یوه مجنون ته اړتیا ده!
  محمدالله کمال
 وايي چې لیلا سخته ناروغه شوه، په مجنون پسې یې زړه خوږېده، لیلا شتمنه وه، امر یې وکړ چې ددې اصل مجنون که له ځمکې وي یا له آسمانه ورته پیدا دې کړل شي چې زړه یې ورباندې ټکور شي.
د لیلا درباریان په ښار سیخ شول، که ګوري چې د ښار په هره کوڅه کې له لسو زیات مجنونان پراته دي او لیلا لیلا نارې وهي.
درباریان هک حیران شول، چې په دوی کې به اصل مجنون څنګه تشخیصیوي؟ بېرته تش لاس لیلا ته راغلل او  لیدلی حال یې ورته بیان کړ چې د اصل مجنون پیدا کول ګران کار بلکې ناشونی کار دی. ځکه ټول ښار مجنونانو په سر اخیستی.
لیلا وفرمایل چې د پیپسي تش پلاستیکي بوتلونه دې له شیدو ډک کړل شي، او د ښار هر مجنون ته دې بوتل په مخ کې کېښودل شي، زما سلام دې دوی ته واچول شي او بیا دې ورته وویل شي چې دا شېدې له خواږه سلام سره یو ځای تاسو ته لیلا رالېږلې دي، که مجنون کم اصل وي، نو ټولې شیدې به په یوه ساه وڅښي او بوتل به خالي کړي، او که مجنون اصل وي نو هغه د خپلې لیلا بوتل له ځان سره د نښې په توګه امانت ساتي!
درباریان بېرته خواره شول، په ټانکرونو ټانکرونو شیدې، په ملیونونو میلیونونو بوتلونو کې واچول شوې، خو مه دې شه، چې له دې ملیونونو بوتلونو څخه یو هم ډک پاتې نه شو او اصل مجنون خدای خبر چېرته و چې هېڅ درک یې مالوم نه شو.
درباریان بېرته لیلو ته ناهیلي راغلل او دا چې د لیلو نږدې ټوله خزانه په شیدو مصرف شوې وه، لیلا ته په فریاد شول، چې وای لیلا ګلې، ستا آرمان به خاورې شي او اصل مجنون به پیدا نه شي.
لیلا له خپلو هوښیارو سهیلیو سره تر سلا مشورې وروسته بېرته درباریانو ته راغله او ورته ویې فرمایل:
د شیدو دغه یو بوتل درسره واخلی، د ښار په هر واټ او کوڅه یې وګرځوﺉ، که چا وویل چې مجنون یم نو ورته وبه وایاست چې لیلا ستاسو له پاره د شیدو دغه ډک بوتل را لېږلی، دا شیدې په سر واړوه چې کله بوتل خالي شو نو بیرته یې له خپلې وینې را ډک کړه. که هر چا دا مر پر ځای کړ، نو هماغه زما اصل مجنون او دیوانه دی!
درباریان په ښار کې تیت شول، هر مجنون ته به یې چې بوتل ورمخکې کړ، بس په تلوار به یې پرې ورټوپ کړل چې د پخوا په څېر دا ځل هم بوتل په یوه ساه خالي کړي، خو چې کله به د لیلا د وینې د غوښتو په کیسه پوه شول، نو کرار به یې بوتل پر ځای کېښود او درباریانو ته به یې وویل چې زه له هغو مجنونانو څخه نه یم چې لیلا ته وینه ورکړم. درباریان په ټول ښار وګرځېدل خو اصل مجنون پیدا نه شو او یو بوتل شیدې همداسې سلامتې پاتې شوې!
درباریان که څه هم ډېر ستړي وو، خو دا ځل مجبور وو چې هرو مرو به مجنون پیدا کوي، او خالي لاسونه به د لیلا دربارته تشریف نه وړي.
بالاخره یوه چا درباریانو ته وویل چې له ښاره بهر په هغه وچه دښته کې یو مجنون دی، تاسې یو ځل هغه ته ورشی کیدای شي اصل مجنون وي.
درباریان مخ په دښته روان شول، که ګوري چې مجنون دی، بس لیلا لیلا ناري وهي او د لوږې او تندې په کیسه کې هم نه دی.
درباریانو د مجنون په مخ کې د شیدو ډک بوتل کېښود او ورته ویې ویل چې دغه تاسو ته د لیلا له خوا ډالۍ شوی دی، مجنون بوتل واخیست او په یوه آن کې یې دوه درې سوه مچکې ترې واخیستي، او بیا نو بوتل ته په کتو شو او د خپلې لیلو په مینه کې غرق او پرق پاتې شو!
درباریانو ورته وویل چې دا شیدې وڅښه!
مجنون: توبه! زه خو دا شیدې نه شم څښلی، دا زما د لیلا د لاس نښه ده، او امانت یې ساتم.
درباریان چې د ښار په ملیونونو مجنونانو بدګومانه شوي وو، اوس یې هم باور نه کېده چې ګویا دغه به اصل مجنون وي، دوی داسې انګېرله چې دی به هم کوم ټګمار مجنون وي او چې کله موږ له ځایه روان شو، نو  دی به دغه یو بوتل پاتې شیدې هم په سر واړوي!
درباریانو مجنون ته وویل: دا بوتل خالي کړه او بیا یې له خپلې وینې را ډک کړه!
مجنون چې دا واورېدل، سم د لاسه یې بوتل په سر واړاوه او چې بوتل خالي شو نو د خپل لاس رګ یې وواهه او بوتل یې ډېر ژر له وینې ډک کړ.
درباریان خوشاله شول، ټول ښار خوشاله شو او لیلا خوشاله شوه چې اصل یې مجنون یې پیدا کړ او د دوی دغه ستړې کیسه په خوشالۍ پای ته ورسېده.
 
کیسه به اوس دې بلې خواته را واړوو، ښار، کلی او غر ټول له مجنونانو ډک دی، خو ددغه ښکلي وطن اصل مجنون ورک دی!
دلته که مجنون دی نو د ډالرو او کلدارو دی، د هر یوه په خوله لیلا لیلا ده، خو په اصل کې یې د لیلا مېنې سره  مینه نشته!
دوی که وینه تویوي نو د بل وینه تویوي، د لیلا مینه یې د ټولو له زړونو ایستلې ده، چې په دې توګه زموږ د کیسې پای ډېر غموونکی دی.
اصل مجنون ورک دی، لادرکه دی، د پښو خاپونه یې هم نشته چې لاره یې پیدا کړو!
آه خدایه  چې هغه به چېرته وي، په رښتیا چې اوسمهال دغه وطن اصل مجنون ته ډېره اړتیا لري