که څوک پوهېږي خبرې ګرانې دي 
د هجرت الله اختيار په يو ښکلي غزل د هميم جلالزي په زړه پورې ليکنه
د نړۍ او انسان د پېژندنې په اړه مې د بريکلي ديکارت او کانت دريو واړو ليدلوري خوښېږي . بريکلي او ديکارت يوې خواته دي او کانت يې پر ضد ولاړ دی چې د دوی قضاياوې ناسمې زبات کړي. دغه متضاد ليدلوري که زموږ لپاره همهاله د باور وړ نه دي لږ تر لږه يوې بلې لارې ته مو متوجه کولای شي. بله لاره نه پوهېږم چې څه ده خو په فردي ډول هر سړی کولای شي د دوو قيضو له يو ځای کولو څخه درېيمه قضيه يا نتيجه تر لاسه کړي .
احمد خبرې کوي
هر خبرې کوونکی انسان دی
نو احمد انسان دی .
دا د منطق يوه ساده قضيه ده . هر څوک کولای شي چې د پورته دوه برخو له پرتلې څخه درېيمه قضيه راوباسي.
 
ددغو دريو کسانو فلسفي جدل ډېر پام وړ دی، او د منطق د قضاياو په څېر هر سړی د خپل ژور فکر په مرسته يو څه ترې را ايستلای شي.
بريکلي او ديکارت وايي ، دغه نړۍ چې موږ يې محسوسوو د انسان له شعوره او ذهنه پرته موجوده نه ده . د دوی فلسفه پر همدغه ټکي ولاړه ده چې وايي : ((زموږ ذهن زموږ دنيا جوړوي. )) خو کانت بيا وايي د خپل ځان په اړه د انسان پوهه او درک د بهرنۍ نړۍ له شتونه سرچينه اخلي. ، کانت وايي که د باندې نړۍ نه وای نو زموږ په ذهن کې به هم هېڅ نه و او د هېڅ شي په اړه به مو معلومات نه درلودل. د کانت نتيجه داسې ده چې که بهرنۍ نړۍ موجوده نه وي نو هېڅکله به انسان د ځان په اړه معلومات او درک پيدا نه کړي.
زموږ لپاره د انسان له ذهنه د باندې د جهان د شتون او نشتوالي مسله حل ده ، خو ددغې نړۍ څرنګوالی راته ډېر مهم دی .
د شاعر له ذهنه د باندې دوه سرچينې موجودې دي يا که دوه نړۍ ورته وويلی شي هم بده به نه وي. يوه نړۍ طبعت دی او بله نړۍ د شاعر خپله نړۍ ده .
شاعر ځکه خپله نړۍ لري چې ذهن يې توکي ورڅخه اخلي او که شاعر ته په بله نړۍ قايل نه شو نو ذهن هر انسان لري خو هر انسان شاعر نه دی.
د هنر او ادبياتو له پيله تر اوسه پورې طبيعت يوه لويه سرچينه ده . په نړۍ کې مهم ادبي او هنري اثار له طبيعت څخه اخيستل شوي دي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
خو اصلي خبره د شاعر د دويمې نړۍ په اړه ده. شاعر له طبيعته پرته يوه فردي نړۍ هم لري .
کېدای شي يو مهال د طبيعت خبرې او کيسې موږ ته تکرار شي ، موږ که د څو انځور ګرانو او يا څو شاعرانو شعرونه واورو چې د طبعيت له يوې منظرې اخيستل شوي کېدای شي هغه خوند پکې پاتې نه شي چې لومړۍ منظرې، لومړي شعر او د موسيقۍ لومړۍ سمفوني درلود.
د انځور، او شعر هغه برخه به د تل لپاره راته په زړه پورې وي چې د شاعر فردي نړۍ يې سرچينه وي.
لامل يې دادی چې کټ مټ دوه کسه يوه تجربه ، چې ټول زماني او مکاني قيدونه يې يو ډول وي نه شي کولای او ارو مرو توپير لري چې دغه توپير يې د تکرار مخه نيسي او موږ ته خوند راکوي. البته تجربې د ځينو قيدونو په پام کې نيولو سره نژدې او مشابه کېدای شي.
په پښتو کې اوس يو شمېر داسې شاعران شته چې طبيعي تجربې او اخيستنې يې تر فردي تجربو کمې وي او شعر يې خوندور شوی دی .
زما خبرې د کاڼې کرښې نه دي کېدای شي يو څوک يې راسره و نه مني خو زه وايم همدغو فردي تجربو زموږ د شاعرۍ اوسمهالی بهير ډېر پياوړی کړی دی.
د هجرت الله اختيار لږه شاعري مې لوستې ده. خو هر غزل يې راته بېل خوند راکړی دی . يو مهال زما باور دا و چې د تجربو شريکېدل به له شعر او هنري اثر څخه د خوند اخيستلو سرچينه وي خو اوس وايم چې د تجربو تر منځ تر شريکېدلو مهم له تجربو څخه اخيستنه ده. که دوه شاعران له يوې تجربې څخه عينا يو شی واخلي خوند به يې نه وي خو که له يوې شريکې یا بله وينا ورته تجربې څخه بېلابېلې اخيستنې ولري نو زموږ لپاره به يوه نوې خبره ولري.
