دوه اندېښنې

د يوې لويې ماڼۍ په منځني هال كې يوه مېرمن چې ويښتان يې سره رنګولي دي، د پاسته كوچ په ښي ډډه يې څنګل لګولې او په كېڼ لاس د ريموټ په وسيله د مخامخ لوى سامسينګ تلويزيون په پرده د خپلې خوښې چينلونه لټوي.
په ميز ايښې د قهوې ډكه پياله را اخلي او په ډېر ناز ورنه غوړپ پورته كوي، چې په شونډو موښلى لبسيرين ( لبسټيك) يې خراب نشي.
په دې وخت كې يې څنګ ته ايښې لويې ګلدان ډوله ګړۍ ته سترګې ور اوړي ،چې له مصنوعي ګلانو ډك دى، د ګړۍ ستن يې له ښوونځي څخه د زوى د رخصتۍ له مهال سره برابره ده، ناڅاپه را ولاړيږي او په لوړ غږ وايي (( رګو ماما، رګو ماما.......) دوی دا نوم د تولسي سريال نه په تقليد پر خپل خدمتګار ايښى دى.
رګو ماما يې د سترګو په رپ كې پر وړاندې دريږي.
- ته منډه كه! فيصل جان له ښوونځي راوله، اف!!!! زما له ياده وتلي وو چې درته ووايم ډرېور شبانې ترور چرته لېږلى دى.
- ښه سمه ده! ته اندېښنه مه كوه. زه دكاكا شاه ولي موټر ورپسې بيايم، اوس به يې په منډه درته را ورسوم.
- سمه ده! ژر كوه!
ميرمنې خپل تندي ته ټك وركړ، تلويزيون يې مړ كړ او د ښكلي هال په منځ كې په ډېره ناارامۍ د زوى انتظار كوي، څو ځلي رګو ماما ته هم زنګ وهي، چې څنګه چل دې وكړ، رګو ماما هر ځأ ځواب ورکوي چې د موټرو ګڼه ګوڼه زياته ده، اوس دادی رسېږم. ښځې په غوسه وويل (( سړى سړى به نه وي موټر يې اخيستى خداى دې دا موټر دومره قيمته كړې چې نور يې څوك وانخستلى شي، ددې ډېرو موټرو له لاسه خو مې نور دا ښار بدي ايسي))
* * * *

په يوه زاړه كور كې ناستې ښځې خپلې دولس كلنې لور ته په ډيرې غوسې وويل(( وه جلكۍ! ته منډه كه، كوڅې ته سر ښكاره كه، چې دا ورور دې ولي دومره و ځنډده))
نجلۍ د مور له ډاره منډه واخيسته، پلاستكي چپلكې يې په پښو كړې، حوېلۍ باران خټه كړې وه، د وړوكي ورور اندېښنه خو په ځاى پرېږده، د مور له وېرې سر بېره، ورسره په خټو كې د خويدو ډار هم ملګرى شو، په سړې هوا كې يې د حوېلۍ له وره دباندې سر وو يسته، د لاسونو ګوتې يې خولې ته نيولې وې، په ځغلند نظر يې د كوڅې كوز او بر وڅاره، سر يې بيرته دننه او دروازه يې په کړز بنده كړه. دا د نجلۍ درېيم ځل وو چې كوڅې ته سر ورښكاره كوي.
مور يې په کوټه كې لالهانده تاوېده را تاوېده، په خوله چې هرڅه ورتلل ويل يې، له ځان سره به يې خپل خاوند ته سپكې سپوري ويلې، له قهره به يې تندي ته ټك وركړ، بيا به يې د سترګو په کونجونو کې اسمان ته وکتل او و به يې ويل، زوى مې دې خداى له هرې بلا وساتي.
په كور كې دا ټوله ورخطايي او انديښنه د لس كلن اجمل په اړه وه، چې بايد د غرمې په يوولسو بجو له ښوونځي نه كاله ته راستون شوى واى، خو اوس نيږدې يوه بجه وه.
خپل خاوند ته يې له دې ويرې زنګ نه واهه چې له يوې خوا هسې اندېښنه ور لويږي او بل دا چې که بېګا ته راشي د هلک څرمن به وباسي.
* * * *
رګو ماما د ښوونځي مخي ته موټر ودراوو، فيصل د كانتين تر مخه په چوكۍ په ډاډه زړه ناست دی او له چپسو سره پيپسي غوړپوي.
رګو ماما په ډيرې مينې له لاسه را ونيو او موټر ته يې پورته كړ، د فيصل مور ته يې زنګ وواهه (( دا دى له فيصل جان سره خبرې وكړه))
* * * *
اجمل بيا د موټرو او خلكو په ګڼې ګوڼې، چې د هوټلونو د كبابو بويونو يې سپيږمې تخنولې بي غمه بكسه په شا په چرتونو كې را روان دی، چې د خټو ډكې كوڅې ته له ور سيخېدو سره يې د خور سترګې پرې ولګېدې، نجلۍ منډه کړه او خپله مور يې د اجمل له راتګه خبره كړه.

خوشال خليل