معاون سر محقق عبدالرحيم بختانى
د عبدالرحمن بابا د ژوند په مهال کې د سيمې سياسى
، تاريخى او فرهنگى وضعى ته يوه کتنه
( ١٠٤٢ هـ ق _ ١١٢٨ هـ ق )
( ١٦٣٢ م _ ١٧١٥ م )
عبدالرحمن بابا په ١٠٤٢ هـ ق _ ١٦٣٢ م کال کې زيږيدلى دى ، او په ١١٢٨ هـ ق _ ١٧١٥ م کال کې وفات شوى دى . د هغه د ژوند په مهال کې چې نژدى شپږاتيا کاله کيږى په دى سيمه کې دگورگانى پاچاهانو واکمنۍ وه . د رحمان بابا ژوند د دريو وروستيو گورگانى پاچاهانو د پاچاهى په دوره کې وه . چې دغه گورگانى پاچاهان شاه جهان ، او رنګ زيب او شا عالم وو ، په دى دوره کې مغولى امپراتورى مخ په زوال روان و او د دوى په مينځ کې کورنى اختلافات او تضادونه دومره زياد شوي و چې او رنگ زيب خپل پلار بندى او خپل دوه وروڼه د قدرت د نيولو پر سر يې ووژل .
په دى سيمه کې دمغولى امپراتورى په گاونډ کې د ايران صفوى امپراتورى پروت وو و چې ددغو دوو امپراتوريو په مينځ کې تل جنگونه او جگړى روانى وى . دا جنگونه او جگړى د افغانستان د مهمو سيمو د نيولو پر سر ددوى په مينځ کې پيښيدل . په دى وخت په افغانستان کې آزاد او مستقل حکومت نه وو ، د افغانستان ډيرى سيمې عملاً ددغو امپراتوريوپه مينځ کې تقسيم شوى وو.
د شاه جهان د پاچاهى دوره د رحمان بابا د ماشومتوب او ځوانى مرحله و ، په دى وخت کې د روښانيانو مبارزه چې دمغولو پر ضد د ډيرى مودى نه مخکى روان وه د پاى ته رسيدو په حال کې و . په دى زمانه کې ددغى مبارزى په اړه پوهاند عبدالحى حبيبى داسى يادونه کى ده : . . . تر احداد وروسته يې زوى عبدالقادر چې د جلال الدين د لور الايى له نسه و د پلار پرمسند کښيناست او دوه کاله په تيرا کې يې حکومت وکړ ، څو چې شاه جهان پر ١٠٣٧هـ ق کال ظفر خان د کابل په صوبدارۍ وټاکه او د عبدالقادر په مقابل کې يې را واستاوه خو عبدالقادر پر ظفر خان برى وموند د هغه ډير ملگري يې ونيول او سنرا يې ورکړ او يوازې د ظفر خان ميرمن له دې معر کې څخه په ډير مشکل ووتله دا خونړۍ جگړه د تيرا په خرمانه درې کې وشوه .
تر هغه وورسته عبدالقادر له خپلو تره زامنو کريم داد او محمد زمان سره تل د تيرا د ملي لښکر مشر توب کاوه ، پر ١٠٣٩ هـ ق کال يې له پيښور څخه اووه ميله دافغان کمال الدين په هغه غورځنگ کې گډون وکړ چې د پيښور په شاو خوا کې د ډهلي د لښکر پروړاندې راغلى و ، خو پر ١٠٤٤ هـ ق کال عبدالقادر در د کابل د صوبدار سعيد خان لاس ته ورغى او هند ته يې وتښتاوه . همدارنگه دجلال الدين زوى الله دادچې په دغو ملي هڅو کې د عبدالقادر ملگرى و ، او د افغانانو د ملى ټوليو مشر توپ يې کاوه د ډهلي د لښکريانو په لاس هند ته واستول شو ، همدا راز د جلال الدين بل زوى کريم داد د ١٠٤٧ هـ ق کال په روژه کې د شاه جهان په امر په پيښور کې ووژل شو .
