سپکاوی که خدمت،
پښتو فلمونو ته کتنه
ليك : اسدافغان

بازار كې كله كله خطاط گورم، هغه لوحو باندې ليكلو او د رسامۍ لا ښكلې ښكاريدو لپاره رنگارنگ رنگونه استعمالوي،همدرانگه د هر هنر سره تعلق لرونكې كسان كوشش كوي چې خپل هنر ولس ته زرين او قيمتې څرگند كړي تر څو د هغوى توجو د ځان په خوا راواړي.

د فلمونو او ډرامو ښكلا بيا په دې كې نه ده چې ددې لپاره د رنگارنگ رنگونه او توجو جذبوونكې څيزونه استعمال شي،بلكې ددې مهم مقصد نړيوالو ته د خپلې ټولني،كلتور رسم و رواج،ژبه او تاريخ ورپيژندل دي.
پښتو فلمونو له نيمې پيړۍ زيات عمر تير كړ،خو تر اوسه يې ځان ددې جوگه نه كړ چې هر كور ته لار ومومي،په اولو وختونو كې بازار ته څو ښه فلمونه راغلل،او هر كور ته يې لار هم بيا مونده،هغو كې به د پښتنو دود او كلتور رابرسيره كيدو،كيسه به يې چې چا ليكله،هغې به پښتني روايات او دودونو خپل ارزښت گاڼه،د بې حيايۍ كچه پكې ټيټه وه او همداسې نور فلم به هم په غوره بڼه او اخلاص سره جوړيده چې په كتو سره به يې كتونكو كولاى شول په كور كې يې بيا بيا وگوري، خو پښتو فلم د پيل له څو فلمونو علاوه تر ننه په تقليد،كليشه،او فحاشۍ كې پاتې شوى دى او دادى نن د مرگ په غاړه دى،نه يې د پښتني رواياتو ترجمانې وكړه او نه خدمت.
د هندي سينما پخوانى فلم خداگوه يوه صحنه ده،
كله چې باچاخان(اميتاب بچن)له افغانستانه بيرته هند ته ستنيږې،په لار كې يوه نښته كې سخت ژوبل كيږې خو د دې لپاره چې راجپوت افسر سره د بيرته راتلو كړي ژمنه پوره كړي د خپلو زخمونو په كيسه كې نه دى،كله چې په ژوبل حالت كې هلته ور ورسيږي نو هغوى ته وايې:
"يو پښتون له تا سره كړي ژمنه پوره كړه،دا د يوه پښتانه ژمنه وه،كه چا مې سر هم وهلى واى ما به په لاس كې را اخيستى واى،راغلى به وم او ژمنه به مې پوره كړي واى".
وگورئ په دې هندي فلم كې د افغانانو سوچه ژوند د ژمنې نه ماتول او نورې برخې څومره ښې انځور شوې دي،
نن سبا پښتو فلمونه كې به مو محمد حسين سواتى،جانداد،جهانگير،ناديه گل او نور اداكاران ډېر ليدلې وي،د سواتي يوه صحنه مې ليدله،

حجره كې څو كسان ناست ول،د سواتي ببر سر ،گډه وډه ږيره ،غټ غټ بريتونه ؤ،
د پرتوگ يوه پايڅه يې تر زنگانه پورته او بله په خپل ځاى نورماله پرته وه،

په يو لاس كې يې سيگريټ نيولى ؤ او په بل باندي د شرابو جامونه پورته كول،د ورسره ناستو كسانو ټولو څېرې ځنگلې انسانانو ته ورته وي او د سواتي په شان شكلونه يې ول.

د دوى په منځ كې څو انجونې ماتيدې راماتيدې،عجېب و غريب حركات يې كول جينۍ به كله د سواتي په غيږ ور پريوته او كله به يې جامونه په ځان تشول،نجونو نرى پنجابۍ جامې اغوستې وي جامې دومره تنگې وي چې د بدن هره يوه برخه يې بيله بيله ښكاريده،ميك اف او رنگونه يې دومره په ځان موښلې ول چې اصل شكل يې د سړي څخه وركيده.
.
پښتانه خو خير كه غير پښتانه دا صحنه گورې نو دوى به فكر كوي چې ټول پښتانه دومره جاهله،وروسته پاتې او ناپوهه شوي چې تر اوسه يې ځان او لباس هم ندى اصلاح كړى او دا د وحشيانو ځنگلې كلتور د دوى دى؟د سواتي او دې انجونو بې پښتو كارونو زمونږ د حيا او درانده لباس څه؛ چې د هر څه سپكاوى دى،
پښتو فلم ته فلمي صنعت سره تړلي كسانو د نڅا لپاره له پنجابه څو لوڅې جينۍ راوستې،د پنجابيانو تنگې جامې يې پرې اغوستې او په رنگارنگ رنگونو يې سينگار كړې دي،په څنگ كې ورسره د سواتي په شان څو بي سوره تش په نامه پښتانه هم په گډا وي او د پښتو تر بينر لاندې پنجابي فاحشو په حجره كې او بهر سم غوبل جوړ كړى وي، فلم جوړونكې دومره فكر نه كوي چې ايا دا فلم يو باضميره شخص كور كې كتلى شي؟ايا كومې پښتنې چېرته داسې بې باكه جامه كې گډا كړې؟زمونږ وطن د جرگو او مركو وطن دى او د پښتنو په كلتور كې ديره، حجره،او نور ميلمه پال ځايونه يوه درنه برخه ده او وه،ايا د پښتنو په حجره كې ډمې نڅاكوې او يا يې نڅا كړې؟

