٣- ٢٤.

          ٢- http://fa.wikipedia.org/wiki

          ٣- پورتنى ماخذ .

          ٤- افيشن دانه کار ، پيشګيرى از بحران زيست محيطى در درياى خزر ، فصلنامه مطالعات آسياى مرکزى و قفقاز ، شماره ٢١ ، بهار ، سال ١٢٧٧ هـ ش تهران ، صفحات ( ١٢١- ١١٩) .

          ٥- جليل روشندل ، نظاميگرى در درياى خزر ، گرايشى برخاسته از فقدان رژيم حقوقى ، فصلنامۀ مطالعات آسياى مرکزى و قفقاز ، شماره ٢٢ ، تابستان ١٣٧٧ هـ ش ، تهران ، صفحات (١٩- ١٧ ) .

          ٦- www.iras.ir.com

          ٧- رقيه شريفى چابکى ، ناتوو امنيت درياى خزر ، خلاصۀ مقالات پانزدهمين سيمينار بين المللى آسياى مرکزى و قفقاز ، دفتر مطالعات سياسي بين المللى و تهران ، ١٣٨٦ هـ ش ، ص ٤٧ .