د اسد افغان " بازار" او تصادف


يوه کيسه مې ليکلې چې لا تر اوسه خپره شوې نه ده. د پېښور کيسه ده. يو ځوان ښييم چې په دوو ښځو پسې دى. ښځې خير غوښتونکې دي. دی ډير پسې ستړى دى . ماسپښين مهال ښځې داسې يوۀ سړک ته ورسيدې چې خلک پکې نه وو. هلک لار بدله کړه ، په يوې لنډې لارې يې ځان داسې ځاى ورساوۀ چې ښځو ته مخامخ ودريد. په منډه يې پر يوې ښځې لاس ولګاوه . ويې ځغستل. ستړى ستومانه کور ته ورسيد. مور چې يې وليد پر خپلې لور يې غږ وکړ : نجلۍ لالا دې ستړى ستومانه راغلى ژر کوه چاى ورته راوړه.
دا کيسه مې څو کاله پخوا ليکلې ده. تر ليکلو وړاندې چې مې فکر پرې کاوۀ زړۀ ته مې راتير شول چې دا ښځې د هلک خويندې يا نورې خپلې خپلوانې کړه. مخ يې ورپټ کړه. دا کار مې ونه کړ. ما ويل دا به تصادف وي. له خپل ورور اجمل څخه مې اوريدلي وو چې تصادف که کيسه پر مخ بيايي ښه نه ده. د هغۀ استدلال دا و چې تصادف د لوستونکي زړۀ ته نه لويږي. هندي فلم ترې جوړيږي.
ما خير غوښتونکې ولې انتخاب کړې؟ ځان مې په دې قانع کړى و چې دوى د ټولنې تر ټولو بې وزله ښځې دي. بې له خير غوښتلو يې بله لار نه ده ليدلې. ټولنه او په ټولنه کې لوچک وگړي ښايي دوى ته د اسان ښکار په سترگه وگوري.
زما يوه بله کيسه چې گومان کوم په لومړنۍ ټولگه" څلورمه لار" کې خپره شوې په تصادف پاى ته رسيدلې وه. د يوې مور اندېښنه وه خو په پاى کې خوب و. هغه کيسه مې خوښه وه، هغه وخت د تصادف په عيب ډير نه پوهيدم. اوس هم ځان په دې قانع کوم چې لږ تر لږه تر وروستۍ جملې پورې د کيسې تلوسه پکې ساتل شوې ده.
د ښاغلي اسد افغان کيسه " بازار" مې ولوسته. زما د ناخپرې شوې کيسې تر ليکلو وړاندې شېبې يې رايادې کړې. وبه يې لولو:
(( بازار، د اسد افغان لنډه کيسه
سړي چادری واله پسې ګامونه ګړندې کړل لا ښه ور نږدي شوی نه و چې هغه په ګڼه ګوڼه کې ننوته،لږه شیبه يې له نظر لاندې وه خو شېبه پس ترې ورکه شوه،
سړي سوړ اسویلی ویوست او له ځان سره یې وویل:
هې د کافر لورې په خدای سپینو پونډیو او لاسونو په لیدو دې لیونی شوم،نوره به څومره ښایسته وي.
د ښار په ګڼه ګوڼه کې سړي یو خوا بل خوا مخ تاو راتاو کړ،خو هغه یې ونه لیده،لږ مخ ته ولاړ، په ګڼه ګوڼه کې وګرځیده،ډېرې ښځې او انجونې يې ولیدې خو د شنې چادری واله پکې نه ښکاریده،دی نور هم مخ ته تیر شو او د مغازو په تنګه کوڅه ننوت هلته یې څو مغازو ته سترګې ورواړولې خو زړه ماتی به ترې روان شو،سړی ښه شیبه وګرځیده، خو هغه یې پيدا نه کړه،له ځان سره ورو ورو غږیده:
هی... هی... لاړې که یو ځل مې د کور مالوم وای نو د ضرور مې کلي ته بیولې...
... بچو لکه چې ښکار دې له لاسه ووت.
لمر خپلې زرینې وړانګې له دنګو ودانیو ټولولې او ژر ژر یې له غرونو فنا کولې سړي ته زړه کې ورتیره شوه چې ناخته شو. ځه اوس به خورجانې کره ورشم دا څو کاله مې نه ده لیدلې،شپه به هم وکړم او حال اخوال به یې هم واخلم،
سړی لږ نور هم وګرځید، خو چې څنګه یې په دوکان کې په یوې چادری واله باندې سترګې ولګیدې نو ویې پیژانده، زړه کې خوښ شو او له څیري داسې خوشاله مالومیدو چې ته وا کومه لویه ورکه ېې پیدا کړې ده.
سړی د دوکان باندی ورته ودرید،ګډه وډه ږیره باندې یې څو ځله لاس راتیر کړ او د سترګو لاندې یې هغه څارله،ښځه دوکان کې د نننه په سودا کولو اخته و، چادرې یې له مخه پورته کړه او د رخت ټوټې ېې کتلې،
د سړي زړه ورته تنګ شو، لږه شیبه پس روان شو او دوکان بلې دروازې په طرف راتاو شو
د لیدو لپاره دا ځای مناسب و خو ښځې سر ښکته اچولی و او رختونه ېې کتل له سړي رختونو او نور سامان فنا ګړې وه وه خو چې څنګه هغې سر راجګ کړ او د سړي سترګې پرې ولګیدي نو له پښو یې ځمکه وتښتیده،خولې پرې راماتې شوي او خپلې خور ته یې په مړاوو سترګو وکتل.پای ))
د بازار د کيسې ځوان هم کټ مټ زما د کيسې د څيرې په شان لالهانده دى. ستړى دى. ډير گرځيدلى. راوي يې سپکه تنده ښه راښوولې ده. کيسه په تصادف پاى ته رسيدلې ، خو دغه تصادف يې راڅخه پټ کړى نه دى. د کيسې په منځ کې يو ځاى لولو: " سړي ته زړه کې ورتیره شوه چې ناوخته شو. ځه اوس به خورجانې کره ورشم دا څو کاله مې نه ده لیدلې،شپه به هم وکړم او حال احوال به یې هم واخلم"
دا جملې د کيسې تلوسه ختموي. سړي ته شک پيدا کيږي چې د هلک ښکار د دۀ خور ده. که يې خور هم نه واى پوښتنه پيدا کيږي چې په داسې شېبه کې ولې خور ورياده شوه؟ داسې خور چې دا څو کاله يې نه ده ليدلې.