د استرالیا د بیان د ازادۍ او عامه خدمتونو د ادارې له خوا خپاره شوې اسناد ښايي چې د استرالیا حکومت د مسلمان کډوالو په پرتله عیسویانو ته په دغه هیواد کې د اوسیدنې زیاتې ویزې ورکوي.

که څه هم ډیرې کډوال دغه هیواد ته له اسلامي هیوادونو څخه مهاجر کیږي خو خپاره شوي اسناد ښایي چې تیر کال یوازې ۱۹ سلنه مسلمانانو ته په دغه هیواد کې ویزې ورکړل شوي چې دغه شمیره د عیسوي مذهبه کډوالو په پرتله چې ۷۱ سلنه ویزې یې ترلاسه کړي ډیره کمه ده.

په دی هکله د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن (اس بي اس) خبرپاڼې ته ویلي، "زمونږ پالیسي یوازې په هغه اقلیتونو تمرکز کوي چې په خپلو هیوادونو کې یې ژوند په ریښتینې ډول تر ګواښ لاندې وي، نو طبعآ په دغه پروګرام کې ډیرې عیسویان د ویزو اخیستلو وړ ګڼل کیږي ځکه عیسویان د اسلامي هیوادونو د نفوسو اقلیت جوړوي. او زمونږ هدف هم دا دی تر څو استرالیا کې یوازې هغه کډوال د اوسیدنې ویزې ترلاسه کړي چې زمونږ په ټولنه کې خپل ژوند په اسانه پېل کړې شي، په انګلیسي ژبه پوه وي، دنده ترلاسه کړې شي او خپل ماشومان ښونځیو ته ولیږلې شي."

اخوا بیا د استرالیا د لېبر ګوند په دغه پالیسۍ د تل په څیر نیوکه کوې. د دغه ګوند ویاند شاین نیومن ویلي، "په دغه پالیسۍ کې د کډوالو سره د مذهب په اساس تبعیض کیږي، مونږ یې هیڅکله پلوي نه کوو."