څېړنوال  عبدالرحيم بختانى خدمتگار     

 

 

 

له اروپايي ټولنې سره د روسیې د نوي ولسمشر

دیمیتري میدوېدف د اړیکو لرلید

په ۱۹۹۱ز کې د شوروي اتحاد  ړنګیدو نه وروسته، د روسیې په سیاسي او دولتي سیستم کې نوي تغیرات رامنځته شول او نوی اساسي قانون یې جوړ کړ او د هغه په رڼا کې له کمونېست ګوند سربېره چې نژدې اویا کاله په روسیه او د هغې په مستعمراتو کې حاکم و، نورو سیاسي ګوندونو ته هم د سیاسي فعالیتونو اجازه ورکړ شوه، په روسیه کې د ۱۹۹۱ز نه تر اوسه پورې دوه ولسمشران ( بوریس یلڅین او ولادیمیر پوتین) د ټول ټاکنو په نتیجه کې هر یو دوه دوه ځلې د روسیې د ولسمشرانو په حیث انتخاب شوي دي. د شوروي اتحاد د ړنګیدو وروسته دیمتری مدودف د روسیې دریم ټاکل شوي ولسمشر دی.

په روسیه کې د ۲۰۰۸ز د مارچ د دوهمې نیټې په ټاکنو کې د روسیې څلورو سیاسي ګوندونو د روسیې د جمهوري ریاست د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوله او دیمیتری مدودف د ( دواحدي روسیې ګوند)، ګېادی زیوګانوف ( د روسیې کمونیست ګوند)، ولادیمیر ژیرینوفسکی د ( لیبرال دموکرات ګوند)او آندری باګدانف ( د دموکرات ګوند) کاندیدانو فعالیت کاوه.

د ټول ټاکنو په بله کې چې د دوشنبې په ورځ د مارچ په دریمه اعلان  شوه، دیمیتری مدودف په سلو کې ۷۰.۲ ، ګینادی ژګانف د کمونست ګوند کاندید په سلو کې یوازې ۱۷.۸، ولادیمیر ژیرینوفسکی د لیبرال دموکرات ګوند کاندید په سلو کې  ۹.۴ او آندری باګدانوف د دموکرات ګوند کاندید په سلو کې ۱.۳ رایی ترلاسه کړي دي، چې په دی ترتیب سره د روسیې واحد ګوند څخه دیمیتری مدودف په اکثریت سره د روسیې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د نوموړي ولسمشر د شخصي او سیاسي موقف او د هغه د راتلونکی سیاسي فعالیتونو په اړه سیاسي کارپوهانو داسې څرګندونې کړي دي : ( مدودف جوان ترین رهبر کرملین زا زمان نیکلای دوم و نخستین کسی است که پس از انقلاب بلشویکی در سال ۱۹۱۷م از طریق حرب کمونست به قدرت وارد نشده است و یا همانند پوتین از طری  «کا، گ، ب» به قدرت نرسیده است مدودف ۴۲ساله مجدداً بر تعهد خود برای ادامه دادن به سیاست های پوتین تاکید کرده و گفت که ما با هم می توانیم برنامه هایی را که رئيس جمهور پوتین آغاز کرده ادامه دهیم ما با هم پیش خواهیم رفت و با هم پیروز خواهیم شد) (۱).

د پورتنیو څرګندونو څخه جوتیږي چې دیمیتری مدودف د ۱۹۱۷ز یعنی د اکتوبر د انقلاب نه وروسته لومړنې ولسمشر  دی چې د کمونستانو او د روسیې استخباراتي دستګاه «کا، ګ، ب» د ملاتړ نه پرته واک ته رسیدلی دی، که څه هم په دی باندې تاکید کړي دی چې د پوتین د سیاست څخه ملاتړ کوي، مګر کیدای شی چې د مدودف داخلي سیاست د پوتین تګلاره وی او په بهرنې تګلاره کې کوم بدلون رانه شي.

د دمیتری مدودف د روسیې ولسمشر په توګه د انتخاب کیدو نه وروسته د اروپايي ټولنې یو شمیر مهم هیوادونه لکه آلمان، فرانسه او انګلستان د روسیې د نوی ولسمشر سره د اړیکو ښه کیدو په اړه هیله څرګنده کړي ده. په دې لړ کې د آلمان صدراعظمه آنګلا مارکل روسیې ته رسمې سفر وکړ او د روسیې نوی ولسمشر مدودف سره یې  وکتل. ددې کتنې او خبرو اترو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کیږي : ( از هنگام پیروزی آقای مدودف در انتخابات ریاست جمهوری روسیه، و با آقای مدودف ملاقات و گفتگو نموده است. او در سخنان خود اظهار نموده که روابط آلمان با روسیه همواره باعث خوشحالی بوده اگرچه این روابط «برخی مواقع چالش» بوده است، ولی مارکل گفت باوجود نتش های گذشته باید بین روسیه و کشورهای اتحادیه اروپا همکاری وجود داشته باشد) (۲)