په دى توگه د بايزيد روښان کهاله وروستۍ رڼا تر يوې پيړۍ مجاهدې وروسته مړه شوه . خو له ظلم او ستم سره ددغه کهاله مبارزې او ددوى آزادي غوښتنه ، ميړانه او خپلواکي غوښتنه به زمونږ په ملى تاريخ کې د تلپاتې يادگار په توگه ليکل شوي وي ( ١ ) .
د پورتنيو معلوماتو څخه څرگنديږى چې په دى وخت کې روښانى نهضت چې مخکې پيل شوى و پاى ته ورسيد . مګر په مقابل کې مغولى واکمنۍ د پخوانه ډير کمزورى شوى و ، او د بحران او نابودى خواته روان وو . د روښانيا د نهضت پر ځاى په سيمه کې نور غورځنگونه او مبارزى د مغولو پر ضد پيل شوى . په دى وخت کې مغولى واکمنۍ د صفوى ايران په مقابل کې هم ماتى وخوړل او د کندهار او افغانستان د نورو سيمو پر سر چې دوى ډير جنگونه کړى وو ، نوموړى سيمې صفوى واکمنانو ته پاتى شو ،او د مغولى پاچاهى تر پاى پورى د هغوى په لاس کې و . په دى وخت کې د کندهار پر سر د صفوى او مغولى واکمنانو د جنگونو او جگړو په اړه مير غلام محمد غبار داسى يادونه کړى ده : عباس ثانى در سال ١٦٤٨ م ١٠٥٨ هـ ق به قندهار سوقيات کرده و آن شهر مشهور و مستحکم را مسخر نمود . از اين بعد قندهار مثل ولايات سيستان و هرات و مشهدو نيشاپور تا قرن هژدهم دردست دولت صفوى ماند . گر چه شاه جهان بابرى دو بار ديگر تا سال ١٦٥١ سپاه مکملى به قيادت شهزاده او رنگزيب و سعداله حاکم کابل براى تسخير قندهار فرستاد با کثرت سپاه بابرى ( ٧٠ هزاره سواره و پياده ) فتح قندهار ميسر نشد و او رنگزيب ناکام به هند رفت . عباس ثانى با دولت از بکيه راه مدارا در پيش گرفته ، اما در ايران د چار مخالفت امرا و درباريان گرديد زيرا عباس از مذهب اماميه تبرا کرده و حتى خويشاوندان نزديک خود را که مذهب اماميه داشتند بکشت ، لهذا مخالفت او توسط خواهرش او را در اندرون حر مسرا مسموم نمودند . سليمان صفوى پسر و جانشين شاه عباس ثانى کار تازه ئى در افغانستان نداشت جز آنکه ماليات ولايات مقبوضه را بگيرد . شاه حسين صفوى پسر شاه سليمان هم مثل پدر خود بود و از ١٦٢٤تا ١٧٢٢ سلطنت نمود ( ٢ ) .
په دى وخت کې د پښتنو او نور قومونو د آزادى بخښونکى غورځنگونو له امله نه يوازى مغولى واکنمۍ د زوال او نابودى خواته روان و بلکه د ايران صفوى دولت هم د بحران او زوال خواته روان و ، چې په پاى کې همدغه دواړه د سيمې زبر ځواک دولتونه د افغانانو لخوا نسکور شو او پر ځاى يې په سيمه کې افغانان حاکميت تر لاسه کړ . د صفوى دولت دزوال او انحطاط په اړه مير غلام محمد غبار داسى يادونه کړى ده : بعد از شاه عباس دولت صفوى دا خل دوره انحطاط شده بود و اين انحطاط در عهد شاه حسين بدرجه نهائى رسيد ، مرکزيت دولتى ضعيف شده و وزراء و افسران رقيب ، روحانيون ، خواجه سرايان وفال بينان در دربار مشغول مجادله با همديگر بودند ، فيودال هاى مقتدر محلى در ولايات مربوطه شکل خود مختارى ونيمه خود مختارى بخود گرفتند . و از تاديه ماليات بدولت مرکزى فرار ميکردند ، چون خزانه دولت کسر ميداشت دولت هم عوض معاش به مامورين خود زمين ميداد ، اين زمين که موروثى نى بلکه موقتى بود ، صاحب آنرا وا ميداشت که منافع آنى را در نظر گرفتند و تا جائيکه ممکن بود از مالک زمين و زارع از اداى ماليات دولتى سر باز زند . قشون از نرسيدن معاش و مردم از جورحکام و فيودال متنفرو نالان بودند ، و اين زمينه سقوط دولت مرکزى را فرا هم ميساخت . ملت ايران در زير چنين اداره فاسد و نالايق شاکى و نالان بودند و درجاهاى دور ترى که مى توانستند بر ضد دولت قيام ميکردند ، در اوايل قرن هژدهم ميلادى لز کى هاى ايران سر به شورش بر داشته و شير از را گرفتند ،
همچنين لرستانى ها قيام کرده و تاکردستان تاثير کردند ، در جنوب ايران نيز مردم بلوچ بيرق مخالفت افراشته و بندر عباس را اشغال نمودند ، گرچه اين قيام هاى داخلى ايران فوراً باعث سقوط دولت مرکزى نشد ولى قيام مردم افغانستان کار را يکسره نمود ( ٣ ) .
