د خدای د پلونو نښې - Foot Prints of God
د حشر په میدان کې یو بنده د خدی نه شکایت کا او لوی څښتن تعالی د خپل بنده هره پوښتنه په خپله خدایۍ دسې ځوابېوي:
بنده د خدی نه پوښتنه کا:
بنده: یا الله! ته غفور او رحیم یې
الله (ج): بالکل زه غفور او رحیم یم
بنده: ته په هر شي قادر یې
الله (ج): بالکل مدسې ده
بنده: ته رازق یې. ټولو ته رزق ته ورکوې
الله (ج): مدسې ده رزق ورکوونکی زه یم
بنده: ته د خپلو بنده ګانو سره ډېره مینه لرې
الله (ج): د ما مینه لامحدوده ده زه د خپل هر پیدا کړي شي سره مینه لرم
بنده: مور د خپل اولاد په ډېر لږ مشکل او درد او غم سره ورخطا کېږي او تر اوغو وخته پورې نه په کرارېږي تر څو یې د خپل اولاد ده ټولې ستونزې لرې کړې نه وي
الله (ج): د مور په زړه کې ده مینه ما پیدا کړې ده. هغه د ما په امر او اراده د خپل اولاد پرورش کا او ورته بېقرارېږي. اوس پوی شوې چې زه د تا سره څومره مینه لرم؟
بنده: مینه!!!!
الله (ج): ولې څه وشول؟
بنده: آیا ته ټول ژوند د ما سره وې؟
الله (ج): بېشک! زه د خپلې وعدې نه هېڅکله هم نه تېرېږم. زه همېشه د تا سره وم.
د دو نه وروسته بنده د خپل ژوند یو څو ستونزې یادېوي او په آخر کې ویه یي:
بنده: د امتحان په هغو وخت کې تاسو زه یوازې پرې اېښی وم!!
الله: ده هېڅ امکان نه لېري
بنده: بیه نو ولې د ما سره په دنیا کې دسې وشول او هسې وشول؟
اوس لوی څښتن تعالی یوې ملایکې ته امر کا چې د ده او د شکایتي بنده د پښو نښې په یوه لوی سکرین باندې وښیي. په یوه لوی سکرین باندې د الله (ج) او د هغه د بنده د پښو نښې د لومړنۍ ورځې نه ته آخره پورې د یوه فلم په شکل کې لیدل کېږي. په هر ځای او هر وخت کې د څلورو پلونو نښې څرګندې دي، چې دوه یې د الله (ج) پلونه دي او دوه د بنده د پښو نښې. بیا دری څلور دسې ځایونه هم رڅي چې یوازې دوه پلونه ښکاري، په دو وخت کې بنده غږ کا چې وګوره هلته، هلته، هلته او هلته تا زه یوازې پرې اېښی وم! د ما سره هېڅوک هم نه وو!!
الله (ج): ته غلط شوی یې. زه د تا په دو سختو حالاتو کې هم د تا سره وم.
بنده: نو بیا د تاسو د پښو نښې چېرته دي؟
الله (ج): ده پلونه چې ته یې وینې ده د ما پلونه دي.
بنده: او د ما د پښو نښې! هغه څه شوې؟
الله (ج): د تا د ژوند په دو ستونزمنو وختونو کې ما ته په غېږ کې نیولی وې. ما ویلي دي کنه چې زه هېڅکله خپل بنده ګان یوازې نه پرېږدم او زه د دوی د میندو نه له دوی سره ډېره مینه لرم. که چېرې په دو ستونزمنو وختونو کې ما ته، په خپله غېږ کې نه وی نیولی نو ته هېڅ فکر نشې کړی چې د تا سره به څه شوي وو...
بنده: په چیغو کېږي، ژاړي او پر خپل بېځایه شکایت پښېمانېږي.
----------------------------------------------------------------------
د انسان (بنده) ده عادت دی چې کله وړې وړې ستونزې پې راشي نو بس خوله خلاصه کا او سترګې پټې هر هغه څه یې چې په خوله رڅي هغه ویه یي کله کله خو کفر ته ووځي خو د هغو ملیاردونو نعمتونو شکر به یې هېڅکله هم نه وي ادا کړی کوم چې الله (ج) پرته د ده د غوښتنې ده ته ورکړي دي.
په درناوي
ژباړه: اېمل وردګ