ستا له مینې کمال اور په خراج واخلي

چې کوم وخت د خپل ویران زړګي جاج واخلي

 

ستا خواږه کاته همدومره لوی اثر کا

زړه مې لاس له اضطراب احتجاج واخلي

 

زوی له پلار سره په یوه لاره نه درومی

دغه ټای واخلي او هغه یې پاج واخلي

 

دغه خلک د دې ښار څومره بدنام شول

چې له هر پردي بې خونده رواج واخلي

 

لا پر تخت د وخت سلطان کینستی نه وي

په ولاړه یې له سر ځنې تاج واخلي

 

ستا د وصل یوه شیبه دومره خوږه شي

 چې کمال له هره رنځه علاج واخلي


محمدالله کمال