په ١٠٧٠ هـ ق _ ١٦٥٩ م کال کله چې او رنگ زيب پاچا شو ، په دى وخت کې رحمان بابا رته ويشت کلن ځوان و ، په دى زمانه کې د مغولو په کورنۍ کې دواک د نيولو پر سر اختلافات دومره زياد شوى و چې او رنگ زيب خپل دوه وروڼه ووژل ، خپل بل وروتيښتى ته مجبور کړ او خپل پلار د ژوند تر اخره پورى په زندان کې واچول ، ددغو اختلافات په اړه (( فرانسوا برينه )) فرانسوى مورخ په خپل کتاب (( د مغولو په دوره کې د وروستيو سياسى کودتاوو تاريخ )) کې داسى يادونه کړى ده : . . . د دارا شکوه د وژلو کار يوه غلام ته چې ناظر خان نوميده وسپارل شو . دغه غلام شاه جهان تربيه کړى و . خلک وايى چې د ارايووخت دغه غلام ډير سخت وهلى و . دغه جلاد و دريو څلورو کسانو په ملگرتيا ، چې هغوى هم کټ مټ د ناظر خان په شان و دارا شکوه ته راغلل . دارا شکوه په دى وخت کې د خپل لمسى سره د چڼو په اسيشولو لگياو . داراشکوه په چا باندى باورنه شو کولاى ، ځکه چې د مسموميت څخه ويريده نولدى سببه يې هر څه پخپله ځانته پخول . کله چې دارا دليرى نه ناظر خان وليده خپل لمسى سپاره شکوه ته يې داسى چيغه کړه : (( زمنه ! دادى زمونږ د وژلو لپاره راغلل )) . دارا شکوه زر داشيزى کوچنى چاړه چې فقذ هدا د تيرې وسلى له جملى څخه دوى ته پريښودل شوه وه لاسته کړه . د جلا دانو څخه يو کس زر په سپاه شکوه وروغورځيد . پاتى نور جلادان د دارا شکوه په پښو اولاسونو پورى ونښتل . هغه يې په ځمکه را چپه کړ تر هغى پورى يې ټينگ نيولى و تر څو ناظر خان دارا شکوه سر پرې کړ . دده سر بيا زر او رنگ زيب لپاره چوڼى ته يووړ . او رنگ زيب دستمال واخيست د دارا شکوه سر يې ښه له وينو پاک کړ کله چې په دى متيقن شو چې داد دارا شکوه سر دى ، نو بيا يې په ژړا پيل وکړ او دا جملى يې وويلى : (( آخ بذنحت )) (( زماله مخى د دارا شکوه سر لرى کړى او د همايون په مقبره کې ښخ کړى ))
اما مراد بخش په بل ولى سخت پى رحمانه صورت سره ووژل شو . او رنگ زيب ليدل اگر چه مراد بخش په جيل کې دى ، مگر باوجود ددى ټول خلک د هغه سره مينه لرى . د هغه په نوم يوه خوا بله خوا شعرونه خپروى په هغه کې د مراد بخش شجاعت او مړنتوب ستايل کيږى . دى کار او رنگ زيب سخت په تشويش کې واچول . فکر يې کاوه چې که چيرى مراد بخش د نورو په شان په مسموم کيدو سره مړه هم کړى ، ولى خلک په دا فکر کوى ، چې هغه ژوندى دى او دده د نوم څخه به دشورشونو لپاره استفاده کوى . دادى وگورى او رنگ زيب دده د مرگ لپاره څه ډول نهضت جوړ کړه . هغه وخت چې مراد بخش په احمد آباد کې د جنگ لپاره تيارى نيوله ، هلته يې يو ډير