په اوسنيو فلمونو كې حجرې او ديرې په داسې بڼه راپيژندل كيږي چې پكې يوازې ډمې گډا كوي او شراب پكې څښل كيږي
نو كه غير پښتانه دا گورې نو فكر به كوي چې پښتانه په حجرو كې دا كهاتې كوي؟دا د پښتانه كلتور د يوې مهمې برخې مستقيمآ سپكاوى دى،
يوه بله صحنه ده،
جانداد په يو فلم كې د ملك (ليوني خان) رول لوبوي،د ښځو په شان له اوږدو ويښتانو يې،كمڅۍ جوړې كړې دي او بيا يې هغو ته د تسپو(تسبيح) څخه غټې دانې وراچولې كله چې د يو غريب دهقان سره خبرې كوې نو اول د سپي په شان وغاپې او بيا خبرې شروع كړي،له خبرو وروسته بيا هغه ته ور وغاپې، او ترې روان شي،
پښتنو كې د كلي ملك يا خان په شاوخوا چاپيرچل كې پوهه او د ښه صحت خاوند وي،هيڅكله ليونى او ناروغ څوك نه ملك كوي،دوى د ولس دعوې او لانجې هواروي او زياتره وخت د دوى د حقوقو ترلاسه كولو پسې هلې ځلې كوي،
كه سبا غير پښتانه دا گورې نو فكر به كوي چې پښتانه ملكان او قوم له تمدنه دومره وروسته پاتې او وحشي دى چې ان خلكو ته غاپې؟
د پښتو ننني فلمونو او ډرامو عمومې جاج كه واخلو نو كيسه يې د هلك او جينۍ په مينه او وژنو را څرخې،جينۍ له كوره بهر هلك سره چكري وهې او اخير هغه ته وايې چې مور د مونږ كره راوليږه چې ما درته وغواړې،
دې فلمونو كې د پښتنو د باحيا او غيرتمندو پيغلو سپكاوى نيغ په نيغه كيږي،كه پښتنه څومره هم د چا سره مينه ولري خو خپله پښتونوالي هغې ته دا اجازه نه وركوي چې د يو پردي سړي څخه داسې غوښتنه وكړي.

اكثرا فلمونو كې د فلم له هلك سره رنگارنگ وسلې وي،او خلاصې تڼۍ گرځې ټوله ورځ قتلونو كوي، ايا تاسې ليدلې چې يو پښتون د وسله داسې بې باكه استعمال كړي؟

پښتون يو پر امن قام دى،دوى تل غوښتي او غواړي؛ چې د كركې جنگ،تروريزم او وخشت غوړول شوى ټغر ټول شي او له شر كركه لري، خو فلم جوړونكې د يو امن خوښوونكې ملت تصوير دنيا ته دومره تت او له سپكاوې ډك وړاندې كوي چې سبا به دوى وايې؛ پښتانه شر خوښوونكې او وحشيان دي چې ټوله ورځ وژني كوي،فلم جوړوونکې نوې نسل ته فلمونه كې دا ښايې چې وسله گرځول بهادري ده،
يا خو ددې فلمونو جوړونكې او ټوله عمله پښتانه نه دي او يا د پيسو نشې دومره ړانده كړې دي چې پښتو يې بيخې هيره كړې ده او زمونږ كلتور وژلو پسې يې راخيستې ده،كه دوى پښتني دودونو او كلتور په فلمونو كې نشې راوړى نو بيا ددې حق هم نلري څو پښتون دنيا ته يو وخشي قوم ور وپيژنې،
خو اوسمهال د پښتو فلمونو دغه ناكامه بهير او د فلم جوړونكو بې غوري د پښتنو تصوير دنيا كې صفر ته راوستو،پښتو فلم جوړونكې اداكاران ليكوالان او نور د فلم تر هنريت وړاندي د فلم په بازار فكر كوي،چې دا يې هم د وروسته پاتې والې يوه وجه ده،د پيسو گټلو نورې لارې هم شته،
خو خبرې ډېرې سر يې يو، ټول ملامت دوى نه دي زمونږه قام اول ملامت دى چې ولې داسې فلمونه اخلې او گورې يې؟كه مونږ يې وانخلو او وايې نه گورو نو دوى به بل فلم جوړ كړي؟خو مونږ هم ورسره خوشاله يو او هر فلم په اخيستو سره كاميابى ته رسوو.