زموږ د روماني شاعري يوه لويه برخه تجربې تقريبا شريکې او يا ورته دي خو له دغو تجربو څخه جوړه شوې شاعري بيا دوه اړخونه لري ، يو اړخ يې موږ ته خوندور دی او بل تکراري دی.
د اختيار شاعري کېدای شي ماته په دې خوند راکړي چې ځينې تجربې مې ورسره نژدې ښکاري خو ډېر خوند په دې راکوي چې له هماغې تجربې څخه چې زما اخيستنه يو څه وه دده بل څه ده .
موږ ډېر ځله له شاعرانو څخه اورو چې زما د زړه خبره دې کړې ده. دا لامل دا دی چې تجربه سره شريکه او مشابه ده خو الف يا شعر ترې نه دی جوړ کړی او يا يې ترې جوړ کړی دی خو له بلې زاويې يې ورته کتلي او کله چې ب دغه تجربه شعر کړې ده نو الف ته هم نوې ښکاره شوې ده او هم خوندوره .
د اختيار غزل
تر انجامه غځېدلې هره لاره
هديرې ته رسېدلې هره لاره
پر دغه بيت څه نه وايم ځکه داسې راته ښکاري چې دغه خبرې مې مخکې هم اورېدلې خو يوازې په بله جامه کې .
دا خو بيا يم ستا د وره مخ کې ولاړ زه
دا خو ستا کور ته راغلې هره لاره
د حواسو د تيت و پرک کېدو مسله زما لپاره په شاعري ډېره خوندوره ده، کله چې موږ وايو حواس مې تيت و پرک دي سمدستي مو ذهن يوه اروايي کشمکش ته رسېږي او بيا د هغه په لاملونو پسې ګرځو.
زما هغه شاعري خوښېږي چې يوه شېبه کې مې د سترګو د ليد او نورې نړۍ تر منځ خنډ شي، يا مې يوه شېبه له عادي کاره را وګرځوي او د شعر په اړه مې چورت وهلو ته وهڅوي. په پورته بيت کې شاعر دا نه دي ويلي چې حواس مې تيپ و پرک دي يا ځان راڅخه ورک دی او يا درک نه لرم ، خو زما ذهن د څو سېمبولونو له ليدو وروسته د شاعر اروايي حالت ته متوجه کېږي.
د پښتو متل مې ذهن ته راغی چې وايي (( چېرته چې زړه ځي هلته پښې ځي . ))
په شعر کې اروايي حالتونه څېړل ډېر خوند کوي .
حمزه بابا چې وايي :
زلفې جوړې بيا خورې کا، بيا يې جوړې بيا خورې کا
چې ور پېښه څه سودا ده مخامخ په اينه کې ؟
دغه بيت د يوې ښايسته نجلۍ اروايي حالت هومره ښه تشريح کوي چې کېدای شي يو فلم يې تشريح نه کړي .
د څېړنو له مخې نجونې پر سينګار هومره وخت تېروي چې په خوراک يې نه تېروي ، څو ځله ويښته جوړوي او څو ځله يې بيرته خوروي او بيا يې بل ډول جوړوي. د حمزه بابا بيت د ښځو دغه عادت او اروايي حالت ته موږ متوجه کوي کنه نور نو ساده باده بيت دی.
زما خواره واره حواس ستا په لټون دي
ستا قدم نه زېږېدلې هره لاره
په دغه بيت کې هماغه د حواسو د خورېدو خبره تکرار شوې ده خو دلته موږ د حواسو پر خورېدو فکر کولو ته نه اړ کوي بلکې د شاعر د حرکت او لوري په اړه هېڅېږو چې فکر وکړو.
لاره زموږ له ذهنونو د باندې د حرکت يوه تصوير زموږ ذهن ته راولي ، کله چې لاره ياده شي زموږ ذهن ته لاروي هم راځي . د شاعر موخه په دغه بيت کې دا ده چې په هرلاره چې ځي راځي سرچينه يې يوه ده.
د ګلاب کوڅه ده ستا له سترګو تېره
ما تر شمعې هم ليدلې هره لاره
خير دې وي چې کوم سرحد کې به دې مومم
ما خو پښو پورې ګنډلې هره لاره
دغه بيت موږ بيا يوه د منطق د قضيې په ډول يوه درېيم شي ته متوجه کوي . شاعر وايي په يوه ځای کې خو به دې ومومم، ځکه هره لاره مې درپسې نيولې ده، په دې مانا چې شاعر په حرکت کې دی ، شاعر لټون کوي او شاعر هڅه کوي.
ايله پوه شوم چې بېلتون خو دې حتمي و
چې راغلې نه ده، تللې هره لاره
د بېلتون په اړه مو ډېر بيتونه اورېدلي دي خو دلته شاعر د بېلتون پر لامل راته غږېدلی دی، خو په دغه بيت کې پخپله لامل د غور وړ دی.
شاعر په دغه بيت کې موږ ته د يوه داسې سړي تصوير راکوي چې د لارې په دغه سر کې ولاړ دی ځکه لاره هغه مهال تللې وي چې سړی يې له ځانه څه لري حسابوي ، او که يې د ځان خواته راحساب کړې نو بيا لاره راغلې وي تللې نه وي.
نور بيا
د خدای ښه