دولتمند سيد ددې لپاره مړ کړ چې د هغه دارايې لاسته کړى . هلته يې د خلکو څخه پورورته اخستل او يا به يې بډايان سوداگران مجبورول چې ده ته پيسى ورکړى . دغه ټول کسان دربار ته به يې بډايان سوداگران مجبورول چې ده ته پيسى ورکړى . دغه ټول کسان دربارته ته شکايت سره راغلل او د عدالت غوښتنه يې کوله . د سيد زامنو غوښتل چې د ددوى د پلار په مرگ باندى مراد بخش په قصاص ورسوى . د دربار په مجلس کې حتى يوه امير هم د مراد بخش د قصاص په هلکه مخالفت ونکر ( ٤ ) .
په ١٠٧٤ هـ ق _ ١٦٦٣ م کال کې چې د او رنگ زيب د پاچاهى څلورم کال وو . هغه د خوشحال خان خټک په ضد ودريد او خپلو خاصو کسانو ته لارښوونه وکړه چې هغه گرفتار او بندى کړى . د جلال الدين اکبر د زمانى نه دغه تاريخه پورى د مغولو سره د خټکو دوستى وه . د خوشحال خان د بندى کيدونه وروسته ددوى تر مينځ سخته دښمنى پيل شوه ، د خوشحال خان خټک د بندى کيدو او د بند نه وروسته د حالاتو او د خوشحال خان د مبارزو په اړه اکاديمسن پوهاند عبدالشکور رشاد داسى ليکى : او رنگ زيب چې په ١٠٤٨ م کال کې پاچا شو د پښتنو د آزادى روح عالى همت او د آزادى خواهى د خدباتوزغم يې ونکړاى شو او خاصتاً د پښتنو ددى نامتو سردار د سر خپلو او تباهى په فکر کې شو . هغه و چې د پيښور مغولى حاکم ، په ١٠٧٤ هـ ق کې خوشحال خان زمرى په وعدو او فريب سره وغلاوه ، د روژى پر ١٥ تاريخ يې ډهلى ته بندى واستاوه ، داد پښتنو خوشنوا بلل دلته د مغولو له لاسه په ډهلي ، نتهبور او اگره کې څلور ، پنځه کاله بندى او ڼظر پند پاتى شو ، په ١٠٧٩ هـ ق کال کې چې خوشحال خان له اگرى څخه د ځينو دوستانو په سلا او مرسته فرصت وموند د (( روه )) هسکو غروته يې خان ورساوه او هغه د غيرت پر څو کو دريدلى د يو ژوبل زمرى په څير يې وغړمبل او خپل قوم يې ( چې دده مدبر سردار په غياب کې لکه د مرغلرو ولاړ د تار په تار شوى خپل يوالى او خپلواکى له لاسه ورکړى وه ) بيا د ژوند او ژوندون لپاره را وياله او د بهادر توريالو لښکر يې منظم کړ تر ١٠٩٢ هـ ق کال پورى د پيښور د آزادى او استقلال لپاره مسلسل وجنگيد په همدغه کال کې يې د قومى مشر توب مقام مشر زوى اشرف خان هجرى ته وسپاره ، خو بيا هم بر قرار نشو او د مغولو د امپراتورى سره سخت جنگونه وکړل (٥ )