د اروپایي ټولنې د کمیسیون رئيس ژوزه مانوئل باروسو د روسیې د نوی ولسمشر دمیتری مدودف سره د اروپايي ټولنې او روسیې د اړیکو په اړه وویل : ( مطمن است که در دوره ریاست جمهوری آقای مدودف، روسیه و اتحادیه اروپا همکاری های استراتیژیک خود را منسجم ترخواهند کرد) (۳)

په اروپايي هیوادونو کې فرانسه هم غواړي چې د روسیې نوی ولسمشر سره اړیکې ښې شي او پراختیا ورکړل شی، په دې برخه کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر او د فرانسې ولسمشر څرګندونې کړي دي چې دلته یې لنډیز وړاندې کیږي : ( برنارکوشنر وزیر خارجه فرانسه ګفت اتحادیه اروپا و روسیه باید ګفتګوی تازه ای را شروع کند) (۴). ( نیکول سارکوزی رئيس جمهور فرانسه اولين فرد از سران (گروه هشت گانه) بود كه به دميتری مدودف به مناسبت پيروزی در انتخابات رياست جمهو ری تبريك گفت و از مدودف دعوت كرد كه از فرانسه ديدار نمايد. اين دعوت با قدردانی پذيرفته شد) (۵).

د انګلستان مشهوره ورځپاڼه ګاردین د مسکو او لندن د راتلونکی اړیکو په اړه لیکي: ( نخست وزیر انگلیس امیدوار است بن بست رابطه بین لندن و مسکو با روی کار آمدن رئيس جمهور جديد روسيه شكسته شود. با توجه به تيره گی روابط لندن و مسكو در زمان رياست جمهور ی ( ولاديميرپوتين) و با اشاره به خبر پيروزي قاطع ( دمتيری مدودف) نامزد حزب روسيه واحد در انتخابات رياست جمهوری ( گوردون براون) نخست وزير انگلستان قرار است با بر قراری تماس تيلفونی با رئيس جمهور منتخب روسيه ضمن تبريك پيروزی دور تازه اي از روابط را با به وی پيشنهاد دهد) (۶).

د پورتینو څرګندونو څخه معلومیږي سره له دې چې د پوتین په وخت کې د اروپايي هیوادونو او د روسیې ترمنځ ستونزې موجودې وې، مګر دغه هیوادونه اوس غواړي چې د روسیې سره ښې اړیکې ټینګې کړي ددې اړیکو د ښه کیدو یوازنې علت د روسیې طبیعی ګاز دی، چې اروپایي هیوادونو ورته سخته اړتیا لري. دشوروي اتحاد د رنګیدو وروسته روسیه خپلو ګاونډیو هیوادونو او اروپايي هیوادونو سره د ګاز د قیمت د لوړیدو په برخه کې ستونزې پیدا کړي دغه ستونزې په لومړی سر کې د روسیې د پخوانیو متحدینو یعنی اوکراین، بلا روسیې او ملداویا سره پیدا شوې. ددغو هیوادونو سره د ګاز د قیمت په اړه ستونزې تر یوې اندازې پورې حل شوې مګر د اروپايي هیوادونو سره دغه ستونزه تراوسه پورې په قطعي صورت سره حل شوی نه دی. په دې برخه کې لومړی اړینه ده چې د روسیې د ګاز د اندازې او ظرفیت په اړه لنډ معلومات وړاندې شي. د ۲۰۰۵ز د احصائيي له مخې د روسیې او ځینې نورو هیوادونو د ګاز د تولید ظرفیت په لاندې ډول و: ( روسیه ۲۷.۸، ایران ۱۵.۷، قطر ۱۵،۱ در صد كل ذخاير گازی جهان را در اختيار دارند. روسيه در حال حاضر ۲۶.۱ در صد نیازهای گازی اروپا را تأمین می كند. از كل واردات گاز اتحاديه روسيه حدود نيمی از آن از روسيه وارد می شود. تحليگران پيش بينی می كنند كه اروپا در آينده تا سال ۲۰۲۰ به بیش از ۷۰در صد به گاز  روسیه وابسته می شود. از آنجا که روسیه نه یک تولید کننده مهم ، بلکه اصلی در عرصه گاز طبیعی است. چنانچه جایګاه این کشور را در مجموع تولید نفت و گاز در نظر بگيريم  می توان گفت روسيه اصلی ترين و مهم ترين توليد كننده انرژی جهان است) (۷).

