د نیوز فرسټ خبرپاڼې په حواله سریلانکایي پولیسو او سمندري ځواکونو د انساني قاچاقبرانو د نیولو لپاره پراخ عملیات پېل کړي.

د دغه هیواد د سمندري پوځ ویاند "چمېندا ولاکلوج" نیوز فرسټ خبرپاڼې ته ویلي چې د عملیاتو تر پېل کیدو وروسته یې تر اوسه شپږ تنه چې غوښتل یې نیوزیلنډ ته په غیرقانوني توګه مهاجر شي نیولي.

د نوموړي په وینا، استرالیا خپله پالیسي د غیرقانوني مهاجرت په وړاندې ډیره سخته کړې او سریلانکا هم په دې هکله استخباراتي معلومات همیشه د استرالیایي ساحل ساتونکو سره شریکوي، نو له همدې امله اوس انساني قاچاقبران هڅه کوي چی خلک د سریلانکا څخه د استرالیا ګاونډي هیواد نیوزیلنډ ته په غیرقانوني ډول قاچاق کړي.

نوموړي زیاته کړه، "دغه عملیات به تر ډیره حده د سریلانکا په بحري اوبو پورې تړلي وي تر څو انساني قاچاقچیان ونشي کولې د کښتېو په واسطه غیرقانوني کډوال استرالیا او یا هم نورو هیوادونو ته انتقال کړي".