په ١٠٨١ هـ ق _ ١٦٧٠ م کال کې چې د او رنگ زيب د پاچاهى د يو لسم کال سره برابر دى ، په دى وخت کې رحمن بابا د نهه ديرشو کالو په شاو خوا کې وو . په دى وخت کې د خوشحال خټک د پاسون په څنگ کې د مغولو پر ضد د پښتنو په سيمو کې د پښتنو نور غورځنگونه هم فعال و او د او رنگ زيب پر ضد په خونړيو جنگونو کې برخه واخستل . د او رنگ زيب پر ضد د پښتنو مهم نهضتونه چې په دى زمانه کې ترسره شوي دي يو د خوشحال خان خټک مبارزه ده ، بل د پيښور د شمال د يوسفزو مبارزى دى او بل په خيبر کې دايمل خان مومند مبارزى او جنگونه دي ، چې ددى مبارزو او جنگونو په اړه پوهاند حبيبى صاحب داسى معلومات وړاندى کړى دى : لومړى دپيښور د شمال د يوسفزو د باکو ، ملا چالاک او سلطان محمود په مشر پر پکهلى ير غل وکړ . عالمگير پر ١٠٧٧ هـ ق _ ١٦٦٦ م د اټک پوځدار کامل خان ته د هغوى مخنيوى وسپاره . د ١٠٧٩ هـ ق _ ١٦٦٨ م کال په شاو خوا کې ايمل خان مومند په خيبر کې د نوميالى پښتون او د پښتنو نامتو شاعر (( خوشحال خان خټک )) په ملگرتيا د عالمگير د قواو پر خلاف ډيري جگړي وکړي . عالمگير پخپله ددوى د مخنيوى لپاره درى کاله په حسن ابدال کې پروت و . آغر خان له پښتنو سره خونړي جگړي وکړي ، تر هغى چې عالمگير د تهترې ، دو آبه ، نو ښار ، گنداب او خاپښ تر پينځو جگړو او تقريباً د دواړو خواو د يـــــــــو لک تنو تر وژلو وروسته ونه شو کړاى چې د پښتنو نهضت له مينځه يوسى . پـــه ١٠٨١ هـ ق _ ١٦٧٠ .
١٦٩٠ م کال کې اغر خان د پښتنو لخوا ووژل شو ( ٦) .
م کال کې ايمل خان په لغمان کې له اغر خان سره خو رالــــــــــــــويه خونړى جگړه وکړه . په ١١٠٢ هـ ق _
ددى جنگونو او جگړو په پاى کې که څه هم او رنگ زيب پرپښتنو برى وموندل په هر لورى پښتنو ته هم مالى او هم ځانى زيانونه ورسول ، مگر خپل آخرى هدف ته چې هغه د پښتنو په سيمو کې د مغولو حاکميت و هغه تر لاسه ونکړه ، بل دا چې ددى غورځنگونو په ځپلو سره د مغولو پر ضد د پښتنو نور غورځنگونه مينځ ته راغى چې د مغولو د واکمنى تر اخره پورى دوام درلودل د مغولو پر ضد وروستى غورځنگونه د خوشحال خان خټک او د هغه د زامنو لخوا رهبرى کيدل . د او رنگ زيب په زمانه کې نه يوازى د پښتنو آزادى بخښوونکى غورځنگونه خپل اوج ته ورسيد ، بلکه د نورو قومونو لخوا هم د مغولو پر ضد حرکتونه او نهضتونه پيل شو ، لکه د مرهټه او راجپوتو غورځنگونه .
رحمان بابا تر ١٧١٥ م _ ١١٢٨ هـ ق کال پورى ژوندى و ، او په همدى کال کې وفات شو . د او رنگ زيب پاچاهى په ١٧٠٧ م کال کې پاى ته ورسيدل د او رنگ زيب نه وروسته شاه عالم واکمنى ته ورسيد هغه تر ١٧١٢ م کاله پورى پاچاهى وکړه . د شاه عالم نه وروسته د مغولو په امپراتورى کې ملوک الطوايفى پيل شو . د هغه نه وروسته مغولى پاچانو د هند په ډيره محدوده ساحه کې تش په نامه پاچا و او د ملک په نورو برخو کې محلى حکومتونه جوړ شوى وو .
