د دې سترګو په پردو کې دې تصويرر دى
که په ټولو آئينو کې دې تصوير دى

زه ترې لپه اوبه نه څښم نه چې وران شي
د چينې سپينو اوبو کې دې تصوير دى

پاس له بامه راکتل دې را ته ياد شي
د سپوږمۍ په راختو کې دې تصوير دى

ښکاري ته هم زما قتل لوى اتل کړې
د دې ښار په منارو کې دې تصوير دى

غير له درده په بل ښار کې نه چلېږي
دا منم د زړه سکو کې دې تصوير دى

دا هماغه ده زمانه! را نږدې شه
ښکلوم دې په شېبو کې دې تصوير دى

زړه نا زړه مرګ قبلول دې په بېلتون کې
سعادته په سلګو کې دې تصوير دى

عبدالستار سعادت