غزل

ګرانه به شي هلته که تر کوره پورې ورسي


داد عشق کيسه مې که تر موره پورې ورسي

څنګه به بيا سترګې غړو خپلو پرديو کې
مينه مو اشنا که تر پيغوره پورې ورسي

زه هر څه ته ناست يم وايه ته څنګه يې ګران ا شنا
کله که خبره مو تر زوره پورې ورسي

پيغله پښتنه چې په تورخم کې ټپه ووايي
شور د مخبت يې تر لاهوره پورې ورسي

کله د فريد ته هم ونه ويل چې جارد شم
دغه يو ارمان به مې تر ګوره پورې ورسي

فريدالله حسن زی خوست