بازار..لنډه کیسه

لیک..اسدافغان

سړي چادری واله پسې ګامونه ګړندې کړل لا ښه ور نږدي شوی نه و چې هغه په ګڼه ګوڼه کې ننوته،لږه شیبه يې له نظر لاندې وه خو شېبه پس ترې ورکه شوه،

 

سړي سوړ اسویلی ویوست او له ځان سره یې وویل:

 

 

هې د کافر لورې په خدای سپینو پونډیو او لاسونو په لیدو دې لیونی شوم،نوره به څومره ښایسته وي.

 

 

د ښار په ګڼه ګوڼه کې سړي یو خوا بل خوا مخ تاو راتاو کړ،خو هغه یې ونه لیده،لږ مخ ته ولاړ، په ګڼه ګوڼه کې وګرځیده،ډېرې ښځې او انجونې يې ولیدې خو د شنې چادری واله پکې نه ښکاریده،دی نور هم مخ ته تیر شو او د مغازو په تنګه کوڅه ننوت هلته یې څو مغازو ته سترګې ورواړولې خو زړه ماتی به ترې روان شو،سړی ښه شیبه وګرځیده، خو هغه یې پيدا نه کړه،له ځان سره ورو ورو غږیده:

 

 

هی... هی... لاړې که یو ځل مې د کور مالوم وای نو د ضرور مې کلي ته بیولې...

 

... بچو لکه چې ښکار دې له لاسه ووت.

 

 

لمر خپلې زرینې وړانګې له دنګو

ودانیو ټولولې او ژر ژر یې له غرونو فنا کولې سړي ته

 

زړه کې ورتیره شوه چې ناخته شو. ځه اوس به خورجانې کره ورشم دا څو کاله مې نه ده لیدلې،شپه به هم وکړم او حال اخوال به یې هم واخلم،

 

 

سړی لږ نور هم وګرځید، خو چې څنګه یې په دوکان کې په یوې چادری واله باندې سترګې ولګیدې نو ویې پیژانده، زړه کې خوښ شو او له څیري داسې خوشاله مالومیدو چې ته وا کومه لویه ورکه ېې پیدا کړې ده.

 

سړی د دوکان باندی ورته ودرید،ګډه وډه ږیره باندې یې څو ځله لاس راتیر کړ او د سترګو لاندې یې هغه څارله،ښځه دوکان کې د نننه په سودا کولو اخته و، چادرې یې له مخه پورته کړه او د رخت ټوټې ېې کتلې،

 

د سړي زړه ورته تنګ شو، لږه شیبه پس روان شو او دوکان بلې دروازې په طرف راتاو شو،

 

د لیدو لپاره دا ځای مناسب و خو

 

ښځې سر ښکته اچولی و او رختونه ېې کتل له سړي رختونو او نور سامان فنا ګړې وه وه خو چې څنګه هغې سر راجګ کړ او د سړي سترګې پرې ولګیدي نو له پښو یې ځمکه وتښتیده،خولې پرې راماتې شوي او خپلې خور ته یې په مړاوو سترګو وکتل.

 

 

پای

 

۲۰۱۱ـ۱۱ـ۲۱