د شوروي اتحاد د موجودیت په وخت کې روسیه خپل ګاز په ډېره ارزانه بیه د روسیې متحدینو او نورو هغه هیوادونو ته ورکاوه چې ددوی د سیاست منونکي و. په هغه وخت کې دوی نه یوازې ګاز او تیل په وړیا او ارزانه توګه خپلو متحدینو ته ورکول بلکه د روسیې نور صنعتي او زراعتي تولیدات یې هم په ارزانه او یا وړیا توګه ورکول او د هغې په مقابل کې دوی په نوموړي هیوادونو کې خپل سیاسي او نظامي اهداف ترسره کول. مګر تر اوسه دوی غواړي چې د خپل نفت او ګاز نه په دوو برخو کې یعنی هم په سیاسي او هم په اقتصادي برخو کې ښه ګټه واخلي. د روسیې د ګاز د قیمت لوړوالی د ولادیمیر پوتین د جمهوری ریاست په وخت کې د روسیې او بیلاروسیې ترمنځ پیل شو او وروسته دغسې مسلې نړیواله بڼه ونیوله. په دې برخه کې په لاندې ډول لڼد معلومات وړاندې کیږي : ( نزاع میان مسکو و مینسک در اواخر سال ۲۰۰۶م میان گاز پروم  ( شركت دولت‍ی گاز روسي) و بيلا روس رخ داد. گاز پروم تصميم گرفت قيمت فروش هر هزار متر مكعب گاز به بيلاروس را از ۴۷دالر به ۱۰۵دالر برساند. نزاع با بیلاروس پس از توافق برسر قیمت گاز (۱۰۰ دالر بابت هزار متر مکعب) خاتمه یافت، اما چند روز بعد، روسیه مالیاتی برابر با ۱۸۰دالر در تن برای نفت صادراتی به بیلاروس تعین کرد و به بیلاروس اعلان کرد که در سال ۲۰۱۱ فروش انرژی ارزان به آن کشوران کاملاً قطع کرده و کل مبلغ ۲۳۰دالر در هر هزار متر مکعب گاز یعنی قیمت فروش در بازار بین المللی را بخود اختصاص خواهد داد. در سال ۲۰۰۷ م در نزاع مشابهی، روسیه به طور مؤقت گاز اوكراين را قطع كرد و اين مسله باعث بروز اختلال در ذخاير گاز ايتاليا، اطريش و مجارستان شد. علاوه بر بيلاروس ، روسيه با آذربايجان، گرجستان، ارمنستان و ملداويا نيز بر سر قيمت هاي بالاتر به توافق رسيده است) (۸).

د روسیې د ګاز د بیې لوړوالی د پوتین په وخت کې پیل شو او ورځ په ورځ دغې مسلې جدی بڼه ونیوله، تردې اندازې پورې چې په سخت ژمي کې روسیې په یو شمیر هیوادونو باندې خپل ګاز بند کړ. څرنګه چې د روسیې د سیاسي اوضاعو او احوالو نه معلومیږي مدودف د پوتین سیاست تعقیبوي. د روسیې د تیل او ګاز په برخه کې چې کوم سیاست پویتن غوره کړي و، هغه د مدودف لخوا عملي کیږي او روسیه دا نیت لري چې د هغه د تیلو او ګازو بیه نړیوالو نورمونو ته لوړ شي. باید وویل شي چې روسیه غواړي ددې کار په سرته رسولو کې هم د اقتصادي پلوه ځان غښتلي کړی او هم له سیاسي پلوه خپل زور او قوت نړۍ ته ښکاره کړي.

د اروپايي ټولنې او روسیې ترمنځ نورې ستونزې هم شته چې د روسیې د نوی ولسمشر په مخ کې پرته ده. ددې ستونزو  له جملې څخه یو هم د ناټو سره د ګرجستان او اوکراین د هیوادونو یو ځای کیدل دی چې روسیه په هیڅ صورت سره نه غواړي چې دا کار ترسره شي. د روسیې سیاسي رهبران په دې باندې ټینګار کوي چې د اوکراین او ګرجستان خلک د ناټو سره یو ځای کیدل نه غواړي، دا ددغو هیوادونو د سیاسي رهبرانو پریکړه ده چې د ناټو سره یو ځای کیږي. په دې برخه کې ولادیمیر پوتین داسې وايي : ( روسیه په دې باور دی چې د ناټو سره د اوکراین او ګرجستان د یو ځای کیدو په اړه د دغو هیوادونو خلک باید پریکړه وکړي نه ددغو هیوادونو لوړ پوړې سیاسي مقامات. موږ د اوکراین او ګرجستان د خلکو د هرې پریکړې سره موافقه لرو نه د سیاسي رهبرانو د پریکړو سره. په داسې حال کې چې ددغو هیوادونو اکثره خلک د ناټو سره د یو ځای کیدو په اړه مخالفت لري او په دغو هیوادونو باندې په زور دا کار تحملیږي. موږ نشوکولی چې دا مسلې ته د دموکراسي اجراأت ووایو(۹).