د عبدالرحمن بابا د ژوند په مهال کې د گورگانى امپراتورى په مربوطاتو کې فرهنگى فعاليتونه ډير پرمختگ کړى و . په دغه دوره کې پر فرهنگى کارونو او فعاليتونو باندى ځيړنه ډير لوى کار دى ځکه چې دا ډيره اوږده دوره ده او په دى دوره کې د پښتنو په سيمو کې ډير شاعران ، ليکوال او دينى عالمان تير شوى دى او ډير با ارزښته علمى ، ادبى او فرهنگى آثار ليکلى او ژباړلى دى په دى برخه کې يوازى د عبدالرحمن بابا د ژوند په مهال کې کوم مهم فرهنگى او ادبى فعاليتونه چې د پښتنو په سيمو کې تر سره شوي دي د هغو په اړه په لنډه توگه معلومات وړاندى ليږى .
په نوموړى دوره کې د پښتنو په ټولو مهمو ښارونو کې مدرسى او کتابخانى موجودى وى . په دى دوره کې نه يوازى د اسلامى علومو زده کړه پرمختگ کړى و بلکه نور علوم لکه تاريخ ، منطق ، فلسفه ، پښتو ادبيات او پښتو شاعرى ډير پرمختگ کړى وو . د مغولى پاچاهانو د پاچاهى په مهال کې د فرهنگى او علمى کارونو او فعاليتونو په برخه کې داکتر پرويز مهجور خويشکى (( د على محمد مخصلص ديوان )) په سريزه کې داسى معلومات وړاندى کړى دى : د مغولى دوره د علم ادب او تصوف د عروج زمانه وه . د اکبر په دور کې جون پور ، ډهلى ، لاهور ، سيالکوټ احمد آباد وغيره د اسلامى علومو مرکزونه وو . د اکبر نه علاوه د جهانگير او شاه جهان په دور کې هم علمى او رو حانى ترقى ښه په زوره وه حضرت خواجه باقى باالله شيخ مجدد الفى ثانى ( رح ) او شيخ عبدالحق محدث ( رح ) ددغه دورونو لويې علمى او تصوفى څټى وى . په دى د ورو کې د سنگرت عربى او هندى نـــــه علاوه په فارسى ژبه کې ډير کتابونه ترجمه شول ، تاريخ ، اخلاق ، تصوف ، شاعرى ، منطق او فلسفې هم ښه عروج وموند . د تصوف ډير کتابونه وليکلى او ترجمه شول . د ابن عربى مولانا رومى ( رح ) ، مولانا جامى ( رح ) ، عطار ( رح ) ، سعدى او حافظ شيرازى ( رح ) د کتابونو او شـــــــــاعــــــــرى
مطالعه د علم او ادب يوه لازمى حصه گرځيدلى وه . د مجدد الفى ثانى تصوفى نظريو د هندوستان په علمى دنيا کې يو انقلاب پيدا کړى و . د تصوف مشهورى سلسلى دغه وخت په هند کې قائمې شوې وې د مثال په توگه شطاريه ، قادريه ، چشتيه ، سهر ورديه ، نقشبنديه او صابريه وغيره .
د مغلو په دور کې د شاعرۍ د فن هم ډير قدر کيدلو په دربار کې د ملک الشعراء عهده په لومړى ځل د اکبر په دور کې وټاکلې شوه . طبقات ناصرى د اکبر د دور د مشهورو عالمانو شمير ٩٩ او د مشهورو صوفيانو شمير ٦٨ او د لويو شاعرانو شمير ٨٦ ښودلى دى . غزالى ، فقي او عرفي شيرازى د اکبر ددور مشهور شاعران وو . ددوى نه علاوه د هندۍ دوه مشهور شاعران سورداس ، تلسي داسى هم ددى دور سره تعلق لرى . طالب املي د جهانگير د دربار ملک الشعراء ؤ .
د شاه جهان دور د مورخينو په خيال د علم او ادب د لطيفو فنونو يو اعلى دور ؤ . د نورو علومو سره د مصورى د فن هم ډير زيات قدرکيدلو .