د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ بله ستونزه د شرقي اروپا په ځینو هیوادونو لکه پولینډ او چک کې د امریکا د متحده ایالاتو د راکټي دفاعې سیتم ځای په ځای کول دي، چې روسیه ددې کار په مقابل کې هم خپل شدید مخالفت څرکند کړي دي. ( د تیر عسیوي کال په وروستیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندولیزا رایس او د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیس روسیې ته رسمې سفر وکړ او په دې برخه کې د پوتین سره خبرې اترې وکړي. ویل کیږي چې ددې خبرو اساسي محور په پولینډ او چک کې د امریکا د راکټي دفاعي سیتم د ځای په ځای کولو په اړه وړاندیزونه و چې د امریکا لخوا وړاندې شو. روسیه ددې وړاندیزونو سره کلک مخالفت وکړ) (۱۰).

د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه په اروپا کې د یوګوسلاویا سوسیالیستي جمهوریت په ړنګیدو سره د اروپا په دې برخه کې درې نوی هیوادونه یعنی صربستان، کورشیا او بوسنی هرزګوینا منځ ته راغي. د ډېرې لنډې مودې د تیریدونه وروسته د «کوزوو» او صربستان په منځ کې د «کوزوو» د استقلال  پرسر سخت جنګونه پیل شو، چې ددې جنګونو او جګړو په نتیجه کې : ( دولس زره آلبانیایی وګړې ووژل شول او نژدې اته سوه مجبور شو چې مقدونیي ته مهاجرت وکړي) (۱۱). د صربستان هیواد نه غواړي چې «کوزوو» ته استقلال ورکړي. دغه سیمه ییزه ستونزه اوس په نړیواله ستونزه باندې بدل شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر اروپايي هیوادونه غواړي چې «کوزوو» ددوی حمایت لاندې خپل استقلال ترلاسه کړی، د هغه په مقابل کې روسیه، صربستان او یو شمېر نور هیوادونه غواړي چې «کوزوو» د صربستان سره یو ځای پاتې شي. ددې شخړو د حل لپاره دیمیتری مدودف د روسیې نوی ولسمشر د روسیې د جمهوري ریاست د ټاکنو نه څو ورځې مخکې بلګراد ته رسمې سفر کړي و، ددې سفر په اړه سیاسي مبصرینو داسې څرګندونې کړي دي : (دیمیتری مدودف معاون صدراعظم روسیه در سفر غیر منتظره به بلگراد مراتب حمايت مسكو از تماميت ارضی و وحدت صربستان را اعلان كرد. وی جدايی «کوزوو» را اقدامی خود سرانه ارزيابی كرد كه مغاير قطعنامه های شورای امنيت و توافقنامه های بين المللی است و ارزش حقوقی ندارد(۱۲).

د «کوزوو» مسله یوه نړیواله مسله ده چې په هغه کې روسیه، امریکا او ځینې اروپايي هیوادونه مهم او مرکزي رول لري او دوی کولی شي چې د یو معقول حل لاره ورته ولټوي، مګر د شواهد او خبرونو نه داسې معلومیږي چې هر یو کوښښ کوي چې د خپلې ګټې د تامین سره سم ورته د حل لاره برابر کړي.

څرنګه چې د «کوزوو» د مسلې د حل لپاره د نړۍ ډېر قوتونه چې مخکې یادونه یې وشو کوښښ کوي چې د هغوې په خوښه او د هغوې په ګټه دا مسله حل شي.

زما په نظر دا ډېر سخت کار دی او عملي جنبه یې ډېر کمزوري معلومیږي، چې د یوې خوا ګټي په نظر کې ونیول شي او بل لورې ته پام ونشي. دې مسلې ته باید داسې د حل یوه لاره پیدا شي چې په لومړی سر کې د سیمې د هیوادونو ګټې په نظر کې ونیول شي او بیا په دې برخه کې د نورو هیوادونو ونډه هم په نظر کې ونیول شي او د حل یوه لاره ورته ولټوي .

 

 

 


 www.iras.com.(۱)

 

www.bbc.persian.com.(۲) 

www.bbc.persian.com. (۳)

    (۴)www.bbc.persian.com .

(۵)www.rusiran.com.

(۶)www.rahenejatdaily.com.

 

(۷)www.csr.ir.com.

(۸)www.omidwar1.com.

(۹)www.iras.com.

 www.bbc.persian.com. (۱۰)

(۱۱)www.iras.ir.com.

 

(۱۲)www.basirat.ir.com2.