د او رنگ زيب ( ١٠٦٨ هـ ق _ ١٦٥٨ م ) _ ١١١٨ هـ ق _ ١٧٠٧ م ) په دور کې ، تصوفي او نورو فني علومو ترقى په ځاى ودريده . د دربار نه د ملک الشعراء عهده ختمه کړى شوه . دو قائع نويسۍ او دربارى مورخ عهده هم ختمه کړې شوه . او رنگ زيب اگر چى دادبى ذوق خاوند ؤ . د حافظ شيرازي شاعري يې خو ښه وه خو بيا هم د حافظ په ديوان يې پابندى لگولې وه . د عالمگير په دور کې اسلامى فقهې او د هغې درس او تدريس ډيره ترقى کړي وه . مشهور مورخين او فقيهان په دى دور کې پيدا شول . (( فتاوى عالمگيرى )) ددى دوريو مشهور فقهى کتاب دى . خو ددى باوجود د مرزا بيدل ، فطرت ، ناصر على سر هندى او د نعمت خان غوندى مشهور فارسي شاعران هم ددى دور سره تعلق لرى ( 7 ) .
د پورتنيو معلوماتونه څرگنديږى چې د رحمان بابا د زيږيدونه مخکى يعنى د مغولى امپراتورى د لومړنيو پاچاهانو په دورو کې چې د جلال الدين اکبر نور الدين محمد جهانگير ، شهاب الدين محمد شاه جهان د دورو سره برابر دى . په دى دورو کې فرهنگى فعاليتونه ډير پرمختگ کړى و ، مگر د او رنگ زيب د پاچاهى دوره چې د رحمان بابا د عصر پورى مربوط دى ، په دى وخت کې فرهنگى چارى د مغولى دربار لخوا د دومره ملاتړ څخه برخمن نه وو او د هغه وخت د حکومت لخوا فرهنگى کارونو ته دومره اهميت نه ورکول . په دى وخت کې د ليکوالو او شاعرانو د انفرادى فعاليتونو په نتيجه کې ډير د قدر وړ فرهنگى فعاليتونه تر سره شوي دي ، چې د هغى دورى د ليکوالو او شاعرانو نه کوم آثار او کتابونه او شوونه پاتي دي زمونږ ددى ادعا ثبوت کيداى شى .
د رحمن بابا د ژوند په مهال کې نه يوازى شعر او شاعرى ته خاصه توجه شوى وو ، بلکه په دغه دوره کې تاريخ ليکنى ، معمارى ، نقاشى او ژباړى هم ډير پرمختگ کړى و ، چې د هغې نښى نښانى تر اوسه پورى د هغه وخت فرهنگى پرمختگونه بيا نوى .
(١ ) _ د افغانستان لنډ تاريخ _ پوهاند عبدالحى حبيبى _ ژباړل : عبدالروف بينوا . دانش خپرندويه ټولنه _ پي،ر _ ١٣٨٢ هـ ل _ ( ٢٥٣ مخ ) .
ـ(٢ ) _افغانستان در مسير تاريخ _ مير غلام غبار _ کابل _ ١٣٤٧ هـ ش ( ص ٢٩١ ) .
( ٣ ) _ د مغولو په دوره کې د وروستيو سياسى کودتاوو تاريخ _ فرانسوا برينه _
(٤)_ پورتنى اثر _ ( ٢٩٢ مخ )
( ٥) _ لس مقالى _ اکاډيمسن پوهاند عبدالشکور رشاد _ کابل _ ١٣٦٧ هـ ل ( ١١٠ مخ )
(6) _ د افغانستان لنډ تاريخ _ پوهاند عبدالحى حبيبى _ ژباړن : عبدالروف بينوا _ پيښور _ ١٣٨٢ هـ ل _ ( ٩٩٢ مخ ) .
7 _ د على محمد مخلص ديوان _ على محمد مخلص _ د ډاکتر پرويز مهجور خويشکى سمونه ، څيړنه او سريزه _ پيښور _ ( ٣٧ _ ٣٨ مخونه ) .